اسلام پوهنه او مطالعه 

په موجوده زمانه كښي زياتره هغه خلك چي ددين څخه ناخبره دي دافكركوي چي داسلام مبارك دين يوازي دلمونځ روژې اوڅوغيبي خبرو( چي دقيامت په ورځ په څه كيږي جنت كي حوري اوجهنم كي ماران اولړمان دي ) مجموعه ده دانسان ظاهري اوباطني حالاتو ته نظر نه كوي دهرچا خوښه ده چي الله اورسول په كومه طريقه پيژني معاملات تجارت اوخلكو سره چلند په خپله خوښه كوي نه پكي دټولني داصلاح څه شته اونه ددنياوي كارونوپه اړه معلومات وړاندي كوي لنډه داچي داسلام نه دناخبرتيا په وجه داخبره ذهن ته راځي كه دتجارت لپاره لارښوني غواړې نو دنوروقومونو تقليد كوه اودټولني په جوړښت كي دزړو فلسفيانو په پل روان اوسه. چاچي اسلام نه وي مطالعه كړى هغه فكركوي چي په نړيواله كچه داصلاً داړتياوو پوره كولواو دبشري ادابواواخلاقوپه اړه اسلام كي هيڅ اصول نشته

دپورته خبرو بد اثر هم په مسلمانانو اوهم په غير مسلمو پريوتى غيرمسلمانانوته په اسلام ديو نامكمل دين ټاپي وهلوموقع برابره شوه اوبعضي مسلمانان بيا ځان په هرڅه كي دنورومحتاج ګڼي همدغه رازداسلام څخه نا خبرتياپه عامو وګړو هم بده اغيزه كړي اودا خبره لګياده په نړيواله كچه وده مومي ، په داسي حال کي چي څوك لږپه دقت سره دقرآن او حديث مطالعه وكړي داسلام په مبارك دين كي به دبشري ټولني دهرضرورت علاج اودورپيښو ستونزو حل به بيامومي پدي به اعتراف وكړي چي اسلام مونږهيڅ ته هم نه يو محتاج كړي ددې خبري ښكاره ثبوت داسلام په اړه دنورومذاهبو دپوهانو اعتراف دى.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب