اسلامي سیاست او دولت

اسلام او ډيپلوماټان

په اسلام کې په خپله نبوت یو رباني سفارت دی، نبیان د الهي فرمانونو د خپریدو لاره ده او اسلام له همدغه لارې تر ننه پورې خپور شوی او خپریګي.[i]زموږ د بحث موضوع په اسلام کې د ډيپلوماټانو د دندو، صفاتو، مصوونيتونو په اړه ده:

د اسلام له پیله نړیوالې اړیکې وې او نبي (صلی الله علیه وسلم) به اسلام ته د بلنې په موخه، د عربستان او نورې نړۍ هر کونج ته له دغو اړیکو او د سفیرانو له استولو څخه ګټه اخسته.

د نبي (صلی الله علیه وسلم) په وخت کې به سفیرانو ته لیکونه ورکول کیدل او هغه به یې د هیوادونو مشرانو ته رسول. دا ټول ددې ګواه دي چې په اسلام کې ډیپلوماسي د یو اصل په توګه له ډیر پخوا وه. روآیت داسې دی، چې د حبشې او مصر واکمنانو د همدغه ليکونو د ډيپلوماسۍ له لارې د نبي (صلی الله علیه وسلم) بلنه ومنله او ایمان یې راووړ، د ایران پاچا د نبي ص لیک څیرې کړ.

نبي (صلی الله علیه وسلم) چې کوم لیکونه د نړۍ سترواکانو(امپراتورانو) د ډيپلوماټانو په لاس لیږلي، ټول شمیر یې ۲۴ ته رسي، ابن سعد فرمايي، چې په یوه ورځ کې یې ۶ لیکونه شپږو واکمنانو ته واستول، چې د فارس او روم واکمنان هم پکې شامل وو.

د اسلام په لومړیو کې به سفیر د هماغه خاص هدف لپاره استول کیده، کله به یې چې خپل کار ترسره کړ، بیرته به راتله، په دغه وخت کې کوم ثابت د سیاسي نماینده ګیو او سفیرانو په نوم څه نه تر سترګو کیږي، او د نبي (صلی الله علیه وسلم) پیغامونه به ډير روښانه او شفاف وو، دغه لیکونه به تر يو څو لنډو کرښو اوږده نه وو او تر سلام وروسته به ورته اسلام ته دعوت بلنه پکې ورکړل شوې وه.

د اسلام له پراختیا سره ډيپلوماټیکو اړیکو هم پراختیا وکړه، او د موقت سیاسي ماموریت پر ځای، دایمي سیاسي ماموریت ترویج شو او د عباسیانو د مامون پاچا په وخت کې، ډیپلوماټیکو اړیکو په کامله مانا سره منظمه بڼه خپله کړه. له هغه وخته تر ننه، په ډيپلوماټیکو ادابو او تشریفاتو کې زیات بدلون راغلی دی، د نبي (صلی الله علیه وسلم) په وخت کې، ډیپلوماټانو ته کوم ځانګړي تشریفات نه و، هغه وخت د نبي (صلی الله علیه وسلم) ډیپلوماسي په دریو شیانو کې راخلاصه کیده:

– له تشریفاتو خالیتوب،

– د سفیرانو نه ثابتوالی،

– او د پیغامونو شفافیت.

د هجرت په نهم کال چې نبي (صلی الله علیه وسلم) کوم سفیران د هرقل، کسری، نجاشي، مقوقس او …. دربارونو ته ولیږل، هیڅ ډول تشریفات به نه ورته ترسره کیدل. دغه شان، نبي (صلی الله علیه وسلم) به هم چې د نورو مشرانو یا واکمنانو استازي خپل دربار ته منل، کوم ځانګړي تشریفات یې نه ورته ترسره کول. یو له دغه مواردو څخه، کله چې د کنده قبیلې پلاوی نبي (صلی الله علیه وسلم) ته راغی، نو ډیر جنګي مجهز کالي یې اغوستې وو، نبي (صلی الله علیه وسلم) يې په جامو اعتراض وکړ: دا حریر څه دي چې تاسو اغوستي دي؟

کله کله به نبي (صلی الله علیه وسلم) د استازو لپاره تشریفات په کمه کچه ترسره کول، خو هغه به یوازې د میلمه پالنې تر بریده و، لکه د ثقیف پلاوي ته یې په جومات کې یوه ځانګړې خیمه ودروله او خبرو ته ورسره کښیناست.

د عباسیانو په وخت کې د ډیپلوماسۍ روش تغییر کوي، ابن فرا په خپل کتاب کې وايي: (( د عباسیانو په وخت کې د سفیرانو استقبال تر بل هر وخت زیات پراخه شو، او د سفيرانو به خورا زيات استقبال کيده.))

په دغه وخت کې د سفیرانو چې نور استقبال کیده، هغه په ټاکلو میلمستونونو کې د دوی ځای پرځای کول وو، چې وروسته به یې له خلیفه سره لید کاته کول او ورپسې به یې د حساسو سیمو لکه د لوبغالو، نظامي سیمو او خزانو….څخه ليدنه کوله او بالآخره یو بل ته به یې تحفې او هدیې هم تبادله کولې.

د عثمانیانو تر واکمنۍ پورې دغه تشریفاتو دوام درلود، په دغه وخت کې اسلامي ديپلوماسي ورو ورو د اروپايي ډیپلوماسۍ پر پله پل ږدي او د نورو ادابو او سننو په شان یې د ډیپلوماسۍ بنسټونه هم معاصر او مډرنیزه کړل. سفارت هم په رسمي توګه د لومړي ځل لپاره همدغه وخت رامنځته اوپه ډیپلوماټیکه بڼه ډیپلوماسي راډګرته شوه.[ii]

د سفير په اړه اسلامي پوهان په دې نظر دي چې سفیر د مستامنینو له ډلې څخه دی، د مودې په اړه یې نظریات مختلف دي، خو معاصر واقعیتونه بیا ددې ګواه دي چې دایمي سیاسي ماموریتونه له اسلام سره کوم ټکر نه لري، ځکه اوس دغه کار یو نړیوال عرف ګرځیدلی او د نړۍ ټولې روانې چارې پر همدې راڅرخي.[iii]

سفیران که کافران هم وي، په اسلامي فتاواوو او آراوو کې يې په اړه صریحه حکم شته دى. په اسلام کې د سفیرانو سیاسي مصوونیت د (امان) تر عنوان لاندې منل شوی دی، چې په معاصر مفهوم ورته سیاسي مصوونیت ویلی شو.(البته دا به د کفارو له ډيپلوماټانو سره په نظر کې نيول کيږي، نه له مسلمانانو سره، ځکه يو مسلمان بل مسلمان نشي مستامن کولى.) امان د بې ویرې کولو او ساتلو په مانا دی. او له حقوقي او فقهي نظره، له بهرنیانو سره په بهرنیو اړیکو کې یو ډول د ((ملاتړ)) تعهد او تړون دی. په اصطلاح کې د یو شخص، ډلې، یو ښار یا یو هیواد هر اړخیزه د تامین په امنیت باندې التزام ته امان ویل کیږي.[iv]

محفوظ شخص ته مستامن ویل کیږي، د مستامنتوب په اړه تړون د مسلمانانو او نامسلمانانو ترمنځ د ګډ سوله ییز ژوند د مخته وړلو، ځاني امنیت د تامین، او ځاني حقوقو په موخه تړل کیږي. امان هغه اسلامي تړون دی چې د مستامن شخص د ځاني او مالي امنیت په موخه په شریعت کې ورته جواز ورکړل شوی دی او د همدغه تړون له مخې، مستامن له قانوني مصوونیت څخه برخمن وي. که د اسلام له اصولو سره ټکر رفتار وکړي، د وخت اسلامي واکمن يې امان له منځه وړلی شي، چې په معاصرو ډیپلوماټیکو حقوقو کې ورته د نامطلوبه عنصر اعلامیدل وايي.

خلاصه دا چې اسلام د خپل دعوت د مخته وړلو لپاره کفارو ته د امان جواز ورکړی او د دوی د مالونو او ځانونو د ساتنې مسولیت یې په غاړه اخستی. په قرآن کريم کې هم دغه موضوع ته اشاره شوې وايي: ژباړه: (( که يو د مشرکانو له تا څخه پناه وغواړي، نو پناه ورکړه، څو د خدای کلام ته غوږ شي، او له هغه وروسته يې خپل د امن ځای ته ورسوه.[v]))

دغه شان نبي (صلی الله علیه وسلم) چې د عربو شاوخوا واکمنانو ته کوم لیکونه استولي، هغه هم د امان متضمن دي. په لیکونو کې دا په ډاکه یاده شوې چې که دوی د مسلمانانو مخې ته جګړې ته راونه وزي، دوی په امان دي.[vi]

په اسلام کې د ډيپلوماټانو مصوونیتونه او مزایاوې:

که دوه هيوادونه په جګړه کې ښکيل يا يې ترمنځ سوله وي، ډيپلوماټان او کورنۍ یې مصوونیت لري. تر ډيپلوماټیکو اړیکو مربوط مقررات او مصوونيتونه د نبي (صلی الله علیه وسلم) له وخته وو، د مثال په توګه: کله چې نبي (صلی الله علیه وسلم) ته د مسیلمه کذاب چې د پیغمبرۍ دعوه یې هم کوله، استازي راغلل، او د هغه لیک یې نبي (صلی الله علیه وسلم) ته وسپاره، نبی (صلی الله علیه وسلم) دوی دواړو ته وفرمایل: تاسو څه وایئ؟ دوی وویل: هغه څه چې مسیلمه په لیک کې درته لیکلي دي. نبي (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل له سفیرانو سره وژل نه ښايي، کنه له تاسو دواړو نه به مې سرونه په توره پرې کړي وای.

د اسلامي اصولو له مخې، سفیران له ویرې پرته کولی شي خپل دیني مناسک ترسره کړي. کله چې د نجران د سیمې نصاراوو ډله مدینې ته راورسیده، نبي (صلی الله علیه وسلم) د میلمستیا مراسم ورته ونيول، ان په نبوي جومات کې یې ورته ځای ورکړ او ددې اجازه یې هم ورکړه، چې خپل له رسم و رواج سره سم، خپل عبادت ترسره کړي. کله چې ځینې ناخبرو مسلمانانو د دوی ممانعت کاوه، نبي (صلی الله علیه وسلم) له دغه خنډ جوړونې څخه منع کړل.

نبي (صلی الله علیه وسلم) د ژوند په وروستیو کې د ډيپلوماټانو په ساتنه توصیې هم کړې دي. نبي (صلی الله علیه وسلم) په دې اړه توصيه کوي وايي: (( له سفیرانو سره محترمانه رویه کوئ، ځکه دا ستا لومړنۍ خبره ده چې ته یې له هغوی سره شريکوې او هغوی ته وررسیږي. نور کسان له دوی سره خبرو ته مه پریږدئ، په خپله ورسره خبرې وکړﺉ.)) حتی د وفات په وروستيو کې یې یو وصیت همدغه و، چې د بهرنیو استازو داسې احترام وکړﺉ لکه ما چې کاوه.

له سفیرانو سره ښه رويه د نبي (صلی الله علیه وسلم) په رفتار کې ښه جوته ده، نبي (صلی الله علیه وسلم) به بهرني استازي په (( اسطوانه الوفود)) کې خپل حضور ته منل. نبي (صلی الله علیه وسلم) او یارانو به یې ددوی ښه راغلاست لپاره ښکلې جامې اغوستې، ان تر دې چې دوی ته د تشریفاتو په موخه یې یو شخص ګمارلی و، څو دغه میلمانه له اسلامي آدابو سره سم، د نبي (صلی الله علیه وسلم) حضور ته ورسوي.

اوسنيو مدونو حقوقو ډيپلوماټانو ته په ټوله کې درې نوع مصوونیت ورکړی دی: شخصي، مالي، او قضايي مصوونيت. په شریعت کې دغه ټول مصوونیتونه یو ډول نه دي، ځکه، که مالي او شخصي مصوونیتونه د باالمثل معاملې پر اساس ترسره شي، کوم مشکل نه شته، خو قضایي مصوونیت بیا یو څه تفصیل ته اړتیا لري: اسلامي شریعت سل په سله کې د نړیوال عرف تابع نه دی، بلکې سرچپه، دیني نصوص به په نړیوال عرف حاکم وي، مثلا: که په مالي تعاملاتو کې ورسره کوربه هيواد دا ژمنه کړې وي، چې نماینده ګان له مالیاتو عفو دي او له دې اړخه د کوربه هیواد عام وګړو ته زیان وراوړي، نو باید عوض یې ورکړي، څو د ولسي وګړو حقوق تر پښو لاندې نه شي.

دغه شان، هغه مجازات چې تعزیري بڼه لري او ټاکل یې د یو هیواد د واکمن صلاحیت وي، کولی شو هغه په ډیپلوماټیک مصوونیت کې داخل وبولو، اما هغه جزاګانې چې په قرآن کې یې یادونه شوې لکه حدود او قصاص، په دې اړه د احنافو نظر دادی، چې: هغه جنایات چې په هغه کې حقوق الله غالبه وي، ډيپلوماټ ته وربښل کیږي او له قصاص څخه عفوه کیدی شي، خو نور امامان بیا پر دې نظر نه دي، او باید مجرم یې سزا وویني، او دا بده خبره هم ده چې په یوه اسلامي هیواد کې دې اسلامي احکام تعطیل شي او که د اسلامي هیوادونو واکمنانو دغه شان اعمالو ته تعهد کړی وي، دغه تعهد یې باطل دی. ځکه دا داسې شرط دی، چې له کتاب الله سر ټکر لري او نبي (صلی الله علیه وسلم) وايي: (( کل شرط لیس فی کتاب الله فهو باطل ولو کان مائة شرط)) ژباړه: هر شرط چې په کتاب الله کې نه وي، هغه باطل دی که سل شرطه وي هم.

د سوال خبره داده، په داسې حال کې څنګه کولی شو ډیپلوماټیک مصوونیتونه ومنو؟ په لنډه توګه یې په ځواب کې ویلی شو، چې هغه جرمونه چې په قرآن کې یې یادونه شوې ده، د ډیپلوماټانو له لوري ډیر کم رامنځته کیږي او که کوربه هیواد په دې پوه شي چې ډیپلوماټ دغه شان جرم ترسره کوي، مخکې له مخکې یې دې د نامطلوبه عنصر، چې معاصرو ډيپلوماټيکو حقوقو هم منلى، يې دې اعلان او له خپل هیواده یې دې وباسي، په دې صورت کې قرآن او شریعت له مدون نړیوال عرف سره تطابق کوي او کومه ستونزه نه رامنځته کيږي.[vii]

د مزایاوو په اړه هم په اسلام کې یادونه شوې ده، په اسلامي هیواد کې میشت بهرني سفیران له جزیې، خراج او د ګمرکي عوارضو له ورکړې څخه معاف دي، خو د متقابلې معاملې پر اساس.[viii]

۱- د سفیرانو سیاسي مصوونیت:

که څه هم د اسلام په لومړیو کې ډیپلوماټیکې چارې دومره پراخه نه وې، خو د اسلام له پیله د سفیرانو مصوونیت ته پاملرنه شوې ده، په داسې حال کې چې د معاصرو مصوونیتونو تاریخ د ۱۹۶۱م کال کنوانسیون ته راجع کیږي. او لومړنی حقوقي نظام دی، چې د سفیرانو لپاره یې مصوونیت منلی دی.

په اسلام کې هم د سفیرانو د مصوونیت د توجیه لپاره د (( دندو د مصلحت)) نظریه غوره بلل شوې ده. امام شیباني په دې اړه وايي: (( که سفیران بشپړ امنیت ونه لري، نه شي کولی خپل رسالت ترسره کړي، له هر شرط پرته دوی ته باید پوره امنیت وي.)) دغه شان امام یوسف رح د سفيرانو د مصوونيت په اړه وايي: (( کله چې والیان له سفیرانو سره وګوري، او د نمانیده ګۍ پوست اشغال کړي، د دوی خبره باید ومنل شي او په مالونو او وسلو باندې یې باید څوک غرض ونه لري.))

دغه شان نبي (صلی الله علیه وسلم) د سفیرانو د امنیت په اړه وايي: (( لایقتل الرسل ولا الرهن)) سفیران او برمته شوي به نه وژل کیږي. بل ځای وايي: ((مضت السنة علی ان لایقتل الرسل)) ژباړه: سنت پر دې جاري دي چې سفیران او استازي به نه وژل کیږي. په دې باندې لوی استناد هماغه د مسلیمه د استازو استول دي، چې نبي (صلی الله علیه وسلم) ورته وویل: په الله قسم، که د قاصدانو وژلو جواز درلودی، ستاسو غاړې مې درڅخه پرې کولې.

۲-د سفیرانو د مصوونیت ډولونه:

د معاصرو ډیپلوماټیکو حقوقو کنوانسیون د ډیپلوماټ لپاره، د کورنۍ، دده شخصي، د نمانیده ګۍ، مالی او هر اړخیزه قضایي، او سیاسي مصوونیت منلی او کوربه هیواد ېې په مراعات مکلف بللی دی. اسلام هم دغه مصوونیت منلی او قاصدان باید په هیڅ صورت بندیان یا ونه وژل شي. د مسلیمه له قاصدانو سره د نبي (صلی الله علیه وسلم) چلن يې تر ټولو غوره نغد ثبوت دی. په اسلام کې سیاسي سفیران د خپلو مذهبي مراسمو د ادا اجازه لري. نبي (صلی الله علیه وسلم) د نجران د مسیحیانو د نمانیده ګۍ پلاوي ته اجازه ورکړه چې ان په (( مسجدالنبي )) کې خپل مذهبي مراسم ترسره کړي.

اوس مهال په افغانستان کې هم د ايټاليا په سفارت کې يوه رسمي کليسا شته، چې د ډيپلوماټيکو حقوقو په رڼا کې ورته حق ورکړل شوى، څو ډيپلوماټان خپل دينې مراسم پکې ادا کړي. د ځينو راپورنو له مخې، په افغانستان کې ٧رسمي کليساګانې شته دي.

الف: د سفیرانو د شتمنیو او مالونو مصوونیت:

په معاصرو ډیپلوماټیکو حقوقو کې هم د سفیر مال له توقیف او پلټنې څخه خوندي دی. دغه شان، پیړۍ وړاندې اسلام دغه مصوونیت د سفیرانو لپاره منلی دی. دغو ته په معاصره ژبه کې (( مزایا)) وایي او په اسلامي نړیوالو حقوقو کې خورا لرغونې خبره ده. امام یوسف په دې اړه په کتاب الخراج کې لیکي: (( اسلامي هیوادونو ته د سفیرانو په راتګ د دوی مالونه د عوارضو له ورکړې مستثنا دي، خو شیباني دغه خبره د متقابل رفتار په اساس بولي. دی وايي: څنګه چې نامسلمانه هیوادونه اسلامي سفیران د مالیاتو له ورکړې معاف کوي، په اسلامي هیوادونو کې د دوی سفیرانو ته هم دغه شان امتیازات شته. له دې پرته، د اسلامي هیواد په خوښه، د نورو بهرنیانو په شان، دوی هم باید عوارض او مالیات ورکړي.))

ب- د سفیرانو په توقیف کې متقابل رفتار:

یاده مو کړه چې اوسني معاصر مصوونیتونه د مصلحت د نظریې په اساس منل شوي، خو اسلام په ځینو بیلو او ځانګړو ځایونو کې د متقابل رفتار له مخې د استازو یا سفیرانو توقیف ته هم پام اړولى، لکه چې د قریشو مشرکانو د نبي (صلی الله علیه وسلم) سفیر(حضرت عثمان رض) ونیو، نبي (صلی الله علیه وسلم) هم ددوی د سفیر په نیولو اقدام وکړ. (( فحبست قریش عثمان فحبس سهیلا. ))[ix]

دغه شان، اسلام د بالمثله نامطلوبه فعالیتونو اجازه هم نه ورکوي، د مثال په توګه: ځینو هیوادونو د اسلام له استازو سره ښه رویه ونه کړه، ان د اسلام یو استازی یې په شهادت ورساوه، خو اسلام ورسره په خپله خاوره کې ددوی له استازو څخه سخور او غچ وانه خیست، ځکه په اسلام کې جرم او جنآیت یو شخصي عمل دی چې بل شخص ته سرآیت نه کوي، زوی د پلار او بالعکس نور خپل خپلوان د بل چا د جرم په مقابل کې مجازات کیدی نه شي. مثلا، د بصرې واکمن د نبي (صلی الله علیه وسلم) له لوري ورلیږل شوی سفیر په شهادت ورساوه.

له دې ټولو نادودو سره سره، چې د نبي (صلی الله علیه وسلم) پر وړاندې د غیر اسلامي هیوادونو د واکمنانو له خوا وشوې، خو اسلام تل د هغوی د استازو حیثیت ساتلی او د استازو اړونده کورنیو ته یې په درنه او له احترامه ډکه سترګه کتلي او دا په اسلام کې یو له ارزښته ډک اصل دی.[x]

لاندې په لنډیز سره د نبي (صلی الله علیه وسلم) د وخت سفیرانو په اړه بحث ته غځ ورکوو:

په اسلام کې سفیران:

۱- عمروبن امیه ضمري….نجاشي (( حبشې حکومت )) ته سفیر، د حدیبیه ۶هجري کال.

۲- دحیه بن حنیفه کلبي- قیصر، د روم حکومت ته۶ هجري کال- حدیبیه.

۳- عبدالله بن حذافه سهیمي- کسری (( د فارس حکومت ته)) حدیبیه ۶هجري کال.

۴- حاطب ابن ابي بلتعه، مقوقس (( د مصر حکومت- حدیبیه ۶هجري کال.))

۵- عمربن عاص سهمي- د عمان واکمن ته- حدیبیه ۶هجري کال.

۶- سلیط بن عمروعامري- د یمامه واکمن ته، حدیبیه د هجرت ۶کال.

۷- علابن حضرمي، منذر بن ساوي، د (( بحرین حکومت ته، حدیبیه، د هجرت ٦کال.))

۸- شجاع بن وهب اسدي، د غسان والي ته د حدیبیې ۶کال.

۹- مهاجر بن امیه- حراث بن عبد حمیري ریاست ته حدیبیه د هجرت ۶کال.

۱۰- خراش بن امیه …. د مکې قریشو ته د حدیبیه ۶ د هجرت کال.

۱۱- عثمان بن عفان (( دویم سفیر)) د مکی قریشو ته، د هجرت ۶کال حدیبیه.

په ورته وخت کې، د نبي (صلی الله علیه وسلم) دربار ته د بهرنیو هیوادونو لاندې سفیران رااستول شوي وو:

۱- د بني خزاعه سفارتي پلاوی- د حدیبیه د هجرت ۶م کال. د پلاوي مشري بدیل بن ورقا خزاعي کوله او نبي (صلی الله علیه وسلم) دغه پلاوی ته ډاډ ورکړ چې د مکې د سفر موخه جګړه نه ده.

۲- د قریشو لومړۍ سفارتي ډله، د حدیبیې ۶هجرې کال- سفیر مکرز بن حفص عامري و.

۳- د مکې د قریشو دوهمه سفارتي ډله، سفیر حلیس بن علقمه و، دغه پوځي سفارت و، چې سفیر حلیس و.

۴- د قریشو درېیم سفارتي پلاوی، د حدیبیه ۶کال هجري کال چې سفیر عروه بن مسعود و.

پاس یاد شوي درې واړه پلاوي بیرته په پوره ډاډ ستانه شول. عروه یو ځیرک انسان و او د راپور اورولو پرمهال یې قریشو ته وویل: ما د کسری، قیصر او نجاشي حکومتونه لیدلي، خو د محمد (صلی الله علیه وسلم) د سلطلنت ساری مې چیرته تر سترګو شوی نه دی، هر تصمیم چې نيسئ، تر تاسو پورې اړه لري.

۵- د بني ثقیف سفارتي پلاوی، د هجرت ۹ کال چې مشري یې عبدیا لیل کوله او ټول ۶تنه وو.

۶- د هجرت په ۹ کال د لاندو سیمو سفارتي پلاوي د رسول (صلی الله علیه وسلم) دربار ته حاضر شول:

د بني تمیم سفارتي پلاوی، د پلاوي مشري عطا بن حاجب کوله،

د بني عامر سفارتي پلاوی چې د هيیت مشري عامر بن طفیل کوله،

د بني سعد سفیر(( ضمام بن ثعلبه)) د عبدالنفس سفارتي ډله چې مشري یې جارو بن عمر یا بن بشیر،

د بني حنیفه سفارتي پلاوی

او د بني طی سفارتي ډله چې د سفارت مشري زید الخیل په غاړه درلوده.

د بني زبید سفارتي پلاوی چې مشري یې د عمرو بن معدیکرب په غاړه وه

او د بني کنده سفارتي ګروپ چې مشري یې شعب بن قیس په غاړه اخستې وه او ټول ۸۰ کسان وو

او د ازد سفارتي ډله چې حرد بن عبدالله یې مشر وو.

۷- د حمیر د پاچاهانو سفارتي پلاوی (( له تبوک غزا وروسته ۹ هجري کال))[xi]

۸- د همدان سفارتي پلاوی چې مشري یې مالک بن وعظ کوله او درې قبایلي مشران هم ورسره مل وو.

کښته چې له کومو تړونونو څخه یادونه کوو، اصلي موخه یې د توحید په نظریه له ټولې نړۍ سره د اړیکو ټینګښت دی، چې یو نړیوال امن رامنځته، د ظلم لمن ورټوله او د اسلام  په لارښوونه، اقتصادي، سیاسي، تجارتي او د ټولنیزو حقوقو په برابرۍ، اسلامي نړیوال حکومت رامنځته شي. لاندې د نبي (صلی الله علیه وسلم) د تړل شویو معاهدو لنډیز ته په ګډه لنډه کتنه لرو:

۱- د میثاق الفضول تړون، چې نبي (صلی الله علیه وسلم) په خپله پکې ګډون درلود، او نبي (صلی الله علیه وسلم) یې په تړل کیدو خورا زیات خوښ و خو د وخت جاهلان دغو ژمنو ته هم ټینګ نه شول.

۲- د لومړۍ عقبۍ تړون، چې د اوس او خزرج قبیلو ترمنځ وتړل شو، ددغه تړون په تړل کیدو سره اسلام خورا ځواک ترلاسه کړ. دغه تړون د هجرت په ۱۱ کال و چې د مدینې د سفارتي پلاوي ۱۲کسانو پکې ګډون درلود.

د عقبې دوهم تړون د هجرت په ۱۲ کال وتړل شو.

۳- د جهنیه تړون، دا د بې طرفۍ په اړه تړون دی، چې د یو بل په داخلي چارو کې به لاسوهنه نه کوي.

۴- د بني حمزه د هجرت د ۲ کال تړون، دغه تړون ددغه قبیلې له مشر مغشی بن عمر سره لاسلیک شو.

۵- د مدینې له یهودو سره تړون، د هجرت ۱کال: د یهودو درې قبیلې په مدینه کې میشتې وې، بنو قینقاع، بنو نضیر او بنو قریظه، او د انصارو د اوس او خزرج هم وې. دواړې قبیلې په یوه لویه غونډه کې سره راټولې او د اړیکو د تنظیم تړون یې وتاړه.

۶- د هجرت د ۶کال د حدیبیې تړون، دغه تړون د اسلام اصلي بڼه بربنډوي، چې موخه يې نړیواله سوله او امن ټینګول دي. دغه شان، کله چې د هجرت ۹کال د رجب د میاشتې د تبوک تړون لاسلیک شو، نو یمنه بن رویه د ایله واکمن، نبي (صلی الله علیه وسلم) ته راغی او سولې ته یې تیاری وښود. نبي (صلی الله علیه وسلم) یې هم غوښتنه ومنله او تړون یې ترمنځ لاسلیک شو.

۷- د ثقیف د ۹ هجري کال د سولې تړون: تر دې وړاندې دوی د اسلام سفیر عروه بن مسعود ثقفي په شهادت رسولی و. مسلمانان برلاسي هم وو، خو نبي (صلی الله علیه وسلم) د دوی سفیر عبدیالیل او د هغه پنځو تنو ملګرو ته اجازه ورکړه. د دوی نامناسبې غوښتنې یې ونه منلې، خو تړون ورسره لاسلیک شو.

۸- د بیت المقدس د هجرت د ۱۵کال تړون: دغه تړون د حضرت عمر رض په وخت کې تړل شوی، په تړون کې یې ژمنه کړې وه چې د بیت المقدس اوسیدونکي په امان دي. عبادتځایونه، مال، ځان او صلیب ټول به په امن کې وي.

له پاسنیو تړونونو ښکاري چې اسلام هر وخت سولې ته ژمن پاتې شوی، او په خپله د اسلام کلي تمرکز په سوله دی او سوله د اسلام په ټولو اصولو کې بیل، لومړى او ځانګړى ارزښت او مقام لري.

په اسلام کې د ډيپلوماټ ځانګړتیاوې:

سفیر هغه چاته ویل کاوه شي چې د یو هیواد په استازیتوب په بل هیواد کې دنده مخته وړي. سفیر او رسول په خپل منځ کې توپیرونه سره لري، خو ماهیت یې په ټوله کې سره یو دی.[xii] په اسلامي فرهنګ کې د (رسول) کلمه ډیره راوړل شوې نسبت سفیر ته، چې ډیپلوماټ یې اوسنۍ معاصره مانا ده.

ابن فرا په خپل کتاب رسل الملوک کې په دې اړه کاږي: (( په عربو کې د سفیرانو تبادله خورا لرغونې سابقه لري، او نبي (صلی الله علیه وسلم) د اسلام تر فتوحاتو وړاندې او تر هغه وروسته د اسلامي دعوت د رسولو په موخه، د سیاسي او دیني لاملونو له کبله، نورو هیوادونو ته سفیران یا رسولان لیږل. نبي (صلی الله علیه وسلم) د مقوقس، قیصر، خسرو پرویز ته سفیران ولیږل. دی دې نتیجې ته رسي، چې د اسلام په تاریخي بهیر کې د سفیرانو مطالعه سړی لاندې پایلو ته رسوي:

۱- په اسلام کې ډيپلوماټان لنډمهاله وو، او چې دنده به یې پای ته ورسیده، ماموریت به یې هم پای ته رسیده. نو لکه په لویدیځ کلتور کې ځانګړي استازي، د اسلام په لومړیو کې هم سفیران فوق العاده د دندو د ترسره کیدو په موخه لیږل کیدل.

۲- ځینې اسلامي ډيپلوماټان د اسلامي دولت رسمي کارکوونکي وو او معین حقوق به ورته ورکول کیدل او ځانګړی لباس به یې اغوست.

۳- په اسلام کې هم د معاصرې ډیپلوماسې ځینې قاعدې د پليتابه وړ وې او اسلامي دولت هم ځان ددغه قواعدو پلیتابه ته ژمن باله.

۴- سفیر، ډيپلوماټ یا رسول ځینې ځانګړتیاوې درلودې چې د پادشاه له خوا به په مذاکراتو، د تړون په تړلو او نورو فعالیتونو کې استازی او نماینده و.

ابن فرا په اسلام کې د ډیپلوماټانو د ځانګړتیاوو په اړه یادونه کوي او په دریو صفتونو کې یې راخلاصه کوي:

۱- جسمي (ځانګړنې) صفتونه:

دا خبره هم مهمه ده چې د سفیرانو یا اشخاصو ظاهري جوړښت هم د دندې په ښه پلیتابه کې رغنده رول لري، له همدې امله د سفیر لپاره ځینې جسمي ځانګړتیاوې د اسلام له نظره شته. کنه له دې پرته، په اسلام کې د هر څه اساس تقوا ده.[xiii]

سفیر به خوش رویه(خوش قواره) یا جمیل المنظر وي. په دې اړه ابن فرا فرمایي: (( ښه به دا وي چې ایلچی (ډيپلوماټ) لوړه ونه(قد) او ښه بدني جوړښت ولري، ډیر ډنګر او ډیر چاغ پړسیدلی باید نه وي، په زړه پورې غږ او خوشاله قواره ولري، دارنګه چې د سپکاوي په سترګه څوک ورته ونه کسي.[xiv])) په اسلام کې په واقعي بڼه د قوارې په اساس رجحان او برتري د سفیرانو نه وه، البته که یو باتقوا سفیر خوش قواره هم وای، نو د سفارت لپاره به غوره کيده.

۲- اخلاقي (ځانګړنې) صفتونه:

په اسلامي او دیني تعالیمو راسخه او ټینګه عقیده او په الله تعالی باور د سفیر د اخلاقي صفتونو په سر کې ځای لري. ځکه: په اسلام کې د برترۍ بنسټ تقوا ده، دوهم دا چې که سفیر یا ډیپلوماټ راسخه عقیده او په خدای کمزوری باور ولري، د کفارو تر اغیز لاندې راځي. د سفیر بله اخلاقي ځانګړتیا متانت(ځوانمردي) او وقار دی، دغه ځانګړتیا ددې لامل ګرځي، چې نور خلک په ده باندې تعرض او تعریض ونه کړي. سفیر باید جرات ځکه ولري چې ډارن او بزدله سفيران د عمل له ابتکار څخه عاجز او د دښمن د ګواښونو پر وړاندې سر خموي. خلاصه دا چې د نورو د خبرو زغم، برده باري دا نور د سفیر اخلاقي صفات بللی شو.

۳- علمي او کلتوري(ځانګړنې)صفتونه:

لکه څومره چې اوس د سفارت دنده پیچلې ده، پخوا دومره نه وه، دا چې ډيپلوماټ د دوو هیوادونو یا ډلو ترمنځ په تفاهم او قناعت ورکولو کې مهم رول لري، نو هغه وخت یې هم ځانګړی اهمیت درلود، دېته په کتو، سفیر د مسایلو د درک او ځیرتیا له مخې، باید یو ځواکمن شخص وي او د تحلیل او تجزیې له اړخه به له یوه پياوړي فکر څخه برخمن وي. داسې هم ویل شوي: چې اصابت، او د رای نفاذ او د عقل صحت د ډیپلوماټ مهمې ځانګړنې دي. دا هغه وخت کیدی شي چې سفیر د خپل وخت په مروجه علومو واکمن او لاسبرى وي. حزم او لیرې او لوړ فکر( ترپښو لاندې یوه لویشت ځمکه نه لیدل)، په مذاکراتو او بحثونو کې له لازمو فرصتونو څخه استفاده او نیک تشخیص دډيپلوماټ نورې اړینې ځانګړنې دي. خوږ بیان، قوي استدلال، او په خبرو کې نیک برخورد او موقعیتونه ښه درک کول هغه صفتونه او ځانګړنې دي چې له ډیپلوماټ سره د هدف په ترلاسه کولو کې زوروره مرسته کوي. تر ټولو مهمه دا چې سفیر باید یو عمومي او شامل کلتور ولري، څو له مخې يې، د راتلونکو پیښو په اړه وړاندوینه وکړي او خپلو خبرو او مذاکراتو ته د هغه په رڼا کې مصوونیت ورکړي.

په ټوله کې، له سفیره سره ښايي چې د وخت له متداولو عمومي کلتورونو سره اشنا وي، څو د خپلو سلفو لپاره ښه ځایناستی وي، او دغه مسایل ديني موضوعاتو لکه: فرایض، سنت، د قرآن احکام، ادبیات او اشعار، نیک بیان، د تاریخ او سیرت علم او دغه شان د مالیاتو او خراج مسایلو ټولو ته شاملیږي، تر ټولو مهمې ځانګړنې یې دادي چې په معاصره ډیپلوماسۍ کې هم رواج لري:

۱- د بدن ښه جوړښت او حسن منظر،

۲- ښه او صواب فکر او نفوذ،

۳- عقلیت او د عقل په اساس سنجش،

۴- چټک درک او د بیان او خبرو ځواکمنتیا،

۵- برده باري او له دې سره جوړه په زړه پورې جرات،

۶- له تاریخ، سیرت، او شرعي احکامو سره بشپړه پیژندګلوي،

۷- ښه رفتار(حسن سلوک) او د غوټو پرانیستل،

۸- د کورنۍ اصالت( د کورنۍ شرافت او کرامت)،

۹- په کردار او ګفتار کې ریښتونولي او رښتیا ویل،

۱۰- د خپل وس په کچه د خپلو دندو په مورد هر اړخیزه تخصص،

په ځینو مواردو کې د ډيپلوماټ په حسن منظرتوب باندې ډیر ټینګار شوی دی: د اسلام دوهم خلیفه د ډیپلوماټانو د ټاکنې په اړه ویلي: هغه چې نوم یې ډیر ښکلی وي، په نورو به مقدم وي او کله چې وردننه کیدئ، هغه چې په تاسو کې ګلالي(ښکلي) دي، هغه دې تر نورو د مخه وردننه شي.

په اسلام کې د ډيپلوماټ دندې او وظایف:

د اسلام یو اساسي اصل همدغه دی چې خپل هدف په لومړي پړاو کې د دعوت او بلنې له لارې رسوي او په زور څوک د اسلام منلو ته نه اړ باسي، په قرآن کې وايي: (( لا اکراه فی الدین…. الخ)) د اسلام اساسي هدف د اسلام خپرول او ولسونه مسلمانول دي، له همدې امله د نبي (صلی الله علیه وسلم) په وخت کې هم د سفیرانو اساسي دنده اسلام ته بلنه او د اسلام د پیغمبر، مبارک پیغامونه د وخت واکمنانو ته رسول وو. په مجموع کې د اسلام له پيله تر ننه پورې د سفيرانو دندو ته په لنډيز اشاره کوو:

۱- په ځانګړې توګه د جګړې له پیل مخکې په کلي توګه اسلام ته بلنه.

۲- له دښمن سره د سولې مذاکرات او د جګړې پریښودل.

۳- د جګړې له پآیته رسیدو وروسته د بندیانو په اړه مذاکرات.

۴- له کوربه هیواد سره د مرستو او همکاریو د تړونونو په تړلو کې، د حسن تفاهم او دوستۍ د راجلبولو په موخه مذاکرات.

۵- دسوداګری اواقتصادی اړیکی په موخه مذاکره اودیپلوماتیکی لیده کاته

د پاس یادو شویو دندو ترسره کول باید په داسې طریقه نه وي چې د کوربه هیواد په داخلي چارو کې لاسوهنه تعبیر کړل شي.

پايله:

په اسلام کې په خپله نبوت یو رباني سفارت دی.

دغه شان نبي (صلی الله علیه وسلم) په خپل وخت کې په پراخه کچه اسلام ته د بلنې په لاره کې له دغه ديپلوماسۍ کار اخستى

نبي(صلی الله علیه وسلم)  به هم د نورو واکمنانو استازي يا سفيران خپل حضورته منل.

ددغه ډيپلوماسۍ په پايله کې نبي(صلی الله علیه وسلم)  ډير د سولې تړونونه لاسليک کړي هم دي، او تر پايه ورباندې مسلمانانو وفا کړې، خو اکثره يې د وخت د کافرو واکمنانو له خوا تر پښو لاندې شوي.

ددغه بلنو په پايله کې ځینی واکمنان د همدغه ډيپلوماسۍ له لارې د نبي (صلی الله علیه وسلم) بلنه ومنله او ایمان یې راووړ، خو ځینی په خپل عهد یی وفاونکړل. دابلنی ټول شمیر یې ۲۴ ته رسي.

دغه مهال د ډيپلوماټانو لپاره کوم ځانګړي تشريفات نه و، که به وو هم يوازې د ميلمه پالنې تر بريده و.

له عثماني سترواکۍ وروسته ډيپلوماټيک تشريفات معاصره بڼه خپلوي، چې د لومړي ځل لپاره سفارت هم رامنځته کيږي.

په اسلام کې ډيپلوماټانو ته هم سياسي مصوونيتونه شته هم قضايي(خو د اسلام په حدودو کې) هم شخصي او هم د کورنۍ، دغه شان شتمنۍ به يې هم مصوونې وي.

اسلام د هر هيواد سفير ته د خپل دين له اصولو سره د مذهبي چارو د ادا کولو اجازه هم ورکړي.

په ورته وخت کې، اسلام د بالمثله نامطلوبه فعالیتونو اجازه هم نه ورکوي.

په اسلام کې د هر څه اصل تقوا ده خو بيا هم ددغه دندې د ارزښت له کبله،

سفير ته ځينې شرايط شته لکه اخ


[i]–  ایوبي، نادر حقوق: ۶۰مخ1

.   سجادي، دکتر عبدالقیوم، دیپلماسي و رفتار سیاسي دراسلام، تهران، دوهم چاپ، ۲۰۲مخ. [ii]

.   نیازی، ډاکټر مصطفی، د مسلمانانو او کفارو ترمنځ هراړخیزې اړیکې، پیښور، مکتبه الفرقان، ۱۸۶مخ. [iii]

.   سجادي، دکتر عبدالقیوم، دیپلماسی او رفتار سیاسی دراسلام، ۸۶او ۸۷مخونه، دوهم چاپ. [iv]

.   و ان احد من المشرکین…. د سورت الحجرات ۶آیت.[v]

.  هماغه اثر، ۸۹مخ. [vi]

.   محمدابوزهره، روابط بین الملل دراسلام، انتشارات رسالت، کابل، ۱۳۸۵مترجم: سیداحمداشرفي، ۸۵او ۸۶مخونه. [vii]

بیګدلي، دکترضیايي محمدرضا، اسلام و حقوق بین المللی، اتم چاپ، ۱۳۸۵، ۸۵او۸۶مخونه. –[viii]

.   سجادي، دکتر عبدالقیوم، دیپلماسی او رفتار سیاسی دراسلام، دوهم چاپ، ۹۷مخ. [ix]

–  هماغه اثر، له ۲۸۹مخ څخه تر ۲۹۱مخ پورې. [x]

-مولانا، انصاري حامد، په اسلامي کې حکومتي نظام،(له ۴۱۳ مخ څخه تر    ۴۲۷ مخ پورې، د ح ص ژباړه. [xi]

.  ابن فرا، رسل الملوک، ۱۴۷مخ. [xii]

.  ان اکرمکم عندالله اتقاکم، د حجرات سورت، ۱۳آیت. [xiii]

.   ابن فرا، هماغه اثر، ۱۵۵مخ. [xiv]

ليکوال: امان الله اېمان

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: