انبیاء ع

اسحاق(ع) ژوندلیک

 

اسحاق(ع) ترخپل ورور اسماعیل نه څورلس کاله ورسته په داسې حال کې زیږدلې ده چی پلاریی ابراهیم(ع) سل کلن اوموریی نوې-90- کلنه وه،چی په دې کې دپاک الله قدرت ترهر څه نه لوې ښکاره کیږې( وبشرناه باسحاق نبیا من الصالحین).

وایی کله چې اسحاق(ع) څلویښت کلـن شو، پلاریی لا ږوندی وه چې لـــــه  – رفقا بنت بتوائيل-  سره یی واده وکړ،او له هغې څخه خدای ورته دوه غبرګلونکې زامن ورکړل، چی یو یی العیص نومیده چی عربان ورته دروم پلاروایی ،ا و دوهم یی- یعقوب- چی اسرائیل هم ورته وایی چی ننې اسرائیل  خپل ځانونه ورپورې  نیښلوې .

داسحاق(ع) مینه له –العیص- سره ډیره وه، خودخو دهغه دښخي  – رفقا- مینه له یعقوب سره ډیره وه،او هریوه به غوښتل چي خپل نازولي یي دهغه بل ترنازولي ښه وي،او له هرڅه برخورداره وي.

اسحاق(ع) په خپله بوډایی کې نظراو لیدنه له لاسه ورکړه،نوځکه به یی له خپلو زامنو څخه مرسته غوښتله، ده –العیص- ته وُویل چی لاړ شه ښکار وکړه، او ماته ښه خواړه تیار کړه ،چی زه دوعا درته وکړم،ترڅو، چي په ژوند کي تل ترتله تر هر چا ښه او لوړ مقام ولري .

الیعص په ښکار پوسې روان شو، دغیسو ګودی یي اوږو ته واچو،ترڅو چی دخپل پلار غوښتنه پوره کاندې،او دښکار له غوښي څخه ښه خواړه ورته تیار کړي،او خپل پلار یي په خوړلو ورڅخه خوښ ورضا شي.

خو- رفقا- خپل نازولي ځوی یعقوب ته وُویل چی دا دوعا باید ستا نسیب وې،او ته باید تر هرچاښه او دلوړ مقام څښتن وُ او سیږي .

نوزر شه دوه مرغومي په بیړه سره الال- ذ بح- کړه،اوخپل پلاته دې ښه خواړه تیار کړه ،مخکې له دې چی العیص دښکار له غوښی څخه خواړه ورته پاخه راوړېاو له تانه ستاسو دپلار دوعا وګټي.

دِدې لپاره چی اسحاق (ع) خپل زوی یعقوب(ع) وُ نه پیږنې، اودې العیص ګمان پرې وکړې،نو- رفقا- دې العیص جامې واخستې یعقوب ته یی وروا غوندلې،اود مرغومیو پو ستکې یی دې هغه په غاړه او اوږو وُرواچول،داځکه چی العیص ډیر ویښتمن وُه،  اویعقوب(ع)  ډیر ویښتان نه درلودل.

کله چی یعقوب(ع) خپل پلارته خواړه وروړاندې کړل، هغه ورته وُویل تاسو څوک یاست؟یعقوب(ع) وُویل زه ستاسو زوی یم،پلاریی هغه خپلې غیږې ته ورنږدې کړ، او وُیی ویل: نه پوهیږم اوازخوچي ده دیعقوب(ع) ده ،مګرویښتان وکالې-جامې- خو چي دي دالعیص دي.

اسحاق(ع) خواړه وُخوړل،اوخپل زوی ته یي کوم چي خواړه یي ورته وړاندي کړي دي دوعا وکړه،چی ترهرچا پورته اوهرڅه چی وُغواړې خدای دې ورته ورکړې.

لږ ورسته العیص له ښکارڅخه ستړي ستومان راوګرځید ،ااو پلار ته یی هغه خواړه وړاندې کړل کوم چی هغه ورڅخه غوښتلې وه،پلار یی ورته وُویل کفایت کوې یوه ګړې مخکې تاراته خواړه وړاندې کړل،ما هغه وخوړل او تاته مي پوره دوعا وکړه،  هغه ورته وُویل :چي زه خوهم دا اوس راوُرسیدم.

العیص پوشوچی یعقوب(ع)داکارکړې ده،چی ترمانه مخکې دپلاردوعاواخلې، دَی ډیر په غوسه شو،وُیی ویل چی دَې به دپلار تر مړینې ورسته یعقوب(ع) مړکړې ،ترڅو چي خپل وار واخلي او پخپله دلوړ مقام څښتن وګرځي.

رفقا دې دوی موردیعقوب په سرباندې وُډاره شوله ،او اسحاق(ع) ته یی قناعت ورکړ چی یعقوب ته وُوایی چی نور کوروکلې  پریدې، دخپل ماما- لایان-  لورته چی په- حران- کی اوسیده لاړشې ، اوبیا ورسته دهغه له یوې لورسره واده وکړې او له هغوی سره ترډیره وخته هلته پاتې شې ترڅو چی دهغه دورور- العیص- غوسه  سړه شې .

یعقوب دمور وپلار خبره ومنله،دحران خواته روان شو،په لارې کې  خوب پرې راغی،یوه ډبره یی راواخسته، سریی پرې کیښود، ویده شو،خوب یی ولید چی پاک الله(ج) ورته وایی:زه به تالره برکت درکړم ،ماشومان به دې ډیرکړم، او داځمکه به ستاسودکورني ټاټوبي وګرځوم.

کله چی له خوب نه راویښ شو،یو ډیر اندازه غوړي یي په هغه تیږه باندي ورتوې کړل کومه چي هغه دخوب په وخت کي تر سر لاندي ایښي وه،ترڅو چي وساتل شي ،او پیږندنه یي ورڅخه ورکه نشي،اودخدای په وړاندې یی پر ځان باندې دا نذرکیښود،چی که چیرې بیرته خپلې کورنی ته په خیرسره جوړ تیار راستون شونو په نوموړي تیږه باندي به دخدای کور- بیت اِیل- چی نن ورته بیت المقدس وایی جوړوم،او له خپل مال څخه به لسمه برخه دالله په لاره کې ورکوې.

یعقوب خپل ماما ته ورورسیده،او له هغه سره پیوند شو،مامایی دوه لورانې درلود لې ،لویه یی- لیا- وړه کې یی – راحیل- نومیده، راحیل ترلیا نه ښکلې وه،یعقوب له خپل ماما نه دراحیل دواده غوښتنه وکړه،مامایی ورته وُویل سمه ده خوپه دې شرط چی اووه-7- کاله به دهغې دمهر په مقابل کې ته زما دڅار ویو ساتنه وپالنه کوې.

یعقوب داشرط ومانه،تراوو-7- کلوورسته دواده او یو ځای کیدو شپه راغلله،یعقوب ته خبر نشته چی مامایی –لیا- د-راحیل- په ځاې هغه ته ورواده کړې ده، چی سبا شو یعقوب خپل ماما ته وُویل: چی تا ولې له ماسره کوږ والې وکوله، تا ولې داتفاق پرخلاف کار وکړو؟ هغه ورته وُویل  دا زموږ په دود کې نشته چی وړه کی ترلوی نه مخکې واده کړو، که غواړې چې له راحیل سره واده وُکړې ،نو اووه-7- کاله باید نورزما دې څارویو ساتنه وپالنه وکړې، یعقوب وُویل سمه ده ،ځکه دمینې په لاره کې هرڅه ارزان ښکارې.

  • لیا- دیعقوب لپاره شپږ زامن او یوه لور راوُزیږول،چی هغوی دادې: روبیل، شمعون،لاوې، یهوذا،ایساخر،زبلون، او دینا.

زلفی- چی دلیا چوپړه – جاریه- وه، یعقوب ته یی ورډالۍ کړه چی ماشومان ورته راوړې،هغې –جاد- و- اشیر- ورته راوُزیږول .

راحیل- شنډه وه ماشومان یی نه راوړل،په پای کې خدای ورته یو ښکلی ماشوم ورکړ، چی د یو سف نوم یی پرې کیښود .

بلهی- چی دراحیل چوپړه- جاریه –وه ، یعقوب ته یی ورډالۍ کړه چی ماشومان ورته راوړې، هغې- دان و نیفتالې – ورته راوُزیږول.

یعقوب(ع) شل کاله دخپل ماما سره شپون وه،او دهغه دمال ساتنه وپالنه به یی په ډیر اخلاص سره کوله،او پورتنې اولادونه یی ټول پاک الله په – حران- کی ورته ورکړل .

تردېنه ورسته یعقوب(ع) له خپل ماما څخه اجازت وُغوښت چی له خپلواولادونو اوډیرې شتمنی سره بیرته خپلې کورنې ته وروګرځې،-لایان- ورسره وُمنله، او ورته وُیی ویل چی دخپلوښځو په ساتنه وپالنه کی نیمګړ تیا ونکړې.

کله چی یعقوب نیمه لاره پرې کړه ،خپل ورور-العیص- ته یی استازې ورولیږه ،چی نور غوسه هیره کړې او په خپل ورور یعقوب باندې لطف و مهربانې وکړې،العیص استازې ته وُویل چی زه به دهغه هرکلی له څلورسوه سپرو اتلانوسره وکړم.

یعقوب له دې هرکلې څخه ډیر وُډار شو،او ږرترږر دې ډالۍ په سوچ کې شوه،ترڅوچی دخپل ورور رضایت ومننه لاس ته راړې،او له پاک الله(ج) څخه یی غوښتنه وکړه چی دالعیص شر ورڅخه لرې کړې،یعقوب له خپلوڅارویو – میږو، پوسانو،اوزو،اوزګوړیو،اوښې،اوښان .. – څخه خورا لویه ډالۍ برابره کړه اوله ډیرو مزدورانوسره یی خپل ورورته ورولیږله،او نوکرانوته یی وُویل چی العیص ته وُوایی چی داډالۍ دې تاسو دې چوپړ له خوا څخه تاسو ته وړاندې کیږې هیله ده چی ویی مَنی.

ورسته یعقوب او العیص سره مخامخ شول،العیص دې یعقوب ډالۍ ومنله دواړه سره ترغاړې شول، روغه جوړه یی سره وشوه، غوسه وزړه  بدې ختمه شوه ،دوې دواړه خپل کور ته را وګرځیدل.

تردینه ورسته یعقوب(ع) دڅارویو الاله ول ځای- مذ بح –  دې- ایل – په نوم باندې جوړ کړچی –داسرائيلوالله- ورته ویل کیږې چی نن ورته بیت المقد س وایی چی دې هغې تیږې ځای ده کومه چی یعقوب(ع) پرې غوړې تویی کړې وه ترڅو چی ورکه نه شې.

دلته –راحیل – ته خدای بل ماشوم هم ورکړچی – بنیامین – ورته وایی، خو راحیل دهغه په زیږیدوباندې مړه شوه، یوسف وبنیا مین له مورني میني څخه یتیمان پاتې شول.

په پای کې یعقوب(ع) له خپل پلار اسحاق(ع) سره د – حبرون- په کلې کی چی د کنعان په خاوره کی پروت ده مشت شو، هغه ځاې چی ابراهیم(ع) پکښې اوسیده.

ورسته اسحاق(ع) ناروغ شو،او په داسې حال کې مړشو چی اومر- عمر- یی یوسل واتیا -180- کلو ته رسید لې وه، او دخپل پلار ابراهیم(ع) ترڅنګ خښ شو.[ انا لله وانا الیه راجعون].

صدق الله العظیم

علي خان صافي

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: