اسپانیا

هسپانيا هیواد په يوه نظر كې :

پراخوالى

504.030 كيلومټره مربع

نفوس

45.116.894  ميليون نفر

پلازمينه

مادريد

پولي واحد

يورو

انټرنيټي ادرس

es.

ټلفوني كود

34+

اسپانيا د ايبري په ټاپووزمه كې د اروپا په سوېل لويديځه برخه كې پروت هيواد دى .

دغه هيواد له سوېل ختيځ څخه د مديترانې د سمندر او له سوېل لويديځ او لوديځ څخه د اطلس سمندر او له شمال څخه د كانتابريا په لخوا چاپېر شوى دى .

په مديترانه سمندر كې د بالئار او په اطلس سمندر او دافريقاپه لويديځ كې د قناري ټاپوګان هم د هسپانيا خاوره ګڼل كيږي . د مراكش په شمال كې دسوتا او مليا ښارونه چې د دوه كور واكه سيمو په توګه اداره كيږي هم د هسپانيا خاوره شمېرل كيږي .

هسپانيا په لويديځ كې له پرتګال ، په شمال كې له فرانسې او اندورا ، په سوېل كې له جبل الطارق سره چې د برتانيا له پولې بهر سيمو سره تړلى دى ګډې پولې لري .

هسپانيا په  ۵۰۴۰۳۰ كيلومټره مربع پراخوالي سره د ايبري ټاپووزمې تر ټولو لوى هيواد  دى . پرتګال او اندورا د ايبري د ټاپووزمې نور جوړوونكي هيوادونه دي .

اسپانيا همدغه راز له فرانسې وروسته د لويديځې اروپا دوهم ستر هيواد هم ګڼل كيږي .

سياسي ځانګړنې :

د هسپانيا سياسي نظام د دموكراټيكې او پارلماني نوعې مشروطه سلطنتي دى . دغه هيواد دوه پارلمانونه لري چې يو يې د استازو د جرګې په نوم د قانون جوړونې جرګه ده او ۳۵۰ غړي لري چې د څلورو كلونو په موده كې د يو پړاو لپاره د خلكو په مستقيمه رايه ټاكل كيږي .

بله جرګه يې سنا نوميږي چې ۲۵۹ غړي لري . پدې كې ۲۰۸ كسان د خلكو په مستقيمه رايه او ۵۱ نور يې د سيمه ايزو قانون جوړوونكو لخوا ټاكل كيږي . دغه جرګه هم څلوركلنه دوره لري .

اجرائيه قوه هم د وزيرانو څخه جوړه شوې ده چې د حكومت د مشر يا لومړي وزير لخوا اداره كيږي . د حكومت مشر د ملي پارلمان لخوا د ټولټاكنو په وسيله ټاكل كيږي او پاچا ته ورپيژندل كيږي .

هسپانيا د سياسي اداري ويش له نظره هم له خپلواكو ايالتونو څخه جوړ شوى دى او له سوئيس ، آلمان او بلجيم وروسته په اروپا كې د اداري سيستمونو تر ټولو غير متمركز اداري سيسټم لري .

ټول ايالتونه په روغتيايي او ښونيزو زمينو كې خپلواك عمل كوي . د كاتالونيا او باسك د ايالتونو په ځينو برخو كې حكومتي پوليسو هم خپل ځاى خپلواكو ايالتي پوليسو ته سپارلى دى .

اقتصاد :

هسپانيا په ۱۹۸۶ كال كې د اروپايي اتحاديې د هيوادونو له جرګې سره يو ځاى شو . هسپانيا پرمختللى هيواد دى او د نړۍ نهم او د اروپا پنځم اقتصادي قدرت دى .

د ۲۰۰۶ كال د احصائې له مخې د هسپانيا داخلي ناخالص عايد په دغه كال كې ۱.۰۸۴ تريليونه ډالره وو .  د ۲۰۰۶ كال په اكتبر كې وړاندې شوې احصائې هم د دې ښودنه كوي چې په دغه هيواد كې د بېكارۍ كچه له  ۷.۶ سلنه څخه زياته ده . په داسې حال كې چې په دغه هيواد كې د ۱۹۹۰ لسيزې په لومړيو كلونو كې له ۲۰ فيصدو څخه لوړه وه . په هسپانيا كې تورم د دغه هيواد د اقتصاد د كمزورۍ ټكى بلل كيږي  .

تاريخ :

هسپانيا لرغونى تاريخ لري چې له تاريخ وړاندې مهالونو ته ګرځي . هسپانيا د روم د امپراتورۍ تر ولكې لاندې هم د دغه امپراتورۍ مهمه سيمه شمېرل كيده .

په منځنيو پيړيو كې هسپانيا د جرمنيانو په ولكه كې ورغله او څو پېړۍ وروسته په بشپړه توګه مسلمانانو فتح كړه . په ۱۴۹۲ كال كې په هسپانيا كې د مسلمانانو واكمني پاى ته ورسېده او په همدې كال كريسټف كلمب د سمندري ځواك په مټ د امريكا لويه وچه وموندله .

د امريكا د لويې وچې موندنه د هسپانيا د امپراتورۍ د جوړېدو او په دغه لويه وچه د ښكيلاكي ولكې لپاره مقدمه شوه . هسپانيا په شپاړسمه او اولسمه پېړۍ كې د اروپا تر ټولو ځواكمن هيواد ګڼل كيده . خو د پرله پسې جنګونو پښېدلو دغه هيواد كمزورى كړ .

د نولسمې پېړۍ په لومړيو كلونو كې هم د سوېلي امريكا هيوادونه و توانېدل چې په خپلو مبارزو سره د هسپانيا له ولكې بهر شي .  د شلمې پېړۍ په منځنيو كلونو او د هسپانيا په كورنيو جنګونو كې د جمهوري غوښتونكو له ماتې وروسته جنرال  فرانكو په دغه هيواد كې واك په لاس كې واخيست او كابو درې لسيزې يې دغه هيواد په ظالمانه توګه اداره كړ . د فرانكو له مرګ وروسته هسپانيا له اروپايي اتحاديې سره يوځاى شوه او ددغه هيواد په تاريخ كې هم نوى پړاو پيل شو .

عبدالله الهام جمالزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب