بیت المقدس ولې مسلمانانو ته مهم دی؟

کله چې ابراهیم (ع) دمهاجرت په جریان کې له مصر څخه فلسطین ته راغئ نودخدای ج په امر یې دقدس ښار چې هغه وخت یې بیوس نومیده یو پاک ځای جوړ کړای شو او هغه ځای ته بیت الله نوم ورکړ او دوخت په تیریدو سره داځای پر بیت المقدس مشهور شو. په همدغه مقدس ځای کې حضرت موسی (ع) له خدای (ج) سره خبري وکړي او دحضرت داود (ع) له لوري په دې ځای کې د القصی مسجد (مسجد القصی) جوړ شو.

تر ټولو مهمه پیښه چې په فلسطین کې رامنځته شوي هغه د حضرت عیسی (ع) دونیا ته راتګ دی.کله چې حضرت عیسی(ع) پر پیغمبری مبعوث شو نو دناصره ښار څخه یې دبیت مقدس په طرف حرکت وکړ.او مسجد القصی ته لاړ او هلته یې خلکو ته تبلیغ پیل کړ.

بیت المقدس هغه ځای دی چې له دي پاک ښار څخه حضرت محمد (ص) معراج ته سفر وکړ.او پر مسجد القصی کې یې خپل رب ته لمونځ ادا کړ. قرانکریم او نور اسماني کتابونه پر دې خاورې دپاکوالي او تقدس سپارښتنې کړي. درنو او قدرمنو مسلمانانو ورڼو دا د مسلمانانو لپاره ډیر پاک او تاریخي ځای دی له دغه ځایه ساتنه او دفاع دهرمسلمان دینې مسولیت ګرځي د امریکا مشر چې بیت المقدس د اسرایلو مرکز ګرځولی یو ستر حماقت او لیونتوب کړی دا ځمکه د ناولو خلکو لپاره نه ده پردغه ځای کې د مسلمانانو پوره تاریخ پروت دی. بیت المقدس یعني د دین د خپریدو لومړنی ښار.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب