ایا ریښتیا هم جوزا کې خلک لیوني کیږي؟ | د کال فصلونه

تاسې به اوریدلي وي، چې د جوزا په میاشت کې خلک لیونیان کیږي. داسې نه ده. خبره د موسمونو یانې د کال د بیلابیلو میاشتو او عصبي ځواک ده.

په بلجیم کې په تازه تر سره شوې څیړنه کې راغلي، چې د کال په بیلابیلو موسمونو او وختونو کې اعصاب په مختلف ډول فعالیت کوي.

څیړنه په ۲۸ تنو په بیلابیلو موسمونو کې ترسره شوې او پکې راغلي، چې د جون په میاشت کې چې د جوزا او سرطان میاشتو سره سمون خوري، اعصاب تر ټولو اعلی یعني ښه فعالیت کوي او د ډیسمبر په میاشت کې ترټولو کمزوری فعالیت کوي.

څیړنه زیاتوي، چې که یو څوک د کار د یادولو شوق لري، نو مني یا خزان په موسم کې يې ښه یادولی شي خو په سپرلي کې بیا دا چاره کمزورې وي.

نو اوړي کې د ننګرهاریانو څخه د ګیلې او ژمي کې کابلیانو کره د میلمه توب حق نه لرئ، کنه ګیله مو له ځانه.

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب