اوس ملامت څوک دی؟

دوه چینایي راهبان(مذهبي مشران ) پر اوبو پل اوښتل په دې وخت کې یوې بوډۍ مېرمنې هم هڅه کوله چې تر پل بلې خوا واوړي ، خو نه یې شوی کولای ، یو راهب يې خواته ورغی ، هغه يې غیږ کې کړه او تر پل يې واړوله.

دوي پر خپل لار روان ول، دوه ساعته وروسته يې ملګري راهب ورته ووېل:
څنګه دې هغه مېرمن راپورته کړه ؟

موږ(راهبان) خو مېرمنو ته له لاس وروړلو منعه شوي یو؟ داکار زموږ لپاره ګناه ده.
تا ولې  هغه پرخپله اوږه پورته او تر پل دې واړوله؟ ته په دې کار ګناهګار شوې!

 مرسته کوونکي راهب په ځواب کې ووېل:
ماخو دوه ساعته وړاندې چې هغې سره مرسته وکړه هغه مې له خپلې اوږې کوزه کړه او له ذهن څخه وباستله  او ته يې تر اوسه په اړه فکر کوي، اوس ووایه ګناهګار زه یم او که ته؟؟

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب