خواړهروغتیا

انناس..د بندونو د پړسوب اکسير

انناس ښه خوند لرونکې، د ډېرو ناروغيو څخه د خونديتوب او د مدافعې ځواک پياوړي کوونکې مېوه ده.

د بندونو د پړسوب، د تازه زخمونو د رغېدنې او د تازه عمليات (جراحي) شوي ناروغ لپاره اکسير دی، انناس په خپل جوړښت کې (بروملين) لري چې د بندونو د دردونو لپاره ګټور دي.

د روغتيا پوهانو په وينا د انناس خوراک د انسان د بدن دننه کوچنیو او لويو زخمونو ته د پای ټکی ايږدي، په انناس کې شته انزايم (بروملين) او وټامين سي د ينې او معدې زخمونه ژر رغوي. انناس 2انناس د بندونو له درد سربېره د ستوني د سوزېدنې لپاره هم ګټور دي، په انناس کې د وټامين سي شتوالی د مدافعې د ځواک په پياوړتيا او زياتوالي کې بنسټيز ارزښت لري.

د یوې نوې څېړنې له مخې د انناس خوراک د شپې له خوراک وروسته هضم کې تېزوالی راولي او د خېټې د غټېدا مخه نيسي يانې انسان تازه او ځوان ساتي.

له انناس څخه د ښه ګټنې په موخه اړينه ده چې انناس تازه وخوړل شي، او که له خوراک وروسته وخوړل شي، په ډېرې اسانۍ سره بروملين د وينې جريان ته ننوځي.

په پای کې دا يادونه بيا هم اړينه ده چې د بندونو د پړسوب لرونکو ناروغانو لپاره انناس د الله جل جلاله ستر نعمت دی.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: