اسلام او سیاست!؟

سيکولرستان په دې اند دي چې اسلام یواځې یو روحي پيغام دی چې تر جومات او مدرسې پورې اړه لري پرته له دې بل هيڅ حق نه لري؛ داسلام لپاره ځانګړی هيواد نه غواړي، وايي داسې دولت دې نه وي چې داسلام په نوم ياد شي او داسلام بيرغ پکې پورته شي، دالله جل جلاله له لوري نازل حکمونه دې نه پلي کيږي او دنړۍ په پراخو کې دې داسلام ريښې نه خپريږي .

دوی داسې فکر کوي چې اسلام هم دپخوانو دينونو په څېر داسې نيمګړی دين دی چې دنظامي اوسیاسي چارو په اړه بشپړې لارښوونې نه کوي، هغه ادیان چې دهغو پر بنسټ چا نه شوی کولی دانسانانو ترمنځ دعدل او انصاف پرېکړي وکړي؛ نو لکه څنګه چې هغه ادیان یومهال تر کليسا پورې محدود او بیا دعمل له ډګره پنا شول همداسې دې اسلام له جومات او مدرسې څخه نه اوړي .

سره له دې چې مستقل دولت، ریاست، نظام او دنړۍ واک یواځې داسلام حق دی، دانړۍ دالله جل جلاله ده هغه پیداکړې له موږ وړاندې يې هم مالک و اوس او بیا يې هم مالک دی، په دې نړۍ کې دهغه حکم او شريعت پلي کيږي او هغه دهرڅه واکدار دی الله جل جلاله وايي : ان الحکم الا لله .

موږ وایو اسلام یوه عقيده او شريعت، عبادت او معامله، دين او سیاست، دعوت او دولت دی، یواځې لمونځ، روژه اوزکوة نه دی بلکې یوداسې بشپړنظام دی چې دژوندهرې برخې ته شامل دی، اسلام په یووخت کې حکومت، امت، ژوند، وطن، قانون، علم،رحمت، عدل،جهاد،دعوت، فکراو انقلاب دی، اسلام ټولنه اوکورنۍ ده،عقيده اوعبادت دی .

په اسلام کې سياست ديني فرض او دژوند ضرورت دی، ځکه داسلام په څېر په عدل ولاړ نظام انسان نه شي وړاندې کولی، سياست ددين یوه مهمه برخه ده چې له همدې لارې کولی شي انسانان دالله جل جلاله شريعت ته راوبلل شي .
رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: کانت بنوا اسرائيل تسوسهم الانبیاء ، دبنی اسرائیلو دسیاست واګي له پیغمبرانو سره ول او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم پخپل ژوند کې هڅه وکړه داسلام لپاره ځانګړی هيواد او پراخه فضا رامنځ ته کړي څو دالله جل جلاله سپېڅلی شريعت پکې پلي شي، دايې له ستراو کله چې يې غوښتل نامسلمانه پاچاهان اسلام ته راوبلي نوپه بلن ليک کې به يې دبلنې ترڅنګ بیانول چې دځمکې حقیقي واکمن الله جل جلاله دی چاته چې يې خوښه شي د واک واګي يې په لاس ورکوي.

داسلام تاریخ کله هم داسې نه دي ليدلي چې دين له سياست څخه او سياست له دين څخه جلا شوی وي،د رسول الله صلی الله علیه وسلم خلفاء راشدينو په ډېر عدل او انصاف دانسانانو ترمنځ پرېکړې کولې او له هغو وروسته په پرلپسې توګه دامت لويانو او رهبرانو په خپل ژوند کې دعمل په بڼه څرګنده کړه چې سیاست داسلام ارزښتناکه څانګه ده، هغو به له مسلمانانو سره په دې لاس نيونه کوله چې دالله شريعت (قرآن او حديث) ته به په ايماندارۍ او سمه توګه غاړه ږدي، له واک ته رسېدو سره سم به یې ځان دالله په ځمکه دالله شريعت نافذولو، دهغه دشريعت مطابق دنظام چارې پر مخ بېولواوپه ځمکه داسلام بیرغ رپولو مسؤل بللو؛ په همدې دامت اجماع ده او دا يې ارمان دی چې دالله جل جلاله شريعت په بشپړه توګه پلي شي، په یوه سيمه کې به يې دیو غله څخه لاس پرې کړ هغه به دنورو لپاره دعبرت درس و او نور خلک به له غلو څخه په امن شول، زنا کار او زناکاره به يې سنګسار کړل نو ټولنه به له بدکاریو څخه وژغورل شوه .
سياست ددين کلا ده ساتنه يې کوي او دسیاست او قانون له لارې چې ددين څومره ساتنه کيږي بل څه يې داسې ساتنه نه شي کولی ددې لپاره پخواني اديان ښه مثال دی چې په اول ځل ترکليساو پورې محدود شول او بیا دعمل له ډګره ووتل، اوروپايان همداسې غواړي چې اسلام تر مدرسو پورې محدود کړي او بیا مدرسې په بېلابېلو نومونو بدنامي کړي او دين له منځه يوسي .
الله جل جلاله وايي : ومن لم يحکم بما انزل الله فاولئک هم الکافرون . ژباړه : اوڅوک چې دالله په رالېږلي (شريعت)فيصله نه کوي نو هغه کافران دي .
بل ځای وايي : فاحکم بینهم بما انزل الله ولا تتبع اهوائهم . ژباړه : نو د هغوى ترمنځ په هغه څه فيصله كوه چې الله رانازل كړي او كوم حق چې درته راغلى له هغه نه په مخ اړولو سره د دوى په هوسونو پسې مه ځه .
داآیتونه څرګندوي چې سياست داسلام لویه برخه ده او یو له بله جلا نه دي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب