الوتونکي مرغان | قرآن علمي اعجاز

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي
۶:۳۸«او نشته هیچ حیوان خوځیدونکۍ تلونکۍ په مځکه کښې او نه هیچ مارغه چې الوځی مګر ټول مخلوقات دی په شان ستاسو…»
څیړنې دا ښیي چې ټول ژوي او الوتونکي ټولنیز ژوند ، د ژوند نظم او د کارونو ویشل لری

د الوتونکو الوتنه:

خدای (ج) په قران شریف کې فرم ایي:
۱۶:۷۹«آیا نه ګورئ په طرف د الوتونکو چې مسخر کړی شوي دي  په هوا  د آسمان کښې نه ساتي دوی مګر الله بیشکه په دغه کښې خامخا دلایل دي د پاره دکام( قوم )چې ایمان راوړي»
۶۷:۱۹«آیا نه ګورئ مرغانو ته له پاسه د سلونو د دوی پرانیځي وزرونه او ټولوي نه نیسي نه ساتي دوی په هوا کښې[یمسکهن] له پریوتو …»
د یمسکهن مانا یو لاس په بل لاس ایښوول  دی چې  یو شی ونیسي چې الله تعالی الوتونکې په خپل واک کې لری د ځینو الوتونکو سفر کول د یو ارثي جین په واسطه کنترولیږی او ځوان الوتونکې بېله دی چې پخوانی تجربه  ، رهنما او نخشه ولری بېله کومي غلطۍ مغلق سفرونه کوي.
پروفیسور(همبیرګر) په خپل کتاب (قدرت او کمزوري) کې لیکي :موتون الوتونکې  د فاسفیک  بحر به سر په شپږو میاشتو کې( ۲۴۰۰۰) کیلومتره سفر کوی او د یوې اوونۍ تمیدو نه وروسته بیرته خپل پخواني ځای ته راستنیږي.

پوهنمل محمودنظری

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب