نکاح او اړوند چارې

بدل (شغار) نکاح په اسلام کې

بدل نکاح حکم څه دی؟

ددی لپاره چی پوره مو سر خلاص شی ، چی آیا په اسلام کی موخۍ (بدل) شته او که یا؟ او کڅوک دغسی نکاح کوی، آیا نکاح درسته ده او که یا؟ او چه په حدیث کوم نفی او یا نفی راغلیدی، مصداق کوم شئ دئ؟ لومړئ به راشو د موخۍ دلفظ تحقیق ته چی په عربی کی ورته ” شغار ” وایی.

په احادیثو کی:

1. حَدَّثَنَا عَبْدُ اللهِ بْنُ يُوسُفَ ، أَخْبَرَنَا مَالِكٌ ، عَنْ نَافِعٍ ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم نَهَى عَنِ الشِّغَارِ وَالشِّغَارُ أَنْ يُزَوِّجَ الرَّجُلُ ابْنَتَهُ عَلَى أَنْ يُزَوِّجَهُ الآخَرُ ابْنَتَهُ لَيْسَ بَيْنَهُمَا صَدَاقٌ. [ صحیح البخاری 5112]
ژباړه: دعبدالله ابن عمر رضی الله تعالی عنهما څخه روایت دئ، چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د” شغار ” څخه منع کړیده، او ” شغار ” دادئ: چی څوک خپل لور بل چاته په نکاح ورکوی داسی چی هغه بیا ودته خپل لور ورکوی، او په مابین کی ددوی مهر نوی.
بل ځای کی امام بخاری رحمه الله ددغه حدیث روایت کوی وروسته فرمایی: قُلْتُ لِنَافِعٍ مَا الشِّغَارُ قَالَ يَنْكِحُ ابْنَةَ الرَّجُلِ وَيُنْكِحُهُ ابْنَتَهُ بِغَيْرِ صَدَاقٍ وَيَنْكِحُ أُخْتَ الرَّجُلِ وَيُنْكِحُهُ أُخْتَهُ بِغَيْرِ صَدَاقٍ.[صحیح البخاری].
ژباړه: – راوی وایی: – ما ونافع ته وویل:” شغار ” څشئ دئ؟ هغه وویل: شغار دادئ، چی څوک دچالورکوی، اوهغه ته خپله لور ورکوی، بغیرله مهره، او یا دچاخور کوی، او هغه ته خپله خور ورکوی بغیر له مهره.
او په سنن نسائی کی یی دموخۍ دتعریف لپاره ترجمة الباب ایښئ دئ، ” تفسیر الشغار” او پورته دبخاری حدیث یی روایت کړئ دئ.
اوپه صحیح ابن حبان کی یی ددی احادیثو لپاره داسی عنوان ایښئ دئ: ذكر الزجر عن أن يجعل بضع بعض النساء صداقا لبعضهن.
یعنی ذکر دمنع ددی څخه چی دیوی ښځی عورت دی دهغی بلی لپاره مهر وګرځول کړه شی.

په علم لغت کی:

1. و ” لا شغار في الإسلام ” وهو أن يزوجه أخته على أن يزوجه الآخر أخته ولا مهر إلا ذاك.[اساس البلاغة ش غ ر]
ژباړه: ” په اسلام کی شغار نشته ” هغه دیته وایی: چی څوک خپله خور چاته په نکاح ورکړی داسی چی هغه بیا ودته خپله خور په نکاح ورکړی او بغیر له دغه نور مهر نوی.
2. الشِّغار بالكسر: نكاح كان في الجاهلية وهو أن يقول الرجل للآخر زوجني ابنتك أو أختك على أن أزوجك ابنتي أو أختي، على أن صداق كل واحدة منهما بضع الأخرى، كأنهما رفعا المهر وأخليا البضع كذا في الصحاح.[ أنیس الفقهاء صفحه 51]/ [الصحاح فی اللغة شغر]
ژباړه: ” شغار ” په کسره سره هغه نکاح ده، چی دجاهلیت په زمانی کی وه، او هغه داده چی یوه سړی به بل ته ویل: خپله لوریا خور ماته په نکاح راکړه داسی چی زه بیاخپله لور یا خور تاته په نکاح درکوم پداسی ډول چی دهری یوی عورت دهغی بلی مهر دئ، نو ګویا دوی مهر ایسته کوئ، او عورت دښځی یی بی مهره ګرځوئ.
3. والشِّغارُ بالكسر : أن تُزَوِّجَ الرجُلَ امرأةً على أن يُزَوِّجَكَ أُخْرَى بغيرِ مَهْرٍ صَداقُ كلِ واحِدةٍ بُضْعُ الأُخْرَى.[ القاموس المحیط فصل الشین صفحه 535]
ژباړه: ” شغار ” په کسره سره، دادئ چی څوک یوه ښځه دبلی په مقابل کی په نکاح ورکړی بیله مهره ، او مهر دهری یوی دهغی بلی عورت کښیږدی.
4. والشّغار : أن تُزوج الرجل امرأة ما كانت على أن يُزوّجك أخرى بغير مَهر.[المحکم والمحیط الأعظم الغین والشین والرآء]/ [
المخصص لابن سیده کتاب النساء] /
ژباړه: ” شغار ” دادئ چی سړئ یوه ښځه چاته په نکاح ورکوی، چی هغه بیا ورته بله ښځه په نکاح ورکړی ، بغیرله مهره.
5. ( شاغره ) مشاغرة وشغارا زوجه قريبته على أن يزوجه الآخر قريبته بغير مهر.[المعجم الوسیط حرف الشین جلد1 صفحه486] / [المغرب فی ترتیب المعرب ] / [تاج العروس من جواهر القاموس]
ژباړه: ” شاغره ” یعنی خپله قریبه ښځه یی بل چاته په نکاح ورکړه داسی چی هغه به بیا خپله قریبه ښځه ودته په نکاح ورکوی بغیر له مهره.
6. ” لا شِغارَ في الإسلام ” ، وهو أن يتزّوج الرجلان كل واحد منهما بأخت صاحبه أو بنت صاحبه ليس بينهما مَهر، وكان مِن فِعل أهل الجاهلية.[جمهرة اللغة ]
ژباړه: ” په اسلام کی شغار نشته” – حدیث دئ- او هغه دادئ چی دوه نفره هریو دخپل ملګری خور اویالور په نکاح کوی، چی په مابین کی یی مهر نوی، او داکار دجاهلیت په زمانی کی وو.
داغسی په نورو کتابونوکی لکه: شرح حدود ابن عرفه،طلبة الطلبة فی الإصطلاحات الفقهیة، داسی تعریفونه د “شغار” لپاره راغلیدی.
نو دپورتنی احادیثو او لغوی معناګانو څخه داسی نتیجه اخیستلای شو، چی ” شغار ” هغه نکاح ته وایی: چی دوۍ ښځی ترخپل مینځ په بدل اوعوض کی په نکاح ورکوی، او دهیڅ یوی لپاره مهر نه ایږدی، یعنی هره ښځه دهغی بلی مهر ګرځوی.
نوپه اصطلاح کی دداسی نکاح لپاره څوصورتونه راځی:
1. دهری ښځی لپاره جدا مهر ایږدی، نکاح دیوی معلقه تر نکاح دبلی نکوی.
2. دهری ښځی لپاره جدا مهر ایږدی نکاح دیوی معلقه ترنکاح پوری دهغی بلی کوی.
3. دیوی ښځی لپاره لا مهر نه مسمی کوی، او نه هم پکی دتعلیق خبره کوی.
4. نه دښځی لپاره مهر مسمی کوی، او داسی هم وایی: چی هره ښځه په مقابل کی دهغی بلی ده.
په لومړی صورت کی نکاح صحیح ده، دهری ښځی لپاره هغه مسمی مهر دئ، او دإبتدا څخه پردی صورت اطلاق دشغار« موخی » نکیږی، ځکه دا دواړی جداجدا دوستی دی.
په دویم صورت کی نکاح صحیح ده، دهری ښځی لپاره مسمی مهر دئ، هغه شرط دتعلیق، دنکاح په حکم کی کوم تأثیر نه ایږدی ځکه داشرط فاسد دئ، شرط فاسد په نکاح کی هیڅ رول نلری.
په دریم اوڅلورم صورت کی، دهری ښځی لپاره مهر مثل دئ، او نکاح هم صحیح ده ځکه داشرط فاسد دئ، شرط فاسد دنکاح دحکم په نفی کولو کی رول نلری.
ددی داسی مثال دئ، لکه دلومړی سره څخه چی مهر معلوم نکړی، او یا په مهر کی داسی شئ ذکر کړی چی هغه مال نوی، لکه شراب او یاخنزیر. چی پدی دواړو صورتونو کی نکاح صحیح ده، او مهرمثل پر میړه باندی لازم دئ، چی ښځی ته یی ورکړی.
پاتی شوه کومه خبره دنفی، چی په حدیث کی راغلیده، نوهغه دشغار دتعریف څخه له ورایه معلومیږی چی مراد هغه نکاح ده، چی دښځی لپاره هیڅ مهر ورنکړی، چی دداسی صورت دنکاح دانعقاد سره مونږ هم مخالف یو، دداسی کار کول ګناه لری، خو داچی څوک داسی نکاح وکړی بیا نو نکاح یی ولی درسته ده؟، هغه دلیل یی هم هغه دئ، چی نکاح په شروط فاسده باندی نه فاسدیږی.
دلیل ورباندی لاندی اثر، اودفقهاؤ اتفاق دئ:
عن عطاء الخراسانی: ” أن علیا،وإبن عباس رضی الله عنهما سئلا عن رجل تزوج إمرأة وشرطت علیه أن بیدها الفرقة، والجماع، وعلیها الصداق، فقالا: عمیت عن السنة، وولت الإمر غیر أهله، علیک الصداق، وبیدک الفراق، والجماع”. رواه الضیاء المقدسی فی ” المختارة “(کنزالعمال 8:291 ) وهوصحیح علی قاعدة السیوطی رحمه الله. [ إعلاء السنن جلد11 صفحه 64]
ژباړه: دعطاء خراسانی رحمه الله څخه روایت دئ، چی دحضرت علی او إبن عباس رضی الله تعالی عنهما څخه پوښتنه وسوه په باره کی دهغه سړی، چی دیوی ښځی سره یی نکاح کړیوه، ښځی پرده باندی داشرط ایښئ وو، چی جدایی(طلاق) او جماع به ددی پلاس کی وی، او پردی باندی به دمهر ورکول وی، نو دوی ورته وویل: چی دسنت څخه ړوند شولی ، او کاردی ونااهل ته سپارلئ دئ، مهر پرتاباندی دئ، او ستاپلاس کی جدایی(طلاق) او جماع ده.
نو چی کله نکاح په شروط فاسده باندی نه فاسدیږ نو په پورتنی صورتونوکی نکاح صحیح ده، خو دښځی لپاره مهر مثل سته،.
نوچی کله مهر مثل دښځی لپاره معین شو نور نو بیا دغه نکاح ته نکاح د” شغار ” موخۍ نه ویل کیږی، ځکه شغار هغه وی کوم چی دښځی لپار ه پکی هیڅ مهر نه ورکول کیږی. چی دجاهلیت په زمانه کی هم دغسی کیدل.
چی دغه خبره زمونږ دفقهی ډیرو کتابونو را اخستی ده.
( ووجب مهر المثل في الشغار ) هوأن يزوجه بنته على أن يزوجه الآخر بنته أو أخته معاوضة بالعقدين وهو منهي عنه لخلوه عن المهر فأوجبنا فيه مهر المثل فلم يبق شغارا. [الدرالمختار باب المهر]
ژباړه: واجب دئ مهر مثل په نکاح کی دموخۍ”شغار” اوهغه داده چی څوک خپله لور اویا خور چاته په نکاح ورکوی داسی چی هغه بیا ودته خپله لور یاخور په نکاح ورکوی په معاوضی ددواړو عقدینو، اوددی نکاح څخه نهی راغلیدی، ځکه پدی کښی مهر نشته، خو مونږ پکی مهر واجب کئ، نو بیاخو شغار پاتی نشوه.
خوداچی خلګ داسی دوستۍ کوی، اوبیا ښځی ته مهر نه ورکوی، داده خلګو غلطه اصطلاح او ناروا کلتور دئ، ځکه په هرصورت کی مهر دښځی حق دئ، که نکاح دشغار وی او که بله نکاح وی مهر دښځی ثابت حق دئ، باید دښځی پلاس ورکول شی لکه خدای پاک چی په خپل پاک کلام کی فرمایی:« وَآتُواْ النِّسَآءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْساً فَكُلُوهُ هَنِيئاً مَّرِيئاً» [سورة النساء 4]
ژباړه: ښځوته ددوی مهر په خوشحالۍ سره ورکړئ، کچیری دوی تاسو ته کوم شئ، په خپل رضایت اوطیب نفس درکړئ، بیایی نو په خوند وخوری.
خومتأسفانه او له بده مرغه، چی اوس زمونږ خلګو دا خبره بیخی شاته غورځولیده، چی دښځی مهر ښځی ته پلاس نه ورکوی، بلکه دښځی پلار اویا وړونه یی نوش جان کړی.
خو ددی کار دمنعه کولو لپاره باید ټول اهل وظیفه او اهل مسئولیت خپله دنده په پوره توګه سرته ورسوی، عملی دی ددی کار دبندیدلو لپاره مستقیما عملی او مؤثر اقدام وکړی، لومړئ دی علماء دځان څخه شروع کړی، بیادی وروسته پرعامو خلګو باندی دهغه دتطبیق کولو لاری چاری ولټوی، تشدید او اطلاق په احکامو کی یی دمخنیوی لپاره هیڅ مرسته نشی کولای.
خوپدی خاطر چی ددی نکاح دصحت په باره کی ده علماؤ ترمینځ اختلاف دئ، نوځما خپل شخصی نظردادئ، چی احتیاط پکی دادئ، چی سړئ دی بیخی دچاسره دموخی ” شغار ” دوستی نکوی. او که څوک غواړی چی ځان داختلاف څخه وباسی نو همدغه کار یی دوتلو لار ده ، چی: دموخۍ دوستی دی دچاسره نکوی.
دنورو مذاهبو کتابونو کی یی ددی نکاح په هکله داسی لیکلی دی:

مالکی مذهب:

“ونكاح الشغار باطل وهو أن يزوجه وليته على أن يزوجه الآخر وليته ولا مهر بينهما فإن سميا مهرا لهما أو لأحدهما صح النكاح المسمى فيه المهر ووجب صداق المثل”.
[التلقین کتاب النکاح ومایتصل به]
ژباړه: نکاح د”شغار” موخی باطله ده، او هغه داده: چی څوک خپله قریبه ښځه چاته په نکاح ورکړی داسی چی هغه به بیا خپله قریبه ښځه ودته په نکاح ورکوی، او په مابین کی به یی مهر نوی، خوکچیری یی مهر ددواړو لپاره مسمی کړئ، او یایی دیوی لپاره مسمی کړئ، نو هغه نکاح صحیح ده کوم چی مهر پکښی ذکر سوئ دئ، او دښځی لپاره مهر مثل واجب دئ.

حنبلی مذهب

,فإن سموا مهرا مستقلا غير قليل ولا حيلة صح النكاح نصا,وإن سمى لإحداهما صح نكاحها فقط.[كشف المخدرات والرياض الزاهرات لشرح أخصر المختصرات کتاب النکاح]
ژباړه: کچیری یی مسمی کړی پدی نکاح کی مستقل اوجدا مهر چی لږنوی، نونکاح په صراحت باندی صحیح ده، او کچیری یی دیوی لپاره مهر مسمی کړئ، نو تنها دهغی نکاح صحیح ده، نه دهغی بلی، نوددوی دکتابونو څخه داسی معلومیږی چی دپورتنی څلور صورتونو څخه ددوی په نزد لومړئ، دویم اوڅلورم صورت صحیح دئ.

شافعی مذهب

(قال الشافعي) فإذا انكح الرجل ابنته أو المرأة يلي أمرها من كانت على أن ينكحه ابنته أو المرأة يلي أمرها من كانت على أن صداق كل واحدة منهما بضع الاخرى ولم يسم لواحدة منها صداق فهذا الشغار الذى نهى عنه رسول الله صلى الله عليه وسلم فلا يحل النكاح وهو مفسوخ وإن أصاب كل واحد منهما فلكل واحدة منهما مهر مثلها وعليها العدة وهو كالنكاح الفاسد في جميع أحكامه لا يختلفان (قال الشافعي) وإذا زوج الرجل ابنته الرجل أو المرأة يلي أمرها على أن يزوجه الرجل ابنته أو المرأة يلى أمرها على أن صداق إحداهما كذا لشئ يسميه وصداق الاخرى كذا لشئ يسميه أقل أو أكثر أو على أن يسمى لاحداهما صداقا ولم يسم للاخرى صداقا أو قال لا صداق لها فليس هذا بالشغار المنهى عنه والنكاح ثابت والمهر فاسد ولكل واحدة منهما مهر مثلها إذا دخل بها أو ماتت أو مات عنها ونصف مهر مثلها إن طلقت قبل أن يدخل بها. [الأم للشافعی جزء 5 صفحه 82]
ژباړه: امام شافعی رحمه الله ویلی دی: که چاخپله لور اویا هغه ښځه چی اختیاریی دده پلاس کی وو، هره ښځه چی وی ، بل چاته په نکاح ورکړه ،چی هغه به بیا خپله لور اویا هغه ښځه چی اختیار یی دده پلاس کی وو هره ښځه چی وی، ودته په نکاح ورکوی، داسی چی دهری ښځی عورت یی دهغی بلی مهر وګرځوئ، اود هیڅ یوی لپاره یی مهر مسمی نکړئ، نو دغه هغه موخۍ ” شغار ” ده کوم چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورڅخه منع کړیده، نودغه نکاح صحیح نده فسخ ده،
خوکچیری بیا دهری ښځی سره یی میړه مقاربت کړئ وو، نو بیا دهغی لپاره مهر مثل دئ، او پردی باندی دعدی تیرول ضروری دئ، نو دا نکاح په ټولو احکامو کی داسی ده لکه فاسده نکاح هیڅ اختلاف نه سره لری( یعنی باید ددوی ترمابین تفرقه راوستل شی لکه په نکاح فاسد کی په نزد دشافعی مذهب).
امام شافعی رحمه الله ویلی دی:
که چا خپله لور اویاهغه ښځه چی اختیار یی دده پلاس کی وو، بل چاته په نکاح ورکړه، چی هغه به بیا خپله لور اویا هغه ښځه چی اختیار یی دده پلاس کی وو، ودته په نکاح ورکوی، داسی چی دهر ښځی لپاره یی مهر مسمی کړئ، که لږوی او که ډیر؛؛؛ او یاداسی چی دیوی لپاره یی مهر مسمی کړئ، خو دهغی بلی لپاره یی مسمی نکړئ، اویایی وویل: چی ددی ښځی لپاره ګرسره مهر نشته، نودغه بیا هغه منهی عنه موخۍ “شغار” ده، دلته نکاح ثابته ده، خو مهر فاسد دئ،بلکه دهری ښځی لپاره پوره مهر مثل کیږی، کچیری میړه ورسره مقاربت کړئ وو، او یاښځه یامیړه مړه شوی وه، او نیم مهر مثل کیږی کچیری یی ښځی ته طلاق ورکړی وی، مخکی تر مقاربت.
خلاصه ددی بحث داده: چی په کوم حدیث کی چی ددی نکاح څخه نفی او یانهی راغلی دی، هغه پرخپل ځای باندی پاتی دی،په کوم صورت کی چی یی مونږ دنکاح دصحت خبره کوو، هغه وروسته تر مراعات کولو دشرائطو ددی حدیث مصداق نشی پاته کیدلای .خوداچی دنکاح دانعقاد دصحت په باره کی دعلماؤ اختلاف دئ، هغه هم ددغه احادیثو دسیاق، اطلاق او تقیید څخه رامنځ ته شوئ دئ.
خو په حنفی فقه کی یی لنډ حکم دغه دئ، چی دپورتنی څلور صورتونو څخه لومړئ صورت ګرسر موخۍ نده، نکاح پکی مطلقا بیله کوم اختلافه صحیح ده، پاتی شوه دری نور صورتونه نو په هغوکی نکاح صحیح ده، په صورت کی دتسمیی دمهر، مسمی مهر، اوپه صورت کی داطلاق دمهر، مهر مثل دښځی لپاره لازم دئ.او مهر مهربه ارو مرو ښځی ته ورکوی.
نوچی کله مهر ورکړل شی بیانو حکماً ورته موخۍ نه ویل کیږی، ځکه موخۍ هغه وی چی فقط دښځو ترمابین پکی معاوضه وی ، او دښځو لپاره هیڅ مهر نوی.
والله اعلم وعلمه اتم

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: