استشراق څه شی دی؟

دايوڅرګند حقيقت دى چې داسلام په راتلوسره ټول تېر مذهبونه منسوخ شويدي اوداهم يوه ښكاره خبره ده چې يهود اونصارى په هغه وخت كې چې اسلام لانه وو راغلي اومذهبونه يې دعمل وړ وو خوعمل يې پرى نه كاوه اوتحريف يې كړپه خپلوكتابونوكې يې لاس وهنې وكړې اودخپل لاس ليكنې يې الله(جلاله)ته منسوبى كړى، خوكله چې الله(جلاله)داسلام د ښكلې دين د راليږلو په بركت دهغوى دلاس وهنو له امله عيسويت اويهوديت منسوخ كړل، نودوى له دى څخه وروسته دخپلو تحريف شوو او منسوخ شوو مذهبونوپه لور ګام واخيسته اودخپل باطل، تحريف شوى دين دخپرولو لپاره يې داسلام په مقابل كې هرډول هڅې په كار واچولې اوغواړي چې داسلام مقابله وكړي اوداكارونه دوى د خپل حسد له مخې كوي چې له اسلام سره یې لري لكه الله(جلاله)فرمايي چې ( حَسَدَامِنْ عِنْدِاَنْفُسِهِمْ) نو دوى هيڅ يو ډګراو ميدان نه پريږدي مګر داسلام د مقدس دين د مخنيوي لپاره يې ګرم ساتي اود وسله وال جنګ ترڅنګ يې فكري او روحې جنگ هم پرمخ روان كړى دى، چې په دې اړه دمسلمانانو دويښولو لپاره دامت وېښو او فكرمندوعلماوو، مجاهدينو په هرډګراوميدان كې دجهاد په سنګركې ،دقلم په ميدان كې، دبيان په ميدان كې په توره، ژبه او قلم مقابلې كړيدي نو ما هم د خپل مسؤليت دڅه اندازه اداء كولو په خاطر په يو دينې مجلس كې يوڅه وړاندې كړل چې دغه ده ستاسو به لاسونوكې دي  د عيسويت دعوت او بلنه په بيلا، بيلوبرخو ويشل كېږي چې څه لنډ بيان تاسو درنو لوستونكو ته وړاندى كوم.

۱- حملات التنصير( پراسلام دعيسويت بريدونه)

۲- وسلوال جنګ اوبريدونه

۳- فكري، اخلاقي، روحي جنګ: چې دمسلمانانو فكرونه ذهنونه واړه وي اخلاق يې خراب كړي، روحيه يې كمزوري كړي د دى نوي فكري جنګ د طرحې وړاندې كوونكيو دځان لپاره درى بڼې غوره كړي دي.

۱- تبشير ۲- اسشتراق۳- استعمار

your ads

(۱)- تبشير:

په معنى دخوښي، زېرى هغه خبرو ته وئيل كېږي چې په اوريدونكواثر اواغيزه كوي خوږې، نرمې، پستې خبرې لكه اوس يې چې د دوستې، دبشر دوستې، دصلحى وغيره په نامه خلك د خپل اثرلاندې راولي او غواړي چې  ويې غولوي او دوكه يې كړي.

د دې كار مقصد:

۱. دمسلمانانو ګمراه كول دي، داضروري نده چې خامخا دې اسلام پريږدي اوعيسويان دی شي بلكې چې داسلام ټول دين پريږدي اوكافر شي اويا د دين ديوې برخې نه انكار وكړي.

۲. دمسلمانانو اقتصاد ختمول  پدې  طريقه  چې مسلمانانو خپل مال شتمني په ناروا، زنا، شراب او بى حيايۍ ولګوي مال يې ختم اوبيا بل ته محتاج او وسلې اخيستو توان ونلري اويا خپله اسلحه  د يو څو روپو اوعارضى  چوكۍ  یا اقتدار په مقابل كې دلاسه وركړي او د حديث مطابق دالله جل جلاله دقهر اوغضب باعث وګرځي اود مسلمانانو بدني قوت له منځه لاړشي.

