
ایا په هوټل کې واده کول جايز دي (فتوا)
پوښتنه:
زما یوه پوښتنه ده که په دې اړه مو رهنمایی وکړه نو ډیره زیاته مننه به مو وي:
په هوټلونو کې د واده مراسم په ځای کول د اسلام له نظره څنګه دي؟ که لږ په تفصیل سره یی ووایى نو بهتره به وي.
والسلام
محمد ابراهیم- کابل
ځواب
گرانه وروره محمد ابراهیم صاحب
عليكم السلام و رحمه الله و بركاته
الله دې تاسې هم په خپلو چارو كې بريالى لري، او خداى دې موږ ټولو ته توفيق راكړي چې تل په خپل ژوند كې شرعي لارې چارې پلې كړو.
ستاسې د پوښتنې په ځواب كې بايد وويل شي چې:
هوټل په خپل ذات کې بد نه دی بلکې هغه پروګرام بد دی چې د ښځو او نارينه تر منځ اختلاط او ډېر زيات مصرف په کې وي. ما په خپله په هوټلونو کې په همدې کابل کې دوه درې داسې ودونه ليدلي دي، چې هم پوره د اسلامي شريعت مطابق پکې برنامه جوړه شوې او يوه عالم پکې د نکاح اړوند احكام بیان کړل، ترانې او د سوالونو او جوابونو مسابقې په کې جوړې شوې وې، د ښځو لپاره جلا د پردې نظام برابر و، خلکو هم خوښ کړ، ويل يې چې په نورو ودونو کې خو د موسيقۍ له لامله ډوډۍ هم په آرامه نه شو خوړلی، نور مفاسد خو يې پرېږده.
ښه خبره به وي، چې سړی د خپلې وسې سره سم کار وکړي، او واده د اسلامي شريعت سره سم ترسره کړي، چې نه پکې اسراف او نه په کې ناروا رسمونه او دودونه وي.
مفتي: مولوي محمد امان رسولي