ګناهونهلمونځ‌

ای له لمانځه غافله مسلمانه وروره !

لمونځ  په دين کی ډير اهم عبادت دی چه په قرآنکريم او سنت نبوی (ص)  کي په لمانځه ډير تأکيد شوی دی اود لمانځه په ترک کولو قرآن اوسنتو دسختي تباهئ اوبربادي خبر ورکړی دی .

خوافسوس  دهغه چا په حال  چه ددنيا حب  اودهغه ځل اوبل دومره تر تأثٍير لاندي راوستي وي  چه  خپل ستر پالونکی رب (ج) يی هم هير وي اوله هغه (ج) نه ويريږي.

هغه رب (ج) چه دمور په ګيډه يی روزلي  حال داچه خپله مور دي هم له حاله ناخبره ؤ .

که په کومه باراني شپه کی دباندي وتلی وي ګوري  به چه ټول خلک په خوب بيده دی  آرامه آرامي  ده خو ګوري  به چه دآسمان له طرفه سخته باوره اويا باران وريږي  دغه وخت ستا رب (ج)  بيدار دی  اوپه ډير بيړه سره دخپلو بندګانو دنفقي اکمالات کوي .

ته نه پوهيږي چه دا لمر داورځ اوشپه د څه لپاره او دچا لپاره منظم روان دي .

همداسی لوی څښتن(ج)   د عبادت وړ دی  هغه (ج) ته بايد دعجز سر ټيټ شي .

همدا ژوند دی  همدا شيبي دي  چه تيريږي  ناګهانه به دمرګ خبر راشي خو مونږ به څه نه وي کړي

بيا نه دغه دنيا شته اونه بيا دلته ژوند شته دغه نړي  به له يوه سره ړنګه شي .

لاندی  الهی (ج) فرمانونه  اودهغه دنازولي  رسول(ص) ويناوي ولوله  :

د لمانځه فرضيت:

په قرآنکريم کښي ډير آيتونه دلمانځه په باره کی نازل شوي چه په هغه آيتونو کی الله  (ج) مسلمانانوته ددی سترعبادت حکم فرمائی. الله (ج) فرمايئ :

«فَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا(النساء ۱۰۳)».

((قائموي تاسي (سم اداکوی سره له ټولو حقوقو) لمونځ ! بيشکه چه لمونځ دی پرمؤمنانو فرض کړي  شوی په معلومو اوقاتوکښی)).

«مُنِيبِينَ إِلَيْهِ وَاتَّقُوهُ وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَلاَ تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ (الروم ۳۱)».

((رجوع کوونکي دی دغه (الله) ته او ويريږي (له غذابه) دالله او قائموی  (سم اداکوي سره له ټولو حقوقو) لمونځ اومه کيږي له مشرکانو)).

«وَأَنْ أَقِيمُواْ الصَّلاةَ وَاتَّقُوهُ وَهُوَ الَّذِيَ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ (الانعام ۷۲)».

((حکم شوی دي مونږ ته دالله له طرفه) په دي چه قائموی  (سم اداکوي سره له ټولو حقوقو) تاسي لمونځ اوويريږي تاسي له دغه (الله) نه اودغه (الله) همغه ذات دي چه ده ته به ورټول کړشی تاسي (په قيامت کی)).

وعن ابن عمر رضي الله عنهما : أنَّ رَسُول الله صلي الله عليه وسلم ، قَالَ : (( أُمِرْتُ أنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أنْ لاَ إلهَ إلاَّ الله ، وَأنَّ مُحَمَّداً رَسُول الله ، وَيُقيمُوا الصَّلاةَ ، وَيُؤتُوا الزَّكَاةَ ، فَإِذَا فَعَلُوا ذلِكَ عَصَمُوا مِنِّي دِمَاءهُمْ وَأمْوَالَهُمْ إلاَّ بحَقِّ الإسْلاَمِ ، وَحِسَابُهُمْ عَلَى الله تَعَالَى )) مُتَّفَقٌ عَلَيهِ .

(( له ابن عمر (رض) نه روايت دی چه رَسُول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلی :ماته حکم شوی چه ترهغه له خلکوسره جنګ كوم ترڅوچه هغوي گواهي ونه کړی  چه بغيرله الله بل معبود نشته اومحمدصلی الله عليه وسلم دالله رسول دی ،اولمونځ قائم نکړی او زکات ورنکړی ،چه کله هغوی داسی  اعمال شروع کړي   نودهغوی وينه ،دهغوی مال  محفوظ اومامون شول – بغير دحق داسلام نه  (دزړونودخبرو) حساب به دالله په ذمه وي )) .

«مُرُوا أَوْلاَدَكُم بالصَّلاَةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْع سِنِينَ وَاضْرِبُوهُمْ عَلَيْهَا وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرٍ، وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ في المَضَاجِعِ» بخاري وسنن ابى داود

((کله موچه اولادونه اوه کلنی ته ورسيدل هغوی ته په لمانځه کولو امر وکړی اوکله چه  لس کلنی  ته ورسيږی لمونځ ونه کړي  هغوی  ووهي اوپه همدی سن کی د دوی بستری ورجلاکړي)).

د لمانځه وختونه:

دلمانځه وختونه په ځنوقرآني آيتوکی راغلي دی .

«أَقِمِ الصَّلاَةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا (الاسراء ۷۸)».

((قائموی  (سم اداکوی سره له ټولو حقوقو) لمونځ ورسته له زواله دلمرترتياري دشپی پوری (يعنی دظهر،عصر،مغرب اوعشاء لمونځونه ادا کړه !) اوله قرائت دفجر(يعنی دسهارلمونځ ادا کړه) بيشکه چه قرآن لوستل (لمونځ کول) دفجرحاضرشوی دی (يعنی ورحاضريږی ملائک دشپی اود ورځی )).

«وَأَقِمِ الصَّلاَةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِّنَ اللَّيْلِ إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّـيِّئَاتِ ذَلِكَ ذِكْرَى لِلذَّاكِرِينَ (هود ۱۱۴)».

((او قائم کړه (سم ودروه سره له ټولو حقوقو)  لمونځ په دواړو طرفونو دورځی اوپه ساعاتو له شپي (چه نژدي وي ورځی ته) يقيناً چه نيکي (يعنی پنځه وخته لمونځ) لری کوی بدي (کوچنی ګناهونه) ،دغه (حکم اووعده) پند دی لپاره دپندقبلوونکو)).

« نَزَلَ جِبْرِيلُ فَأَمَّنِي فَصَلَّيْتُ مَعَهُ ثُمَّ صَلَّيْتُ مَعَهُ ثُمَّ صَلَّيْتُ مَعَهُ ثُمَّ صَلَّيْتُ مَعَهُ ثُمَّ صَلَّيْتُ مَعَهُ يَحْسُبُ بِأَصَابِعِهِ خَمْسَ صَلَوَاتٍ» بخاري

)((جبرل نازل شو اوما دهغه په امامت له هغه سره لمونځ وکړ،بيامي ورسره لمونځ وکړ، بيامي ورسره لمونځ وکړ، بيامي ورسره لمونځ وکړ، بيامي  ورسره لمونځ وکړ،په ګوتوسره يی پنځه لمونځونه حساب کړل))

کله چه رسول الله صَلي الله عَليهِ وَ آلهِ وَ سَلّم معاذبن جبل (رض) يمن ته ليږلو هغه ته يی داسی وفرمايل:

«ادْعُهم إِلَى: شهادةِ أنْ لا إله إلاّ اللّهُ وأني رسولُ اللّهِ، فإن هُمْ أطاعوا لذلك فأَعْلِمْهُم أنّ اللّهَ افترَضَ عليهم خَمسَ صَلواتٍ في كلّ يومٍ وليلة، فإن هم أطاعوا لذلك، فأَعْلِمْهُم أنّ اللّهَ افترضَ عليهم صدقةً في أموالِهمْ، تُؤخَذُ من أغنيائهم وتُرَدُّ على فُقَرائهم» بخاري:

((هغوی دعوت کړه په شهادت د شهادةِ أنْ لا إله إلاّ اللّهُ وأني رسولُ اللّهِ پس که هغوی دادعوت قبول کړ،نوبيايي  پوه کړه چه الله تعالی فرض کړي  پرتاسي په هره شپه اوورځ کی پنځه وخته لمونځونه بيايي  چه لدي  حکم څخه پيروي وکړه نوخبريی کړه چه الله تعالی پرتاسي صدقه (زکات ) فرض کړي ،چه دمالدارو دهغوی نه به اخستل کيږی پر فقرآء اوتنګلاسودهغوی ته به ورګرځول کيږي )) .

مګرشيعيه چه دپنځو وختو لمونځونه په دريووختو کی کوي صريح مخالف له قرآن اواحاديث رسول الله (ص) سره کوي .

پدی اړه محمد عبدالطيف انصاری (مدينه منوره) په خپل کتاب(يا غافلاً عن الصلاة) کی داسی ليکی:

دحضرت علی(رض) د خپل خلافت په دوران کښي داسلامی خلافت ټولو واليانو ته داسی مکتوب وليږه.

په هغه مکتوب کی دپنځه وخته لمانځه واضح حکم شوی دی .

دغه حکم  له  کتاب نهج البلاغه چه معتبرترين کتاب پس له قرآن کريم په نزد دشيعيه ګانو دی نقل کوم:

«أَمَّا بَعْدُ فَصَلُّوا بِالنَّاسِ اَلظُّهْرَ حَتَّى تَفِي‏ءَ اَلشَّمْسُ مِنْ مَرْبِضِ اَلْعَنْزِ وَ صَلُّوا بِهِمُ اَلْعَصْرَ وَ اَلشَّمْسُ بَيْضَاءُ حَيَّةٌ فِي عُضْوٍ مِنَ اَلنَّهَارِ حِينَ يُسَارُ فِيهَا فَرْسَخَانِ وَ صَلُّوا بِهِمُ اَلْمَغْرِبَ حِينَ يُفْطِرُ اَلصَّائِمُ وَ يَدْفَعُ اَلْحَاجُّ إِلَى مِنًى وَ صَلُّوا بِهِمُ اَلْعِشَاءَ حِينَ يَتَوَارَى اَلشَّفَقُ إِلَى ثُلُثِ اَللَّيْلِ وَ صَلُّوا بِهِمُ اَلْغَدَاةَ وَ اَلرَّجُلُ يَعْرِفُ وَجْهَ صَاحِبِهِ » ليک 52 نهج البلاغه

امابعد! دظهرلمونځ له خلکوسره ترهغه اداکړی چه دلمرسيوری په اندازه دځای دوزی دچملاستی شی،اودعصرلمونځ له هغوی سره هغه وخت اداکړی چه لمرسپين وی اودومره پاتی وی چه دوه فرسنګه لاره طی شی،اودمغرب لمونځ هغه وخت اداکړی چه روژه دار روژه ماتوی اوحاجی مناته روانيږی ،اودعشاء لمونځ له هغوی سره اداکړه د شفق له ورکيدوڅخه  تردريمی حصی دشپی پوری يی ادا کوی ،اودسهار لمونځ هغه وخت  له هغوی سره اداکوه چه هرڅوک يواوبل وپيژنی .

دپنځه وخته لمونځون داوقاتو په اړه داؤ دحضرت علی(رض)    فرمان .

خو بياهم هغه کسان چه دحضرت علی رض) دمحبت دعواوی کوي ولی پنځه وخته لمونځونه په دريووختوکی ادا کوي؟ ،دغه عمل له قرآن ،سنتواودحضرت علی(رض)    له حکم سره ښکاره مخالفت دی اوددوی بی ځايه دلايل دهيڅ اعتبار وړ نه دی .

خدای (ج )دې  په دوی ورحميږي اوخدای(ج )    دې دوی ته هدايت وکړي .

د لمانځه فضيلت :

وَأَقِمِ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ (العنکبوت ۴۵).

((  اوقائموه لمونځ   يقيناً لمونځ  منع  کوی  (لمونځ کوونکی ) له فحشآء اوناوړه چارو څخه ، اوخامخا  يادول  دالله  ډير لوی  دی  او الله په هغه څه پوهيږی چه تاسی يي کوی )).

وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ ۹ أُوْلَئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ۱۰ الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (المؤمنين ۹-۱۱) .

اوهغه  ( کسان هم کامياب شول  ) چه دوی هميشه پرلمونځونو خپلو ساتنه کوی (چه تل يی سم اداکوی سره له ټولو حقوقو ) هم دغه (مؤمنان ) هم دوی دی وارثان هغه (وارثان ) چه ميراث به اخلی فردوس دوی پدغه جنت الفردوس  تل پاتی کيدونکی   دی.

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ (البقره ۲۷۷).

يقيناْ هغه کسان چه ايمان يی راوړی دی  او کوي دوی ښه عملونه او قايموی لمونځ (په ښه شان ) او ورکوی دوی زکات شته دوی لره اجر په نزد د رب د دوی او نشته هيڅ ډول ويره پر دوی  باندی او نه به دوی ( هيڅکله ) غمجن  کيږی

وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلاَتِهِمْ يُحَافِظُونَ ۳۴ أُوْلَئِكَ فِي جَنَّاتٍ مُّكْرَمُونَ (المعارج ۳۵ )

هغه کسان  چه دوی دخپل لمانځه ساتنه کوی دغه کسان  به په عزت سره دجنت په باغونو کی اوسيږی .

عَنْ ابی قتاده بن رِبْعی   (رض) قَال قَال رسول الله صلی الله عليه وسلم قَالَ اللهُ تعالی

اِنِّی افْتَرَضْتُ عَلی اُمُّتِکَ خَمْسَ صَلَواَتٍ وَعَهِدْتُّ عِنْدِی عَهْدًا اَنَّه مَنْ خَافَظَ عَلَيْهِنَّ لِوَقْتِهِنَّ اَدْخَلْتُهُ الْجَنَّةَ فِیْ عَهْدِی وَمَنْ لَّم يُحَافِظْ فَلاَ عَهْدَ لَه عِنْدِی (ابوداود،ابن ماجه،بيهقی).

((چه ماستا په امت پنځه وخته لمونځونه فرض کړی دی اوددی می خپل ځان سره وعده کړی ده چه څوک داپنځه لمونځونه په خپل وخت کښی ادا کولو پابندی وکړی هغه به پخپله ذمه واری جنت ته داخلومه اوڅوک چه ددی لمونځونواهتمام نه کوی نوپه ماباندی دهغوی هيڅ ذمه داری نشته )).

وعن أَبي زهير عُمارة بن رُؤَيْبَةَ  قَالَ: سَمِعْتُ رسولَ الله (( لَنْ يَلِجَ النَّارَ أحَدٌ صَلَّى قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا )) يعني : الفَجْرَ والعَصْرَ . رواه مسلم .

((له ابی زهير عماره بن رويبة (رض) نه روايت چه ما درسول (ص) څخه واوريدل چه هغه سړی به هر ګيز دوزخ ته داخل نشی چاچه دنمرختلو اوپريوتلو نه مخکی لمونځونه يعنی دسحر اومازيګر وکړي )) .

له ابن مسعود(رض)   نه روايت چه ما رسول الله  (ص)  نه پوښتنه وکړه چه کوم اعمال بهتر دی – نبی صلی وفرمايل :

(( الصَّلاَةُ عَلَى وَقْتِهَا )) قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : (( بِرُّ الوَالِدَيْنِ )) قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : (( الجِهَادُ في سَبِيلِ اللهِ )) متفقٌ عَلَيهِ

((په خپل وخت لمونځ کول ،ماوويل ددی نه ورسته ؟ نبی صلی الله عليه وسلم  وفرمايل دموراوپلار سره ښه سلوک !ماپوښتنه وکړه ددی نه ورسته کوم؟ هغوی صلی الله عليه وسلم وفرمايل دالله(ج)   په لار کی جهاد )) (بخاری اومسلم)

د لمانځه اهميت او د لمانځه په غفلت کولو سخت غذابونه :

مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ ۴۲ قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّينَ (المدثر۴۳).

(( تاسی څه شی دوزخ ته بوتلی ، هغوی به ووايی مونږ له لمونځ کونکو څخه نه ؤ )).

فَخَلَفَ مِن بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلاَةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا (مريم ۵۹).

(( بيا له هغوی ورسته هغه ناکاره خلکو دهغوی ځای ونيو چه لمونځ يي ضايع کړ او دخپل نفس دغوښتنو پيروی يي وکړه نږي ده چه دګمراهی له عاقت سره مخ شي )).

رسول الله ( ص) دژوند په  آخری شيبو کی پدی خبرو تنګار کولو:

«الصَّلَاةَ الصَّلَاةَ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ» ابي داود,ابن ماجه, ومسند أحمد

(( دلمانځه اداکول،دلمانځه په اداکولو اوله مزدورانوسره دښی رويی کولو خيال ساتی )).

«مَنْ حافَظَ عَلَيْهَا، كَانَتْ لَهُ نُوراً وبُرْهَاناً وَنَجَاةً يَوْمَ القيامَةِ، وَمَنْ لَمْ يُحَافِظْ عَلَيْهَا، لَمْ يَكُنْ لَهُ بُرْهَانٌ وَلا نُورٌ وَلَا نَجَاةٌ، وَكَانَ يَوْمَ القِيَامَةِ مَعَ قارُونَ، وَهامَانَ، وَفِرْعَوْنَ، وَأُبَيِّ بْنِ خَلَفٍ» مسند امام أحمد وابن حبان

((څوک چه په  لمانځه  (سره له  حقوق) دايمی پابندوی هغه لمونځ به دقيامت په ورځ دده لپاره دليل ،وسيله اورڼايی وګرځی، اوڅوک چه دلمانځه پابندی ونه کړی دده لپاره به په قيامت کی  نه  دليل  وی ،نه وسيله،نه نجات اونه به نور  وی ،اودقيامت په ورځ به له قارون،فرعون،هامان اوابی بن خلف سره يو ځای حشر کيږی)).

«بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكُ الصَّلاَةِ». صحيح مسلم

(( فرق په مابين د  مؤمن اوكافر او مشرك کی دلمانځه ترك کول دی)).

دابی هريره(رض)   نه روايت چه رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

    (( إنَّ أوَّلَ مَا يُحَاسَبُ بِهِ العَبْدُ يَوْمَ القِيَامَةِ مِنْ عَمَلِهِ صَلاَتُهُ ، فَإنْ صَلَحَتْ ، فَقَدْ أفْلَحَ وأَنْجَحَ وَإنْ فَسَدَتْ ، فَقَدْ خَابَ وَخَسِرَ ، فَإنْ انْتَقَضَ مِنْ فَرِيضَتِهِ شَيْءٌ قَالَ الرَّبُ ج انْظُرُوا هَلْ لِعَبدي من تطوّعٍ ، فَيُكَمَّلُ مِنْهَا مَا انْتَقَصَ مِنَ الفَرِيضَةِ ؟ ثُمَّ تَكُونُ سَائِرُ أعْمَالِهِ عَلَى هَذَا )) (رواه التِّرمِذِيُّ).

(( دقيامت په ورځ به دبنده په اعمالو کی (دټولو نه مخکی ) دهغه دلمانځه حساب وی کچری دهغی  دلمانځه حساب صحيح اووتلو نوکامياب شو اونجات يی وموند اوکچری خراب  راووت نونامراداوتاواني شو که د فرضوڅخه کم راووتل نوالله تعالی به وفرمايې وګوری که دده په عمل نامه نفل وی نودهغه په ذريعه داکمي پوره کړي ددی ورسته دپاتی اعمالو حساب کتاب هم پدی اندازی باندی کيږی )) ترمذی

له لمانځه نه غافله مسلمان ورور سره څو خبری :

پوښتنه مي وګړه څنګه لمونځ نه کوي

ويې ويل : مشغول ومه

ومي ويل : څه مشغوليت ؤ ترلمانځه هم مهم په داسي حال کی چه  دقيامت په ورځ به لومړی حساب دلمانځه وي .

ويې ويل : پوهيږی چه ددنيا مشغوليت ذيات دی نوڅه بايد وشي .

ومی ويل :آيا نه پوهيږی چه داسلام اوکفر ترمنځ سرحد لمونځ دی

حديث شريف : بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكُ الصَّلاَة

وويل : مسلمانی يواځی په لمانځه کښي نده ،مهمه داده چه دانسان زړه پاک وي ،زه مسلمان ته ضرر نه رسوم ،له خلکوسره ښه سلوک لرم اودټولوسره خوش اخلاقي کوم.

ومي ويل : دغه شيطانی حيله ده چه ځنی مسلمانانوته دهغه په وسيله فريب ورکوي ترڅودګناه مرتکب شي ،چه دی فکرکوي مابه ښه کارکړی وي زه خوښه سړی يم حال داچه ترلمانځه نولويه ګناه شته ؟ داسترعبادت ګوره

دادشيطان وسوسي دي چه زمونږ ناوړه اعمال راته ښه ښکاره کوي

وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ (الانفال ۴۸)

وويل :ډيرخلک شته چه لمونځ کوی خوبيا هم ګناه کوي

ومي ويل :نوڅوک چه لمونځ کوي هغه به نو ګناه نه کوی معصوم به وي ؟ معصوم له ګناه خو يواځی پيغمبران دي،خوته لمونځ کوه اوورسته ناوړه اعمال پريږده اوښه کارونه شروع کړه ،همدغه ته به يوه نمونه وی په ټولنه کی اودستا ښه اعمال به په ډيرو خلکو تأثير وغرځوی.

ويې ويل : زه خو کلمه د لااله الاالله وايم اوالحمدالله مسلمان يمه اورسول الله (ص) فرمايلي چه لااله الاالله دجنت کلۍ ده اوڅوک چه لااله الاالله ووائی د دوزخ اور په هغه کس حرام دی اوبل داچه الله (ج ) غفوراورحيم دی.

ومی ويل :داچه لااله الاالله دجنت کلۍ ده هيڅ شک پکی نشته ولی پوهيږی چه علماؤ په شرح ددی حديث شريف څه ويلي؟.

لااله الاالله دجنت کلۍ ده ولی هره کلۍ  دندانی لری چه دهغه په وسيله دروازه  خلاصيږی اودجنت دکلۍ دندانی صالح اعمال دی او لااله الاالله بدون له عمل په اسلامی تعليماتو په شان دبی دندانو کلۍ ده .

قوله تعالی :وَبَشِّرِ الَّذِين آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ (البقره ۲۵).

قوله تعالی : وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ أُولَـئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (البقره ۸۲).

نوثابته شوه چه ايمان اونيک عمل لازم اوملزوم دی .

يوبل ورور ؤ چه سخت زحمتکښه ؤ خولمونځ يی  بالکل نه کولو .

ورته ومی وويل وروره ته ولی لمونځ نه کوي ؟

راته ويې ويل : له وسه می نه کيږي  اوترټولو ګران شی ماته لمونځ کول دی

په لمانځه کی خو سستی کولو کی هم سخت وعيد دی وار خو د بالکل پريښودوشو.

قوله تعالی :

إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُواْ إِلَى الصَّلاَةِ قَامُواْ كُسَالَى يُرَآؤُونَ النَّاسَ وَلاَ يَذْكُرُونَ اللّهَ إِلاَّ قَلِيلاً (النساء ۱۴۲ ).

بيا می ورته دلمانځه اهميت او دلمانځه  دپريښودو سخت غذابونه بيان کړل  ، ددی نه ورسته  هغه کس سخت خفه شو دغه وخت درمضان روژی ته څو ورځی پاتی وی ، ورسته يی راته وويل  زه هر کال يواځی په روژه  کی لمونځ کوم کله چه روژه ختمه شی زما لمونځ  هم ختم شی ، خو نن ورځ زه له خپل رب (ج )  او تا سره وعده کومه چه دروژی له پيل څخه ورسته به بيا دمرګ ترورځی لمونځ قضا نه کړم .

همغه ؤ چه ورسته بيا دټولو څخه مخکی همدا کس لمونځ ته پاڅيدلو.

ګرانه  !

آيا لمونځ ماليات غواړي  ؟ چه دپيسو په ورکړه دي زړه ونه شی .

آيا لمونځ  دومره ډير وخت نيسي  چه تا دژوند له چارو محروم کړي ؟

آيا لمونځ  دومره دروند عمل دی چه تا سخت ستړی کړې ؟

آيا ته نه پوهيږی چه دحشر په ميدان کښی به محمدی ص امت څنګه پيږندل کيږي؟

دمحمد رسول الله د امتيانو به  داواسه اندامونه ځليږي ، نو څوک چه لمونځ ونه کړی دهغه به څه شی وځليږي اوپه څه به وپيږندل شي او دکومي ډلي سره به وي .

آيا لمونځ  کوم مباح عمل دی چه ثواب اوغذاب ونه لري ؟

بلکی لمونځ  دمسلمان دنجات  ذريعه ده او دلمونځ په غفلت سره دسختو غذابو نوخبرداری ورکړ شوی

لمونځ  يوه الهی منظمه برنامه ده چه په ټاکلو اصولو اوټاکلو وختونو تر سره کيږي ،هيڅ څوک هم ددی برنامی دتغير توان نلري

ګرانه !

لمونځ دورځی پنځه وخته  يواځی څو دقيقی وخت نيسي چه بنده دخپل ستر څښتن (ج ) حضور ته دريږی او دهغه (ج ) مناجات کوی .

نو ګرانه او ګراني  راځي !

نور ددی پر ځای چه شيطان ته تسليم وو  او هغه پر مونږ باندی دخپل زړه لوبي وکړی  راځی ! خپل رب ته تسليم شو اونور دهغه پوره  اطاعت  وکړو .

ګرانه پام کوه ! کله داسی فکر اوسوچ ونه کړی چه زه خو نو ډير ګنهګاريم  نور نو له شرمه دتوبی اودوعا لاسونه خپل رب(ج ) نشم پورته کولی .

پوه شه داسی فکر هيڅ کله هم مه کوه د الله تعالی د رحمت دربار هر کله دخپل بنده پر مخ پرانيستي دی

اوس ته خپله دهغه  (ج ) د مهربانی خبر ولوله :

قوله تعالی  :

قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر ۵۳ ).

(ای پيغمپره ) هغو بنده ګانو ته می ووايه کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړی دی چه دالله له رحمت څخه مه ناهيلی کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښی هغه خو بښونکی اومهربان دی .

اود توبی په اړه د رسول الله ( ص) وينا هم ولوله :

وعن أبي حمزةَ أنسِ بنِ مالكٍ الأنصاريّ – خادِمِ رسولِ الله صلی الله عليه وسلم قَالَ : قَالَ رَسُولُ الله صلی الله عليه وسلم : للهُ أفْرَحُ بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ مِنْ أَحَدِكُمْ سَقَطَ عَلَى بَعِيرهِ وقد أضلَّهُ في أرضٍ فَلاةٍ (متفق عليه ).

له ابي حمزه انس  بن مالک انصاری (رض) خادم رسول الله (ص) نه روايت دی چه رسول الله (ص) فرمايلی :

چه ديوه کس نه په يوه دښته يا صحرا کی خپل اوښ ورک شوی وی او هغه پيدا شی نو دغه کس به څومره خوشحاليږی – بس الله تعالی ددی نه هم ذيات دخپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږی .

ګرانه  نور نو ستا خوښه ده چه څرګه خپل تصميم ونيسي

خدای (ج )  دي  په اخلاص سره د رجوع او توبی کولو توان  ما اوتاته  راکړي .

يادونه : څرنګه چه لمونځ په دين کی داسی اهميت لری  لکه د انسان په بدن کی سر نو دڅوورځو لپاره به ان شآءالله د لمانځه په اړه  پوره معلومات  خپاره شی .

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: