انرژي څه شی دی؟

هغه لامل چې وسیلې پکار واچوي، دشیانو د حرکت سبب شي او یا هغوي بدلون ورکړي د انرژي په نامه یادېږي.

د انرژۍ قانون:

انرژي نه رامنځته کېږی او  له منځه نه ځي.

نو کله چې تاسو انرژي کاروئ ، انرژی له منځه نه ځي. دا یوازې بل شکل ته بدلون مومی. انرژي بیلابیل ډولونه لري.

په عمومي ټوګه دوه ډوله انرژي شته:

۱- حرکي انرژي(چې د متحرک انرژی په نوم هم یادیږي): هغه انرژي ده چې شیان یې د خپل حرکت په حال کې لري.

اوبه چې بهېږي د حرکت انرژي لري. یو توپ چې غورځېږي هم حرکي انرژي لري. کله چې موږ په لاس کې یو توپ ولرو ،  مخکې د غورځولو ، دا توپ هم حرکي انرژي لري.

۲- زیرمه ییزه انرژي (‌ذخیره وی انرژي هم ویل کیږي): له هغې انرژي څخه عبارت ده چې د یو جسم د ځانګړي حالت او موقعیت په صورت کې په پټه توګه زیرمه شوې وی.د انرژي موقعیت یوازې د سمندر له سطحې  لوړوالی پورې اړه نلري ، مګر دا دبڼګه یا د تار ځانګړې حالت او موقعیت په پټه توګه هم زیرمه شوې.

د انرژي سرچینې اکثرا په دوه ډلو ویشل شوي دي:

  • نوی کیدونکی انرژی: نوي کیدونکي انرژي هغه  سرچینه ده چي نه خلاصېږي. لکه باد ، اوبه ، لمر او بیوانرژی .
  • غیر نوی کیدونکی یا د سون مواد انرژی : دا انرژي د رامنځته کیدو په تناسب ډیر استفاده کېږی . په دې سبب باید دسون مواد ډیر و نه سوزول شي دا مواد(توکي)عبارت دي له تیلو،طبیعی ګاز، نفت ډبروسکرو،لرګیو او نورو څخه چې له سوزیدو څخه یې انرژي را منځته کېږي.

نوي کيدونکي:

باد ، اوبه ، لمر او بیو انرژي.

بریښنا د لمر څخه. (لمریز برېښنا)

موږ کولی شو د لمرحجرو په واسطه د لمر انرژي څخه بریښنایي انرژي جول کړو. د لمر وړانګي  هغه وخت بریښنایی جریان رامینځته کوي چې د لمرحجرې ځانګړي تختې باندې وځلیږي .

د انرژۍ سرچينې:

غیر نوی کیدونکی یاد سون مواد انرژی: 

–       فوسیل انرژي (تیل ، سکاره ، طبیعي ګاز

–       اټومي / هسته ېې انرژي

 

نوي کيدونکي انرژۍ:

–       د لمرانرژۍ

–       د باد انرژي

–       بیوانرژي

–       د اوبو انرژي

–       د څپې انرژي

–       د ځمکی تودوخه

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب