انار د نړۍ تر هرې میوې زیاتې ګټې لري

د نړۍ هره طبیعي خواړه ځینې پټ او ښکاره ګټې لري خو د انګلستان ساینسپوهانو د څیړنو په نتیجه کې وویل چې انار د نړۍ تر بلې هرې میوې زیاتې ګټې لري.

انګلستان د اکسفورډ پوهنتون څیړونکو په تیرو لسو کلنو کې د انار په اړه شوي مختلفو څیړنو په اړه یو راپور خپور کړی د کوم په اساس چې انار د نړۍ تر ټولو ګټوره میوه ټاکل شوی.

د اکسفورډ پوهنتون لخوا خپور شوی دغه راپور پر بنسټ انار په میوو کې تر ټولو زیات روغتیايي ګټې لري. د دغې میوې استعمال په بدن کې د ځینې برخې اضافي وزن کموي.

په دغه میوه کې شته ګټور مواد په بدن کې د اضافي وزن زیاتوونکي حجرات او نسجونه له منځه وړي چې له دې سره د اضافي وزن په کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

د ځینې څیړنو پر بنسټ د دغې میوې اوبه انسان له ذهني فشار یا خپګان څخه ژغوري او د دغې ناروغۍ له منځه وړلو لپاره تر ټولو غوره درمل ګڼل کیږي.

څیړونکي ویلي چې په انار کې د سنترې او شین چای په نسبت درې چنده زیاته انټي اکسیډنټ شتون لري کوم چې د انسان بدن د فضله موادو له ناوړه اثراتو ژغوري.

د دغې میوې ورځنۍ او دوامداره استعمال په انسان کې د پورستات او کولمو د سرطان مخه نیسي. د دغې میوې ورځنۍ استعمال په بدن کې د پروستات سرطان تولیدوونکي حجرات له منځه وړي.

له خواړه وروسته د دغې میوې استعمال په انسان کې د شکر اندازه نورماله ساتي له دې سربیره انار د زړه شریانونه له غوړ او نور اضافي موادو څخه پاکوي او په دې ډول د وینې جریان بهتره کوي.

له ټولو پورتنیو ګټو سربیره دغه میوه د پوټکي او ځیګر مختلفو ناروغیو لپاره تر ټولو غوره او بې ضرره درمل ګڼل کیږي او کولی شي په ځیګر کې ټول شوی غوړ له منځه یوسي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب