امام حسن البناء او د مصر پارلمان ته نوماندي!

د امام حسن البنا د تلين په مناسبت:
په ۱۹۴۲ کې په مصر کې ټولټاکنې وشوې، له ټاکنو مخکې د اسکندریې اخوان پریکړه کړې وه چې امام حسن البناء ته دې د اسکندریې د ټاکنو له حلقې څخه په انتخاباتو کې د برخه اخیستو بلنه ورکول شي، په اسکندریې کې د اخوان دومره زور او ولسي ملاتړ وو چې هلته دمصر هیڅ لارښود د امام حسن البنا په مقابل کې ټاکنې نه شوې ګټلی، دحرکت له پرېکړې سره سم امام حسن البنا له همدې حلقې څخه خپل کاغذونه جمع کړل، دې خبر د واک په ماڼیو کې شور جوړ کړ.

په دې مهال لومړي وزیر رفعت نحاس پاشا په امام حسن البنا زور راوړ چې له ټاکنو لاس واخلي، کله چې امام انکار وکړ نو لومړي وزیر ورسره ملاقات وکړ او ورته یې وویل چې انګلیس حکومت دا مسئله خپله انا ګرځولې ده، او انګلیسیانو په مصري دولت دومره فشار اچولی دی چې که خبره یې ونه منل شي، نو د هیواد سالمیت او دفاع ته خطره پیدا کیږي، امام حسن البنا د هیوادني سالمیت په نظر کې نیولو سره له ټاکنو تیر شو او ویې ویل چې د حرکت تاسیسي شورا ته به دا مسئله وړاندې کړو، لومړي وزیر چې امام حسن البنا رخصتاوه نو ورته یې وویل: تاسو یو مفکر او داعي یاست، تاسو ته دټاکنو په ناندریو کې د غورزیدو پر ځای یو پراخ ډګر شتون لري، تاسو هلته د یو غیر متنازعه شخصیت په لرلو سره خلکو ته د خپلو نظریاتو بلنه ورکولای شئ.

کله چې تاسیسي مجلس ته دا خبره وړاندې شوه نو هلته پرې تود بحث وشو، ارکان په دوه برخو وویشل شول، د یوې ډلې نظر داوو چې امام دې هیڅکله لاس نه اخلي، په داسې حال کې چې د نورو افرادو نظر داوو چې امام ته دې د حکمت او مصلحت په رڼا کې د پریکړې واک ورکول شي، ددې پرېکړې په کولو سره چې د اخوان په صفونو کې کوم اضطراب او بې اطمیناني راغله ددې بیلګه زمونږ د حرکت پ تاریخ که نه میندل کیږي، په حقیقت کې دا پریکړه د اکثریت د رایو پر ضد وه مګر امام پریکړه وکړه او هغه نافذه شوه، کله چې د مکتب ارشاد په مجلس کې په دې صورتحال غور او بحث وشو نو ارکانو فیصله وکړه چې په اخوان کې د خپاره شوي اضطراب د لیرې کولو او د هغوی د اطمینان قلب په خاطر دې د مکتب ارشاد ارکان هیواد شموله دورې وکړي، او د غړیو د غونډو په جوړولو سره دې پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.

زمونږ سیمې (برني مصر) ته د حرکت سکرتر جنرال جناب عبدالحکیم عابدین تشریف راووړ، په اسیوط کې د حرکت په دفتر کې غونډه وشوه او ښاغلي عبدالحکیم عابدین په کې وینا وکړه، د وینا په پای کې هغوی وویل: دا مسئله د امام ذاتي معامله وه، که هغه له ټاکنو څخه لاس په سر شو نو اخوان باید د حرکت په توګه په اضطراب کې ونه لویږي.

د ښاغلي عابدین د دې خبرې په اوریدوسره زه پاڅیدم او ومې ویل: له ټاکنو څخه د لاس په سر کیدو خبره اوس پای ته رسیدلې اوس پرې بحثونه د وخت له ضیاع سره مترادف دي، زه یوه اصولي خبره وړاندې کوم او له ښاغلي سکرتر جنرال صاحب څخه غوښتنه کوم چې زمونږ جذبات دې جناب مرشدعام ته ورسوي، مونږ پریکړه منلې ده، مګر په مستقبل کې که پایله هر څه راووځي خو امام باید د اکثریت رایه په ضروري توګه په پام کې ونیسي.

عابدین صاحب چې څنګه زما خبرې واوریدې نو رنګ یې تک سور واوښت، راپورته شو او ویې ویل: ددې مطلب دا شو چې تاسو د جناب مرشد عام اطاعت اړین نه ګڼئ، او د هغه پر ضد د سرکښۍ جذبات لرئ، بلکه تاسو د حرکت د بنیادي اصولو پر ضد د بغاوت بیرغ پورته کړی، هغه خپله خبره په ډېره غوسه کې وکړه، ماپرې احتجاج وکړ او له غونډې ووتم.

کله چې زه کورته ورسیدم نو د زړه کیفیت عجیب شان وو، زه ټوله شپه کیناستم او مرشد عام ته مې یو اوږود خط ولیکه، او په کې مې د غونډې جریان او خپله رایه ولیکله، ما د خپلې رايې په اړه په پوره تفصیل سره دلایل هم ورکړي وو، څنګه چې زما لیک مرشدعام ته ورسیده هغه له قاهرې څخه ماته تیلیفون وکړ، په غونډه کې چې عبدالحکیم عابدین صاحب کومې خبرې کړې وې د هغې په اړه مرشدعام له مانه بښنه وغوښته، او په صراحت سره یې وفرمایل چې په اینده کې به هیڅ پرېکړه د اکثریت رایو په خلاف نه کیږي، اګر که حالات هر رنګه وي، او بیا هغه زما د لیک او په هغې کې د وړاندې کړای شویو دلایلو ډیر تعریف وکړ، یقین وکړئ چې د امام د خبرو له امله ما داسې سکون او اطمینان قلب وموند چې په الفاظو کې یې بیانول ممکن نه دي، امام ماته عظمت او سعادت راوباښه، او زما یقین راغی چې د حرکت مشرتابه د داسې خلکو په لاس کې دی چې د رایې ازادۍ ته نه یوازې چې درناوی لري بلکه د عشق تر حده ورسره مینه هم لري، زه د امام پر دغه سلوک سر تر پښو شکر او امتنان وګرځیدم، او د خپلې احسان مندۍ ښکارونه مې کوله، امام ته الله تعالی ډیر غټ زړه او پاکیزه روح ورکړی وو، د حرکتونو د قوت راز د کلیمې په وحدت او مزبوتې صف بندۍ کې پټ دی، دا صفات د شورا او یو دبل رای ته د احترام څخه پیدا کیږي.
ماخذ:
حقیقة الخلاف بین الاخوان المسلمون و عبدالناصر

ليکنه: مرحوم استاد حامد ابوالنصر

ژباړه: وحيدالله مصلح

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب