افلاطون او نظریات یې

افلاطون په ۴۲۷- ۳۴۷ قبل المیلاد کې ژوند کړی، په لوړه اریستوکراته (اشرافی) کورنۍ کې زیږیدلی دی.  د سقراط شاگرد ؤ.  افلاطون د میتافزیک ، معرفت  تیوری، اخلاقو، انسان پیژندنې انتروپولوژی ، د دولتونو او حکومتونو تیوری ، ستوری پیژندنې ، د هنر تیورۍ او د ژبې او فلسفې په اړه پراخه څیړنې او پلټنې کړی دی.

څرنګه چې افلاطون د ځوانۍ په دوران کې د خپل استاد (سقراط) سره مخامخ شو نو دده په روحیاتو او اخلاقو یې ډیره ژوره اغیزه وکړه. کله چې د میلاد تر مخه په  (۳۹۹کال ) سقراط د اویا کلو په عمر د یونان د معمولی خدایانو څخه د انکار  او د نویو خدایانو د ابداع  او د یونان د ځوانانو د افکارو د خرابولوپه تهمت ونیول شو، د آتن  محکمې ته بوتلل او ووژل شو، افلاطون ۲۶ کلن زلمی و. د سقراط وژنې دده په مغز باندې د تندر په شان اغیزه وکړه. تر دې وخته افلاطون د یونان د هغه وخت د باورونو او رواجونو سره سم د دولت قوانینو ته ژور درناوی لاره او په دې فکر وو چې دې قوانینو د خدایانو د مشیت او فکر څخه الهام اخیستی تر څو چې د یونان اوسیدونکی د یوه ښه ژوند په خاطر وروزل شی او د هغو د لوړو اهدافو د تر لاسه کولو له پاره شرایط چمتو کړی.

افلاطون وایی چې  روح د بدن د ټولو قواعدو په مانا پرته له جسمه ژوند نه شي کولای. روح او جسم داسې دي لکه موم او د هغه نفس، چې په تعقل کې سره جلا دي، خو د شي په حقیقت کې سره یو دي. روح په بدن کې د مادې په څېر نه دی ، یو خاص او مشخص نفس یوازې له خپل بدن سره تړاو لري او له هغه سره ژوند کوي. روح لکه چې ذیمقراطیس هیله درلوده، مادي نه دی فنا او زوال مني، یانې هغه څه چې په حافظې پورې اړوند دي په دې مانا چې عقل فنا منونکی دی، ځکه چې بدن د حافظې حامل دی او له هغې سره مري، مګر عقل کلي فعال دی، چې دا عقل محض دی او د حافظې څخه خپلواک دی، نه فنا کېږي، لنډه داچې ارسطو، روح تجزیه کوي او فکر کوي، چې هغه باقي او تل پاتې دی، د همېشنۍ قوې نفس محض عقل دی او له مادي نړۍ سره ککړ نه دی.

Atomic Habits
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب