الفریډ نوبل ALFRED NOBEL

الفریډ نوبل څوک و؟

الفریډ نوبل یو سویډنی، ساینسپوه عالم و، چې په ۱۸۳۳م کال کې د سویډن په پلازمېنه ستاکولم کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. الفریډ د ساینس په تاریخ کې ټولټال ۳۵۵اختراعات او موندنې د ځان په نامه ثبت کړي دي. د نوموړي ترټولو مهمه موندنه ډاینمایټ (یو ډول چاودیدونکې ماده) ده، چې استعمال او کاریدنه یې تر اوسه پورې دوام لري.

الفریډ نوبل د خپلو اختراعاتو په مټ زیاته پانګه تر لاسه او په نړیواله کچه یو مطرح بډای شو، خو د ژوند په وروستیو شیبو کې يې د خپلې ټولې شتمني او پانګې د وقف وصیت وکړ، داسې چې ترڅو پورې ژوند او د نړۍ اقتصاد روان وي، نو هر کال به د ښاغلي نوبل له شمتنۍ نه یوه زیاته اندازه پیسې د نغدي جایزې په توګه د نړۍ پنځو سترو نخبه‌ګانو او فعالانو ته ورکول کيږي.

دا چې نوبل څوک و، دومره ستره پانګه یې څرنګه وګټله او د نوموړي په نوم نومول شوي جایزه د کومو برخو مخکښانو ته ورکول کېږي؟! په دې اړه ډېر کتابونه لیکل شوي او هر اړخیزې څیړنې پرې شوي دي.  موږ غواړو په لنډه توګه ستاسو ګرانو لوستونکو لپاره الفریډ نوبل، د نوبل نړیواله جایزه او د دغې جایزې په څه باندې سل کلن تاریخي بهیر کې د دغې جایزې مسلمان ګټونکي در وپېژنو. هیله ده دا لړۍ تر پایه راسره ولولئ او خپله معلوماتي پانګه مو پرې زیاته کړئ.

الفریډ نوبل ټول ژوند څېړنو او ساینس ته بخښلی و او په بل هیڅ شي یې وخت نه ضایع کاوو، آن تر دې بریده چې د ځان او ژوندلیک په اړه یې څه لیکلو ته هم وخت ونه موند، له همدې کبله د نوموړي د اصل ونسب، ټبر او کورنۍ په تړاو شوې څيړنې د نورو لیکوالو او څېړونکو له خوا ترسره شوې.

د الفریډ کورنۍ د سویډن د مرکزي سيمې اصلي اوسېدونکي وه.د نوموړي په کورنۍ کې له ده پرته دوو نورو ساینسپوهانو او ځیرکو څېرو هم سترګې غړولې وې؛ يو پکې اولوف رډبیک (Olof Rudbeck) و، چې په ادب او موسیقۍ کې یې پراخ لاس درلود او دویم پیټراولفسن و، چې هغه هم په دې ډګر کې ځان ځلولی دی.

د الفریډ نوبل ماشومواله:

د الفریډ نوبل کورنۍ ستاکهلم ښار کې ډېر ترینګلی او سخت ژوند تېر کړ. په ۱۸۳۰م کال کې چې د فرانسې انقلاب رامنځته شو او پر ټولې اروپا یې اغېز وکړ، چې سویډن هم له دغه اغیز څخه بې برخې پاته نشو، په همدې موده کې په هیواد کې وبا خپره شوه، کاروبار په ټپه ودرید، همدا لاملونه ول، چې ځينو سويډنیانو امریکا ته کډې په شا کړلې او کډوالۍ ته یې مخه کړه.

په همدې ۱۸۳۰م کال کې د الفریډ کور په اور کې لولپه شو، چې د کور هرڅه یې ورته وسوځول ، د الفریډ مو ر ایله ځان او خپل دوه ماشومان ژوندي وژغورل. د الفریډ پلار ایمانیویل ، چې د جایدادونو او ځمکو د پیر او پلور کاروبار یې کاوو، له غټو تاوانونو سره مخ شو ، تر دې چې د سویډن حکومت د خورا بې وزلو کسانو په لست کې ونیو.

ایمانیویل ته د همدې بې وزلۍ په ژوند یعني د ۱۸۳۳م کال د اکتوبر په ۲۱نېټه لوی خدای د الفریډ برنهارډ په نوم زوی ورکړ. دوی هغه مهال د کرایې په یوه نسبتاً کنډواله اپارتمان په لومړني منزل کې اوسېدل. الفریډ په همدې کور کې لوی شو. نوموړی د خپلو نورو دوو وروڼو په پرتله په صورت اوچمورئ او کمزوری او اکثره وخت به ناروغ ناروغ و.

په ټوله کې د الفریډ ماشومتوب د نورو ماشومانو په څېر له مستۍ او شرارت نه ډک نه و. هغه د خپل ماشومتوب څخه ناخوښه و او له ماشومتوب څخه ګیلې يې په یوه نظم کې رانغاړلې وې.داسې نظم چې خپل عبقریت او نبوغ یې پک ې په ډاګه کړی. دا نظم یې په انګریزۍ ژبه لیکلی و، انګریزي که څه هم د ده مورنۍ ژبه نه وه، خوه ده پرې لیک و لوست کولای شوای.

الفریډ د کورنۍ په لوېدلي اقتصادي حالت کې یوازې دومره توان وموند، چې فقط دوه کاله د ستاکولم ښار سینټ جیکب ښوونځي ته ولاړ شي، د زده کړو د ترلاسه کولو نور توان یې نه لاره. په ۱۸۳۷ کال کې د نوموړي پلار په کار او مزدورۍ پسې فنلینډ هېواد ته لاړ او کور یې یوازې پريښود. د الفریډ مور د پلار له مسافرۍ سره جوخت د کور خوا ته یو دکان کرایه کړ، په دې دکان کې به یې مستې-شیدې او سبزیجات پلورل او خپل درې واړه ماشومان یې پکې کښېنول. همدې دکان د پنځو کالو لپاره د الفریډ بې وزلې کورنۍ ته نفقه برابروله.

د الفریډ پلار په فنلينډ کې له ډېر تپ و تلاښ وروسته په دې وتوانېده، چې یو بارودي تونل جوړ کړي. له دې وړاندې نوموړي په سویډن کې هم داسې یوه نیمګړې هڅه کړې وه، خو د سویډني چارواکو پام یې ځانته جلب نکړ. هماغې لومړنۍ تجربې ورسره مرسته وکړه، چې په فنلینډ کې هم داسې یوه هڅه وکړه، چې په دې هڅه کې بریالی وخوت. نوموړي یو څه موده وروسته د خرېیلو ماشین هم جوړ کړ. نوموړي د روسیې په پوځ خپل سامانونه پلورل. وروسته یې د روسیې په سینټپیټرزبرګ ښار کې یوه فابریکه پرانسته او د جنګي سامان آلاتو پرزې يې پکې جوړولې او خرڅولې. یو څه وخت وروسته یې د کورونو لپاره د تودوخې تولیدولو برقي بخارۍ هم جوړې کړې.

د الفریډ پلار په ۱۸۴۲م کال کې چې الفریډ ایله نهه کلن شوی و، کورنۍ له سویډن نه روسیې ته وغوښتله. هلته یې سمدستې د ماشومانو په ځانګړې توګه الفریډ لپاره په کور کې ځانګړی استاد ونیو او په دې ډول یې لومړنۍ زده کړې په خپل کور کې له استادانو نه حاصلې کړې. د دې ترڅنګ به یې د خپل ځيرک پلار سره کار کاوو او د هغه له تجربو به یې هم زده کړه کوله. کله چې الفريډ د ماشومتوب له مرحلې راووت او نوی په ځوانۍ راغی، ښايي د ۱۷ کلونو به وو، چې پلار یې له ځانه سره د نړۍ په هیوادونو په ځانګړې توګه خپل پلرني ټاټوبي سویډن، جرمني، فرانسې او شمالي امریکا ته په سفر بوت. الفریډ د دې سفرونو پر مهال له کیمیا سره ځانګړې دلچسپې وښودله او ویې غوښتل چې په کیمیايي تجربو باندې کار وکړي . په پاریس کې ورته دا چانس په لاس ورغی . په پاریس کې يې د حربي ماشینونو له مخترع جان ایرکسن سره وموندل او د هغه تر لارښوونې لاندې يې خپل کار پیل کړ همدارنګه یې نورې ژبې هم ورسره زده کولې.

د نوبل جایزه

الفریډ نوبل د خپل ستړي او لالهانده ژوند په بهیر کې بېساري شتمني ترلاسه کړه؛ خو نوموړي هېڅکله خپله شتمني په عیاشۍ او نورو لهو لعب باندې ونه لګوله، بلکې په خپل ژوند کې يې وصیت وکړ، چې له د ده په شتمنۍ باندې دې یوه مؤسسه جوړه شي. دا مؤسسه به د خپلو عایداتو په مټ هغه کسان چې د انسانیت او بشریت د خیرښېکڼي لپاره فعالیتونه کوي، تقدیروي او په انعاماتو به یې نازوي، ترڅو نور انسانان هم ورته کړنو ته وهڅول شي.

نوبل جایزه هر کال د فزیک، کېمیا، طب، سولې ، ادب او اقتصاد په برخو کې مخکښانو ته ورکول کېږي. دا جایزه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۰۱م کال کې ورکړل شوه. په ۱۹۰۱ کې د پنځه واړه ورکول شویو جایزو ټولټال «مجموعي» ارزښت ۱۵۰۰۰ بریتانوي پاونډه وو.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب