انقلابي ځوان ته څو د زړه خبرې

ستا ايمان او ايمانداري خو ماته مصنوعي نه ښكاري، ستا په اخلاص او د زړه په پاكوالي كې مې هم شك نشته، ستا په قربانۍ او سرښندنې خو زه هم وياړم، خو لدې ټولو سره سره مې يو څو خبرې واوره، د زړه په غوږونو ورته غوږ شه او بالاّخره لږ سوچ او فكر په كې وكړه.

مومنه وروره! په دې پوه شه چې الله تعالى د يو انسان په ايمان راوړلو خورا زيات خوښيږي،او كه د كوم مومن بنده څخه يې ګناه وشي، دهغه په توبه ويستلو لا زيات خوشحاليږي،  انسان يې د همدغه هدف لپاره پيدا كړى دى، او د انسان په ډير واړه نيك عمل هم د ملايكو په وړاندې وياړي، د خپل رحمت او مهربانۍ  پر اساس يې د دې لپاره چې انسان خطا نشي او لاره غلطه نكړي، خپل ډير محبوب بنده ګان د انبياوو او رسولانو په توګه رااستولي دي. د الله تعالى په خپلو دغه بنده ګانو كړاوونه او ستونزې نه لوريږي، خو لدې سره يې پر دوې خورا سخت كړاوونه زغملي دي، دا ټول د دې لپاره چې كه دوې د نورو انسانانو د هدايت وسيله شي، او كوم يو انسان ايمان راوړي ، او نيك عمل وكړي. د انسانانو د ايمان راوړلو په اړه  د رسول الله صلى الله عليه وسلم د حرص او غم كيسه په خپله الله تعالى كوي، ورته وايي: چې له ډيره غمه ځان هلاك نه كړئ.
مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ وَلا لآبَائِهِمْ كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ إِنْ يَقُولُونَ إِلا كَذِبًا (6)

د مسلمان دنده دا ده چې خلكو ته د ايمان دروازې پرانيزي، هغوى په ډيره مينه د ايمان او ايماندارې كلا ته راننباسي، كه چيرې په څه نه پوهيږي، په ډيره ليوالتيا، هغه ورزده كړي. او په دې توګه د انسانيت لپاره د رحمت پيغام وګرځي. دا خو ډيره اّسانه ده چې له ځانه سره بيلابيلې جوړې شوې ټاپې او نومونه وساتو، او كه چا پښه كږه كيښوده، سمدلاسه پرې يو نوم كيږدو، دا هم ډيره اّسانه ده چې خپل مسووليت په همدې ټاپو لګولو كې خلاصه كړو، چاته فاسق ووايو، چاته د منافق لقب وركړو، او څوك خو د ايمان له دايرې وباسو، او په دې توګه خپله لمن وڅنډو، ځان ترې وشلوو او چيرته ليرې د ېان لپاره مثالي ټولنه جوړه كړو ، او دين او د دين احكام يوازې د ځان د سعادت لپاره وگڼو، خو قدرمنه وروره ! دا د انبياوو لار نه ده، د مسلمان رسالت په دې كې نه خلاصه كيږي، بلكې د اسلام زيات شمير احكام، لكه د امر بالمعروف او نهي عن المنكر حكم د دې لپاره راغلى دى، چې ته به د خلكو سره اوسيږي، دهغوى په ستونزو به صبر كوې، هغوى ته به دا احساس وركوئ، چې د دوى خواخوږى يې،په يو حديث شريف كې راځي ، هغه څوك چې د خلكو په منځ كې اوسيږي د هغوى په اذيتونو صبر كوي، له هغه چاڅخه غوره دى چې له خلكو څخه ځان جلا وګڼي او د خلكو په اذيتونو صبر ونكړي.

دا منم چې اسلامي امت په ډير ستونزمن حالت كې شپې سبا كوي، دا د ناورينونو تسلسل او د كړاوونو لړۍ خو د هر مومن او دينداره انسان  ايمان لړزوي، خو دا هر څه بيا د هغه ستونزو په پرتله چې رسولانو په ځان ګاللي دي، خورا لږ دي. خو هغوى په ډير ستونزمن حالت كې هم خپل رسالت نه هيراوه، او خپلو اتباعو ته به يې هم په حساسو شيبو كې د اصلي رسالت يادونه كوله. وګورئ ! رسول الله صلى الله عليه وسلم چې كله حضرت علي دخيبر په غزا كې د يهودانو د كلا د فتح كولو لپاره استوي، بيرغ او توره په لاس كې وركوي، په همدې شيبو كې ورته د خپل اصلي رسالت يادونه كوي، فرمايي: لان يهدي الله بك رجلا واحدا خير لك من حمر النعم. كه چيرې الله تعالى ستا په لاس يو شخص ته هم هدايت وكړي، دا درته د سره اوښانو څخه غوره دى.

ګرانه وروره! دا ويره هم شته چې ستا دغه بيړني اقدامات ستا دبې صبرۍ نتيجه وي، يا په دين باندې د سمې پوهې د نه درلودلو پايله وي، او ډير ځله خو دا هم ممكنه ده  چې ستا دغه بيړنى اقدام دين ته د ګټې پرځاى زيان ورسوي، په دې پوه شه چې ستا اخلاص هيڅكله په دين باندې د سمې پوهې معنا نه وركوي، ستا د زړه درد او سوز هيڅكله هم ستا د اقداماتو تبرير او برائت نشي كيداى. پام كوه چې ستا پاك احساسات په دين باندې حاكم نشي، هڅه كوه چې دين ستا پر احساساتو حاكم اوسي، په دين باندې د عمل كولو لپاره ځانګړې لار شته،  او هغه دا د ه چې په هره وړه لويه كې چې ته پرې عمل كول غواړئ، مخكې لدې چې عمل پرې وكړئ، د هغې دحكم، شروطو او د اداء كولو د طريقې په اړه د علماوو څخه پوښتنه وكړئ، ځان پرې ښه پوه كړه او بيا پرې عمل وكړه ،خيال كوه چې يوازې د خپلو احساساتو پر بنسټ پريكړه ونكړئ. ا لله تعالى دې مونږ ته د اخلاص، پوهې او عمل كولو توفيق راپه برخه كړي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب