اسلامي ګوندونه؛ د ګوندونو د غړو ځانګړتیاوې

په هر ګوند کې، ښه او بد غړي وو، او هنوز هم شته دي. یوازې فرق یې دا و، چې په ځینو کې ښه غړي، تر بدو غړو زیات، او په ځینو کې بیا بد غړي، تر ښو غړو زیات وو. اسلامي حزبونه هم له دغه پورتني حالت څخه مبراء نه وو، او اوس هم ندي. زما په فکر سره، د اسلامي ګوندونو غړو هم، دغه لاندې ځانګړتیاوې لرلې.

۱- د اسلامي ګوندونو یوه ډله غړي، د خپلو ګوندونو لیکل شوو اصولو ته، له لومړی ورځې نه، تر ننه پورې، کلک وفادار او متعهد پاته شوي دي. دا پدې خاطر، چې دوی په ریښتیا سره، د دغو اصولو عملي کول غوښتل، او دوی هغو اصولو ته هنوز وفادار پاته شوي دي، او تر اوسه، د هغو اصولو د عملي کولو په انتظار کې شپې او ورځې تېروي. دغه غړو، په خپل ژوند کې ډېر زحمتونه، او ډېر تکلیفونه ګاللي دي. دوی هر وخت د قربانۍ په وخت کې، په اول قطار کې، او د امتیازاتو په وخت کې په آخر قطار کې درېدلي وو، او هنوز همداسې دي. دوی د خپلو ګوندونو ټول زحمتونه، د سر په بیه، په پراخه او سړه سینه قبول کړي وو، او هنوز یې هم قبول کړي دي. لېکن، دوی هېڅکله، له خپل اصلي ارمان څخه، چې هغه د یوه سوچه اسلامي نظام قایمول وو، تېر شوي ندي.
کله چې متأسفانه، په ځینو اسلامي ګوندونو سختې ورځې راغلې، نو بیا هم، همدغه غړو، د ګوند ټولو خطرونو ته اوږه ورکړې وه، او د خپل ګوند د سوچه مرام څخه یې، په هرځای کې په مېړانه دفاع کوله. دوی په ډېرو وړو وړو خبرو له چا څخه نه خفه کېدل، او نه اوس خفه کیږي، او نه خپلو ځانونو ته بهانې، او عذرونه لټوي.

دغه شانته غړو ته، د اسلامي ګوندونو اصلي، او وفادار غړي ویل کیږي، او هغوی ته باید هر وخت ډېر د قدر په سترګه وکتل شي، او د دوی پاکو مشورو ته باید په پوره غور سره غوږ ونیول شي، او له دوی سره، جفاء کول، به د هغه ګوند، او د هغه د اصولو، او ارمانونو سره جفاء کول وي.

۲- بله ډله هغه غړي دي، چې هر وخت په دنیوي امتیازاتو پسې ګرزېدلي، او هنوز هم پسې سرګردانه ګرزي، او دوی د خپل ګوند اصولو ته، له یو درجن شرطونو سره وفادار وو، او هنوز همغه شانته دي. یا په بل عبارت، دوی د خپل ګوند غړیتوب، د امتیازاتو په خاطر قبول کړی و.
د یادولو وړ ده، چې د دغه غړو شمېره، الحمدلله ډېره کمه او ناڅیزه ده، لیکن ډېر خطرناک هم دي. دغه شانته غړي، هر وخت د امتیازاتو د لاسته راوړلو په فکر کې وو، او اوس هم دي. د دوی یوازینی هدف د امتیازاتو لاسته راوړل وو، او هنوز یې هم، همغه هدف ته ځان رسول دي.
د دغه شانته غړو اصلي څېرې، پدغه ۴۰ کالونو کې افغانانو ته ښې څرګنده شوې. دغه ډله غړي، د خپل ځان د براىٔت لپاره، هر نوع بهانې او عذرونه وړاندې کوي.
د مثال په توګه، کله چې د ځینو ګوندونو غړي فکر کوي، چې اوس به دولتي چوکۍ او امتیازات وي، نو دوی بیا په ښکاره او څرګنده ډول خپل ملاتړ اعلانوي. اما، چې کله وویني، چې نه چوکۍ او نه زر شته، نو بیا، خپلو عادتي بهانو، تهمتونو، او عذرونو ته زور ورکوي، او په یوه بهانه، او بله بهانه، تخریب کوي. دا پدې مانا، چې دوی خو هر وخت، او په هره مرحله کې په امتیازاتو پسې پښې لوڅې کړې وې. د دغې ډلې غړي، چې کله پوه شي، چې چوکۍ او زر ورته ونه رسېدل، نو بیا بېرته ګوند ته شا کوي، او بیا په امتیازاتو پسې لالهانده په یوه ځای، او بل ځای کې ګرځي، او دوی ته دا مهمه نده، چې له چا څخه، او په څه ډول، دغه امتیازات تر لاسه کوي.
یوه د خوشحالۍ خبره داده، چې الحمدلله، د دغه ډلې شمېره ډېره کمه ده، لیکن، بیا وایم چې ډېر خطرناک هم دي. دوی په ډېره چالاکۍ او خاص مهارت سره، د سالم تنقید تر نامه لاندې، تخریب کوي، او هر وخت د خپلو امتیازاتو په لټه کې وي.
وروڼه او خویندې، باید دغه ډلې ته ډېر متوجه وي، او د دوی مخه باید په ښه جایزه توګه ونیوله شي.

۳- بله ډله هغه غړي دي، چې دوی د خپل حزب اصولو ته ښه وفادار وو، او هنوز هم وفادار پاته دي، او هم یې د خپل حزب په خاطر، ډېرې قربانۍ ورکړې دي، او هم یې ډېرې سختۍ ګاللې دي. لیکن، دوی د خپل ګوند د ځینو اشخاصو سره، د ځینو دلایلو او مشکلاتو، د لرلو له کبله، خپل ځانونه، له ګوند څخه مرور او ګوښه نیولي دي. دغه وروڼه او خویندې باید پوه شي، چې د دوی ګوند ډېر زیات غړي لري، او یو څو نفره، هېڅکله د دوی له لوی اسلامي ګوند څخه نماینده ګي نشي کولای. دوی باید ډېر فعال و اوسي. دوی باید کوښښ وکړي، چې له هغو وروڼو او خویندو سره، چې دوی ورسره خفه دي، د تفاهم لاره غوره کړي، او دغه غلط فهمي، اصلاح کړي.
وروڼه او خویندې هم باید کوښښ وکړي، چې ښه متعهد وروڼه او خویندې، په ناحقه خفه نکړي، او همدارنګه، وروڼه او خویندې، هم خپل ځانونه، په ناڅیزه شیانو خفه نکړي. نور وروڼه او خویندې باید، د دوی په منځ کې ملامت او سلامت، د اسلام په رڼا کې معلوم کړي، او دغه وروڼه او خویندې سره پخلاء کړي.

۴- بله ډله هغه غړي دي، چې دوی، د ځینو دلایلو په خاطر، نور ستومانه معلومیږي. یا په بل عبارت، ناامیده شویدي. دوی باید هغه خپل لومړنی تعهد په یاد راوړي، او ناامیده نشي. دا پدې مانا، چې یو اسلامي ګوند، د خپلو غړو څخه هر وخت د ښو کارونو سرته رسول غواړي. نو د یوه مسلمان، خو هم دغه آرزو ده، او همدغه د ښو کارونو سرته رسول، خو دوی هم غوښتل. نو بیا مشکل چېرې دی. د دغې ډلې غړي، باید په کلکه ملا وتړي، ناامیدي پرېږدي، پاڅي، او کار وکړي.

د پام وړ ټکي:
زه غواړم یو ځل بیا، دغه ټکي ته اشاره وکړم، چې الحمدلله، په اسلامي ګوندونو کې د لومړی ډلې غړي، باالکل ډېر زیات دي، او الحمدلله، د الله(ج) په فضل، او د دوی د قربانیو له برکته، ځینې ګوندونه، په ډېرو سختو شرایطو کې هم، تر اوسه ژوندي پاته شوي دي. د دغو شانته وروڼو او خویندو باید ډېر قدر وشي، دوی ته باید هر وخت، او په هرځای کې په درنه سترګه وکتل شي، او دوی ته، د ګوند د اصلي سرمایې په حیث وکتل شي. د دوی له پوهې، او تجروبو څخه ګټه واخستل شي، او دوی ته دا حق ورکړل شي، چې په مهمو فیصلو کې مؤثره برخه واخلي. داسې ونشي، چې هرکله راشه، خو هېڅ مه خوره؟!

الله(ج) دې، د دغه شانته غړو تعداد، چې په اسلام او وطن مین، او وفادار دي، نور هم زیات کړي. آمین یارب العالمین.
هېره د نوي، چې هغه دویمه ډله، چې په شمېره کې ډېره کمه ده، هم خپلو ځانونو ته متوجه شي، او خپل ځانونه، له لومړی ډلې سره یوځای کړي، او په ناحقه د خپل ځانونه، نه سرګردان کوي. د اسلامي ګوندونو دروازې، هر وخت باید د دوی په مخه خلاصې وي. د دوی نیوکو ته په ښه توګه غوږ ونیول شي. دوی باید بېرته خپل ګوند ته راشي، په ډېر عزت د خپلو وروڼو او خویندو سره یو ځای، او د یوه متحد ګوند تر چتر لاندې، خپلو کارونو ته ادامه ورکړي.

د یادولو وړ ده، چې د اسلامي ګوندونو مشران هم، باید د لومړی ډلې غړو ته رغنده توجه وکړي. کار اهل د کار ته وسپاري، او خپلو غړو ته ډېر د قدر په سترګه وګوري. داسې ونشي، چې هغه وروڼه او خویندې، چې امتیازات نه غواړي، باالکل هېر شي. نه داسې ونشي. انصاف او عدالت باید وشي. دوی ته باید مناسب امتیازات او حقوق ورکړل شي، او دوی هېڅکله هېر نه شي.
همدارنګه، د درېیمې او څلورمې ډلې غړو ته هم، باید خاصه توجه وشي، او د دوی سوالونو ته، ښه قانع ځوابونه پیدا کړل شي.
په پای کې دغه خبره ټولو وروڼو او خویندو ته یادونه کوم، چې په اسلام او وطن مین، انتخاباتي ټیم ته خپله امانته راىٔیه ورکړى. ټول وروڼه او خویندې، باید دغه ټیم په هرځای کې په ښه توګه، تشریح کړي، او د خلکو، تشویشونه رفع کړي. نور د خفګان او ګیلو وخت نه دی، او ټول وروڼه او خویندې، باید پدغه ډېر حساس وخت کې، د ریښتینې ورورګلوۍ، پاک لاسونه، یو او بل ته ورکړي. نه باید کنایې یو او بل ته وویل شي، او نه ولیکل شي. ټول باید کار وکړي. ټول باید پدغه فکر کې شي، چې مونږه، چې دومره خبرې کوو، آیا د هغو د عملي کولو کومه اراده هم لرو او کنه؟! زه ډارېږم، چې د اسلامي ګوندونو غړی، یوازې د مجازي غړو حیثیت ونه مومي.
په آخر کې خپله وطني دعا کوم:
الله(ج) د هغه سوله په افغانستان او په ټوله نړۍ کې راولي، چې هغه، الله(ج) ته، مقبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب