تشناب ته د ننوتلو او وتلو سنت او دعا
تشناب ته د ننوتلو او وتلو سنت
۱: د ننوتلو په مهال چپه پښه ړومبي كړئ، او د وتلو په مهال ښۍ پښه ړومبۍ را وباسئ.
۲: د ننوتلو په مهال دا دعا ووايئ: اللهم اني اعوذبك من الخبث و الخبائث. متفق عليه
۳: د وتلو په مهال دا دعا ووايئ: غفرانك
دا معلومه خبره ده چې يو انسان د خپل قضاي حاجت لپاره په ورځ كې څو ځلي تشناب ته ځي، نو دوه سنت د ننوتلو په مهال، او دوه سنت د وتلو په مهال عملي كيدلى شي.
له خبث، او خبايث څخه نارينه او ښځينه شيطانان مراد دي، او دا دعا كه وويل شي، نو هيله ده چې ټوله ورځ د هغوى له شره خوندي اوسي.
ژباړه: سيد مصطفى حماس