۳. په اسلامي امت كې اختلاف او درز راولاړول

۴. د مسلمانانو عقيدې خرابول.

د تبشير لارى چارى:

۱. له ښوونيزو مركزونوڅخه ناوړه ګټه پورته كول، دوى دښوونځيو، ليسو، پوهنتونونو په جوړولو ټينګار كوي دينه يې غرض علمي پرمختګ نه بلكې عيسويت ته خدمت اوخلك خوشحالول دي، نصاب يې غيراسلامي اوداسلامي اقدارو سپكاوى دى اوداسلامي مراكزو په مقابل كې كفري مراكز جوړوي لكه دالجامعة الازهر په مقابل كې الجامعة الامريكيه  جوړه كړي ده. اسلام د عصري ښوونځيو مخالف ندى اسلام پرمخ تللى دين دى او د ټولو علومو بنسټ اسلام ايښى دی.

۲. دمسلمانانو بچي په بى ګټې علومو اخته كول لكه د ډمتوب هنر.

۳. دمسلمانانو بچې د ادب اوهنر په نامه په داسې لارو، چارو بوختول چې هيڅ اخلاقي ارزښت، روزنيزې ،فكري اوذوقي ګټې په كې نه وي او په داسې فلسفو د مسلمانانو بوختول چې له فكري ټكر اوله متضاد خبرو پرته پكې هيڅ نه وي اونه څه ګټه لري لكه پخوانى يوناني حكمت.

دروغتونونو څخه ناوړه ګټه پورته كول .

دښځولپاره او بيا په ځانگړې توګه  د كونډو ښځولپاره مركزونه جوړوي لكه دهجرت په ورځوكې او اوس هم داسې مركزونه لري.

له ټولنيزو كارونوڅخه ګټه پورته كول.

دټولنيزپيوستون اواتفاق لاندنې څلورعناصرپه نښه  كېږي .

۱. فكري يووالې.

۲. عقيدوي يووالې.

۳. دخويونو يووالې

۴. دعاطفى يووالې .

اسلام دښمنه عناصرو اوځواكونو دغه څلور لاملونه په نښه كړيدي اود دى پرضدكار كوي دفكري یووالى په ځاى فكري ګډوډي، عقيدي يووالي پرځاى دمسلمانانو په زړونوكې هغه الحادي اړخونه راټوكوي چې انسان دځان نه غلام جوړوي اوټوله ځيركتيا په خيټه مصرفوي اود عاطفي يووالي پر ځاى سيميزه،قومي، ګوندى اوداسې نورو ماديات پلوه عواطف  دود كړى. او د مسلمانانو اخلاق خويونه خراب اوپرځاى يې عياشي، بې حيايې عامه كړي ددې لپاره دوه لارې دي.

۱. اخلاقي ارزښتونه بې ګټې ښكاره كول.

۲. هغه ټولنو ته مسلمانان بيول چې اخلاقي ارزښتونه پكې پېماليږي.

عيسوي داعيان دمسلمانانو د بې لارې كولو لپاره لاندې عناصر پكار اچوي

۱- شتمني.

۲-  ښځې.

اول :

دكمزوري ايمان والا  خصوصاً د ځوانانو دراګيرولو لپاره دښځو نه كار اخلي لكه چې تاسې يې وينې  چې په موسساتو، مكتبونو،انجوګانو كې ښځې مقررې اوبياخاصتاً ښائسته ښځې.

دوهم:

دځوانانو اوپيغلوګډې ټولنې جوړول ګډ مكاتب، ګډ تعليم، حرفوي زده كړى، صحې پروګرامونه، ګډې غونډې، سيمنارونه، ګډى ولايتي شورا ګانې، ګډپارلمان

۳: دغربي هيوادو نه ښځې داعيانې مسلمانو هيوداونو ته راتلل.

۴ دمسلمانانو ځوانان دعيسوي پيغلوسره واده

۵: عيسوي كتاب پلورنځې جوړول.

(۲)اسشتراق:

عيسويت ته دبلنې دوهمه طريقه استشراق دى عربي كليمه ده، دشرق نه په معنى دختيځ سره مطلب:يې دادى چې دختيځې نړى پرعلمونو، ژبو، دينونو تاريخ اوټولنيزو چارو پوهې ته استشراق وئيل كېږي .

د استشراق شروع:

كله چې د اسلامي  لښكرو فتحو داروپا دروازې وټكولې نو د زمانې سترګې اوغوږونه اسلامي نړۍ ته راڅك شول او اروپا دمسلمانانو له احوالو، علمونواو ژبې سره اشنايې پيداكړه نوداستشراق بنياد دراهبانو له خواكيښودل شو،يهودوهم داستشراق لاره داسلام لپاره خطرناكه اواغيزناكه وليده نودوى هم په دغه طريقه داسلام د ختمولو لپاره كارونه شروع كړيدي اوپه اسلامي پوهنتونوكې يې ځانونه ځاى كړل، نومسلمانان بايد خپلې جامعې د دوى نه خالي كړي اومسلمان هم دعيسويت اويهوديت د دينونو نه اوعقيدو نه ځان خبركړي اومخنيوى يې وكړي.

عيسوي مدرسې دوه ډوله دي.

(۱)كاتوليك. (۲)پروتستانيه  .

يهودي مدرسې هم دوه ډوله دي.

(۱)  دتولنيز الحادمدرسې.

(۲) دشيوعې الحاد مدرسې.

دوى ټول په نرمۍ سره مسلمانان په غربي، مادى نقشو له اسلام نه اړول غواړي.

اودعيسويت په ليكوكې يې دښوونې او روزنې له لارې  داخلوي چې دا ډيره مكرجنه اوله فريب نه ډكه لاره ده ځكه چې دوى په اسلامي هيوادونوكې خپل مركزونه جوړكړيدي.

داستشراق دمخنيوي بېلابېلې لارې شته لكه ديني، سياسي، استعماري، تجارتي، علمي وغيره لارې چارې خو دټولو نه اهمه علمي اړخ دى.

داستشراق موخې اووسائيل:

۱.علمي ګډوډي اوبدګوماني رامنځته كول.

۲. د رسول الله عليه السلام پر رسالت (نبوت) خلك بدګومانه كول اوخلكوته شكونه او شبهات ورپيداكول.

۳ داسلام په اړه خلك بدګومانه كول.

۴ دنبوى احاديثوپه اړه خلك بدګومانه كول.

۵ داسلامي فقهې د ارزښت په اړه خلك بدګومانه كول.

۶ د اسلافو، د امت امامانواومجتهدينو باندې خلك بدګومانه كول.

۷. په عربى ژبې خلك بدګومانه كول، اوددې دمخنيوي اسباب پيداكول اوپه مقابل كې يې انګريزي ژبې ته وده وركول.

۸. د قوميت اور په مسلمانانو كې بلول.

بدګومانې موخې:

۱ دنبى عليه السلام نبوت نه مني تهمتونه پرې لګوي، د دهشت ګرد، ترورست ټاپه پرې لګوي وايې چې هغه يواځې دمسلمانانو اوعربو پيغمبر دى، دعربو مشروواو داسې نورې پليتې خبرې چې ديهودانوغلامان يې كوي اويوه ډله چې ځان ته احمديان وايې اود محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم له نبوت څخه انكاركوي اواخري نبى يې نه مني په نوموړی موضوع ايېنۀ قاديانيت كتاب وګورى.

۲ قران كريم خلاف قسماقسم خبرې كوي چې زه يې نقلول ګناه ګڼم.

۳. چا چې دا قسم ويناوى كولې هغه مرتد كافر اوپرمسلمانانويې وژنه لازم اوفرض ده.

۴ دارنګه دنبوي احاديثو چې زمونږ د دين سرچينه ده په هكله بدګوماني رامنځ ته كوي اوداحاديثو څخه انكاركوي اود حديث نه دانكار په نتيجه كې يې د پروېزيت فتنه راپورته كړې چې دحديث نه انكار كوي د دې په باره كې دشيخ الحديث مولاناصفدر رحمه الله كتاب (دانكار حديث نتائج ) وګورى.

۵. د اسلامي فقهې دارزښت په اړه خلك بدګومانه كوي چې اسلامي فقه له روماني فقهې نه اخيستل شوې او وايې چې فقه ځان نه خبرى، رايه اوقياس دى اوپه كوم دليل نه ده ولاړه، سره له دې چې اسلامي فقه دقرآن اوسنت څخه سرچينه اخلي .  پدى باره كې (تجليات صفدر) دكتلو وړ دي.

۶. مسلمانان دخپل اسلامي تمدن په اړه بدګومانه كول چې ګويا اسلام خپل ځانګړى تمدن نه لري او دا هرڅه یې د روم له تمدن څخه ترلاسه كړي حالانكه  خبره یې سرچپه ده.

۷. داسلامي تاريخ په اړه مسلمانان بدګومانه كول دي دمسلمانانو باور ختمول اختلاف ته لمن وهل فرقوي اختلاف، قومي، نژادي، سمتي، ژبني، سياسي اختلاف پيداكول، مسلمانان ډلې ډلې ګرزول اوپردوى حكومت كول.

د عيسوى مستشرقينو د خپلو موخود ترلاسه كولو لارى

  1. د اسلام، پيغمبر، قران او اسلامي تاريخ په اړوند موضوعګانو كتابونه ليكل او پکې له ځانه لاس وهنه كول.
  2. داسلام، اسلامي هيوادونو، اسلامي قبيلواړوند ځانكړې محلي جریدې خپرول، چې دلغړتوب، بې حيايې نه ډكې وي چې بيلګى يې په افغانستان كې په سترګوليدل كېږي .
  3. دبشري مرستولكه روغتون، ښوونځيو، ليسو، پوهنتونو، دځوانانو ټولنې، دښځوټولنې، انجونو ميلمستون او روزنتونونو په نامه خلک عيسويت ته دعوت.
  4. علمي وركشاپونه، سيمنارونه په مجلوكې مقالې خپرول،ازادې مجلې خپرول، دژورناليزم په نامه سيمناری غونډې، لویې غونډى اوجرګې جوړول .

ميډيا ته ازادي وركول په زرګونو رادیوګانې، تلويزونونه چې غرب ، يهوديت، عيسويت ، بى حيايې لغړتوب، اخلاقي فساد، مذهبي اختلاف او  شيعيت ته پكې پوره دعوت روان دى اونن سبايې ټول افغانستان پردې چټلې لړلى دى..

داستشراق كاري ساحې اوموخې:

  1. – دعربى ژبې اسلامي پوهې نه ځانونه دوې خبروي بيا پرى رد كوي اونقصانات پكې پيدا كوي داسلام په اړه مسلمانان بدګومانه كول.
  2. په فرانسه كې فرانسوي مستشرقين د عربي اواسلامي چارو د كارپوهانو په بڼه په خارجه وزارت كې دنده ترسره كوي.
  3. په انګلستان كې دلندن اكسفورډ، كيمبرج، نبره، ګلاسكو او نورو پوهنتونوكې دنده ترسره كوي اوبيا پراسلامي هيوادونوګرزي اوعيسويت ته پټ دعوت وركوي خلكو ته د جهاد په اړه شكوك پيدا كوي.
  4. وخت په وخت اسلامي هيوادونو څخه محصلين خارج ته ليږل په خپل فكر او نظرتربيت كول.
  5. غربي پوهنتونونه پدې هڅه كې دي چې د ختيځ مسلمانان د لوړې علمي سویو اود لوړو لوړو علمي سندونوترلاسه كولوته ليواله كړي، اول تش په نامه اسلامي هيوادونه او حكمرانان هم هغه چاته چوكۍ، منصب، رياست، مديريت او وزارت وركوي چې دغربي پوهنتونونو نه يې سندونه ترلاسه كړي وي. دمسلمانانو د بچيو دښكار كولو لپاره نيم ژواندي مسلمانانو ته داسې فكر ولاړوي چې ګوره دفلاني، فلاني زوى په غرب كې زده كړه كړى او د راتلو سره سم په دومره لوړه رتبه كاركوي غربي پوهنتونوپه همدې خاطر ده ته لوړ رتبه سندونه اولقبونه وركړي چې نور مسلمانان راجلب كړي په يووخت كې چې مسلمانان اواسلامي خلافت مترقي اوتمدن يې نړۍ ته وركاوه نو د كفري هيوادونو حتى كافرو بادشاهانو به د زده كړي لپاره خپل بچيان اسلامي هيوادونو ته راليږل په هره برخه لکه انجينرۍ، طب او ساينسي علومو کې یه یې زده کړې کولې.

عيسوي دعوتګرد پورته خبرو لپاره پلان ترتيب كړي چې دوه لوى موخې لري.

  1. دمسلمانانو د عربي ژبې سره مينه اوتړاو كمول.
  2. دمسلمانانو په ژبوكې د عربي لغتونو پرځاې لاتيني لغات ځاى پرځاى كول.
  3. عرب د خپل ادب نه په شاه كول.
  4. د قراني پوهې نه لرې كول چې د عربي ادب سره تړاو لري.
  5. قرانكريم يواځې  جوماتونو پورې ځانګړى كول. لكه لاتينې ژبه يواځې په كليساګانو كې لوستل كېږي .
  6. دعيسوي مستشرقينو ترټولو لوى ارمان دادى چې قرانكريم يواځې د يوڅو عبادتونو، ختمونو او بركت كتاب وګڼل شي يوڅوملايان او قاريان دې په جوماتونوكې لولي اونور دى په ورځينو چارو، نظام، حكومت، قانون، سياست، جرګه، محكمه وغيره كې كارنلري سره له دينه چې قرانكريم يو بشپړنظام، سياست، حكومت وړاندى كوي او د ژوند په ټولو چارو كې برخوال دى.

دا ياد ولرئ چې اسلامي كلتور پردوه بنسټونو ولاړ دى

۱. دين سره له ټولو علمونو. ۲ عربي ژبه سره له ټولو اړوند فنونو؛ نوغربيان اومستشرقين غواړي چې له دين اوعربي دواړو نه د مسلمانانو پام واړوي، نو پوهيږئ چې همدا اوس په اسلامي نړۍ كې عموماً،اوپه افغانستان كې خصوصاً رسمي ښوونځيوكې هيڅ پام دين، اسلام، قران، عربيت ته نشته په سلو كې يوفيصد هغه هم د نشت برابر دى قرانكريم په هفته كې يو يا دوه ساعته، انګريزي پنځه يا شپږ ساعته، دينې ښوونه يوساعت په هفته كې اونور مضامين څلور ياپنځه ساعته په هفته كې، انګريزي د دريم صنف څخه شروع كېږي اوعربي د اوم صنف څخه شروع كېږي .

ولسواليو کې د سلو نه زيات ښوونځي او یوه مدرسه وي  او د هغې نصاب هم تش په نامه ديني وې، نو دا د غربيانو يوارمان وه چې زمونږ تش په نامه مسلمانانو په لاس یې پلى كړ چې درباري ملايان، پروفيسوران، شيخان تش په نامه اسلامي تنظيمونه اوګوندونه به دقيامت په ورځ اسلامي امت ته مسؤل وي ،نومومنانو دغربيانود پلانونو ځانونه  خبر او دسيسې يې شنډى كړئ.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب