اسلامي سیاست او دولت

اسلام او سياسي اندونه

اسلام او سياسي اندونه

دسياست علم پېژندنه

دسياست علم کوم نوی فن نه دی ، بلکې داعلم په نړۍ کې له ډېر پخواراهيسي رواج دی، که تاسو ميبذي يا دفلسفې بل کوم کتاب لوستی وي، هغوی حکمت او فلسفه پردوه ډوله ويشلې ده:

1- نظري حکمت                    2- عملي حکمت

دلته موږ يوازې د “حکمت نظريه” په اړه معلومات درکوو چې په هغه کې طبعيات ، عنصريات ، فلکيات او الهيات ټول راځي، دحکمت دوهمې برخې ته  چې دميبذي په سريزه کې راوړل شوې ده  “حکمت عمليه” وايي او هلته بيا همدا حکمت په دوو برخو ويشل شوی دی ، لومړی “سياست مدني” او دوهم “تدبير المنزل” ؛ نو “سياست مدني” دحکمت عملي يوه برخه ده، او د دې په اړه له هغه وخت نه سوچ او فکر او څيړنې کيږي له کوم وخت نه چې فلسفه منځ ته راغلې ده.

دسياست لومړنی کتاب:

زما د معلوماتو له مخې، دسياست پر موضوع لومړنی کتاب “افلاطون” ليکلی دی ، نوموړی د “سقراط”  شاګرد و او له خپل استاد سره يې دزده کړې پرمهال دسياست په اړه ډېربحثونه کړي و ، او ډېر معلومات يې تر لاسه کړي ول او بيايې هغه ټولې زده کړې او پوهه چې هغه مهال يې لرلهراټوله او په خپل کتاب “جمهوريت” کې يې په مرتب ډول خپاره کړل.

ددې کتاب انګريزې ژباړه د “Republic ” په نامه خپره شوې ده او ښکاري چې دسياست په اړه په نړۍ کې دا لومړنی کتاب دی ، ځکه چې افلاطون د عيسی عليه السلام نه شاوخوا ۴۰۰ کاله وړاندې  تېر شوی دی، او هغه په دې کتاب کې دسقراط دلارښوونو ترڅنګ خپلې تجربې او معلومات هم راټول کړي دي. زموږ په کتابتون کې ددې کتاب اردو ژباړه شته، چې کله موهم موکه ترلاسه کړه داکتاب هرومرو وګورئ .

 داکتاب دخپل وخت دليکنې او فکري طرز  يوه بېلګه ده،حجم يې ښه لوی دی؛ خود ليکنې طرز ته په کتو پوهېدل پرې ډېرګران کاردی.

دا دکتاب په بڼه په مسلسل ډول نه دی ليکل شوی؛ بلکې داد سقراط او د”اتن ” داوسېدونکو ترمنځ ديوه ديالوگ اوخبرو په څير ليکل شوى دى، په دې کتاب کې هغه وايي: “ماله پلاني سره وليدل ، هغه رانه داپوښتنه وکړه او ما داځواب ورکړ”، او د”افلاطون” ديالوگ اوخبرې خو په نړۍ کې نوم لري.

علامه اقبال د مېرمنې په اړه په خپل شعر کې داسې وايي:

وجودزن سی هی تصويرکائنات مي رنګ

اسی کی سازسی هی زندګی کاسوزدرون

مکالمات افلاطون نه لکه سکی ليکن

اسی کی شعلی سی ټوټا شرار افلاطون

په دې شعري کړيوکې د افلاطون همدې مکالماتو ته اشاره شوې ده ځکه چې دهغه ټول کتابونه دمکالماتو (خبرو) په بڼه ليکل شوي دي ، “جمهوريت” کتاب هم دخبرو اترو په بڼه ليکل شوی دی او په سياست کې دبنسټ لومړنۍ ډبره بلل کيږي؛ خوپه دې کتاب پوهېدل او له هغه څخه کومه نتيجه را اېستل ګران کاردی، ځکه چې د کتاب زياتره خبرې په تمثيلی بڼه ليکل شوي دي او ځينې خبرې بيا ناڅرګنده ليکل شوي دي ؛ خو دا يو ښکاره حقيقت دی چې دا کتاب د سياست په موضوع په نړۍ کې لو مړنی ځای لري،او دجمهوريت ويوکی هم په لومړي ځل افلاطون کارولی دی، له ده نه وروسته  د ده شاګرد “ارسطو” راغی، هغه په فلسفه کې دافلاطون شاګردي وکړه او دافلاطون په بې شميره شاګردانو کې ترټولو لوړ مقام همده ترلاسه کړی دی تر دې چې نن په فلسفه کې دافلاطون ترنامه دارسطو نوم ډېر ياديږي ،نوموړي دافلاطون سره ډيره مرسته وکړه ، دهغه فلسفه يې په ګڼو کتابونو کې خپره کړه؛ نو رښتياهم چې داو سني سائنس او فلسفې ټولو برخو بنسټ اېښوودونکی ارسطو دی او دسائنس او روغتيا چې څومره څانګي دي ، لکه : طب پوهنه ، ‌ژووپوهنه ، ځمکپوهنه ، فضاپوهنه ، علم البصريات، د دې ټولو علومو بنسټګر ارسطو دی.

