اسلام له نظرهاسلامي سیاست او دولت

انتخابات، بیعت او شورا

هغه شیبې څومر زرینې دي، او تکرار یې څومره ځنډیدلی چې امت یې په نشتوالي کې د راشده خلافت له هسکواله څخه د زوال تدریجي واټن وواهه، او بالاخره په اوسني ذلیل، خوار شوي او ویشل شوي وجود باندې ودرید.
له راشده خلافت او بیا په وقفه کې د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله له خلافت نه وروسته اسلامي امت د یوه معیاري اسلامي خلافت په تنده کې د ډیرو ملوک الطوایفي، پادشاهیت، امپراتوریو او په اوس مهال کې د دیموکراتیکو دیکتاتوریو سراب پسې منډې ووهلې.
دې امت د بنو امیه کورنۍ، عباسي خلافت، په مصر، اندلس، افغانستان، هندوستان، او نورو اسلامي هیوادونو کې د ځايي اسلامي سلطنتونو، او په پای کې د ترکيې عثماني سلطنت تجربې ولیدلې، خو هغه عظمت، عزت، اوتمدني لوړتیا چې د مسلمان په تاریخ کې راشده خلفاو جوړ کړی دا یوازې پیښې نه وې بلکه دا د یوه معیاري اسلامي تمدن او حکومت ویاړلی تاریخ وو، یوه بیلګه وه چې په ورستنیدو کې نن هم دا ټوټې او شکیدلی امت د عزت او عظمت صعود اخیستی شي.
ولې دې امت بیا د راشده خلافت تکرار ونه کوت؟
قران خو نن هم زمونږ په منځ کې شته، د احادیثو د لویو او وړو دورو لږی خو هم نه شته، دسیرت کتابونه خو هم پنډ پنډ راته پراته دي،  په دې امت کې د مجتهدو او فقیهو علماو له شتونه خو هم انکار نه شو کولای، نو بیا ولې د یوه صحیح اسلامي خلافت او زمونږ تر منځ یوازې د هیلو او ارزو ګانو غرونه دي؟
ایا دا سمه نه ده چې زمونږ پروني واکمنان زمونږ په خوښه نه بلکه پر مونږ مسلط شوي وو؟
ایا دا سمه نه ده چې زمونږ  په پرون کې هم او په نن کې هم مونږ نه وو شریک، بلکه زمونږ په برخلیک د یوڅو تنانو راج وو؟
او ایا ددې وخت نه دی رارسیدلی چې مونږ خپل پرون تحلیل کړو، هغه ګردونه چې د اسلامي خلافت په روح (جمهوري او انتخابي ټاکنه) پریوتي پاک یې کړو او یو ځل بیا تیر عظمت ته د ستنیدو لار ځان ته سپینه او روښانه کړو؟
ایا ددې وخت نه دی رارسیدلی چې مونږ نور د دیکتاتوریو ټولې بڼې له خپلو زړو سلطنتونو په هدیرو کې ښخې کړو؟
او بالاخره بیعت ته مخه کړو، مسلمانانو ته د هغوی په خوښه د هغوی اسلامپاله مشر وټاکو، او د راشده خلافت په نقش مزلونه ووهو. 

د مشر ټاکل یو وجوب  یوه اړتیا

په اسلامي تاریخ کې د مشر تشه د ډیر لنډ وخت لپاره هم د زغم وړنه وه، نبي علیه السلام خپلو صحابه کرامو ته ددې امت د چارې خوړلو داسې درس ورکړې وو چې کله یې له نړۍ رحلت وکړ، ډیرو نزدې ملګرو یې هم دده مبارک جسد پر کاله پریښود او د امت د خپلسرۍ د مخنیوي په خاطر یې د مشرتابه دتشې ډکولو لپاره په سقیفه بني ساعده کې سره اوږده مناقشه او مشوره وکړه او بیا یې د عام بیعت په ترڅ کې د امیر المومنین تر ټاکلو وروسته د محمدصلی الله علیه وسلم د تدفین مراسم تر سره کړل.
دا  پیښه له ډیرو درسونو ډکه ده، او د اسلامي حاکمیت پر ارزښت څرخ خوري، تر دې وروسته هم د راشده خلافت پر مهال مسلمانانو د خلافت چاره د لنډ وخت لپاره هم تشه نه ده پريښې.
د امیر د ټاکلو په اړه له حضرت محمد ص څخه ډیر حدیثونه وارد شوي دي:
اذا خرج ثلاثة فی سفر فلیوءتمر احدهم (سنن ابوداود) کله چې درې تنان په یوه سفر کې ووتل نو یو نفر دې خپل امیر وټاکي.
عبدالله بن عمر رض فرمايي چې رسول الله ص فرمایلي دي: لا یحل لثلاثة یکونون بفلاة من الارض الا امروا علیهم احدهم (مسند احمد) حلال نه دي درې تنانو ته چې د زمکې په بیدیا کې وي مګر په خپلو ځانونو باندې به یو کس امیر ټاکي.
په دې اړه عبدالوهاب خلاف وايي، جمهور مسلمانان په دې اند دي چې د خلیفه ټاکل په امت باندې له شریعت سره سم واجب دي، ځکه:
۱- صحابه و د خلیفه پر ټاکلو اجماع کړې ده، تر دې چې د رسول الله ص پر دفن یې د بیعت چاره لومړۍ کړه.
۲- د حدودو قایمولو او د تفرق د مخنیوي واجب عمل د خلیفه په تعینولو سره پوره کیږي، (وما لا یتم الواجب الا به فهو واجب).
۳- د خلیفه په ټاکلو سره منافع جلبیږي او ضرورونه دفع کیږي، او دا کار په اجماع سره واجب دی.
له عقلي پلوه هم د امیر ټاکل یو اړین کار دی، ځکه ددې لپاره چې امت خپل قوانین پلې او د وګړو چارې اداره کړي نو ځواک ته اړتیا لري له همدې امله د حاکم ټاکل له انساني اړتیاو څخه دي.

بیعت څه ته وايي؟

کله چې مسلمانان په خپل مشر اتفاق کوي نو د بیعت په ترڅ کې د خپل امیر په وړاندې د اطاعت ژمنه کوي او له خلیفه څخه هم د شریعت سره سم د خدمت کولو عهد اخلي.
ابن منظور افریقي رح د بیعت تعریف داسې کوي:
عبارة عن المعاقدة و المعاهدة کان کل واحدة منها باع ما عنده من صاحبه و اعطا خالصة نفسه و طاعته و دخیلة امره تکررها فی الحدیث(لسان العرب)
بیعت عبارت له دوه طرفه پیمان او تړون څخه دی چې هر یو له دواړو خواو څخه یو په بل خپل هر څه خرڅ کړي وي، هغه ته یې خپل زړه او نفس وړکړی وي او خپله تابع داري او مخصوص امور یې هغه ته ور سپارلي وي، د بیعت ذکر په حدیثونو کې په وار وار راغلی دی.
بیعت په دوه ډوله دی:
۱- ځانګړی بیعت: چې د مجلس شورا یا د ولس د استازو له خوا تر سره کیږي، په دې ډول بیعت سره اصلاً ملت ته کاندید ولسمشر  پیشنهادیږي.
۲- عام بیعت: دا بیعت له پورتني ځانګړي بیعت په تعقیب تر سره کیږي، ټول ملت په کې برخه اخلي، او له خپل ولسمشر سره بیعت کوي.

ایا بیعت او رايې اچونه توپیر لري؟

په بیعت کې درې چارې ډیرې مهمې دي: لومړی په بیعت کولو سره امام انتخابيږي، دویم، په بیعت سره بیعت کوونکی د اطاعت ژمنه کوي او دریم له امام څخه هم ژمنه اخیستل کیږي، نو په دې ډول بیعت یوه شعوري رایې کارونه ده چې دایره یې یوازې د امام په تایید کې نه ایساریږي بلکه په ډیر شعوري توګه د دوه اړخیزې  ژمنې په ترڅ کې د اعتماد او باور په رامنځ ته کولو سره امام انتخابیږي.
دا چې ایا په لاس بیعت او لیکلې رایې اچونه کوم توپیر لري او که نه؟ دې پوښتنې ته ځینې جامد فکرونه د عبادي او عقیدوي مسایلو په توګه د بدعي چارې په سترګه ګوري، خو ایا لیکلې رایه عبادي او یا عقیدوي عمل دی؟
په بیعت کې اصلاً مهمه دا ده چې له مخې یې د ملت او امام تر منځ د اعتماد په رامنځ ته کولو سره خلیفة المسلمین ټاکل کیږي، دا چې دا اعتماد او ژمنه کول په لاس وښودل شي او که په لیکلې رایې، توپیر یې یوازې شکلي دی، دا تر ډیره د عرف پورې اړه لري، پرونی عرف په لاس باندې بیعت وو او په نني عرف کې رایه په صندوق کې اچول کیږي، په دې اړه مرحوم مولانا ګوهر الرحمن رحمه الله وايي:
په پخوانیو وختونو کې انتخاب یا درای ښکاره کولو طریقه د لاس ورکول وو، چې په هغه به حکمران ته د ملت له خوانه د کومک او اطاعت وعده ورکول کیده، او دحکمران له خواڅخه به د قران او سنتو د پیروۍ کولو، د هغوی د خیر غوښتنې، د عدل د قیام او د حکومت د نورو فرایضو د ښه ادا کولو وعده ورکول کیده، د لاس ورکول د همدې دوه اړخیزه تړون او کومک او ورور ولۍ ښکاره او څرګندې نښې وې، په اوسني وخت کې د بیعت شکل د رایې کاغذ دی، کله چې یو رایې ورکونکی خپله رایه یو چاته ورکوي نو دا دده له طرفه په هغه باندې د اعتماد او اطاعت یوه نښه ده، او کله چې انتخاب شوی شخص لوړه کوي نو دادده له خوانه د قانون پابندي او خپلو فرایضو د ادا کولو پیمان او تړون دی، څنګه چې د لاس ورکول اصل مقصد نه دی بلکه اصل مقصد د اعتماد او باور ښکارول دی، نو په همدې توګه د رايې کاغذ هم په خپل ځای کوم مقصد نه دی چې ثبوت دې یې د قران او سنتو له لارې ضروري وشي، بلکه دا په خپله د اعتماد د ښکاره کولو او یا د اعتماد د لاسته راوړلو ذریعه ده، څرګنده ده چې د مقصد د لاسته راوړلو لپاره مختلفې وسیلې استعالیدای شي، او همدا راز د عرف او عاداتو د بدلون په واسطه بدلیدای هم شي د اوسني وخت عرف او رواج پټه رایه ده نو له دې امله د همدې طریقې اختیارول په کار دي.

د شورا حکم

الله جل جلا له فرمايي: وشاورهم فی الامر، په چارو کې له مسلمانانو سره مشوره وکړه، همداراز بل ځای فرمايي، و امرهم شورا بینهم.
دا  چې الله جل جلا له حضرت محمد ص ته په مشورې باندې حکم کړې دوه خبرې په کې مهمې دي:
لومړی دا چې مشوره به په غیرمنصوصو مسایلو کې وي.
دویم دا  چې امت ته ورزده کړي تر څو خپلې چارې د شورا له مخې په مخ یوسي، او په دې ډول د دیکتاتورۍ د ټولو بڼو پر مخ لیارې وتړي.
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمايي:
(عن ابي هریرة رض قال رسول الله ص اذا کانت امراءکم خیارکم و اغنیاءکم سمعاءکم و امورکم شوری بینکم فظهرالارض خیر لکم من ظهرها، رواه الترمذی) کله چې ستاسې حکمرانان ستاسې د ښو خلکو څخه وي ، ستاسې دولتمند خلک سخیان وي او ستاسې چارې د مشورې په اساس مخته ځي نو د ځمکې مخ تاسو ته د ځمکې له ګېډې نه بهتر دی.
حضرت عمر رض فرمايي: (لا خلافة الا عن مشورة، کنز العمال) د خلافت قیام تر هغه پورې صحیح نه دی چې د شورا فیصله نه وي شوي.
امام راغب اصفهاني په مفردات القران کې د مشورې تعریف داسې کوي: د شورا مفهوم د رایو حاصلول دي، ددې لپاره له مخکې نه دوه طرفونه ټاکلي وي، یو طرف د رای اخیستونکی وي، او بل لوری د رای ورکونکی، په داسې توګه چې  د یوې خوا کسان د بل لوري خلکو نه رایه غواړي، او د سلامتۍ او بریالیتوب لپاره یوې پریکړې ته رسیږي بس ددې نوم شورا ده.
اوعلامه ابو حیان اندلسي یې په اړه وايي: شوری د رایې د ښکاره کولو د هغې غوښتنې نوم دی چې خطاب یې د امت افرادو ته وي. (بحر المحیط)

د شورا تصور او بڼه

الله ج په شورا حکم کړی، همدا راز نبي علیه السلام او صحابه کرامو هم په مشوره حکم او عمل کړی دی، خو د هغې په تفصیل کې یې سکوت غوره کړی دی، دا چې شورا باید په کومه بڼه او د کومو چارو لپاره وي؟ دا د وخت له غوښتنو سره سم تنظیمیږي، له همدې امله د رسول الله ص له رحلت نه وروسته د څلو واړو خلفاو په ټاکل کیدو کې سره له دې چې پر عام بیعت او شورا عمل شوی وو، خو د شورا او بیعت په لیارو او چارو کې څلور واړه طریقې سره په توپیر کې وې، ځکه د اچاره د وخت، مکان او شرایطو په پام کې نیولوسره د مسلمانانو پوهانو ، مجتهدینو او انتخاب شویو استازو ته پریښودل شوې، همدا لامل دی چې یو خلیفه هم د شورا په بڼه کې د تیر خلیفه پر پله نه دی تللی، او هر یوه د خپل وخت له غوښتنې سره سم د شورا او بیعت ځانګړې بڼه غوره کړې ده، ځکه په دغه چاره کې اصل دا دی چې خلیفه د مسلمانانو په خوښه وټاکل شي، ددغې خوښې لپاره د شورا کومه ځانګړې طریقه نه ده ټاکلې شوې، او نه د کومې ځانګړې طریقې پر عملي کولو امت  اړ کړای شوی.

شهید سید قطب رحمه الله په دې اړه وايي:
پاتې شوه د د شورا طریقه، نو اسلام ددې لپاره کومه ټاکل شوې بڼه نه لري، اسلام ددې اصل پلی کول احوالو، ظروفو او اړتیاو ته پریښی دی، لکه څنګه چې په کومو امورو کې به چې د وحې لارښونه نه وه، په هغوی کې به رسول الله ص له مسلمانانو سره مشوره کوله، او د هغوی په دنیاوي چارو کې به چې له ده صلی الله علیه وسلم څخه په ښه ډول واقف وو د هغوی په رایه عمل کاوه.

د شیخین مولف د شورا په اړه وايي: واضحه ده چې د شورا شرایط او دستور العمل دهر ملت د زماني او مکاني غوښتنو او مصالحو له مخې تدوین کیږي، او دا هم مسلمه خبره ده چې د هر ملت مصالح د تاریخ په اږدو کې یو شان نه دي پاتې شوي، بلکه د اوضاعو او ټولنیزو چارو د پرمختګ او تنزل، د معنوي صلاح، امانت او ریښتینولۍ د شدت او ضعف او په ځانګړي توګه د قابلیت، پوهې او معلوماتو د توپیر له مخې فرق کوي… همدا لامل دی چې نه په قران کریم کې د شورا د عملي کولو لپاره نظامنامه ذکر شوې ده، او نه حضرت رسول کریم ص په دې اړه خپل امت ته کوم دستورالعمل ورکړی دی.

مجلس شورا یا پارلمان

مخکې مو وویل چې د شورا بڼه او جوړول د هر وخت له غوښتنو سره سم ټاکل کیږي، په دې اړه شریعت امت په کومې ځانګړې بڼې نه دی مکلف کړی، دنني مسلمان اجتماعي حالت، مادي او ټکنالوژیک پرمختګ، سیاسي بحران او ستونزې، اقتصادي چارې او د ژوند ټول امور له پروني مسلمان سره په بشپړ ډول توپیر لري، له همدې امله ننۍ شورا کیدای شي په بڼه کې له پخوانیو شوراګانو سره توپیر ولري، او په دې اړه مونږ ته تر ټولو ښه سنت د راشده خلفاو کړنې دي، د  هغو ټولو، شورايي کړنې په بڼو کې له یوه بله سره توپیر درلود.
ددې په خاطر چې مونږ د ټولو دیکتاتوریو مخه ونیسو، له خپل تاریخ نه مثبته ګټه واخلو، او د معاصر وخت غوښتنو ته وړ ځواب ورکړو، نو دمسلمانانو  چارې باید مطلقاً زورواکۍ ته پرېنښودل شي، او په دې اړه باید ورته مسلمانان یو مجلس شورا منتخب کړي تر څو ریس دولت همیش د ولس په غوښتنو خبر او وړ اقدامات وکړي.
مجلس شورا لپاره د انتخاباتو په اړه عبدالکریم زیدان وايي:
(په اوسني وخت کې د اهل حل او عقد د ډلې د منځ ته راتلو لپاره په صریح وکالت سره انتخابات ډیر ضروري او مهم کار دی، ځکه چې په اوسنیو شرایطو کې د ضمني وکالت په لیاره کې ډیر ستر موانع موجود دي، دا له دې کبله چې: له یوې خوا د ټولنې افراد ډیر شوي دي، او له بلې خوا د ضمني وکالت په جواز سره په ټولنه کې د ستر خطر د راپیدا کیدلو امکانات مینځ ته راځي، او هر چاته دا موقع په لاس ورځي چې دعوه وکړي چې ټولنه دده په وکالت او نیابت راضي ده، او په دې توګه په ضمني صورت سره د ټولنې له خوا ځان وکیل او نایب وبولي، که څه هم په ده کې د حقیقي نیابت او وکالت شرایط موجود نه وي، چې دا کار د شریعت او سالم عقل له مقتضا نه مخالف کار دی).
د اسلامي حکومت په مجلس شورا کې باید دې شبهې ته اصلاً ځای نه وي پاتې چې ګوندې پارلمان به په هغو چارو کې د تقنین صلاحیت ولري، چې ورکې صریح نص موجود وي، خو که په هغو امورو کې چې نص شتون ونه لري او د علماو د اجتهاد په صورت کې یولړ قوانین وضع شي او پارلمان یې تصویب کړي نو بیا خوا عین شرعي حکم لري.
بله دا چې پارلمان نورې ډیرې دندې هم لري لکه د وزیرانو او لوړپوړو چارواکو د کارونو ارزیابي کول، په ملکي امورو کې پراخه مشورې، د دولتي  چارواکو د کار څارل  او نور ډیر کارونه یې د کار په دایره  کې  شامل دي خو دا ټول به د اسلامي تعلیماتو په رڼا کې وي.

په دې اړه شرعي موقف!
مرحوم مولانا ګوهر الرحمن رحمه الله د مجلس شورا یا پارلمان په اړه له شرعي نقطه نظره درې دلیلونه وړاندې کوي:
لومړۍ قاعده:
ټول شیان اصولاً مباح او روا دي، تر هغه  چې کوم دلیل د هغه په حرمت  دلالت ونه کړي.
امام احمد  رحمه الله فرمايي، ( عادات او معاملات اصولاً غیر ممنوع دي مګر ا  چې خدای تعالی د کومې معاملې څخه منع راوړي وي، اقتضاء صراط المستقیم، لابن تیمیه).
ددې شرعي قاعدې د بنیادي دلایلو څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینې احادیث هم دي، د مثال په ډول:
(سکت عن اشیاء من غیر نسیان فلا تبحثوا عنها، المشکوة باب الاعتصام) خدای  تعالی د ځینو شیانو په اړه چوپوالی اختیار کړی دی، نو تاسو د هغو شیانو په مباح کیدو بحث مه کوئ.
ملا علي قاري حنفي فرمايي (دل علی ان الاصل فی الاشیاء الاباحة، مرقات) دا حدیث په دې دلالت کوي چې په شیانو کې اصل د هغه اباحت او جواز دی.
خو دا قاعده یوازې په عباداتو کې نه شي جاري کیدای، بلکه په دې اړه په خپله رسول الله ص یوه قاعده بیان کړې ده، او هغه دا چې ( من احدث فی امرنا هذا مالیس منه فهو رد) چا چې زمونږ په دین کې هغه حکم او طریقه را پیدا کړه چې هغه په دین کې نه وي نو هغه مردوده شمیرل کیږي.
خو د رایې د پاڼې انتخابات کوم شرعي حکم نه دی، شرعي حکم شورایت دی، چې د قران او سنتو او د صحابه کرامو د سنتو څخه ثابت دی، انتخابات (الیکشن) یوازې د اعتماد د لاسته راوړلو یوه وسیله ده چې د عرف او رواج د بدلیدو په اساس بدلیږي.
د شورا د غونډې جوړول په هغو اصلي مباحاتو کې شامل دي چې د هغې په اساس شریعت مونږ ته ازادي راکړی چې د حالاتو سره سم هره لاره چې غوره ګڼي اختیارولای شي، په اوسني وخت کې د قوم د اعتماد د لاسته راوړلو یواځینۍ لار همدا ده، چې د رایو په اساس دې اصلي اداره جوړه کړای شي.
لکه څنګه چې په قتال فی سبیل الله کې د نورو وسلو استعمال په دې خاطر منع کیدای نه شي چې دا خو په نبوي دور کې مروج نه وه، نو په همدې توګه د رایې کاغذ هم په دې اساس ناروا نه شو ګڼلای، چې په هغه دور کې مروج نه وه.

دویمه قاعده:
(والعرف فی الشرع له اعتبار، ولذا علیه الحکم قد یدار، رسایل ابن عابدین) عرف په عام شریعت کې معتبر دی، نو له همدې امله په ځینو وختونو کې د هغې په پریکړې عمل کیږي.
(وفی المبسوط الثابت بالعرف کالثابت بالنص) په مبسوط کې ذکر دي چې د عرف په اساس چې یوشی ثابت شي نو هغه دارنګه وي لکه په نص چې ثابت شوی وي.
خو عرف عادات، رسم او رواج هله معتبر دی چې د قطعي نصوصو او اجماع په خلاف نه وي، او که نه بیا ورته د فقهاو په اصطلاح کې فاسد عرف وايي، چې د هغه د منځه وړل په کار دي، همدا ډول په
عباداتو کې هم عرف ته څه مقام نه دی ورکول شوی،  خو انتخابات یوه انتظامي معامله ده(عبادتي نه ده)، د راشده خلفاو په وخت کې انتخاب (د رایې د کاغذ) په اساس رواج نه وه، او نه د هغه وخت په عام عرف کې ورته اړتیا لیدل کیده، خلک لږ وه او په لویو صحابه کرامو رض د خلکو سل په سلو کې باور او اعتماد وه او هغوی عملاً او عرفاً د خپل ملت نمایندګان او حل وعقد خاوندان وو، خو په اوسني وخت کې عرف بدل شوی دی نو په دې اساس په دې دور کې همدا مروجه انتخاب لاره ګټوره ده.

دریمه قاعده:
سد الذرایع یا د فساد اوخرابۍ د زرایعو مخنیوی کول دي، که چیرې کوم روا او نیک کار د فساد او غیر شرعي ناروا کار ذریعه ګرځي نو بیا هغه کار ناروا او د پریښودلو وړ وي، تر څو د خرابۍ دروازې ور وتړل شي، حافظ ابن قیم رح ددې قاعدې ۹۹ مثالونه وړاندې کړي دي، او امام بخاري رح ددې قاعدې ذکر داسې کړی دی:
(باب من ترک بعض الاختیار مخافة ان یقصر عنه فهم بعض الناس فیقعوا فی اشد منه، بخاري کتاب العلم)په دې باب کې دهغه چا بیان شوی دی چې ځینې ښه شیان ترک کوي، دا په دې خاطر چې ځینې خلک هغه مصلحت ونه ګڼي او ددې نه په لویه خرابۍ کې ونښلي.
که چیرې د کاندیدۍ په اساس د رایو اچولو پرته د غونډې جوړول روا هم وي، نو بیا هم په اوسني دور کې ددې لارې په اساس د دیکتاتورۍ او ظالمانه نظام د دروازې د پرانیستلو ډیره خطره احساس کیږي، د حضرت ابوبکر صدیق رض، حضرت عمر رض، حضرت عثمان رض، او حضرت علي رض په څیر حکمرانانو له خوا نامزد کړای شوي خلک مسلمانان د خپلو نمایندګانو په څیر په اسانۍ مني، خو په اوسني دور کې دداسې حکمرانانو پیدا کول هم سخت کار دی، چې د هغو په منتخب شویو خلکو ملت راضي او مطمین شی، او دملت د اطمینان او اعتمادنه پرته منتخب کړيو خلکو ته د اهل حل وعقد شورا نه شي ویل کیدای، او نه د هغوی پریکړې قوم په پوره اعتماد منلای شي، نو په دې خاطر دې ته اړتیا ده چې ددې خطراتو څخه د ځان ساتلو په خاطر د رایو په اساس پارلمان جوړ کړای شي.
له بلې خوا په اوسنیو شرایطو کې د انتخاباتو ګټه د هغه د نقصان څخه ډیره ده، په دې خاطر (اثمهما اکبر من نفعهما،   اختیار هوالبلیتین او دفع المضرة مقدم علی جلب المنعة) په رڼا کې د انتخاباتو لاره ډیره لږه خطرناکه ده.

د کفارو  ایجاد!

ځینې خلک شاید داشبهه وارده کړي چې مجلس شورا یا پارلمان د کفارو ایجاد دی، له دې امله باید مسلمانانو له خوا رد شي! تر ټولو لومړی باید له دغو ښاغلو پوښتنه وشي چې د کفارو ډیر ایجادات شته، ولې په نوموړیو ایجاداتو کې ورسره تشابه نه راځي؟ کله چې مونږ د دولت په سیستم کې د وزیرانو پر کابینې خبره کوو ولې مو دا خبره خیال ته نه راځي؟ د نبي علیه السلام او خلفای راشدینو په وخت کې خو اصلاً وزیرانو شتون نه درلود، خو ایا نن ترې انکار کیدونی دی؟ کله چې د اوسني وخت له غوښتنو سره سم د دولتي ادارو جوړښت رامنځ ته کوو ولې یې پردی ایجاد نه بولو؟
ایا د خندق په غزا کې د خندق ویستنې طریقه د مجوسیانو له طریقو څخه نه ګڼل کیده چې سلمان فارس رض یې وړاندیز وکړ؟
ایا د عمر رض او معاویه رض د دیوان طریقې له پردیو نه نه وې راخیستل شوې؟
ایا د ملي اردو، ملي پولیسو دغه منظم تشکیلات، دولتي رتبې، نښانونه، او نظم د وروسته زمانو ایجاد نه وو؟
نو ځکه! اصلاً دمسلمانانو او یاکفارو ایجاد (له عباداتو او اعتقاداتو پرته) د حلت او حرمت پورې هیڅ تړاو نه لري. مرحوم خرم مراد صاحب د مسلمانانو او کفارو د ایجاد په اړه وايي:
هيڅ شی ددې له امله نه حلالیږي چې د مسلمانانو ایجاد او رواج دی، او نه ددې له امله حرامیږي چې د کافرانو (اهل کتابو او مشرکانو) ایجاد دی، رسول الله ص دجاهلیت د تمدن، ټولنې او رسم ورواج هغه شیان په خپل ځای پریښودل چې په کې قباحت نه وو، کومو شیانو کې چې د اصلاح وړتیا وه هغه یې اصلاح کړه، او یوازې هغه شیان یې ختم کړل چې په خپل ځان کې مفسد او یا د فسادوسیله وه، ددې بېشمیره بیلګې شته چې ویلوته اړتیا نه لري… که چیرې تاسو د یهودانو د تکفین او تجهیز مراسم ووینۍ نو ورسره به زمونږ پر ورته والي تعجب وکړئ!

د راشده خلفاو د انتخابېدو لیارې!

مخکې مو په دې خبره وکړه چې شورا د هر وخت له غوښتنو سره سم شکلي توپیر اخلي، همدا لامل وو چې د ابوبکر صدیق رض څخه نیولې بیا د علي رض د راشده خلافته پورې ټولو خلفاو د مسلمانانو په رضا او بیعت خو په مختلفو طریقود خلافت چارې ترلاسه کړي، کله چې محمد ص وفات شو نو هیڅوک یې د خپل جانشین په توګه ونه ټاکه او د امارت چاره یې د مسلمانانو خپلمنځي انتخاب ته پریښوده، صحابه کرام په سقیفه بني ساعده کې سره غونډ شول، انصارو او مهاجرو په خپل منځ کې پراخې مشورې او مناقشې وکړې او بالاخره له یوڅو صحابه و څخه پرته نورو ټولو د ابوبکر صدیق رض پر خلافت اتفاق وکړ، بخاري شریف وايي چې (فبایعه الناس) خلکو ورسره بیعت وکړ او ابي بکر یې خپل مشر وټاکه.
کله چې ابوبکر صدیق رض وفات رانزدې شو، نو یې د صحابه کرامو سره تر یولړ مشورو وروسته د عمر رض نوم د راتلونکي خلافت لپار د کاندید په توګه غوره کړ، او بیا یې نوموړی نوم د عامه رایې معلومولو لپاره عوامو ته وړاندې کړ، هغه د کور له کړکۍ نه په دې الفاظو سره خلک مخاطب کړل: (یا ایهاالناس! انی قد عهدت عهداً افترضون به؟ فقال الناس: قد رضینا یا خلیفة رسول الله صلی الله علیه وسلم، ابن سعد،الطبقات الکبری) ای خلکو ما د نامزدۍ په زریعه د یوسړي نوم غوره کړی دی، ایا تاسو پرې خوښ یاست؟ نو خلکو وویل: مونږ ټول پرې خوښ یو ای د رسول خلیفه.
کله چې عمر بن الخطاب رض باندې قاتلانه حمله وشوه نو عمر رض د ۶ کسانو یوه شورا جوړه کړه او ورته یې لارښوونه وکړه چې له خپل منځ څخه یو تن خپل خلیفه وټاکي، د عمر رض له وفات نه وروسته نوموړیو صحابه کرامو په خپلو منځونو کې ناسته وکړه، ټول صحابه کرام د عثمان رض او علي رض په مقابل کې له کاندیدۍ تیر شول، ددې په خاطر چې په دغو دواړو صحابه کرامو کې یو تن د مسلمانانو خلیفه وټاکل شي، عبدالرحمن بن عوف رض د (استصواب رای عامه) طریقه خپله کړه، نوموړې ټول پوښتنه تر دریو ورځو پورې روانه وه، امام ابن کثیر په دې اړه لیکلي دي چې: (د مسلمانانو رایې یې راجمع کړې د خلکو د مشرانو او د مختلفو خلکو نه یې په اجتماعي او انفرادي شکل سره په پټه او په ښکاره نظرونه واخیستل تر دې چې په حجاب کې د ښځو نه، نابالغو او د هغو سورو مسافرو خلکو نه چې مدینې ته داخلیدل هم مشورې واخیستلې، البدایه والنهایه). او په دې ډول عبد الرحمن بن عوف رض عامه رایه د عثمان رض په خوا میندله چې له مخې یې د عامو مسلمانانو په مخکې له عثمان رض سره د خلافت بیعت وکړ.
کله چې عثمان رض شهید کړای شو، نو طلحه بن عبیدالله رض او زبیر بن العوام رض حضرت علی رض ته راغلل او ورڅخه یې غوښتنه وکړه چې د خلافت چارې په لاس کې واخلي، هغه انکار وکړ خو کله چې نوموړیو صحابه کرامو اصرار وکړ نو علی کرم الله وجهه ورته وویل چې: (فان بیعتي لا تکون خفیا ولا تکون الا عن رضا من المسلمین) (طبري) زما بیعت به پټ نه ترسره کیږي، او د مسلمانانو په رضایت به تر سره کیږي، بالاخره مسجد ولاړه او صحابه کرامو ورسره بیعت وکړ.

بیعت عامه چاره ده نه خاصه!

کله چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم رحلت کاوه، امت ته یې هیڅوک نه کاندید کړل او نه یې د راتلونکي خلیفه په توګه د چا ملاتړ وکړ، بلکه دا چاره یې د پراخه حکمت او سیاسي بصیرت په رڼاکې د امت د حق په توګه هغوی ته پریښوده، داسې نه وه چې هغه مبارک په دې اړه کوم هم او غم نه درلود، بلکه کله چې د بخاري شریف حدیث وینو نو د خپل پیغمبر وینا مونږ ته ډیر درسونه راکوي:
لقد هممت او اردت ان ارسل الی ابی بکر وابنه فاعهدان یقول القایلون او یتمنی المتمنون ثم قلت یابی الله ویدفع المومنون.
ما غوښتل چې حضرت ابوبکر او د هغه زوی راوغواړم او یوه وصیت نامه ولیکم ځکه چې ماته دا ویره وه، چې خلک به خبرې کوي او خواهش به کوي نو ما فکر وکړ چې الله تعالی او مسلمانان به نور خلک په خپله منع کړي.
که د رسول الله ص په پورتنۍ وینا کې ژور دقت وکړو نو د (و یدفع المومنون) په ویلو سره یې د خلافت چاره د مومنانو خوښې ته پرېښې ده او په دې توګه یې د خلافت لپاره دهر راز زور اوتزویر په وړاندې مخه ډپ کړې ده.
حضرت علي کرم الله وجهه دجمل په جنګ کې فرمایلي وو، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته د خلافت په هکله کوم وصیت نه وو پرییښی بلکه ددې پریکړه مونږه په خپله خوښه کړې وه.(مجمع الزواید کتاب الخلاف)

حضرت عمر رض فرمايي:
(من بایع عن غیر مشورة المسلمین و انه لا بیعة له، تاریخ طبري) څوک چې د عامو مسلمانانو له مشورې پرته یو څوک امیر وټاکي او بیعت ورسره وکړي د بیعت  نشت ګڼل کیږي.
امام ابوحنیفه رح د عباسي خلیفه په وړاندې د یوه سوال په ځواب کې فرمایلي وو چې:
ستا په خلافت باندې د فتوا د خاوندانو د دوه کسانو اجتماع هم نه ده شوې، حال دا چې خلافت د مسلمانانو د اجتماع او مشورې په اساس جوړیږي) (مناقب الامام الاعظم) یعنې دلته هم امام ابوحنیفه رح تعجب کوي چه د خلیفه ټاکل خو د عامو مسلمانانو کار دی او ستا پر خلافت خو دوه نفرانو هم ناسته نه ده کړې.
کله چې پر علي کرم الله وجهه باندې قاتلاه حمله وشوه، نو ورنه پوښتنه وکړای شوه چې مونږ به ستاسو له زوی حضرت حسن رض سره بیعت وکړو، علي کرم الله وجهه ورته وفرمایل: (ما امرکم ولا انها کم، انتم ابصر) (طبري)، ځه نه تاسو ته امر کوم او نه مو منع کوم، تاسو په خپله پوهیږئ.  دلته هم د راتلونکي خلافت مسئله عامو مسلمانانو ته پريښودل شوې ده.

خلیفه په عام بیعت سره اختیاریږي!

هیڅ خلیفه له بیعت نه مخکې د خلافت اختیارات په لاس کې نه دي اخیستي، که یې دا کار کړای وی نو بیا بیعت ته اړتیا څه وه؟  قاضي ایویعلی رحمه الله لیکلي دي: ( لان الامامة لا تنعقد للمعهود الیه بنفس العهد، وانما تنعقد بعهد المسلمین) امامت د ولیعهد لپاره په نفس عهد سره نه منعقد کیږي، بلکه دا منعقدکیږي د مسلمانانو په بیعت سره.
امام ابن تیمیه رحمه الله په منهاج السنة النبویة کې فرمايي: (الامامة تثبت بمبایعة الناس، لا بعهد السابق له) امامت یعنې د دولت ریاست د خلکو په بیعت ورکولو سره ثابتیږي، نه دا چې پخوانی امام یې ولیعهد وګرځوي.
ابن قدامه رح فرمایي: ( من اتفق المسلمون علی امامته وبیعته ثبتت امامته و وجبت معونته، المغني لا بن قدامه).  د چا په حکومت چې مسلمانانو اتفاق کړی وي، او د هغه سره یې بیعت کړی وي نو هغه به حکومت جوړوي، او له هغه سره کومک واجب ګرځي.

امام ابن تیمیه رح په دې اړه فرمایي: (انما صاد اماما لما بایعوه) (منهاج السنة) یعنې حضرت عمر رض هغه وخت عملاً د خلافت چارې په غاړه واخیستې چې صحابه کرامو ورسره  بیعت وکړ.
له خلفاء راشدینو څخه چې کوم سنت مونږ ته پاتی دی هغه د یو صالح او تر ټولو غوره کاندید وړاندیز دی، او په دې اړه د اسلامي تاریخ کتابونه ټول شاهد دي، کله چې د عمر رض نوم د راتلونکي خلافت لپاره  د کاندید په توګه غوره کیده نو یوازې  د  کاندیدۍ دا پروسه له دریو مرحلو نه  تیره  شوه:
الف- حضرت  ابوبکر صدیق رض د تر ټولو غوره کاندید  په توګه د راتلونکي خلافت لپاره د عمر رض د نوم وړاندیز وکړ.
ب- ددې کاندید نوم په اړه یې د مسلمانانو معتبره شورا  راوغوښته چې په کې دغه صحابه کرام شامل وو(عبدالرحمن ابن عوف، علي رض، سعید ابن زید، ابو الاعور او اسید بن خضیر رضی الله تعالی عنهم)، له دوی سره د عمر رض د کاندیدۍ په اړه مشوره وشوه.
ج- کله چې د مسلمانانو مخورو استازو په دغه کاندید باندې رضایت وښود، نو لومړی حضرت ابوبکر صدیق رض عام مسلمانان راټول کړل او د وړاندیز شوي کاندید په اړه یې له هغوی څخه رایه واخیسته، هغه د خپل کور له کړکۍ څخه مسلمانان مخاطب کړل او ویې ویل چې: که زه د یوچا نوم وړاندې کړم تاسو به یې ومنئ؟ هغوی ورته وویل: رضینا یا خلیفة الله
بیا عثمان رض د خلافت لپاره تجویز شوی نوم (حضرت عمر رض) له ځان سره واخیست او عام ولس ته راغی او مخاطب یې کړل: ایا تاسو په دې نوم د بیعت لپاره رایه وکوئ؟ هغوی وویل: بیشکه مونږ ټولو ته دا منظوره ده، او زمونږ زړونه له دې تجویز سره موافق دی. (اسدالغابة)
نو ځکه په بیخي غوڅه توګه ویلای شو چې راشده خلفاو مسلمانانو ته کاندیدان وړاندې کړي وو نه بااختیاره او له مخکې ټاکل شوي خلیفه ګان، اصلاً د بیعت او هغو رایه اچونو په منځ کې چې صندوقونو ته غورځیږي توپیر یوازې شکلي دی او بس.

اکثریت د پریکړو بنسټ

په ټولو هغه چارو کې چې نص په کې نه وي، مسلمانان په مشوره مکلف دي، او د اکثریت پر بنسټ چې له شریعت سره په ټکر کې نه وی عمل کیږي، حضرت محمدص ابوبکر صدیق رض او عمر فاروق رض ته په خطاب کې فرمايي: (که چیرته تاسو له مشورې وروسته د یوه شي په اړه د نظر اتفاق پیدا کړ نو زه به له تاسو سره مخالفت ونه کړم، رواه احمد) په همدې توګه د احد په غزا کې حضرت محمد ص د اکثریت پر رایې عمل کړی وو.
اصلاً د ټولو راشده خلفاوو ټاکل کیدل د صحابه کرامو د اکثریت په مټ یې صورت نیولی وو، امام غزالي فرمایي: که چیرې د عمر رض څخه پرته نورو خلکو له ابوبکر صدیق رض سره بیعت نه وای کړای، نو امامت به صورت نه وو نیولای، ځکه امامت هغه مهال صحیح ګڼل کیږي چې بیلا بیل نظریات سره یو شي، تر څو د اکثریت په موافقې سره قوت تشکیل شي، الرد علی الباطنیه.
کله چې د معاویه رض او علي رض تر منځ کتنپلاو دسولې خبرې اترې کولې نو (عمر بن العاص رض وویل چې انتخاب دې دویم ځلې وشي، او فیصله دې د امت په رایو وي تر څو چې په زیات عمومیت سره نتیجه لاس ته راشي، حضرت ابو موسی اشعري رض چې د څلورم خلیفه نماینده وو دا خبره ومنله)  له دې څخه په ډیر وضاحت سره معلومیږي چې صحابه کرامو د خلافت چاره د امت په رایو پورې تړلی وه.
کله چې په سقیفه بني ساعده کې انصارو په خپلې رایې ټنګار کاوه او ویل یې چې دوه امیران دې وټاکل شي نو عمر رض وویل: نه داسې نه شي کیدای، د عربو عامه رایه به ستاسو په امارت راغونډه نه شي.(سیرة ابن هشام) دلته عمر رض په ډیر او چت انداز سره د عربانو داکثریت  رایې ته اشاره کړې او د انصارو د قانع کولو هڅه یې  کړې ده.
او تر ټولو مهمه دا چې کله  عثمان رض د ټول پوښتنې په ترڅ کې خلیفه وټاکل شو، نو علي رض ولې چوپ پاتې شو؟ خبره څرګنده ده، ځکه چې اکثریت مسلمانانو عثمان رض غوره کړی وو.

رایه د ټولو حق!

ځینې خلک د رایې ورکولو لپاره علم شرط ګڼي، او په دې اړه له عقلي پلوه داسې استدلال کوي چې ګوندې د پوه او نا پوه رایه سره مساوي کیږي؟
په ټولنه کې علمي توپیرونه یو حقیقت دی، ديني ستر عالمان او فقیهان، دکتوران، لسانس او بیا په ټیټه کچه علم لرونکي خلک شته، پوښتنه داده چې د مشورې او رایې ورکولو لپاره څومره علم معیار دی؟ د عالمانو تر منځ په علم کې ډیر توپیرونه شته، که علم مطلق معیار وګرځول شي نو شاید یو تن هم رایه ورنه شي کړای، ځکه رایه باید داسې عالم ورکړي چې تر ټولو لوړ علم ولري، او دداسې شخص پیدا کول چې تر ټولو ډیر علم ولري او یاد داسې اشخاصو پیدا کول چې سره مساوي علم ولري ناشونی دی.
په داسې حال کې چې د محمد صلی الله علیه وسلم او دهغه د اصحابو تر منځ په علم کې د زمکې او اسمان توپیر موجود وو، (خو کله چې معاذ بن جبل د یمن  والي مقرر کیده نو نبي علیه السلام شورا راوغوښته او ورته یې وویل: (انی فیما لم یوح الی کاحد کم) (مجمع الزواید) په هغه څه کې چې ماته وحی نه ده شوې زما انفرادي رایه د نورو خلکو د انفرادي رای سره برابره ده.)

امام راغب اصفهاني دشریعت په رڼا کې د رایو حق ټولومسلمانانو ته خوندي ګڼي او وايي( سړي، ښځې، بوډاګان، او ماشومان، ښاریان، کلیوال، مقیم او مسافر ټول یو شان د رای حق لري،الذاریعة الی مکارم الشریعة، امام راغب اصفهاني) او ددې په ادامه مرحوم مولانا حامد  انصاري رح فرمايي: (د استصواب رای عامه په صورت کې د رای ورکولو دحق لپاره دوه شرطونه دي: لومړی اسلام، او د ویم اسلامي شعور، تر دې زیات نه کوم علمي سند ته اړتیا شته، او نه کوم خاص رنګ، نسل، قوم، نژاد او وطن ته).

هو! که چیرې مسایل فني، اجتهادي او تخصصي وي نو بیا به په کې د اړوندو علماو څخه پوښتنه کیږي، له اړوندو نه مې مراد یوازې دیني علماء نه دي، بلکه په نظامي ساحه کې له یو ښه جنرال نه، په صحي ساحه کې له یو ښه ورزیده ډاکټر نه، په کرنیزې ساحه کې له یوه ښه زراعت پوه نه، او حتی عمر رض خو په نظامي چارو کې له یوه بې دینه ایراني قومندان هرمزان څخه هم رایه اخیستې وه. پاتې شوه د خلیفه د  انتخاب خبره دا  موضوع کومه علمي او تخصصي موضوع نه ده، بلکه د خلیفه د ټاکلو موضوع د ټولو مسلمانانو پورې تړلی موضوع ده،کله چې انتظامي چاره د ټولو مسلمانانو مشترکه موضوع وي، حکومت د ټولو مشترک وي، امیر د ټولو مشترک وي او هیواد د ټولو مشترک وي نو رایه هم باید د ټولو مشترکه وي.

زورواکي

کله کله د مسلمانانو ټولنه له زورواکانو سره مخ کیږي، چې د یوه استثنايي او بیړني حالت په توګه یې احکام  پر مسلمانانو عملي کیدای شي، خو هیڅکله یو منل شوی حالت نه دی، او څومره چې ژر شوني وي بایدد ملت رضا او عامې رایې ته رجوع وشي.
د فقهاو له نظره د زورواکي حکومت یو غیر شرعي عمل دی،خو یوازې ددې په خاطر د ولس له خوا په رسمیت منل کیږي چې  د مسلمانانو تر منځ د شخړو، وینو تویولو، او فساد مخه ونیول شي، هر چیرې چې د فقهاو په کتابونو کې د متغلب حکومت یادونه راغلې ده نو ورسره یې (للضرورة، خوفاً من قهره وجبروته او داسې نور) لیکلي وي، تغلب یا زورواکي د مردارې غوښې په څیر ده چې د مجبوریت له مخې رواکیږي.
حضرت محمد ص فرمايي: (په شپږ ډوله خلکو زه هم لعنت وایم او خدای ج پرې هم لعنت رالیږلی دی، د هغه ډلې څخه یو هغه سړی دی چې په زور په حکومت قبضه کوي، مشکوة باب الایمان والقدر).
ابوموسی اشعري رض فرمايي: (ان الامارة ما اوتمر فیها وان الملک ما غلب علیه با السیف، طبقات ابن سعد) امارت هغه دی چې په مشوره جوړ شوی وي، او پادشاهت هغه دی چې د تورې په زور یې لاس ته راوړی وي.

انتخابات یوه ناکامه تجربه؟

ځینې خلک په دې اند دي چې اسلامي حرکتونه له اوږده وخته پارلماني تجربې کوي، خو تر دې دمه یې د اسلامي حکومت جوړول لا یوخیال دی، دوی وایې چې په کوم ځای کې  د انتخاباتو په واسطه اسلامي حکومت راغلی دی؟
لومړی باید دوی ته وویل شي چې د اسلامي حکومت رامنځته کول یواې د اسلامي حرکتونو کار او دنده نه ده، د ټول امت وګړي په دغه دنده کې شریک دي، اسلامي حرکتونه خو یوازې خورې ورې هڅې سره  یو ځای کوي تر څو یوه منطقي پایله تر لاسه شي، اسلامي حرکت پر مبارزې اړ دی، او په دې لاره کې یې له قربانیو هیڅوک سترګې نه شي پټولای، ښه، کله چې اسلامي حرکتونه په دا دومره اوږده موده کې اسلامي حکومت قایم نه شو کړای، تاسو چې یوازې  د اسلامي حرکت کارونه څارۍ او نقدونه پرې کوۍ ، په دا دومره موده کې مو څه وکړل؟
له دوی نه باید پوښتنه وشي چې د مسلمانانو په داپیړیو پیړیو تیر او اوسني تاریخ کې د زور له لارې او یا یوازې د وعظ له لارې چیرته اسلامي خلافت قایم شوی دی؟ او په ډیرو ځایونو کې خو که د خپل فاسد دولت پرضد پاڅونونه شوي هم دي نو  تر ټولو ډیر زیانمنونکي یې خپله مسلمانان دي، بیلګې یې زښتې ډیرې دي، عیان را چه بیان.
دوی  دا هم وايي چې په پارلمان کې یو ځل اسلام پالي بریالي کیږي او اسلامي قوانین تصویبوي، خو په دویم ځل چې کله لادینه حرکتونه بریالي شي نو بیرته اسلامي قوانین ملغا کوي او ځای یې سکولر قوانین نیسي!
دغو ورونو ته باید وویل شي چې دحق او باطل کشمکش تل روان وي، که معیار داوي نو بیا د اسلامي حکومت جوړول په خپله د سوال لاندې راځي ځکه د اسلامي دولت تر جوړید وروسته باطل پرستان یو ځل بیا کامیابیږي او اسلامي حکومت له منځه وړي، مونږ دغه تجربې په خپل تاریخ کې لرو، کله چې مامون الرشید د قران کریم د تخلیق غلطه مفکوره د دولتي پالیسۍ په توګه پر خلکو وتپله نو ایا خلکو به دا استدلال کاوه چې د اسلامي دولت جوړیدو ته اړتیا څه وه، ځکه ترې وروسته هسې هم باطل په راتلو دی؟
مونږ دغو ورونو ته وایو چې د اسلامي حرکت دنده د اسلام په لاره کې مبارزه ده، دا چې کامیابیږي او که نه دا د الله ج د ارادې پورې اړه لري.
د اسلامي حکومت را منځته کول د اسلامي حرکت یوازینۍ موخه نه ده، اسلامي حرکتونه نورې ډیرې دندې هم په مخ کې لري، چې ډیرې سپیڅلې دي:
امام حسن البنا فرمایي:
۱- له هر څه مخکې د داسې وګړو د تربیت په لټه کې یو چې په فکر، عقیده، اخلاقو، عاطفه، عمل او اقدام کې مسلمان وي.
۲- بیا ددې په لټه کې یو چې کورنۍ په عقیده، فکر، اخلاقو، عاطفه او اقدام کې مسلمانه وي، مونږ چې په څومره اندازه اهمیت سړیو ته ورکوو په هماغه اندازه یې ښځو ته هم ورکوو، په هماغه اندازه پر ځوانانو شروع کوو، او کوچنیان هم له پاملرنې لاندې نیسو، زمونږ د پام وړ کورنۍ به په دې ډول وي.
۳- ددې په تعقیب د ملت په توجیه او تربیت کې یو تر څو په پورتنیو مواردو کې یوشان وي، مونږ د همدې په خاطر غواړو د خپل دعوت پیغام هر کور ته ورسوو او ددنیا په هر ځای کې زمونږ اواز خلک واوري، زمونږ فکر دې هر چیرته پراختیا ومومي او د ښارونو او کلیو منځ ته دې لار پیدا کړي، مونږ په دې لار کې هیڅ راز هڅه نه سپموو، او هیڅ مشروع وسیله له پامه نه غورځوو.
۴- له دې نه وروسته د یوه اسلامي حکومت په لټه کې یو چې خلک مسجد او عبادت ته سوق کړي، هغوی د اسلام د هدایت او فضیلت لیارې ته ترغیب کړي او خلک هماغې لارې ته چې د رسول الله ص اصحابو پرې ګامونه اخیستې وو راهنمایي کړي، له همدې امله مونږ هیڅکله هغه حکومت چې د اسلام په بنسټونو نه وی ولاړ او ورڅخه الهام نه اخلي نه تایيدوو.
۵- له دې نه وروسته به ددې په لټه کې یو چې د اسلامي هیواد ټولې برخې چې د لویدیز د توطیو په وسیله پاشل شوي دي او د اروپا غوښتنو یې وحدت له منځه وړی دی سره یو ځای کړو، مونږ هیڅکله هغه سیاسي سرحدونه چې اسلامي هیواد یې په کوچنیو هیوادونو ویشلی او د اشغال ګرانو لپاره یې تیاره نوړۍ ترې جوړه کړې نه منو.

بریالۍ پارلماني مبارزه

ډیر وخت مخکې د اسلامي نړۍ تر ټولوډیرې خوریدونکې او لوستونکې اسلامي مجلې (المجتمع)په پارلمانونو کې د اسلامي حرکتونو د ونډې اخیستو په اړه یو جامع تحقیق کړی وو، په ډیرو اسلامي هیوادونو کې یې د اسلامي حرکتونو د پارلماني مبارزو کامیابې تجربې تحلیل کړې وې، چې له مخې یې د یوه ازاد او خپلواک هیواد په  پارلمان کې د مسلمانانو د شرکت کولو ګټې په لاندې ډول ښوولې وې:
۱- پارلمان د افکارو د جنګ،  نظریاتو د تصادم او د رایو د مشاجرو چاپیریال دی، او له هغه ځایه هر راز اوازونه د خلکو غوږونو ته رسیږي، له همدې امله د اسلامي دعوت له شان سره سمه نه ده چې په هغه ځای کې چې د حق او باطل د ټکر میدان دی، هلته دی د حق اواز نه وي، ځکه باطل تر هغه قایم  پاتې کیږي چې حق د پردو تر شا پټ پاتې وي، او هرکله چې حق میدان ته راووځي نو باطل نا چاره میدان پریږدي.
۲- په پارلمان کې د ګډون کولو دویمه فایده دا ده چې خلک وپوهیږي چې د مسلمانانو دعوت یوازې په مسجدونو کې  پر وعظ، وینا، او تبلیغاتو محصور نه دی، نو ځکه هغه کسان چې په دې دعوت ایمان لري، باید ځانونه په دغه ډګرونو کې د نفوذ لپاره تیار کړي.
۳- مسلمان دعوتګران به په دې میدانونو کې د خلکو لارښونو ته ملا وتړي، او خلک به هم د اسلامي حرکتونو د پارلماني مبارزو څخه ژوره او بهتره پوهه لاسته راوړي، او وبه پوهیږي چې د هغوی مبارزه اساسي، او د دیني سترو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره ده، نه د مقاماتو او ژر تلونکو طمعو لپاره.
که د انتخاباتو نتیجه هر څه وي خو پورته ذکر شوي موارد یې مسلم او قطعي فواید دي، او له دې پرته که اسلامي حرکتونه په پارلماني انتخاباتو کې کامیاب شي، نو پارلمان به د اسلامي دعوت په میدان واړوي، تر څو له دغه منبر څخه خپل دعوت د خلکو زړونو او غوږونو ته ورسوي.
استاد مهدي محمد عاکف په پارلمان کې د اسلامي حرکت د ګډون د فوایدو په اړه وايي:
۱- د اسلامي، ولسي او پرګنیز حرکت په عنوان د اسلامي حرکت  اعتبار بیا اعاده کیږي، چې له دې حقه محروم شوی وو، په پارلمان کې د خپلو اهدافو تشریح او تبین کولای شي، او هغه موانع او خنډونه لیری کوي چې دولت د اسلامي حرکت د ولسي موقعیت د تضعیف په منظور  د هغوی په لیاره کې جوړ کړې وو.
۲- په پارلمان کې  اسلام مطرح کوي او ورڅخه دفاع کوي، چې د اسلامي حرکت له مهمترینو موخو څخه شمیرل کیږي.
۳- ډیرې  هغه تجربې، او مهارتونه تر لاسه کوي چې اسلامي حرکت ترې پخوا بې برخې وو، پر نورو جهتونو اغیز ښندي، له لویو مشرانو او سیاستمدارانو سره اړیکې قایموي، چې دا هر څه به له امنیتي او جاسوسي اتهاماتو لیرې وي.
۴- دولتي ادارو ته ننوځي او دهغې د اداره کولو (منجمنټ)  څرنګوالي یادوي.

او په پای کې
په پای کې په لنډو څو جملو کې خپل بحث رانغاړو:
۱- د اسلامي حکومت جوړولو تر ټولو ښه او شرعي لیاره د مسلمانانو رضایت او خوښه ده.
۲- دغه لیاره مونږ یوازې په شکلي توپیر سره له  خپلو خلفاء و له تاریخه را اخلو.
۳- شورا کومه ټاکلې بڼه نه لري، بلکه د مسلمانانو د مکان، زمان او ظروفو سره مختلف شکلونه اخیستلای شي.
۴- د دولت مشر د مسلمانانو د بیعت (رایو) په ترڅ کې اختیاریږي، مخکې له خلافته یوازې د کاندید حیثیت لري.
۵- پارلمان یا مجلس شورا په هغو امورو کې چې نص په کې موجود وي د تقنین حق نه لري.
۶- امیر د شورا پریکړو ته ملزم دی، او د اکثریت په رایو به عمل کوي په دې شرط چې د اکثریت رایه له شریعت سره په ټکر کې نه وي.
۷- د امیر په ټاکلو کې ټول مسلمانان په مساویانه شکل د رایې ورکولو حق لري.
۸-  او بالاخره زورواکي په اسلامي سیاسي نظام کې مردود ده.

حامد حماس

منبع : اصلاح انلاین پاڼه


اخذلیکونه:
۱- عبدالوهاب خلاف، السیاسة الشرعیة فی الشئون الدستوریة و الخارجیة والمالیة.
۲- دکتور عبدالکریم زیدان، فرد او دولت.
۳- مرحوم مولاناګوهر الرحمن رح، اسلامي سیاست
۴- مولانا حامد انصاري رح، د اسلام حکومتي نظام
۵- دکتور یوسف القرضاوي، اخوان المسلمون، هفتاد سال دعوت، تربیت وجهاد.
۶- شهید سید قطب رحمه الله، العدالة الاجتماعیة فی الاسلام
۷- مجلة المجتمع، احزاب اسلامي و مشارکت پارلماني
۸- سید عبدالرحیم خطیب، شیخین
۹- اسلامي سیاست پوهنه ، مولوي محمد شریف رحماني

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: