اخلاق

تقوی یعني څه؟

 

 زمونږ د ستونزو بنيادي عامل دادي چي مونږ په ژوند كي تقوا وجود نلري حال داچي قراّنكريم قدم په قدم مونږ ته په تقوا توصيه كوي د تقوا معنا  د الله له عذاب ځخه وېره كول او ددې وېري په سیوري کي له هغو منكراتو او محظوراتو ځخه ځان ساتل دی كوم چي مونږ زم ونږ دېن له هغه ځخه منع كړي يو او د الله تعالى د رحمت او ثواب په اميد د هغو كارونو كول دی كوم چي مونږ اسلامي شريعت په هغه مكلف كړي يو. كه دا احساس زمونږ د روزمره ژوندمراقب او نګران وي بيا به زمونږ كردار او ګفتار نه زمونږ لپاره د پرېشاني سبب وي او نه به زمونږ په خواوشاكي د نورو مسلمانانو لپاره د  خفګان او  اّزار منشا جوړ شي په دي اساس په مونږ لازمه ده چي په هروخت او هر حالت كي  په ښكاره او په پټه الله تعالى زمونږ د اعمالو كتونكی او ليدونكی ْوګڼو او د هغه اوامر او نواهي په پام كي ْونيسو او د تقوا په رڼا كي له هرچا سره خپلي اړیکي وساتو. اوتقوا هغه وخت زمونږ په زړونو كي ځای نيولی شي چي له مونږ سره دا حساس وي چي مرګ  ډير نژدې دی او كېدای شي په نا معلوم وخت كي زمونږ لاره ډب كړي او د ژوند پړاو را باندي قطع كړي بيا به مو هرچانس او فرصت له لاسه وتلي وي اومونږ ډير داسي وروڼه له خپله لاسه خاوروته سپارلي دي  او روزانه یې سپارو چي په صحت او قوت ، سرمايه او ثروت ، شان و شوكت ، جرات او هيبت ، علم او معرفت  ، نوم اوشهرت كي له مونږ ځخه ډير او څو چنده زيات ْوو خو اوس د قبر اسېران دي او د عمل چانس ئي � �ه لاسه ْوتلي دی  الله تعالى د ورباندي رحم وکړي .

عن عبدالله بن عباس رضي الله تعالى عنهما قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  لرجل وهو يعظه اغتنم خمسا قبل خمس شبابك قبل هرمك وصحتك قبل سقمك وغناك قبل فقرك وفراغك قبل شغلك وحياتك قبل موتك. (المستدرك)

له عبدالله بن عباس رضي الله تعالى عنهما ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم يوه سړي ته په نصيحت كولوكي ْوفرمايل: پنځه شيان ترپنځو شيانو مخكي غنيمت ْوګڼه ځواني تر بوډاتوب مخكي ، روغتيا تر نا� �وغي مخكي ، اوبادي تر نيستي مخكي ، فراغت تر مشغولتيا مخكي او ژوند تر مرګ مخكي .

غنيمت ئي ْوګڼه دا معنا چي د خپل ځان لپاره د خير په كارونو كي ګټه ځيني واخله او كه زمونږ مرګ په ياد وي بيا به كله هم داسي عمل ‌ْونكړو چي هغه زمونږ د اخروي ژوند د تباهي سبب جوړ شي

سعدي رحمة الله تعالى عليه فرمائي :

اې فلانيه يو دخير كار ْوكړه او ژوند يوه ښه اوستره ګټه ْوبوله مخكي له دې چي اعلان ْوشي چي فلانی په حق ْورسيدلو.

الله تعالى فرمائي:

يأَيُّهَا الَّذِينَ آم َنُواْ ادْخُلُواْ فِي السلْمِ كَآفَّةً وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ  عَدُوٌّ مُّبِينٌ *

اې د اېمان خاوندانو پوره اوبشپړ په اسلام كي ننــْوزۍ  او د شيطان په پلونو ًپلونه مه ږدی  په ريښتيا سره چي هغه ستاسو ښكاره دښمن دی.

 په دي آيت كريمه كي په اسلام كي بشپړ نه ننوتل او یا د نیمایي اسلام منل د شيطان  اتباع  ګڼــل شوي ده.

اسلام د ژوندانه يو بشپړ قانون دي هغه صرف د يو مخصوص عبادت نوم نه دي په اسلام كي د پوره ننوتلو معنا دادي چي هغه د خپل ژوند په انفرادي او اجتماعي اړخونو کي بشپړ په ځان عملي كړو او د ژوند په هره زاويه كي د هغه هدايات په پام كي ْو نيسو داسي نه چي كله يو شرعي حكم زمونږ په ګټـه وي هلته پيا مونږ شريعت منو او كه د شريعت حكم زمونږ د مفاداتو او خواهشاتو خلاف وو او یا یې زمونږ له تګلاري سره ټکر درلودلو بيا ئي نه منو په داسي حال کي چي قرآنکریم فرمایې :

وما كان لمؤمن ولا مؤمنة إذا قضى الله ورسوله أمرا أن يكون لهم الخيرة من أمرهم .

هیڅ مسلمان نارینه او مسلماني م ېرمني ته ددې اجازت نشته چي کله هم الله تعالی او دهغه رسول د یوې خبري په هکله پرېکړه وکړي او هغوی د یې په منلو کي خوښ رضا وي .

 بل دا چي په نیمایي آسماني وحي عمل کول او نیمایي شاته غورځول د يهود او نصارى وو کړنلاره وه چي الله تعالى په قراّنكريم كي د هغو يادونه داسي كړي ده:

يْومنون ببعض الكتب و يكفرون بما وراءه.

هغوي يعني يهود او نصارى د اّسماني كتابونو په ځينو برخو ايمان لري او له ځينو نورو برخوځخه ئي انكاركوي.

زمونږ باید دا عقیده وي چي هره خبر له خولي ځخه راباسو هغه په مونږ پسي ليكله كېږي الله تعالى فرم ائي:

ما يلفظ من قول الا لديه رقيب عتيد .

هيڅ يوه داسي خبره نشته  چي د هغوي له خولي ځخه را ْوځي مګرپه هغو خبرو يو(داسي) نګران شته (چي هغه دا ټولي خبري ياد ساتي).

بل ځائ الله تعالى فرمائي:

وَكُلَّ إِنْسَانٍ أَلْزَمْنَاهُ طَآئِ� �َهُ فِي عُنُقِهِ وَنُخْرِجُ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كِتَاباً يَلْقَاهُ مَنْشُوراً* اقْرَأْ كَتَابَكَ كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيباً *

او د هر انسان په غاړه كي مونږ دهغه مرغه ( اعمال ) ورنښلـولي دي او د قيامت  په ورځ به مونږ هغه ته (د هغه د اعمالو) د فـتر را ْوباسو  چي غوړېدلي به ئي تر لاسه كړي (او ورته ْوبه ويل شي چي) ْولوله ستا (د اعمالو) د فـتر كافي ده ستا خپل ځان  له تاسره حساب كـْوونكی .

همدا راز کله چي د یوداسي قول او یا فعل مرتکب شو چي هغه د اسلامي شریعت له نظره غیر مرغوب وي باید سمد لاسه یې پرېږدو او ورباندي پښېمانه شو او الله تعالی ته ورباندي توبه وباسو په معصیت باندي ندامت او پښېم اني نه یواځي داچي هغه ګناه بښله کېږي بلکه د الله تعالی په نزد د توبه ګار مسلمان درجات ورباندي لوړېږي لکه په دې آیت کریمه کي چي قرآنکریم مونږ مسلمانانو ته زېری راکوي :

وَالَّذِينَ إذا فَعَلُوا فَـاحِشَةً أوْ ظَلَـمُوا أنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللَّهَ فَـاسْتَغْفَرُوا لِ� �ُنُوبِهِمْ، وَمَنْ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إلاَّ اللَّهُ وَلَـمْ يُصِرُّوا عَلـى مَا فَعَلُوا وَهُمْ يَعْلَـم ُونَ* أُولئِكَ جَزَاؤهُمْ مَغْفِرَةٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَجَنَّاتٌ تَـجْرِي مِنْ تَـحْتِهَا الأنْهارُ خَالِدِينَ فِـيهَا وَنِعْمَ أجْرُ العَامِلِـينَ*

او (همدا جنتونه چي د هغو پراخي د اّسمانونو او زمكي په شان دي) د هغو مْومنانو لپاره دي  چي كله  يوه لويه ګناه ْوكړي او يا په خپل ځان  (دنوروګـناهونو) ظلم ْوكړي دالله تعالى عذاب ْور په ياد شي  او دخپلو ګناهونو لپاره له الله تعالى ځخه بښنه غواړي  او له الله تعالى ځخه بغير بل څوك  شته چي ګـناهونه معاف كړي ؟ او په كړي ګـناهونو دوام او ټینګارنه كوي او دوي په دي پوهېږي ،  د همدغه كسانو بدله د الله تعالى له طرفه  بښنه او مغفرت او هغه جنتونه دي چي تري لاندي ډول ډول نهرونه بهيږي ، دا كسان به تل تر تله په دي جنتونو كي وي او څوك چي ښه كارونه كوي  د هغوي لپاره ډير ښه اجراو ثواب دي

قدوسي سليمانخيل

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close