اسلامحقوق

اسلامي نظام او بشري حقوق

د ژوند حق د اسلام او قانون له نظره

سریزه :
هر انسان ځینې بنیادي او اساسي حقوق لري له هغې جملې څخه یو هم د انسان لپاره د ژوند حق دی. او دا د انسان طبیعي حق دی. او دا حق د الله جل جلاله لخوا یوه موهوبه او بخشش دی چي الله تعالی ورته په نصیب کړی.
په دې کې هیڅ شک نشته دی چي دا حق د انسان د پیدایښت سره جوښت مینځ ته راغلی، او هیڅوک نشي کولاې چې دا حق له چا څخه له شرعي او قانوني مجوز څخه پرته سلب کړي. حتی خپله شخص یي هم نشي کولاي چې د همدې حق څخه تنازل وکړي او د ځان د ژوند لپاره د پاي ټکې کیږدي.
له کومه ځایه چې د حیات حق د انسانانو یو بنیادي او فطري حق ګڼل کیږي نو اسلامي دولت وظیفه او مکلفیت لري چې د خپلو اتباعو د ژوند تحفظ او ساتنه وکړي او دخپل رعیت لپاره داسي زمینه برابره کړي ترڅو په خپل هیواد کې په اطمینان او ډاډه زړه سره ژوند وکړي. اودهمدې حق په هکله د هیواد په اساسي قانون (۱۳: درویشتمه ماده ) کې هم پوره صراحت راغلې او اسلامي شریعت کې په دې رابطه په قرآن کریم کی  په صراحت سره ذکر شویدي: منْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا [۱: المائدة/32] د ذکر شوي آیت مفهوم دا دی: که څوک یو انسان پرته له کوم نفس او فساد څخه غیر حق په قتل ورسوي داسي مثال لري لکه چې د ځمکې پرمخ یي ټول انسانان وژلي وي اوکه کوم انسان بل انسان د مرګ او قتل څخه بچ کړي داسې مثال لري لکه چې ټول انسانان یي ژوندي کړي وي…

سره لدي که چیري اسلامي تاریخ ته ځغلند نظر وشي دا به پوره جوته شي چې د بشر په تاریخ کې د قتل جرم د لومړي ځل لپاره د قابیل لخوا صورت نیولی دی چې خپل ورورهابیل یي په قتل ورسولو. ددغه عمل  انګیزه یی دا وه: چې بي بي حواء څخه قابیل اوخوریي اقلیما جوړه پیدا شوي ؤواوهغه ډیره ښایسته وه.
اودهابیل خورچې (لیوزا) نومیده اودهغه سره جوړه پیدا شوې وه دومره زیاته حسینه او ښایسته نه وه، نو هر کله چې آدم علیه السلام د خپلو زامنو د واده کولو اراده وکړه قابیل دا خبره په ګوته کړه چې زما واده زما د خور (اقلیما) سره وشي، حال دا چې دهغه وخت په شریعت به چې کومه خور دچاسره د یوه رحم نه (جوړه) پیدا شوه د هغې نکاح کول ورته جواز نه درلود بلکه د هغه وخت د شریعت له نظره نکاح هلته صحیح کیداي شوه چې د مختلفو ګیډو څخه به پیدا شوي ؤو. چې دوي ته په قربانۍ کولو سره امروشو. کله چی دوی داامریی پرځای کړل، نود هابیل قرباني د قبول وړوګرځیده اود قابیل قرباني قبوله نشوه. ځکه چې هابیل د پسونو رمه درلودله او د قربانۍ لپاره یي غټ پسه غوره کړاو قابیل بزګرؤ هغه د غنمو ردﺉ او ناکاره ګیډۍ د قربانۍ لپاره غوره کړ. هغه ؤ چې د الله تعالی لخوا د هابیل قرباني قبوله او منظوره شوه او د هابیل قربانۍ د قبول وړونه ګرځیده….
اوشیطان دی وغولولو اود خپل ورور هابیل په قتل يي لاس پورې کړ او هغه یي ووژلو. سره لدې چې په دې عمل باندې وروسته ډیر نادم او پښیمانه هم شولو. خو څه فایده یي ونکړه.
په دې اساس مونږ دا خبره کولاي شو چې د قتل جرم د بشر په تاریخ کې د اول ځل لپاره د قابیل لخوا مینځ ته راغلې چې د خپل ورورهابیل په وژلویي لاس پورې کړ. نن ورځ هر څومره قتلونه چې د ځمکې پر مخ مینځ ته راځي څومره ګناه او سزا چې د اصلي او مباشر قاتل لپاره ټاکل شویده په هغه اندازه ګناه او معصیت لومړني قاتل، قابیل ته هم ورکول کیږی اودټولوقتلونواووژنوسزاګانې به د قیامت په ورځ متحمل کیږي.
دا معلومه خبره ده چې د اسلامی شریعت له نظره په ناحقه توګه د انسان وژل او قتلول کبیره ګناه ګڼل شویده چې د قاتل لپاره يی هم دنیوي سزا اوهم اخروي سزا تعیین شویده چې دا ډول سزاګانې د اسلامي فقهي په کتابونو کې په تفصیل سره بیان شویدي.

دقتل ډولونه :
د فقهاؤ له نظره د قتل ډولونه په لاندې ډول دي:
1.    جمهور دفقهاوو قتل په درې ډوله ویشي، عمد، شبه عمد او خطأ.
2.    امام مالک او ظاهریان قتل دوه ډوله ګڼي: عمد او خطأ.
3.    د احنافو او حنابله له نظره قتل په پنځه ډوله ویشل شوی دی: (۱) عمد،  (۲) شبه عمد،  (۳) خطاء  (۴) ما اجری مجری الخطاء او (۵) قتل بالسبب.
پورتني قتلونه د قرآني نصوصو او نبوي احادیثو په ذریعه ثابت شوي اودهمدې قتلونو سزاګاني هم په روښانه ډول بیان شویدي.
د مثال په ډول د عمدي او قصدي قتل د قاتل لپاره هم دنیوي سزا شته او هم اخروي. دنیوي سزا یي قصاص دی په دې شرط چې په دې ډول قتل کې ټول هغه شرطونه موجودشی کومه چې دفقهاؤ لخوا تعیین شویدی.
د قصاص په هکله په قرآن کریم کې ډیر آیتونه راغلي ، خو مونږ دلته په دې آیت سره اکتفاء کوو : وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ  [۱:البقرة/179]. تاسې لپاره په قصاص کې ژوند شته آی د عقل خاوندانو ترڅو تاسو د منهیاتو څخه اجتناب او ډډه وکړﺉ.
دا یوه څرګنده خبره ده چې په قصاص اخیستلو کې د انسانانو ژوند ښه تأمینیدلاې شي کله چې خلک وګوري چې قاتل قصاص شولو نو خلک بیا د چا قتل لپاره اقدام نه کوي، ځکه پوهیږي چې زه هم لکه د هغه شخص په شان قصاص کیږم.
او پدې توګه په یوه ټولنه کې امنیت او آرامي راتلاې شي او هیڅوک دا جرأت نه پیدا کوي چې غیرحق څوک په عمدي ډول سره ووژني هرکله چې د جرم او جزاء د قانونیت اصل په یوه ټولنه کې په واقعي توګه تطبیق شي هرومرو به د جرمونو ګراف راټیټیږي او په ټولنه کې به امن او آمان راځي لدې پرته به په ټولنه آنارشیزم او ګډوډي رامینځ ته کیږي د هیچا سر، مال او کرامت به خوندي نه وي.
سزا ورکول په حقیقت د مجرم لپاره زجر او د نورو لپاره عبرت او پند ګڼل کیږي. له همدی کبله په اسلامي ټولنه کې د قصاص جاري کول او مجرم ته د هغه د جرم مطابق سزا ورکول حتمي او ضروري امر دی که احیانا قصاص په یوه شبهه د شبهاتو سره ساقط شولو بیا هم قاضي حق لري چې مجرم ته د حق الله په برخه کې د مخففه او مشدده ظرفو په نظر کې نیولو سره مناسبه تعزیري سزا ورکړي.
د افغانستان د جزا قانون په (۳۹۴) ماده کې د عمدي قتل په رابطه داسې صراحت کړې: ( که په عمدي قتل کې قصاص په یوه ساقطوونکي سبب یا د شرطونو دنه یو ځاې کیدو له امله ساقط شي د دې فصل د حکمونو سره سم به تعزیري توګه مجازات کیږي)(۱۴: ۳۹۴ماده ).
په تعزیري جزا کې قاضي مکلفیت لري ترڅو د جرم انګیزه د مجرم حالت او د جرم مخففه او مشدده ظروف په نظر کې ونیسي، مجرم ته داسي جزا وټاکي جې په هغه کې عدالت په صحیح توګه تأمین شي او په شریعت کې دا خبره جوته ده چې د تعزیری جزاګانو د مقدار او اندازې ټاکل قاضي ته سپارل شوې نو قاضي وظیفه لري چې په دې هکله د پوره دقت او احتیاط څخه کارواخلي ترڅوسزادجرم مطابق وبلل شي.
د عمدي قتل لپاره بله جزا أخروي جزا ده چې د همدې جزا په رابطه په قرآن کریم کی داسې اشاره شویده: وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا  [۱: النساء/93]. که څوک یو مسلمان عمدااوقصدا ووژني نودهغه سزادوزخ دی چې تل لپاره به هلته وي دخداي غضب او لعنت به هم ورباندې وي آن تردې چې نور لوې عذابونه هم ورته آماده شوي دي.
لنډه دا چې په اسلامي فقه کې دا خبره پوره جوته ده چې د مسلمان وژل په ناحقه سره حرام دي، نو که چیرې څوک یو مسلمان ووژني او د هغه وژل ځانته روا اوحلال وګڼي نو دا قاتل په دی سره کافر کیږي ځکه چې حرام عمل یي د ځان لپاره حلال ګڼلی دی او که چیرې په حرمت یي عقیده او یقین ولري خو د مسلمان وژل د ځان لپاره یوه ګناه وبولي نو په دې صورت کې به هغه په دوزخ کې د تاکلې مودې پورې (چې څومره الله تعالی ورته خوښه کړي وي) پاتې کیږي.
همداوجه ده چې مفسرین بیاخپله ابن عباس چې په خپل وخت کې دمفسرینورییس بلل کیده په پورتني آیت کې د ( خالدا فیها) د کلمې څخه (مکث طویل) یعنې اوږده موده نیسي او دا مکث طویل د هغه چا په مورد کې دی چې دهغه څخه عمدي قتل صادرشوی وي خوپه حرمت یي یقین اوباورولري اوداعمل حلال نه بولي.
او د کافر لپاره بیا د ( خالدا )) کلمه په خپل ځاې ده چې کافر به په دوزخ کې د همیش لپاره پاتې کیداې شي ( والله اعلم بالصواب).
دلته د یوې بلې خبرې تذکار لازمي دی هغه دا چې:
د قصاص په تطبیق کې دا فرق نکوي چې مقتول نارینه دی او که ښځینه ځکه چې په اسلامي شریعت کې نارینه د ښځې په مقابل کې قصاص کیدلاې شي. خو شرط دادی چې نور متباقي شرطونه به ټول تکمیل وي.
همدارنګه فرق نه لري چې مقتول بالغ وي او که ماشوم،عاقل وي او که مجنون،عالم وي اوکه جاهل، شریف وي او که خسیس، بډاې وي که نادار، مسلمان وي او که ذمي او مستأمن او داسې نور اګر که د ذمي او مستأمن په برخه کې ځینو فقهاؤ څه خبره کړیده خو عام حکم دادی کوم چې مونږ ورته اشاره وکړه، ځکه چې دا پورتني کسان ټول په (نفس) کې سره یو برابر دي او عصمت هم ورته حاصل دی نو کوم توپیر او تفاوت پکې نه لیدل کیږي. (۱۵: ۵ ټوک۲۷مخ)(۶:۴ټوک ۵۵۹مخ)
بناء د پورتنیو خبرو لنډ مطلب دا شولو چې : نارینه قاتل په مقتوله ښځه باندې قصاص کیدلاې شي او بالغ سړی د ماشوم په مقابل کې قصاص کیداې شي او عالم د جاهل سړي په عوض کې قصاص کیږي ځکه چې دا تفاوتونه اساسې تفاوتونه نه بلل کیږي بلکې دوي ټول په نفس کې سره یو برابر دي.
که قصاص احیانا د ځینو شرایطو د نه تکمیل له وجهې ساقط شو بیا به په هغه صورت کې شرعا دیت لازمیږي چې هغه به د اسلامي فقهاؤ د تفصیل سره سم د اداء وړبلل کیږي.
که چیرې قتل په خطأ سره صورت ونیولو یعنې یو مسلمان بل مسلمان په خطأ سره ووژلو په داسې ډول قتل کې بیاهم دیت (دوینی قیمت یاخونبها) لازمیږي چې دا دیت او د اسلامي شریعت د مقرراتو مطابق د مقتول ورثوؤ ته ورکول کیږي او دا ډول دیت په شرعي توګه اداء کول کیږي چې اداء کول یی د اسلامي فقهې سره سم ځانګړي شرایط او خصوصیات لري. او په آخرت کې ورته هم د بې احتیاطۍ له کبله د جرم مطابق ګناه او معصیت شته دې چې جزا به هم ویني.
په هرحال داسلامي شریعت له نظره قتل یو غیرجایز او نارواعمل دی او د انسان وژل کیدل کبیره ګناه او یو غټ جرم دی اوهیچا لپاره جواز نشته دی چې دیومعصوم انسان ژوندغیرشرعي سبب له مینځه بوزی او د خپلو شخصي اغراضو په منظوردانسان وینه توي کړي اودهغه فطري او بنیادي حق ته خاتمه ورکړي.
ځکه اسلامي شریعت خودا وایي: که چیرې دوه جنګي ډلې په خپلو کې سره په جنګ وي او کومه یوه یي په جنګ کې بری ومومي او دا بله مغلوبه شي، نو همدې غالبې ډلې ته دا جواز نشته دی چې د مغلوب لورې ښځې، ماشومان او بوډاګان ووژني او یا پرښځو جنسي تیري وکړي.
په دې هکله د رباح بن ربیعه څخه داسې روایت شوی دی: چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د غزاګانو په وخت کې د یو ځاې څخه تیریدلو چې ناڅاپه یي سترګې په یوه وژل شوې ښځې باندې ولګیدې، او سمدستي ورته ودریدلو او خپلو ملګرو ته یي مخ راواړولو اوورته وویل: ( ما کانت هذه لتقاتل) د دې ښځې وژل کیدل مناسب کار نه ؤ. او بیا يي د خپلو ملګرو مخونو ته وکتل او د هغوي څخه یوه ته یي، وفرمایل: خالد بن ولید ته ورشه چې ماشومان، مزدوران او ښځې ونه وژني.
د پورتنۍ خبرې په رابطه ابوهریرة د رسول اکرم اکرم صلی الله علیه وسلم څخه داسې روایت کوي چې فرمایلي دي: (ولا تقتلوا ولیدا و لا امرأة ولا شیخا کبیرا) یعنې ماشومان ښځې او سپین ږیري مه وژنۍ.
اسلامي شریعت په دې برخه کې ډیر دقیق اصول او پرنسیبونه لري نه دا چې د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو وژل یي ناروا ګڼلي دي بلکې غیر حق او بې موجبه يي د څارویو وژل، د کښت خرابول د زراعت ژوبلول د ونو پریکول او قطع کول، همدارنګه د اوبو لګولو د سیستم خرابول او په اوبو کې او یا د اوبو په کوهیانو او کاریزونو کې د ضررناک موادو او ناپاکه شیان غورځول، همدا ډول د کورونو او باغونو نړول دا ټول ناروا بللي دي او په دې برخه کې تاسې هغه څه ته پام وکړﺉ کوم چې ابوبکر صدیق رضي الله عنه خپل سپهسالار ته هدایت کوي. او کوم وخت چې هغه رضي الله عنه خپل سرلښکر اسامه شام ته د سرلښکر په حیث لیږلو نو هغه ته يي له لیږلو مخکې داسې دستور ورکړ چې د هغه مفهوم او ترجمه دا دې: ( خیانت مه کوﺉ، د غنیمت په مال کې غدر مکوﺉ. د چا پوزه او غوږونه مه پریکوﺉ او ځنګلونو ته اور مه اچوﺉ، میوه دارې ونې مه پرې کوﺉ، پسونه، غوایان او اوښان بې ضرورته مه ذبح کوﺉ مګر د خوراک لپاره هغه هم د ضرورت او کفاف په اندازه…
دابوبکرصدیق په شان حضرت عمربن الخطاب (رضی الله عنه) به هم خپلوعساکروته همداشان اوامرصادرولواودابه يي ورته ویل: (سپین ږیري، ښځې او ماشومان د جنګ په وخت کې مه وژنۍ. (۱۶: ۳ ټوک ۱۶۴او۱۶۵مخونه )
لدې څخه علاوه د جنګ په وخت کې د مجروحینو او اسیرانو (بندیانو) سره هم باید انساني سلوک وشي او غیر حق هغوې تعذیب نشي، بې موجبه و نه ځورول شي د هغوي عزت اوکرامت تر پښو لاندې نشي بلکې د هغوې په مورد کې د ترحم دلسوزﺉ څخه کار واخستل شي او انساني رویه ورسره وشي. همغسی چی د ابو موسی اشعري په روایت کې راغلي چې: ( فکّوا العاني) یعنې بندیان خوشې کړۍ نو د بندیانو غیرحق ځورول د اسلام د اساساتو خلاف کار ګڼل کیږي.
بناء مونږ ویلاي شو چې په هغه اندازه چې اسلامي شریعت د انسان د ژوند حق او انساني کرامت ته څومره توجه او پاملرنه کړیده په هغه اندازه وضعي قوانینو توجه نه ده کړې.

پایلی:

په دې نړۍ کې ژوند کول د انسان یو فطري او طبیعي حق دی، دولت مکلفیت لري چې د انسانانو د ژوند تحفظ وکړي.
په دې هکله اساسي قانون هم اشاره کړیده. او د قتل د جرم په رابطه ډیر شرعي نصوص راغلي او دا عمل یي یو ناروا عمل ګڼلې دې.
په لومړي ځل کې د قتل جرم د آدم علیه السلام  د اولادې لخوا صورت نیولی چې قابیل خپل ورور هابیل په قتل ورسولو، روسته یي هر څومره پښیماني څرګنده کړه، فایده یي ونکړه.
د اسلامي فقهاؤ لخوا د قتل ډولونه او د هر یوه لپاره ځانګړي احکام بیان شوي هم دنیوي او هم اخروي.
ددې لپاره چې په اسلامي ټولنه کې د قتل پدیده له مینځه تللې وي فقهاؤ د قصاص حدودو او تعزیراتو د تطبیق او تنفیذ په باره کې ځانګړي دساتیر لري که چیرې هغه عملي شي هرومرو به د جرمونو ګراف په ټولنه کې راټیټږي. په دې رابطه زمونږ د جزا قانون هم په خپله لومړۍ ماده کې ورته اشاره کړې.
داسلامی شریعت سره سم دجګری په وخت کی باید نه یواځې  بیګناه کسان ونه وژل شی  بلکې ماشومان ښځې او سپین ږیري ته پام وشی چی هغوی ته کوم ضررونه رسول شی اودهغوی ژوند خوندی وساتل شی. اسلامی شریعت نه یوازی دانسانانوپه هکله بلکی په جدی ټوګه دجنګ په وخت کی د څاوریو د وژل کیدلو د کښتونو او د زراعت د خرابولو او باغاتو پریکولو او د اوبو د لګولو سیستم د خرابولو څخه په جدی ټوګه منع کړیدی. لکه چی ابوبکر صدیق خپل سرلښکر ته د جنګ په وخت کې داسې امر کوي: (خیانت مه کوﺉ … ځنګلونو ته اور مه اچوﺉ، میوه دارې ونې مه پریکوﺉ او څاروي هم بې ضرورته مه ذبح کوﺉ ).
ددوه کسانوترمنځ دجګړی په هکله  رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (القاتل والمقتول في النار).
قاتل او مقتول به دواړه په اور کې وي صحابه ؤ پوښتنه وکړه چې قاتل خو به ځکه په دوزخ کې وي چې مقتول یي وژلې، او مقتول به د څه لپاره دوزخ ته ځي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې مقتول د دې لپاره چې د قاتل د وژلو هڅه یي کوله.
والسلام
مأخذونه :
1.    قرآن کریم
2.    جصاص . احمدبن علی الراضی . احکام القرآن . دارالکتب العربی . بیروت . 1347 هـ ق
3.    السرخسی . محمدبن احمد شمس الائمه . المبسوط . طبع مطبعه سعادت
4.    ابن همام . کمال . شرح فتح القدیر
5.    کاسانی . البدایع والصنایع .
6.    المرغینانی . برهان الدین . الهدایة
7.    ابن قدامه . المغنی
8.    ابن عابدین . محمدامین
9.    وهبة الزحیلی . الفقه الاسلامی وادلته
10.    بخاری. محمدبن اسماعیل . صحیح البخاری
11.    حوی سعید. (ترجمه) اسلام دین فطرت
12.    زیدان . عبدالکریم . المدخل لدراسة الشریعة الاسلامیه
13.    دافغانستان اساسی د 1384کال مصوب
14.    دافغانستان جزا قانون  د1355 کال مصوب
15.    الموصلی . ابن مودود. الاختیار لتعلیل المختار
16.    سیدسابق . فقه السنة. المدینة المنورة

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: