بلېدونکى سمندر | د اسلام او قرآن اعجاز

(وَالْبَحْرِ الْمَسْجُورِ) [الطور: 6].

( او په بليدونکي سمندر لوړه کوم )

ځمکه  يوډول چاودې لري چې تر ډېروبرخويې غځيدلي او  آن دبحرتل ته هم  رسېدلي دي ،اوسنيو سائنس پوهانو کشف کړې چې د سمندر په تل کې لوى درځونه دي چې له منځ نه يې ژبغړانده  اورونه او سکروټې راوځې او دا لړۍ تر سلګونه متره غځيږي ، د الهي وحي دنازليدلو پرمهال  د دې حقيقت په اړه انسان هيڅ معلومات نه لرل ،  دا دقرآنکريم دحقانيت يو څرګند ثبوت دى  چې داکتاب تر يوې مودې او ياقوم پورې ځانګړى نه دى څه چې په دې کې ويل شوي هغه سل په سله رښتيا دي ، ددې حقيقت په اړه خداى پاک څوارلس سوه کاله پخوا خبرورکړى و : (وَالْبَحْرِ الْمَسْجُورِ) [الطورسورت: 6]. ( او په بليدونکي سمندر لوړه کوم ) مسجور بلېدونکې  ته وايي . سائنس پوهانو دغه معلومات وروسته تر هغه کشف کړل چې د سمندر د ځينو برخو انځورونه يې واخيستل،  دا انځورونه  ښيي چې د اوبو په منځ کې چاودې دي او له هغو نه د اور سکروټې راوځي او داپه اوس وخت کې د قرانکريم  يوه ستره معجزه ده.

[irp][irp][irp]

اوس پوښتنه داده چې د مځکې د چاودنو راز څه دى؟ ولې د ځمکې ډېرې برخې  چاودلي دي چې له لارې يې د اور لمبې او بخارات راوځي؟

په دې کې حکمت دادى چي که دځمکې پوښ کلک اوسخت واى اودرځونه يې نه لرلاى دبخاراتومخه به ډب  وه؛ نوپرمخ به يې ژوندکول ناشونى و، له همدې امله موږ ويلاى شو چې دا د ځمکې تنفسي حرکت دى چې له امله يې د ځمکې تودوښه او دروند والى بهر راوځي اوپه مټ يې د مځکې توازني حرکت ساتل کيږي

بليدونکى سمندر اوس يو څرګند حقيقت دى موږ کولاى شو هغه اورونه  ووينو چې د سمندر له تل نه راوځي چې د ځينو له امله يې د سمندر پر سطحه ستونزې هم پيدا شي او د دې په اړه تردې وړاندې  انسان ته هيڅ علم نه و او نه هم تر ډېره وخت څوک خبرو الله تعالى څوارلس پېړى وړاندې ورته اشاره کړې ده.

دغه راز الله تعلى د دې اور د راتلونکي په اړه هم وايي ، کله چې په سمندرونو کې اورونه زيات شي هغه جل جلاله فرمايي: (وإذا البحار سجّرت) [التكوير: 6]، (او کله چې سمندرونه لمبې وکړې)   بيابه داسې ورځ راشي چې سمندرونه به وشليږي الله تعالى فرمايي:  (وإذا البحار فجّرت) [الانفطار: 3]. (او کله چې سمندرونه وشليږي)

د قران شريف قانون دى چې  انسانانو ته ځيني شيان په ګوته کوي او د هغو دراتلونکي په اړه خبر ورکوي څرنګه چې موږ اوس په سمندرونوکې بليدونکي اورونه وينو؛ نو داسې ورځ راتلونکې ده چې دا اورونه به پراخ شي او ټول سمندر به وشليږي چې دا دقيامت دورځي يو څرګند دليل دى.

پورته انځورونه  ښيې چې د سمندر له منځ نه اورونه راوځي خو اوبه يې نشي مړه کولاى  او نه هم اوبوته څه زيان رسوي.  الله تعالى ډېر لوى او قادر ذات دى!!!

[irp][irp][irp]

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب