
تر ۴۰ دقيقو زیاته قیلوله د وژونکو ناروغیو لامل کیږي
د غرمې خوب یا قیلوله د انسان روغتیا لپاره خورا ګټور دی، خو که دا وخت ډير شي، نو د مرګ ویره ډيروي.
د جاپان یوه پوهنتون د څېړنې پر اساس د غرمې تر ۴۰ دقيقو زیات خوب د لوړ فشار، کولیسټرول زیاتوالي، ملا شاوخوا وازدې زیاتیدل او د شکر مرضونو لامل کیږي او دغه ټول د زړه سکتې د پیدا کولو خطر هم زیاتوي.
د څېړونکو په وینا تر څلویښتو دقیقو پورې قیلوله یا د غرمې خوب د روغتیا لپاره خورا ښه دی خو که تر دې ډير شي نو د زړه مرضونه پیدا کوی.
دغه څېړنه په شاوخوا ۳ لکو کسانو شوې او څېړونکې دې پایلې ته رسیدلي چې کوم کسان تر ۴۰ دقيقو پورې یا تر دې کم د غرمې خوب کوي نو د ناروغیو کوم خطر سره نه مخامخیږي خو تر دې زیات بیا خورا زیان رسوي.
د څېړنې له مخې تر یو نیم ساعت پورې خوب د مرضونو خطر ۵۰ سلنه زیاتوي او ورسره درسته ورځ انسان ناراسته کوي.
یاده څېړنه د امریکن کالج اف کارډیالوجي په ۶۵مه کلني کنفرانس کې وړاندې شوې ده.