ايا پرښتې د عبادت لپاره بس نه وې؟ د انسان د پیدايښت مقصد؟

د انسان د پيدايښت مقصد څه دی؟

الله پاک انسان د خپل عبادت لپاره پيدا کړی دی، لکه چې فرمايي:

( وَما َخلْقُت الِجَّن والانْس الا ليْعبُدونِ )
يعني: ما پيريان او انسانان يوازې د خپل عبادت لپاره پيدا کړي دي؛ نو ځکه دنيا ته د انسان د راتلو يوازينۍ موخه د الله پاک عبادت، او د آخرت ابدي ژوند ته توښه برابرول دي.

ايا پرښتې د عبادت لپاره بس نه وې؟

اوس که د چا په زړه کې دا سوال پيدا شي چې د دې مقصد لپاره خو الله پاک له پخوانه پرښتې پيدا کړي وې؛ نو بيا د انسان د پيدا کېدو اړتيا څه وه؟ ددې ځواب دادی چې پرښتې الله پاک د عبادت لپاره پيدا کړي وې؛ خو دهغوی جوړښت داسې دی چې خلقتا په عبادت مجبوره وې؛ ځکه چې د هغوی په فطرت کې د عبادت ماده نغښتې وه او له عبادت پرته يې په خلقت کې د معصيت او نافرمانۍ ماده نه وه نغښتې؛ خو د انسان جوړښت ددې برعکس دی، د هغه په جوړښت کې يې د ګناه او معصيت ماده هم نغښتې ده او بيا يې ورته امر کړی چې د خپل رب عبادت کوه، له همدې امله پرښتو ته عبادت کول آسان کار و او له انسان سره، خواهشات، جذبات، خوځښتونه، اړتياوې او د ګناهونو هڅونکي شته؛ سره له دې ورته الله پاک امر کړی چې له دې ټولو شيانو به ځان ژغورې او زما عبادت به کوې.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب