تکنالوژي

بلوتوت پيژندنه او تاريخچه

د بلوتوت تاريخچه:

دلمړي ځل له پاره داريكسون سويډني كمپنۍ په 1994م كي دبلوتوت په اړه فكر وكړ او يو كم مصرفه ارزانه اړيکه  يې دموبايل او يو بې سيم سيټ ترمنځ وړاندي كړه.

دبلوتوت دانجينرۍ كار په 1995م كي پيل سو اوكوښښ وسو، چي دغه ارتباط دټولو وسائلو لپاره رامنځته كړى.

داريكسون كمپنۍ د (بلوتوت) نوم چي ديوډنماركي پاچا نوم وو ددې لپارهانتخاب كړ چي د 940 او 981 م ترمنځ يې دخپل حكومت په دوران كي په سوله ايزه توګه دډنمارك، جنوبي سويډن او شمالي ناروې ترمنځ يې ارتباطات قايم كړل چي دغه كار په تاريخ كي ده ته دارتباطاتو دقايمولو ديو ماهر اولس مشر لقب وركړ نو ځكه اريكسون شركت داښه وبلل چي زموږ دغه منځته راتلونكى تخنيك هم بايد په سوله ايز او ارام ډول دتوكو ترمنځ اړيکي  ټينګي  كړي.

اريكسون شركت پوهيدى چي يو شركت نسي كولاى، چي دغه نوى تخنيك عام او دبرياليتوب پولي ته ورسي نو ځكه يې په 1998م كي د IBM، اينټل، نوكيا، 3Com، توشيبا او مايكروسافټ سره يو پروتوكول لاسليك كړ چي دغه شركتونه به په ګډه دبلوتوت دپرمختګ او پياوړتيا دپاره كاركوي، تردې وروسته تر 2000 زياتي كمپنۍ لكه Lucent، موتورولا، او نور په دغه سازمان كي ورګډ سول.

دبلوتوت پېژندګلوي:

بلوتوت دراډيويي څپو په خپرولو سره دموبايلونو، ليپ ټاپ كمپيوټرونو او نورو برېښنايي وسايلو ترمنځ دارتباط نيولو دپاره كاريږي.

داترټولو ارزانه بې سيم ټكنالوجي ده چي لږ فاصله وهي او ددوو هغو وسايلو ترمنځ ارتباطات قايموي چي دغه ټكنالوجي لري دغه ټكنالوجي كولاى سي چي په بې سيم ډول پيفامونه، عكسونه اونور اطلاعات يوبل ته يوسي او راوړي. دبلوتوت راډيو په يو مايكروچيپ كي دننه ځاى پرځاى سوېده چي د 2.4GHz بېنډ فريكونسۍ باندي كار كوي.

دغه ټكنالوجي د(Spectrum frequency Hoping spread) څخه استفاده كوي چي په يوه ثانيه كي 1600واره خپل سيګنال ته تغير وركوي تر څو نور برقي امواج دبلوتوت په څپوكي مداخله ونكړي پردې سربېره بلوتوت داطلاعاتو دتبادله كولو لپاره دمقابل طرف دپروګرام په مرسته لمړى پېژندل كيږي او بيا وصليږي ترڅو داطمينان رامنځته سي چي زه دخپل اړونده ملګري سره وصل سوم.

دغه ټكناجي دوه ډول امواج خپروي دلږي فاصلې وهونكي امواج چي كوچنى محيط ترپوښښ لاندي راولي لكه يوه خونه او ياهم زياته فاصله وهي دغه سيسټم كولاى سي چي يو په يو اوياهم يو دڅو سره ارتباطات قايم كړي.

دغه ټكناجي 720 kb/s ډېټا استوي او دلس متره په اندازه امواج خپروي (ددغه امواجو په پياوړي كولو سره كولاى سي چي تر 100 متره پوري امواج خپاره كړي) اوداتوان لري چي ددېوال يا نورو غيرفلزي توكو څخه خپل امواج هاخوا واستوي كه چيري يو دريم سيګنال دبلوتوت په امواجو كي مداخله وكړي نو داطلاعاتو انتقال قطع كيږي خو دريږي نه.بلوتوت دمختلفو وسايلو ترمنځ يومشتركه ژبه ده چي (PAN personal area network) شخصي نيټورك منځ ته راوړي اووسايلو ته دازمينه برابروي چي يودبل سره وصل سي. ننني سيسټمونه كولاى سي چي دامواجو په خپرولو سره تر اوو زياتي دستګاوي په يو بل سيسټم كي فعاله كړي.

بلوتوت لرونكي وسايل د 10 څخه تر 100 مترو پوري خپل امواج خپروي او كولاى سي چي په يوه ثانيه كي 720كيلوبايټه اطلاعات بلي خواته واستوي كله چي په بلوتوت سمبال وسايل يوبل ته نژدې كيږي نو په اتومات ډول يو دبل سره ارتباط نيسي

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: