اووه ډوله ښځي د نکاح وړ نه دي!

یوه هوښیار عرب خپلو زامنو ته نصیحت وکړ، چي د دغو صفاتو لرونکو ښځو سره واده مه کوئ؛ که څه هم هغوی په حسن، جمال او شتمني کي بې ساري وي؛ ځکه له دغسي ښځو سره نکاح کول د ټول عمر د افسوس او ارمان سبب ګرځي.
هغه ۷ ډوله ښځي دا دي:
۱- انانه ۲- منانه ۳- کنانه ۴- حنانه ۵- حداقه ۶- براقه ۷- شداقه
۱ – انانه: هغه ښځه ده، چي تل يې سر تړلی وي؛ یعني هر وخت شکایت کوي او دا یې عادت ګرځېدلی وي.
۲- منانه: هغه ښځه ده، چي هر وخت پر خپل خاوند احسان اچوي؛ چي ما خو ستا سره دغه احسان کړی دی او ستا له خوا ما ته هیڅ هم نه دي راکول سوي.
۳- کنانه: هغه ښځه ده، چي همېشه د تېر وخت شیان یادوي؛ چي په فلاني وخت کي زما سره دغه شیان او هغه شیان وو، خو اوس نسته.
۴- حنانه: هغه ښځه ده، چي هر وخت خپل پخوانی خاوند یادوي او وايي: هغه عجيبه ښه سړی و، خو ته هغسي نه يې!
۵-حداقه: هغه ښځه ده، چي همېشه خاوند ته فرمایشونه ورکوي؛ هر شی چي وویني، د هغه غوښتنه کوي.
۶- براقه: هغه ښځه ده، چي همېشه په خپل ځان جوړولو مصروفه وي؛ فېشن یې عادت ګرځېدلی وي او نور ضروري کارونه ځيني پاته وي.
۷- شداقه: هغه ښځه ده، چي تېزه ژبه لري؛ هر وخت خبري جوړوي او خبري بیانول يې کار وي.
دا د ښځو نومونه نه دي؛ بلکي د ښځو صفتونه دي.
پند: ددې مطلب دا دی چي ښځي باید دغه صفتونه د ځانه څخه لیري کړي ځکه د کورنیو مشکلاتو سبب ګرځي.
شزه چه ديني علم او دينداري ولري تر تولو شزو بهتره شزه ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب