الازهر نړیوال پوهنتون

الازهر یو نړیوال اسلامي پوهنتون دی چې دیني او شرعي علومو ته التزام لري ،

الازهر په نړې کې دویم پوهنتون دې چې د (القرویین) نړیوال پوهنتون څخه وروسته د مصر په قاهرې ښار کې جوړ شو .

نومړې پوهنتون د فاطمییونو په دور کې د جامع القاهره په نوم ایجاد شو چې وروسته یې بیا نوم الازهر کیښودل شو .

د الازهر پوهنتون د بنسټ ډبره د فاطمیانو په حکومت کې د هجرت په ۳۵۹ هـ ق کال د جمادی الاولی میاشتې په ۲۴ نیټه ـ چې د ۹۷۰م کال سره سمون خوري ـ کیښودل شو .

د هجرت په ۳۶۱ هـ ق کال په الازهر پوهنتون کې د فاطمي دور د دوهم خلیفه المعز لدین الله الفاطمي د قاضي ابو حنیفه ابن محمد القیرواني لخوا په رسمي ډول د دیني علومو حلقې او مجالس پیل شول ، چې وروسته بیا د تدریس چارې د نوموړي قاضي زامنو او نورو علماوو ته وسپارل شوې .

په نوموړي پوهنتون کې د دیني علومو ترڅنګ د منطق ، فلسفې فلکیاتو او ځینو نورو علومو تدریس هم پیل شو ، او یوازې مسلمانان پکې زده کړې کوي .

الازهر پوهنتون او ایوبي دولت :

په کال ۵۶۷ هجري کې ایوبي دولت منځ ته راغې او کوښښ یې وکړ چې شیعې مذهب او د فاطمي دولت عادات او رسوم له منځه یوسي ، او په الازهر پوهنتون کې د اهل السنه والجماعه مسلک عام کړي .

الازهر د ممالیکو په دور کې :

په مصر کې د ممالیکو په دور کې د الازهر پوهنتون او دهغې استاذانو او علماوو ته د پادشاهانو لخوا ډیره توجه وشوه ، او په دې دور کې د علمي او تعمیراتي لحاظه ډیر آباد شو .

الازهر د عثماني خلافت په دور کې :

د عثماني خلافت او د یوولسمې هجري پیړۍ په اواخرو کې د شیخ الازهر منصب وټاکل شو ، خو د سلطان سلیم الاول العثماني په دور کې په الازهر کې نسبي رکود (جمود) رامنځته شو او هغه ځکه چې نومړي سلطان د الازهر څخه ډیر علما او پوهان چې پکې ډیر صالح او نیک خویه قاضیان او استاذان شامل وو د عثماني سلطنت پایتخت استانې ته راوغوښتل او همداراز یې ډیر پوه ، تکړه او ماهر خلک استانې ته راوبلل .

الازهر پوهنتون او په مصر د فرانسې یرغل :

په ۱۷۹۸ میلادې کال کې فرانسې په مصر حمله وکړه ، د دې حملې مشر نابلیون چې کله د الازهر پوهنتون په اهمیت وپوهید او د مصريانو په زړونو کې یې د الازهر د علماوو احترام او درناوې ولید ، نو د نوموړي پوهنتون د علماوو له یوې طبقې سره یې د ښو اړیکو نیولو کوښښ وکړ او بریالی هم شو ، او د هغوې سره د کیناستلو لپاره یې یو فرصت هم له لاسه ورنه کړ.

نابلیون به د الازهر له علماوو سره په مختلفو موضوعاتو د قرآن کریم په ځینو آیتونو خبرې کولې او هغوې ته به یې څرګندوله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته احترام لري ، نو دا علماء به چې کله د نابلیون له مجلس څخه وتل د نوموړي صفت به یې کولو او خلکو ته به یې د هغې خوبیانو بیانولی ، مګر مصري ولس په دې پوهیده چې د فرانسې سیاست د چل او دوکې او دوه مخې سیاست دې همدا وو چې ددې حملې په خلاف راپاڅیدل او د الازهر علما‌ء ددې پاڅون په اولنیو صفوفو کې ول .

کله چې سلطان محمد علي الکبیر په مصر کې واک ته ورسید ، د نوموړي به باره کې ویل کیږي چې اورپایي او غربي ثقافت ته ډیر مایل وو ، همدا وو چې ایټالیا ، فرانسې او روسیې ته یې عسکري او علمي وفدونه ولیږل او ددې وفدونو ټول غړي یې د الازهر پوهنتون څخه انتخاب کړل او کله چې دوې د اروپایې هیوادونو څخه راوګرځیدل ددوې د راګرځیدو سره په مصر کې عملي حرکت په خوځښت راغی او ډیر پیاوړی شو .

له ۱۹۶۱ میلادې کال را پدیخوا د الازهر پوهنتون تعلیمې څانګې ډیره وده وکړه ، په پوهنتون کې د عصري علومو زده  کړې هم پیل شوې .

د شرعیاتو او د عربي ادبیاتو د پوهنځیو ترڅنګ نور پوهنځي هم پرانیستل شول چې په لاندې ډول دي :

د طب پوهنځې ، د غاښونو طب او نور د طب پورې اړوند .

د تعلیم او تربیې پوهنځی

د انجینئیرې پوهنځی

د ادارې او معاملاتو پوهنځی

د تجارت پوهنځی

د کرنې (زراعت) پوهنځی

د ژبو او ژباړو پوهنځی  او همداسې نور .

همداراز د انجونو لپاره بیل پوهنځې پرانیستل شو چې پکې شرعیات ، عربي ادبیات ، انساني علوم ، طب او تجارت لوستل کیده .

لنډه دا چې الازهر پوهنتون ټولټال ۷۷ پوهنځي لري چې پکې اسلامي ، نظري او عملي زده کړې ترسره کیږي ، او د نړۍ له هر ګوډ څخه ورته محصلین راځي او خپلې زده کړې ترسره کوي ، همداراز ورته د ټولې اسلامي نړۍ څخه مسلمان ځوانان د دیني زده کړو لپاره راځي.

د الازهر پوهنتون رسمي ویب پاڼه 

انس شیرزاد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب