بیت الله شریف د پاسه ولې طیاره الوتنه نشي کولی؟؟؟

د سعودي عربستان د هوایي چلند ادارې، د مکې مکرمې د پاسه د طیارو الوتنه په قطعي ډول ممنوع اعلان کړې ده، او الوتکو ته یې دا شفر ورکړی: OE(p)-01 د دغه شفر معنا دا ده چې د مکې مکرمې د پاسه الوتنه د ځمکې څخه واخله تر اسمان پورې ممنوع ده.

د سعودي عربستان د هوایي چلند یوه متخصص وویل: که څه هم مکه مکرمه د جدې هوایي ډګر، او د طائف هوایي ډګر په منځ کې پرته ده، نو لازمه وه چې د مکې مکرمې د پاسه ډیر هوایي کرښې (مسیرونه) جوړې شوې وای، خو د سعودي عربستان د هوایي چلند ادارې کوښښ کړی چې د مکې مکرمې د پاسه هوایي کرښې جوړې نه کړي.

دا پرېکړه دوه اساسي علتونه لري؛ اول: امکان شته چې په الوتکو کې غیر مسلمان ناست وي، او لازمه ده چې غير مسلم د بیت الله شریف د پاسه تير نشي. دویم: د دې لپاره چې بیت الله شریف د غرونو په منځ کې دی، له لږ اواز نه ډیر لوی اواز جوړیږي، او په نتیجه کې یې ممکن عبادت کونکو ته د الوتکو شور تکلیف ورسوي.

هغه اوازې ټولې دروغ دي چې وایي مکه مکرمه مقناطیسي قوه لري، او یا هوا نه لري، نو ځکه الوتکې د مکې مکرمې د پاسه الوتنه نه شي کولی. اوس هم د ضرورت په صورت کې هیلیکوپترونه د بیت الله شریف دپر سر الوتنې کوي.

 ذبیح الله ساپي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب