تر سوځېدلو وروسته باید څه وکړو؟

کله مو چې لاس ګرم څيز سره ولګیږي، وسوځي نو مستقیما داسې یو څه پسې ګرځئ چې د سوځېدو علاج وکړئ او تکلیف یې کم کړئ.

ډیر خلک بیا د ځينو ناسمو شیانو په استعمالولو سره خپل تکلیف دوه چنده کوي او وړه ستونزه جدي کوي. همدې لپاره باید خلک له یو شمېر احتیاطي تدابیرو څخه کار واخلي او ځينو کارونو څخه لکه تڼاکي ماتول، سوځېدلي ځای سره لاس درلودل او نورو څخه ځان وژغوري.

لاندې ځېنې کارونو مو لومړنۍ مرستې کوي، کور کې دننه يې تیارولای شئ څو تر یوه بریده خپل تکلیف ارام کړئ او تر ډاکتره ځان ورسوئ.

تر سوځېدو وروسته هېڅکله یخ مه استعمالوئ

یخ د پوستکي لاندې د وینې د روانېدو مخه نیسي چې له کبله یې اغېزمن شوي ځای ته نور تاوان هم رسیږي. د دې پر ځای داسې وکړئ چې سوځېدلی ځای د اوبو یخې بمبې ته کېږدئ او که امکان یې درلودلو، سوځېدلی ځای تر لسو دقیقو پورې په اوبو ومینځئ.

غاښونو یخ کریم

د غاښونو کریم هم سوځيدلي ځای د درد په ارامولو کې کار ورکوي. د دې لپاره لومړی داسې وکړئ چې سوځېدلی ځای یخو اوبو لاندې تر یوه وخته پورې کېږدئ، بیا يې په ارامه په یوه کاغذ باندې وچ کړئ او غاښونو کریم پرې ولګوئ.

چایو کڅوړې

د چای په کڅوړو Tea bags ټیننک نومې تېزاب وي، چې د سوځېدلي زخم څخه حرارت کشوي او تکلیف یې کموي. که مو کوم ځای وسوځي، نو دوه یا درې یخ خو خېشته د چایو کڅوړې په سوځيدلي ځای کېږدئ او د دې لپاره یې وتړئ چې له ځای اخوا دیخوا ونه خوري.

سرکه

په سپینه سرکه کې ایسټيک ایسډ موجود وي چې د سوځېدلو وروسته تکلیف، خارښت او پړسوب په کمولو کې مهم رول لوبوي. همدا راز سرکه جراثیم کشه ده، د سوځيدلي زخم ګرموالی هم کموي او هم د سوځيدلي ځای تکلیف کموي. سرکه په کوم پاک کاغذ باندې واچوئ او ورو ورو يې په سوځېدلي ځای ووهئ.

شات

شاتو په طبیعي ډول انټي بایوټک (جراثیم ضد) وي او جراثیم له منځه وي. شات چې لومړی په زخمي ځای ولګوې نو جراثیم له منځه ځي همدا راز شات سوځېدلی ځای یخوي او د زخمي ځای په ډکولو کې هم مرسته کوي.

شېدې

په شودو کې موجود پروټین هم د سوځېدو تکلیف کموي او د اغېزمن شوي ځای د ژر ښه کېدو کار تېزوي. که مو لاس وسوځي نو ژر یې په شودو کې تر ۱۵ دقیقو پورې کېږدئ، پایلې به یې مثبتې وي.

وټامن سي

وټامن سي د سوځيدلي ځای زخم ژر ډکوي، د وټامن سي استعمال د نوي پوستکي لپاره ضروري دی. د سوځيدلي ځای زخم ډکولو لپاره باید هغه خواړه ډير وخوړل شي چې وټامن سي لري.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب