استغفار او فضائل يي !

استغفار د الله سبحانه وتعالی لوی نعمت دی چي په خپلو بنده ګانو يي لورولی دی او مسلمانانو ته يي امر کړي او ورته تشویق کړي يي دي ، الله جل جلا له  استغفار د عذاب مانع یاد کړی او فرمايي :

{وَمَا کَانَ اللَّـهُ لِیُعَذِّبَهُمْ وَأَنْتَ فِیهِمْ ۚوَمَا کَانَ اللَّـهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ یَسْتَغْفِرُونَ} انفال:33

ژباړه :په هغه وخت كښې خو الله پر هغوى د عذاب نازلوونكى نه ؤ تر څو پورې چې ته(محمد صلی الله علیه وسلم) د هغو په مينځ كښې موجود وې.او نه د الله دا عادت دى چې خلك بښنه غوښتونكي وي، او هغه ورته سزا وركړي.

زمونږ لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو ښه ایډیل او د نیکو کارونو سرچینه ده ، هغه صلی الله علیه وسلم ترټولو غوره انسان او غوره بشر وو تر هر چا يي زیات د استغفار ویلوپابندي کوله ، له حضرت ابو هریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل : “واللَّهِ إنِّی لَأستَغفرُ اللَّهَ وأتوبُ إلیهِ فی الیومِ أَکْثرَ مِن سَبعینَ مرَّةً” صحیح بخاري

ژباړه :په الله جل جلا له  قسم چې زه په ورځ کې له اويا ځلو زيات د الله جل جلا له  څخه مغفرت غواړم او د هغه دربار کې توبه وباسم .

استغفار جنت او ابدي نعمتونو ته د رسیدلو لاره ده ،له شداد بن اوس رضي الله تعالی عنه څخه روایت دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل سیدالاستغفار دادی : «اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّی لا إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ، خَلَقْتَنِی وَأَنَا عَبْدُکَ، وَأَنَا عَلَی عَهْدِکَ وَوَعْدِکَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِکَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَکَ بِنِعْمَتِکَ عَلَیَّ وَأَبُوءُ لَکَ بِذَنْبِی، فَاغْفِرْ لِی، فَإِنَّهُ لا یَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ أَنْتَ  .

ژباړه : ای الله ! ته زما رب ئی ستا نه سوا بل مالک او معبود نشته ،تا زه پيدا کړی يم او زه ستا بنده يم او څو پورې چې په ما کې توان وي ستا سره د کړيو وعده ميثاق اطاعت او فرمانبرداری به کوم ، زه ستا پنا غواړم د خپل عمل او کردار د شر نه ، زه اقرار کوم چې تا زه په نعمتونو سره وپاللم ، او اعتراف کوم چه ما ستا نافرمانئ کړی ده او ګناهونه مې کړي دي ، ما وبخښه ، ستا نه بغير بل څوک د ګناهونو بخښلو واله نشته .

رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي چي هر څوک په ورځ کي دا ووايي او یقین باندي ولري که په هغه ورځ مخکي تر دي چي شپه شي وفات شي له جنتیانو څخه دی او که څوک يي په شپه کي وايي او یقین باندي ولري  که مخکي تر  سهاره مړ شي له جنتیانو څخه دی .

استغفار د رزق او روزي د زیات کیدلو باعث ګرځي ، همدا رنګه د دنیا او اخیرت د ټول نیکیو کیلي ده ، الله سبحانه وتعالی په قران کریم کي د نوح علیه السلام په اړه وايي :

{فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّکُمْ إِنَّهُ کَانَ غَفَّارًا﴿١٠﴾یُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَیْکُمْ مِدْرَارًا﴿١١﴾وَیُمْدِدْکُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِینَ وَیَجْعَلْ لَکُمْ جَنَّاتٍ وَیَجْعَلْ لَکُمْ أَنْهَارًا} نوح: 10-12

ژباړه : ما وويل له خپل رب نه بښنه وغواړئ بيشكه چې هغه خورا ډېر بښونكي دي،هغه به پرتاسې له آسمانه ښه اورښتونه وكړي تاسې ته به مالونه او اولادونه درپه برخه كړى ، ستاسې لپاره به باغونه پيدا كړى او ستاسې لپاره به ويالې وبهوى .

مسلمانان باید د استغفار پوره پابندي وکړي او د استغفار غوښتلو لپاره حریض وي ، په خپلو ګناهونو پيښماني او توبه وکړي ، د الله تعالی نعتونو باندي اعتراف وکړي او شکر يي اداء کړي ، په پوره عزم او اراده سره توبه وکړي ، حتی که يي ګناه څو واره تکرار کړي وي له الهي رحمت او بخښني څخه نا امیده نه شي او له توبي څخه مخ وانه ړوي ، بلکي باید په دي پوره یقین ولري چي چي له داسي ستر ذات جل جلا له څخه بخښنه غواړي چي هیڅ سوال کونکی خالي لاس نه پریږدي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

{قُلْ یَا عِبَادِیَ الَّذِینَ أَسْرَفُوا عَلَیٰ أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّـهِ ۚإِنَّ اللَّـهَ یَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِیعًا ۚإِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِیمُ} زمر:54

ژباړه ? اى پيغمبره !) هغو بندګانو ته مې ووايه كوموكسانو چې پرخپلو ځانونو تيرى كړى دى ، چې دالله له رحمت نه مه ناهيلي كېږئ ، په يقيني ډول الله ټولې ګناوې بښي هغه بښونكى اومهربان دى.

ټول ګناهونه په رښتیني توبه او له الله تعالی څخه په بخښني غوښتلو سره بخښل کیږي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم په دي اړه وايي : ستاسو پروردګان باحیاء او کریم دی ، چي څوک د هغه په لوري لاسونه اوږده کړي حیاء ورته دریږي چي خالي لاسونه يي پریږدي .

شفیق احمد ریان

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب