اسلام او ځواني
د ځوانۍ داسې ستر او قيمتي دولت بايد د پوره مسلمان امت د ګټې له پاره وقف شي، مګر داسې نه ده!
کله خو د دې دولت څخه ګټه اخيستل کيږي، د خير، ښيګڼې او سمښت له پاره استعماليږي او کله بيا د دې په بې قدري کولو سره د شر، فساد، بربادۍ او نورو ناروا کړنو کې مصرفيږي.
د ځوانۍ ځواك، قوت، اثرات او د دې شجاعت ډېر د اهميت وړ دي.
کله-کله دا انقلابي صفتونه د خير، بهترۍ او اصلاح له پاره بنسټ جوړيږي، د ظاهري کړنو په مضبوطول سره مسلمان امت ته ګټه رسوي، په ناموافقو حالتو کې د دوى پر کړنو باور کيږي، ځوانان د خپلو ځانو او نورو د اصلاح په کړنو مشغوله کيږي؛ ليکن کله بيا د دې بر عکس دا صفتونه د انساني او جني شيطانانو مرستندوى جوړيږي، د فساد خپرول، وينه تويول او تخريب کاري بلکې تر قتل پورې نوبت رسيږي.
ځواني د حال او راتلونکي له پاره يو ژوند او ځواک دى، دا ځواک خو کله فضليت لاس ته راوړي، عزت، ځان او مال او د وطن څارنه، صحيح عقيده او د ريښتيني دين د بلنې طرف ته متوجه کيږي او کله بيا د راتلونکي خرابول، امت ضائع کول، د هغوى افکار خپرول، اسلامي مبادي خرابول او باطل خيالونه د پړه کوونکو اهل باطلو شوخو شعارو د ادا کولو ذريعه جوړيږي.
د ځوانانو ذات ډېر ستر دى، هغه د قوت او خوځښت له اړخه د اوسني عصر ګلان دي، په دوى کې باريک بيني وي، د هغوى يو خاص حالت وي، د هغوى ستونزې او مرضونه هم ډېر زيات دي، که دوى په خپل چاپېريال کې د هغو صفتونو سره يو ځاى اوښتون او خوځښت وکړي نو د مسلمان امت د سرپرستو د شفقت سايه به تر لاسه کړي.
دا هغه ځوانان دي چې سبا مرد مجاهد ترې جوړيږي، د امت د کاميابۍ او ترقۍ له پاره ښوونه کوي، دديني فکر د لوړولو والا جوړيږي، مشرتوب او د ملک د سترو-سترو منصبونه چارې ور د غاړې کېږي.
هم دا ځوانان دي چې د اسلام په صدر کې مخ-مخ ته وو. د حضور اکرم صلى الله عليه وسلم چار-چاپېره راټول وو، د نبوت او رسالت راسته بازوګان اوسېدل.
دا ځوانان پرون بچيان وه، د کور او مدرسې د ښوونې تر لاسه کولو څخه وروسته د نژدې او ليري ماضي د ميراث اوچتولو والا شول، د خپلو پلرونو او نيکونو، خاندان او قبيلې د خويونو او د زمانې د ثقافت سنبالولو والا شول، په خپل سيرت سره ځلا لرونکې شغله غوندې و اوسېدل.
قران مجيد هم د هغوى رعايت کړى، د الله تعالى مرسته او اسلامي روزنه دوى ته حاصلېدله، په شريعت او فقه کې دوى ته ځانکړي احکام نازل شول، د جهاد په ميدان کې دوى د نور غوندې وځلېدل او د ګمسان په جنګ کې يې د بې اندازې بهادرۍ ښکارندويې وکړ، ډېرو له هغوى څخه د مشرتوب او سر مشر نيکمرغي تر لاسه کړه… او نورو ډېرو بيا د الله تعالى په کومک سره د شهادت د جام شرف تر لاس کړى.
ليكنه: دوكتوروهبة الزحيلي
ژباړه: ع-ن- مرستيال كندهار.