دنوموړي يو کتاب د”سياست ” په نوم په سياست پوهنه کې هم شته ، د دې کتاب عربي او اردو ژباړه ما تراوسه نه ده ترلاسه کړې او نه هم تر اوسه چاپ شوې ده ، دارسطو داکتاب په انګريزې ژبه د “Politics” په نوم چاپ شوی دی؛ خو دا په حقيقت کې دافلاطون د”جمهوريت” کتاب يوه پر مختللې بڼه ده.

لکه چې مخکې مو وويل، دافلاطون کتاب په ناپييلې توګه دخبرو اترو يا ډيالوګ په بڼه ليکل شوی دی؛ خو شونې ده چې دارسطو کتاب به په سياست کې لو مړنی منظم او مرتب کتاب وي چې په هغه کې سياسي اندونه په ډير ښه او تفصيلي توګه بيان شوي دي.

ماته ددې کتاب د يوې باوري برخې دکتنې موکه په لاس راغله، دهغې تر کتنې وروسته زه پوه شوم چې په فلسفه او د هغې په تګلاره او بنسټونو کې په وخت سره ستر بدلونونه راځي، موږ چې په ميبذي او نورو کتابونو کې کومه فلسفه لولو، هغه دارسطو فلسفه نه ده بلکې دا دفلسفې يوه څانګه ده چې وروسته منځ ته راغلې ده او دېته نوې افلاطوني فلسفه وايي ، ميبذي ، هديه سعيديه ، او د صدراشمس البازغه فلسفه په حقيقت کې نوي افلاطونيات دي چې د خپل وخت د بيان ځانګړی طرز اوطريقه له همدې فلسفې څخه له ورايه څرګنديږي؟ خودارسطو بنسټيز اصول دنوي افلاطوني فلسفې څخه بيخي بدل دي، دهغه په فلسفه کې دنظري اړخ پرځای پرعملي اړخ ډېر ټينګارکيږي.

دارسطو د دې کتاب عربي يا اردو ژباړه  تراوسه ما نه ده لېدلې، رښتيا هم چې هغه دعالمانو دلوستلو شی دی او په لوستلو سره يې سړی مالومولای شي چې ارسطو سياسي فلسفه څه ډول بيانوي؟ او دا خبره هم ترې څرګنديږي چې زرګونه کاله وروسته خلک کومو نظرياتو ته نوي او پر مختللي نظريات وايي هغه ارسطو دعيسی عليه السلام نه درې يا درېنيمې پېړۍ وړاندې څه ډول بيان کړي دي؟ اوس هم دسياست ټول پوهان پردې يوه خوله دي چې دارسطو کتاب “سياست” د وروستيو ټولو  نظرياتو بنسټ دی.

لنډه داچې دسياست علم له هماغه وخت څخه په نړۍ کې شته دی، سقراط ، افلاطون او ترهغوی وروسته ارسطو په دې برخه کې ډېر کار کړی دی، دغه راز د ارسطو له بنسټونو سره سم تر هغه وروسته هم په دې اړه ډېر کتابونه ليکل شوي دي.

خودا ټول خلک، ارسطو دی که افلاطون او که سقراط، هغوی يوازې دخپلو خيالاتو تعميرونه جوړوي او کتابونه يې ټول دخپلو خيالي نظرياتو پربنسټ ليکلي دي؛ خو کله چې مسلمانو عالمانو په دې اړه قلم پورته کړ؛ نو له هغوی سره الحمدلله دقران او سنت رڼاده، هغوی دهمدې رڼا دلارښوونې سره سم په دې برخه کې ډېردپام وړکارکړی دی، هغوی د “السياسة الاسلامية ” په نوم يو ځانکړی فن ايجاد کړ چې په دې فن کې ډېر کتابونه ليکل شوي دي .

 نو سياست ډېر پخوانی علم دی او له ډېرې مودې راهيسې پردې موضوع  کتابونه ليکل کيږي ، زموږ موخه د دې علم دټولو برخو څيړنه  نه ده، بلکې دلته موږ يوازې هغه عملې اړخونو ته کتنه کوو چې نن عالمان ورسره مخ دي، او موخه مو هغه سياسي اندونه وړاندې کول دي چې زده کړه يې اړينه ده ، زه په خپله په ځانګړي ډول سياست پوه نه يم، ما سره چې څه دي هغه يوازې زما دمطالعې ترساحې  پورې محدود دي ، دهمدې مطالعې پربنسټ زه هڅه کوم په دې دوره کې دموضوع هغه اړخونه وڅيړم چې نن عالمان ورسره مخامخ دي ، په دي اړه چې ما کوم غور چاڼ تيارکړی دی هغه پريو څو  مهمو موضوعاتو راڅرخې چې دلته يې په لنډه توګه يادونه  کوو، او زه به هڅه کوم ترخپله وسه باوري معلومات درته وړاندې کړم .

د دې دورې مهم موضوعات

۱- لومړنۍ موضوع دا ده چې په نړۍ کې رياست يا”State” څه ډول منځ ته راغی؟ لومړی دکوم انسان په زړه کې درياست جوړولو تصور راوګړ ځېد، څوک حاکم او څوک به محکوم وي؟ په دې اړه په نړۍ کې کوم نظريات ډېر مشهور دي؟

دپورتنيو پوښتنو ځوابول ځکه اړين دي چې په نړۍ کې کوم نظامونه په عملي ډګر کې منځ ته راغلي دي له دې  نظرياتو سره به يې په يو ډول نه يو ډول تړاو وي.

۲- دوهمه موضوع چې زه غواړم دهغې په اړه تاسوته  څه ناڅه معلومات وړاندې کړم هغه دبېلابېلو رياستي نظامونو پېژندنه ده، معنادا چې په نړۍ کې څومره رياستي نظامونه دود دي او ددې ترشا څه فلسفه ده؟  لکه: شاهي نظام، اشرافيه نظام (دين واکي) ، فاشيزم او سو شليزم ، او دغه راز جمهوري يا ولسواکي نظام او دهغه بېلا بيلې څانګې .

۳- دريمه موضوع د واک چلولو پېژندنه ده، ديوه سياسي نظام تر سيوري لاندې دبېلابېلو حکومتونو دچلولو مختلف طرزونه وي، په هغو کې دا  وي چې حکومت څه ډول جوړيږي؟ دحکومت جوړولو له پار ه څه ډول اداره منځ ته راوړل کيږي؟ او د دوی ترمنځ يو له بل سره څه ډول مرسته کيږي؟  او اړېکي څه ډول ساتل کيږي؟ دا او دېته ورته نور هغه څه دي چې په همدې سره چارې پرمخ بيول کيږي، له دې نه زموږ موخه دا ده چې معلومه کړو په نړۍ کې نن کوم ډول حکومتونه روان دي؟  او کوم نظامونه چې پلي دي د هغو پوره څېړنه، ګټې او د دوی ترمنځ توپيربيان کړو ، دبېلګې په ډول د پارلماني نظام او رياستي نظام ترمنځ څه تو پېردی؟ څه ګټې او څه تاوانونه لري؟

۴- څلورم د دولتونو نظام پېژندلو په پای کې دا هم  درته ښيو چې دقانون او دستور سرچينه څه شی دی؟ دغه راز په نړۍ کې د سياسي نظامونو منځ ته راتلو لنډ تاريخ هم نه هېروو چې دا نظامونه څه ډول را منځته شول؟

تاسو به او رېدلي وي چې صنعتي انقلاب او دفرانس انقلاب دنړۍ دسياسي نظامونو په بدلو لو کې ډېرځواکمن رول درلود؛ نو ځکه د دې پېژندل هم اړين دي چې دفرانس انقلاب څه و؟ او پايله يې څه ډول شوه؟

۵- پنځم،  په پای کې به پردې موضوع خبري وکړو چې دسياست په اړه اسلام څه لارښووني کوي؟ عالمانو دسياست په اړه څه ويلي دي؟ او بيادا چې په اوس وخت کې داسلامي نظام دپلي کولو او نافذولوله پاره څه ډول نقشه بايد جوړه شي چې داسلامي لارښوونو پوره پاملرنه هم پکې وشي او په موجوده وخت کې يې عملي بڼه هم منځ ته راشي .

داهغه غورچاڼ دی چې ان شاء الله د همدې پربنسټ به موږ په راتلونکو درسونو کې درته د خپلې وسې سره سم معلومات وړاندې کړو .

دولت څه ډول منځ ته راغی

دسياست علم دحکومتي نظام بحث کوي، نوځکه سياستوال او فلسفيان لومړی پردې موضوع خبرېکوي چې رياست څه ډول منځ ته راغی؟ معنا دا چې انسان څه ډول ځان په حکومتي نظام کې راوتاړه؟ حکومت څه ډول منځ ته راغی؟ د رياست پېل څنګه وشو؟

په دې اړه له لومړي سره بېلابيل نظرونه موجود دي، له دې امله چې د دې نظرياتو اغيزوروسته دنظامونو په منځ ته راتلو کې ډيرو؛نو دلته يې لنډه يادونه اړينه بولم .

پام مو وي چې کوم اندونه موږ بيانوو هغه يوازې دهغو خلکو نظرونه دي چې له اسماني لارښوونو څخه بې برخې دي، دوی هريو د حکومت منځ ته راتلو په اړه د عقل پر بنسټ خپل-خپل نظريات وړاندې کوي، او که څوک کومه رايه دخپل قياس سره سم وړاندې کوي؛ نو دځينو شواهدو او بېلګو وړاندې کولو کوښښ هم کوي .

۱ـ دټولنيز تړون  نظريه:

دسياست په اړه چې په عامه توګه کوم نظرونه بيانيږي په هغو کې ترټولو لومړی د “ټولنيز تړون” يا “عمراني معاهدې” نظريه ده چې په انګريزي ژبه کې ورته (Social Contract)وايي، تاسو به د ټولنيز تړون نوم په کتابونو کې لوستی او رسنيوکې ډېر اورېدلی وي، ددې نظرلرونکي فلسفيان وايي  چې کله انسان پر نړۍ پل کېښود هغه مهال نه حکومت و او نه هم دولت ، هر چا به د کوم واکمن پرته په انفرادي توګه خپل ژوند تېراوه چې  سياستوال دا حالت په  “فطري حالت” سره  تعبيروي او په انګريزي ژبه کې ورته  (State Of Nature) وايي، مانادا چې کله الله تعالی انسان دنړۍ پرمخ وپنځاوه، هغه مهال دژوندانه اړتياوو دپرمخبېولو له پاره نه کوم دولت و، نه حکومت  او نه هم کوم قانون و ، هر انسان به دخپل ژوند تېرولو لپاره خپله ځانګړې تګلاره کاروله او خپلې شخصي ګټې به يې ترلاسه کولې.

 خو د دې نظريې څښتنان هغه خلک دي چې د الله تعالی د لارښوونو څخه بې برخي و؛ نو ځکه دوی فکر کاوه چې د ځمکې پرمخ يو وخت داسې هم و چې نه حاکم و اونه محکوم، چې همدې وخت ته دوی فطري حالت وايي، دوی وايی: “څرګنده ده چې په داسې حالت کې به دخلکو ګټې يو له بل سر ټکروې ،  ديوه به ګټه په دې کې وه چې داکار وکړي او دوهم به په هغه کارکې خپل تاوان ليده چې  په پايله کې به دخلکو تر منځ جګړې رامنځته شوې؛ نوله همدې امله  خلک سره راټول شول چې څه ډول داسې نظام جوړ کړي چې دهر چاګټې پکې خوندي وي او دخلکو ترمنځ دجګړو مخنېوی وشي، په پای کې دوی ټولو دا تړون وکړ چې ټول به ديوه نظام تر سيوري لاندې ژوند تېروي چې دهمدې تړون په نتيجه کې رياست منځ ته راغی او خپل منځي جګړو او شخړو ته يې د پای ټکی کېښود، په دوی کې يو تن ځان مشر وټاکه او دخلکو دژوند له پاره يې ځانګړي قوانين غوره کړل او ټول خلک يې دهمدې اصولو او قوانينو پر پلي کولو مکلف وګرځول” .

و معنا دا چې خپله انسان خپلو ګټوته په پام سره له يوبل سره تړون وکړ او د رياست اداره يې جوړه کړه ، د “ټولنيز تړون” اصطلاح که څه هم په (۱۵) پېړۍ کې مشهوره شوې؛ خودهمدې نظريې تصور دپخوانيو فلسفيانو په ليکنو او حالاتو کې هم مو جودو .

خو عجيبه داده چې دهمدې ټولنيز تړون په نتيجه کې دوه بېلابېل متضاد سياسي نظامونه منځ ته راغلي دي چې د دواړو  بنسټ همدا تړون بلل کيږيی؛ خو لارې يې  يو له بله بيخي جلا دي ، ددې په نتيجه کې يو مطلق العنان مستبد حکومت منځ ته راغلی دی او بل ولسي حکومت.

  ځينې نور بيا د ټولنيز تړون منځ ته را تللو څېړنه داسې کوي: ” ددې له پاره چې دخلکو ګټې خوندي وساتل شي، دوی خپل ټول واک رياست ته وسپاره؛ نو رياست مطلق العنان واکمن شو چې په همدې توګه دوی پر خپلو ټولو افرادو واکمني کوله” .

ددوی استدلال دا و چې دشخصي ګټو دټکر په نتيجه کې دې تړون ته اړتيا پېښه شوه ، اوله دې امله چې هر انسان خپلو ګټو ته په پام سره له خپلې دائرې سره سم فکر کوي، نو دی بايدازاد نه وي چې يوازې خپلو ګټو ته په پام سره تګلاره غوره کړي چې کوم کارښه او کوم  بد دی، ده خپل ټول واک مشر تابه ته سپارلی دی؛ نو اوس چې هغه کومه پر ېکړه کوي هماغه به سهي پرېکړه وي، هغه به په هره پرېکړه کې اجتماعي ګټې په پام کې نيسي او په ګټورې او تاواني پرېکړې هم هغه ښه پوهيږي؛ نو ځکه دهغه اطاعت کول فرض د ی.

د مطلق العنان واکمني ترټولو زيات ملاتړ سقراط  کړی دی ، سقراط ديونان په پلازمينه “اتن” کې زيږېدلی او د افلاطون استاد دی ، نوموړي دمذهب او اخلاقوپه اړه ځينې داسې نظريات وړاندې کړل چې له پخوانيو سختدريځو نظرياتو سره يې ډېر توپېر درلود .

القطفي په خپل کتاب (اخبار الحکماء ۱/۸۷ مخ ) کې ليکي: “سقراط که څه هم د اخرت له ورځې څخه منکرو؛ خو بوت لمانځنه يې نه منله،  دده د ځانګړو نظرياتو له امله دهغه هيواد چارواکو پرېکړه وکړه چې سقراط  زموږ دنيکونو او پلرونوله مذهب او اخلاقو څخه سر غړونه کړې ده او غواړي زموږ نوی نسل بېلارې کړي؛ نو بايد ونيول شي او په دار و ځړول شي، په دې سره چارواکو دی ونيو او زندان ته واچاوه او بيا يې  د اعدام پرېکړه ورته واوروله ، سقراط به ويل: ” ما د اخلاقو په اړه ځينې نوي نظريات وړاندې کړي چې له پخوانيو اخلاقي  نورمونو سره تو پيرلري او داکوم جرم نه دی؛ خو زه چارواکوبندي کړم”.

سقراط په ولس کې ډېر پلويان درلودل او ډېرو شتمنو خلکو يې ملاتړ کاوه؛ نو هماغه و چې هغوی زندان ته ورغلل او نوموړي ته يې وړانديز وکړ چې موږ له زندانه ستا دتېښتي پلان جوړوو ، هغه مهال د يونان په هر ښارکې بېل بېل رياستي نظامونه ول ، د”اتن” واکمني يوازې ترهمدې ښار پورې محدوده وه ، خلکو سقراط ته وويل چې موږ به تاله دې زندانه وباسو او په بل رياست کې به هوسا ژوندوکړې ، دوی له ځان سره د ده د راېستلو ټول وسائل وړي وو؛ خو سقراط دخلکو دا غوښتنه ردکړه او ورته يې وويل : “زه ددې رياست يو وګړی يم او ماله چارواکو سره د مطلق العنان واکمني په منلو کې ژمنه کړې ده ، دوی چې کومه پرېکړه کوي زه يې منم او پر هغې به عمل کوم او زه پوهيږم چې دوی زما دمرګ پرېکړه کړې ده او داډېره ناوړه ، پرانصاف نه ولاړه او ظالمانه پرېکړه ده ، خو داچې ماله دوی  سره په واکمني منلو کې ژمنه کړې ده؛ نو زه پرهماغه ژمنه ولاړيم او داښه نه ګڼم چې له زندانه تېښته وکړم ” .

هغه مهال داسې قانون وچې چارواکو به دچا داعدام پرېکړه وکړه؛ نو هغه ته به يې په زندان کې په پياله کې زهرورکول ، سقراط د زهرو غړپ وکړ ؛ خوله چارواکو سره تر خپلې کړې ژمنې په شانه شو .

د سقراط داکار دتاريخ يوه لويه کارنامه شمېرل کيږي ، چې نوموړي له زندانه دتېښتي ډېري موکې درلودې؛ خوبيايې هم تېښه ښه ونه ګڼله، او دا له دې امله چې ده له حکومت سره په منلو کې ژمنه کړې وه او نه يې غوښتل چې له خپلې ژمنې په شاشي چې همدا دمطلق العنان  واکمني منلو يوه څرګنده بېلګه ده .

تر پنځلسمي زېږديزي پېړۍ پورې د ټولنيز تړون تشريح په همدې توګه کېدله، تردې چې په فرانسه کې دسياسي علومو درې نړيوال پوهان پېداشول، چې په همدې علم کې هرڅوک پردوی حواله ورکوي .

۱ـ تامس هابس  ”    “Thomas Hobbes۲ــ لاک “lock ”    ۳ــ روسو “Roussou” دا درې هغه فلسفيان دي چې د دوی مفکورې دوروستيو سياستوالو د پاره يو بنسټ وګرځېده او د هغوی ليکل شوي کتابونه د دوی سرچينه شمېرل کيږي ، د دې درې واړو زمانې يوبل ته ډېرې نږدې وې. “Hobbes”  او “lock”  دواړو د ټولنيز تړون په اړه ورته نظر درلود ، دوی ويل: “د ټولنيز تړون په پايله کې چې کومه واکمني منځ ته راشي هغه بايد مطلق العنان واکمني وي او هره پرېکړه يي واجب الاطاعت وي؛ خودريم تن “Roussou” روسو بيا بيخې بل ډول نظريه وړاندي کړه ، هغه د ټولنيز تړون په اړه داسې وايي: “رياست په خپله منځ ته نه دی راغلی؛ بلکې ولس سره راټول شو، په خپل منځ کې يې تړون وکړ او رياست يې جوړ کړ؛ نو هر څوک چې د مشرتابه تر چوکۍ رسيږي په حقيقت کې دهغه د واک سرچينه په خپله ولس دی ، ولس دی مشر کړ او ده ته يې اختيار ورکړ؛ نو ولس مشر بايد د ولس استازيتوب وکړي او دهغوی له خوښي سره سم دچارو واګي پرمخ يوسي ، که دی د ولس له غوښتنو او ګټوسره سم واکمني نه کوي او خپل واک د ولس دګټې پرځای دهغوی په تاوان وکاروي؛ نو ددې معنا داده چې دی په خپله له ټولنيز تړون څخه سر غړونه کوي ، نو دهمدې سرغړونې له امله بايد دی له واکه ګوښه کړل شي، او ولس حق لري چې دی له واکه ګوښه کړي” .

“روسو” دا نه مني چې د ټولنيز تړون په نتيجه کې دې مطلق العنان واکمني رامنځته شي، دی وايي چې هر ډول واکمني بايد د ولس له خوښي سره سم وکړل شي او “روسو” هغه شخصيت دی چې دنوموړي دافکارو په پايله کې په فرانسه کې پاڅون وشو چې تفصيل به يې ان شاء الله په خپل ځای درته وړاندې شي . همدا د ټولنيز تړون نظريې غور چاڼ و.

۲ــ دځواک نظريه :

درياست منځ ته راتلو په اړه دوهمه نظريه  دځواک ده ، دا نظريه ځينو فلسفيانو وړاندې کړې ده، هغوی وايي چې په لو مړي سر کې په نړۍ کې رياست وجود نه درلود؛ نو خلکو په خپل منځ کې جګړې وکړې او ترډېره وخته دا لړۍ روانه وه چې  په پايله کې ځواکمن خلک واکمن شول، او د ځواک په مټ دولت منځ ته راغی، ددې نظريې دتعبير په اړه انګريزان داسې متل کوي :”wars be got state” (جګړو دولت جوړولو ته لارهواره کړه).

 ددې نظريې لنډه پېژندنه داسې ده چې په پيل کې دخلکو تر منځ د دولت په جوړولو کې کوم امنيتي تړون نه و، بلکې هغه مهال هيڅ دولت وجود نه درلود؛ نو دخلکو تر منځ دخپلو ګټو په خاطر جګړې وشوې ، په پايله کې چې چا جګړه وګټله هغه واکمن شو او چې ماتي يې وخوړله هغه محکوم شو.

کوم خلک چې د دې نظريې پلوي کوي هغوی دزور له لاري واکمنۍ ته ځان رسول ظلم نه بولي، ويل کيږي چې ارسطو  هم دهمدې فکر پلوي کوله ، هغه ويلي :”څوک چې دزور له لارې واکمني ترلاسه کړي په حقيقت کې هغه دخپل وړتياله لارې ځان دې ځای ته ورساوه او د ده ځواک دده  د وړتيا څرګندونه کوي؛ نو که دی دخپل وړتيا له امله واکمن شي دا دعقل او انصاف سره ټکرنه لري .

۳ــ د پلارواکي يا مور واکي نظريه :

درېيمه نظريه داده چې د دولت بنسټ له کورنۍ څخه پېليږي ، دهرې کورنۍ يو مشر وي  او هغه د خپلې کورنۍ مشري کوي ، بياڅوکورنۍ سره يو شي او يو قوم ترې جوړشي او خپل يو مشر وټاکي او بيا څو قومونه سره راټول شي او  د دولت بنسټ کېږدي او په خپل منځ کې يو تن مشر کړي؛ خوکه په ځېر وکتل شی؛ نو ددې نظريې او ټولنيزتړون  تر منځ ډېر توپېر نه ليدل کيږي ، داځکه چې يوه کورنۍ ده، که قوم دی او که زيات شمېر قومونه دي ، دوی که مشرټاکي ؛ نو دکوم تړون له لارې به يې ټاکي ، که څه هم دا تړون په ژبه وي او که په عملي نمونه کې پلي شي .

۴ــ د الهي اصل نظريه :

دې نظريې ته په انګريزي ژبه کې “Theory of divine origin”وايي. پورتني نظرونه يا مفکورې يوازې پر قياساتو او اټکلونو ولاړي دي ، هيچا سره ددې ثبوت نشته چې يو وخت رښتياهم دخلکو تر منځ کوم تړون و ياخلکو د ځواکپه مټ  واکمني ترلاسه کړې ده ، ددې نظرياتو بنسټ په حقيقت کې پر هغې مفکورې ولاړدی چې وايي انسان په خپله نړۍ ته راغلی دی، چا دکومې ځانګړې موخې لپاره نه دی پېداکړی او نه يې هم څوک لارښو دشته، کوم خلک چې پر الله تعالی ايمان نه لري او د اسماني لارښوونو څخه بې برخې دي؛ نو هغوی داسې ډول اټکلونو او تخمينونو ته اړکيږي ، د دوی په اړه الله تعالی فرمايی:

ومالهم بذالک من علم ان هم الا يظنون. (الجاثيه ۲۴)

ژباړه : او دوی لره په دې خبره هيڅ علم نشته ، دوی نورڅه نه يوازې ګومان کوي .

بل ځای کې فرمايي : ان يتبعون الا الظن وان هم الا يخرصون . (الانعام ۱۱۶)

ژباړه : دوی بل څه نه صرف ګومان پسې ځي او له دروغ تړلو پرته نور څه نه کوي .

 خو هغه خلک چې پر الله تعالی ايمان لري ،او دامني چې ټول کائنات الله تعالی پېداکړي دي او ديوې ځانکړې موخې له پاره يې پر ځمکه ميشت کړي؛ نو هغوی داسې ډول اټکلونو او قياسونو ته هيڅ اړتيا نلري.

 دبېلګې په ډول مسلمانان او اهل کتاب په دې عقېده دي چې الله تعالی لومړی ادم عليه السلام پېداکړ او نړۍ ته يې راوليږه او هما غه خدای دی پر ځمکه واکمن وګرځاوه او نورخلک يې ټول دده ماتحت کړل؛ نو ځکه پرانسان داسې وخت نه دی راغلی چې کومه واکمني يا د ژوند چارو د پرمخبېولو د پاره يې کوم قانون نه وي لرلی، له لومړي سره لومړی مشر يارئيس ادم عليه السلام و چې پرخپل اولاد واکمن و.

او دفلسفيانو داخبرې چې يو مهال انسان په فطري حالت “State  of nature ”  کې ژوند کاوه، بيا د ټولنيز تړون له لاري دولت منځ ته راغی، يا د ځواک له لارې دولت منځ ته راغلی دی ، داټولي بي بنسټه خبري دي، داسې ډول افکارو او اټکلونو ته هيڅ اړتيا نشته ، بلکي سهي عقيده داده چې الله تعالی لومړی انسان پېداکړی او بيا يې هغه واکمن يا رئيس وګرځاوه چې همدې نظريې ته  دعلم سياست په ژبه د الهي اصل (Divine Origin ) نظريه وايي.

دا يوازې د مسلمانانو نظريه نه ده بلکې هغه فلسفيان هم په همدې عقيده دي چې پر الله تعالی ايمان لري، دوی ټول پر دې يوه خوله دي چې انسان الله تعالی پېداکړی دی او هغه رياست هم پېداکړی دی، خو دمسلمانانو پرته د ځينو نورومذهبونو پلويان بيا ددې نظريې په تعبير او څېړنه کې ښويېدلي دي او په دې اړه يې د ډېر افراط څخه کار اخيستی .

د مثال په توګه  دځينې مذهبونو پلويان وايي چې هر څوک واکمني ته رسيږي هغه ته الله تعالی دا واک ورکوي؛ نو هيڅوک حق نه لري چې دی له واکه ګوښه کړي او نه دې هم د ده د ګوښه کولو کوښښ کوي، ځکه چې دی دالله تعالی له خوا  ټاکل شوي دی، ځينې خلک خو لا آن دا هم وايي چې که پريو قوم کوم ظالم او جابر پاچا مسلط شي او پردوی تېری کوي ، داهم د دوی دعملونو په نتيجه کې پردوی يو عذاب دی، اوس چې دا دالله تعالی له لورې يو عذاب دی او د الله تعالی له خوښي سره سم پردوی نازل شوی دی؛ نو دوی نشي کولای په زوره ياسوله ايزه توګه دده دلري کولو کوښښ وکړي، او که داسې وکړي؛ نو معنا به يې داوي چې دوی دالله تعالی دخوښي پر ضد اقدام کوي؛ نو ځکه چې څوک پرچاواکمن شي ، دهغه اطاعت کول ، دهغه خبره منل او دهغه هرډول امرته خپل سر ټيټول ضروري دي او همدا دالله تعالی له خوښي سره سم کاردی .

کوم خلک چې دا عقيده لري په حقيقت کې دوی دالله تعالی دتکويني مشيت او تشريعي رضاترمنځ توپير نه دی کړی ، دقران او حديث له مخې داخبره سهي ده چې کله ناکله انسانانو ته دخپلو بدوعملونو له امله الله تعالی د جزا ورکولو په موخه پر هغوی يو ظالم پاچا مسلط کړي، د بني اسرائيل سورت په لومړنيو اياتونو کې الله تعالی فرمايي چې دبنياسرائيلو دسرغړونې له امله موږ دوه ځله پردوی ظالم پاچامسلط کړ ، دغه راز پيغمبر صلی الله عليه وسلم  وايي: “ستاسو واکمنان ستاسو دعملونو پايله وي” ، خو دا د الله تعالی تکويني پرېکړه وي، ددې څخه دا نه معلوميږې چې دظالم پاچا دګوښه کولو ګوښښ دې نه کيږي ،بلکې دشريعت له مخې د الله تعالی خوښي په دې کې ده چې خلک له خپلو بدو عملونو توبه وباسي او دظالمانو واکمنانو دګوښه کولو هڅه وکړي او خپل حکومتي نظام سم کړي .

په عامو حالاتو کې شريعت د داسې واکمنانو دګوښه کولو له پاره د وسلوال بغاوت اجازه نه ورکوي ځکه چې د داسې بغاوت تاوان ترګټې زيات وي او شريعت دمسلمانانو پر وينو نه تويولو ډېر ټينګار کوي چې ددې په اړه به دکتاب په دويمه برخه کې ان شاء الله بشپړ بحث وړاندې شي؛ خو په سوله ايز ډول  د داسې واکمنانو ګوښه کول پرهر مسلمان واجب دي .

د دې مثال کټ مټ دهغه چاپه څېردی چې ناروغي ور پېښه شي، همداناروغي ده ته دالله تعالی له ارادې سره سم پېښيږي او کله ناکله خو همدا ناروغي دده دبدو عملونو له امله هم ورپېښږي ، خو ددې مانا دانه ده چې دناروغۍ درملنه کول دالله تعالی دخوښي خلاف کاردی ، بلکې دالله تعالی امر داسې دی چې انسان دې له خپلو ګناهونو توبه وباسي او له روالارې دې دخپلې ناروغۍ درملنه وکړي .

دادهغو نظرونو لنډغورچاڼ و، چې په عام ډول په سياسي علومو کې بيانيږي او همدا نظريات دبېلابېلو نظامونو دمنځ ته راتلو بنسټ شمېرل کيږي .

safi foundation

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: