امریکايي پیغله او مسلمان ځوان | کیسه

یو مسلمان ځوان د خپل ژوند واقعي کیسه کوي چې د تحصیل لپاره امریکا ته تللی دی، او په امریکا کې یې لیسانس دوره پای ته رسولې ده، نوموړي ته دغه کیسه د ژوند تر ټولو خاطرو غوره بريښي نو ځکه یې لوستونکو سره هم شریکه کړې ده.

کله چې امریکا ته د تحصیل لپاره لاړم، نو د توقع خلاف په امریکا کې تعلیمي ماحول مختلط (کوایجوکشن) وو، چې دا زما لپاره یوه ننګونه وه چې څنګه وکولای شم اسلام باندې ملتزم واوسم، او هم په داسې ماحول کې تحصیل وکړم چې ټول سره ګډ دي.

د تحصیل څلور کلنه دوره مې په ډیر مواظبت او اسلامي عقید ې ته په پابندۍ باندې تیره کړه، د نورو همصنفیانو په څېر له جینکو سره یارانې جوړول مې نه خوښيدل، او نه مې هم دا تلوسه کوله چې یوې نامحرمې نجلۍ ته وګورم، زمونږ یو استاذ له ما نه په همدې عادت ډیر خوښ و چې زه به له نورو همصنفیانو جدا کیناستم، ټوله توجه به مې یوازې خپلو درسونو ته وه.

د څلور کلنې دورې په آخري سمستر کې همغه استاذ راته وویل چې تا خو څلور کاله د جینکو څخه ځان وساته، مګر اوس ما ډیره هڅه وکړه چې د لیسانس پایلیک لپاره تا ته ځانګړې موضوع درکړم، مګر د پوهنځي رئيس دا نه مني چې هر محصل جلا جلا د تحصیلي دورې پایلیک ولیکي، بلکې د پوهنتون د قانون په اساس هر ټولګی به په ګروپونو ویشل کیږي او بیا به هر ګروپ یوه موضوع باندې ګډ کار کوي، نو تا سره ګروپ کې یوه نجلۍ هم شته ده، ته به هرو مرو له نوموړ ې سره خپله موضوع باندې ګډ کار کوې.

که څه هم د استاذ خبرو خواشینی کړم، مګر بیا هم د خلاصون لار نه وه، له نوموړې نجلۍ سره مې خپله موضوع باندې کار پیل کړ، کتابتون کې د کار کولو پر مهال به مې هیڅکله نوموړې ته نه کتل، او که کوم وخت به مې خبرې هم ورسره کولې نو نظر به مې بل لوری ته و، قلم، کاغذ او لیپټاپ اخیستلو پر مهال به مې هم سترګې ښکته اچولې وې.

your ads

د نجلۍ حوصله نوره تنګه شوه، یوه ورځ راته په غوسه شوه چې تاسې مسلمانان له ښځو سره تبعیضي چلند کوئ، ښځو ته په سپک نظر ګورئ، له ښځو سره کرکه لرئ، مونږ هم ستاسې په شان انسانان یو مګر بیا ولې مونږ نه دومره کرکه کوئ؟

کله چې د نوموړ ې خبرې خلاصې شوې نو ما ورغبرګه کړه چې مونږ مسلمانان یو، مونږ خپل دین باندې پابند یو، هیڅکله نامحرمه ښځې ته نه ګورو، ځکه چې زمونږ په دین کې ښځه ډیر قیمت لري، یوازې خپل خاوند لپاره وي، له واده مخکې هیچا نه وي لیدلې او نه یې کومې ناروا اړیکې ورسره پاللې وي، خاوند یې هم له واده مخکې له کومې نجلۍ سره ناروا اړیکې نه لري، نو کله چې په اسلامي طریقه باندې واده وکړي بیا هر خاوند ته خپله میرمن او هرې میرمنې ته خپل خاوند ډیر قدر لري، هیڅکله بل چا ته نظر نه کوي، خاوند د میرمنې او میرمن د خاوند وي.

متأسفانه چې ستاسې په ټولنه کې ښځه د سیګریټ په شان ده، چې یو هلک یې وڅښوي او بیا یې بل ته ورکړي او بیا یې هغه بل ملګري ته ورکړي، بالآخره د هلکانو په لاس کې ښکته او پورته کیږي، له واده مخکې له شلو هلکانو سره یارانې لري، همدارنګه هر هلک له شلو جینکو سره یارانې لري، کله چې واده وکړي نو بیا یې ژوند ډیر تریخ وي، کوم مقصد لپاره چې واده کیږي هغه نه ترلاسه کیږي او نه له واده څخه خوند اخیستلی شي.

سبا ورځ چې صنف ته راغلم ګورم چې صنف کې یوه نجلۍ په حجاب کې ناسته ده، زه هک حیران شوم چې دا نجلۍ څوک ده؟! د تحصیل په څلور کلنه دوره کې لومړی ځل دی چې خپل صنف کې حجاب کې نجلۍ وینم، چې کله خپله چوکۍ باندې کیناستم نوموړې نجلۍ ما ته راغله، ګورم چې همغه پرونۍ او زما د موضوع ملګرې نجلۍ ده، نوموړې راته وویل چې زه ستا ډیره منندوۍ یم، ستا په برکت سره ما اوس خپله لاره وپيژندله، او په لوړ اواز سره یې شهادت کلیمه وویله او مسلمانه شوه.

 ليکوال: فضل الهي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب