مه خفه کیږه

ایمان ژوند دی!- مه خفه کېږه! (۱۸)

ایـــمـــان ژونـــد دی!

حقیقی بدمرغه خلک هغه دی، چې د ایمان له نور او د یقین له شتمنۍ څخه بې برخې وی، هغوی تل نا امیده، ذلیله او سپک ژوند کوی:

(  وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِکْرِی فَأِنَّ لَهُ مَعِیشَةً ضَنکاً  )

”  او څـــوک چـــې زمـــا لـــه ذکـــر ( د نـــصـــیـــحـــت لـــه درس ) نـــه مـــخ واړوی ، د هـــغـــه لـــپـــاره بـــه پـــه دنـــیـــا کـــې تـــنـــګ ژونـــد وي . ”

د نېکمرغۍ یوازینۍ لاره پر رب العلمین ذات ایمان راوړل دی، ایمان د انسان نفس پاکوی ، خفګان او ناهیلی يې له منځه وړی او خوښی ور بښی.

اصلاً له ایمان پرته ژوند هېڅ خوند او مانا نه لری ، هغه ملحدین چې د ایمان له نعمت نه بې برخې دی ، باید ځان وژنه وکړی، ځکه په دې ډول به د دنیوی ژوند له ستونزو او اندېښنو څخه خلاصون ومومی.

له ایمان پرته ژوند ستره بدمرغی ده، او چا چې له دغې لارې څخه سر غړونه کړې، د تلپاتې لعنت طوق یې تر غاړه شوی.

(  وَ نُقَلِّبُ أَفْئِدَتَهُمْ وَأَبْصَارَهُمْ کَمَا لَمْ یُؤْمِنُواْ بِهِ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَ نَذَرُهُمْ فِی طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُونَ  )

”  مـــوږ پـــه هـــمـــاغـــه شـــان د دوی زړونـــه او نـــظـــرونـــه اړوو ،  لــکـــه څـــنـــګـــه چـــې دوی لـــومـــړی ځـــل پـــرې ایـــمـــان نـــه ؤ راوړی، مـــوږ دوی د دوی پـــه هـــمـــدې ســـر کـــشـــۍ کـــې لا لـــهـــانده پـــرېـــږدو. ”

د تېرو پېړیو له تجربو څخه عقل دا لاسته راوړنه کړی، چې  بتان: خرافات،  کفر: لعنت او الحاد: درواغ دی، او رسولان رښتینی دی، عزت او بادشاهی د الله تعالی په لاس کې ده، او هغه پر ټولو شیانو واکمن دی.

وخت رارسیدلی ، چې نړی تر اوږدې تجربې وروسته پر دې قانع شي، چې له يو الله تعالی پرته بل هېڅوک دعبادت وړ نه دی .

دهر انسان نېکمر غي او هوسا ژوند دهغه دايمان په قوت، اوضعف پورې اړه لري، څومره چې د چا ايمان قوي وي، هومره به ډېر نېکمرغه او د ارامۍ ژوند تېروي.

( مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَکَرٍ أَوْ أُنْثَی وَ هُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْیِیَنَّهُ حَیَاةً طَیِّبَةً وَ لَنَجْزِیَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا کَانُواْ یَعْمَلُونَ  )

”  څـــوک چــې ښـــه عـــمـــل وکـــړی ، هـــغـــه کـــه نـــاريـــنـــه وي اوکـــه ښـــځـــه، پـــه دې شـــرط چـــې مـــومـــن وي، پـــر هـــغـــه بـــه مـــوږ پـــه دونــــيـــا کـــې ســـپـــېـــڅـــلـــی ژوند تــــېر کـــړو، او ( اخـــرت کـــې بـــه )  دغـــســـې خـــلـــکـــو تـــه دهـــغـــو اجـــر لـــه ډېـــرو ښـــو عـــمـــلـــونـــو ســـره ســـم ورکـــړو”

مومنې ښځې او سړي د الله تعالی دخوښۍ لپاره خپل ژوند سپېڅلی تېروي.

هو ! دا سپیڅلی ژوند دوی ته استقرار او ډاډ وربښی، د الله تعالی مینه د دوی په زړونو کې څپې وهی، د دوی ضمیرونه له انحرافاتو پاکوی، دوی به له پېښو سره د مخ کېدو پر مهال مطمئن او پر قضااو قدر راضی وی، ځکه چې دوی الله تعالی خپل پروردګار، اسلام خپل دین او محمد صلی الله علیه وسلم د خپل نبی په حیث منلی دی.

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: