استحاض(حیض) ډولونه

①مبتدأ② معتاده③متحيره

①مبتدأ:

که يوه ښځه د بلوغ سره متصل(سمدستي)مستحاضه شروع شي ديته مبتدأ وايي

حکم دمبتدأ استحاض:
۱امام ابو حنيفه وايي چې د هرې مياستي لس ورځي به حيض ګڼي باقي شل ورځي به استحاض ګڼي او په حالت د استحاض کې د ښځې حکم د طاهري(پاکې)دی
مونځ،روژه،طواف هر څه کولای شي
۲شافعي وايي کله چې دمبتدأ ښځې وينه جاري شوه او اکثره موده د حيض(پنځلس) ورځو نه يي وينه اخوا شوه
نو د هرې مياشتې يو شواروز۲۴ساعته يي حيض دی نهه ويشت ورځې يي طاهرة دی

②معتاده:

هغه ښځه ده چې تر څه وخته پوري روغه جوړه وي بيا دا مرض شروع شي

نو دا استحاض بيا په دوه قسمه دی:
①هغه دی چې دا ښځه مخکې معروف معلوم عدت ولري
②هغه دی چې معروف معلوم عدت ولـــــري

چې مخکې معروف معلوم عدت ولري دهغې ورځې هم معلومي دي چې شپږ دي او دا هم معلومه ده چې د مياشتې په اول يا اخر کې دی ددې ښځې همغه معلومي ورځي حيض ګڼو باقي به يي مستحاضه پاکه ګڼو نورحکم يي په باقي ورځو کې د پاکي دی

③ متحيره:

هغه ښځه ده چې معلومه مروجه معتاده زمانه ورته ياده نه وي ديته متحيره وايي.

متحيره ښځه به څه کوي:
درې امامان(شافعي مالک احمد)وايي که ددي ښځې د ويني رنګ بدليدل نو همغه د رنګ د بدليدلو زمانه به يي
حيض ګڼو باقي به يي استحاض او طاهره ګڼو دوي وايي چې دا مميزه ده د خپلې ويني د رنګ تميز کولای شي
استدلال يي د فاطمه بنت حبيش په روايت باندی دی،
چې د حيض وینه چې کومه ده دا (دم اسو يعرف)

احناف وايي: چې تميز په (لون او رنګ)سره صحيح نه دی
روايت د حبيش چې درې امامان تري استدلال کوي ضعيف
دی او روايت د عائشي سره په ټکر کې دی چې هغې ته به زنانو خپلې د حيض ټوټې په پرده کې لېږلي هغې به ورته ويل (لاتجعلن حتی تری القصة البيضاء)او احناف په متحيره کې تميز نه مني وايي چې وينه نجاست دی او په نجاست کې رنګونو ته اعتبار نه وي او بل دا چې رنګونه
د ملکونو او عمرونو په اعتبار سره تغير کوي

متحيره به څه کوي که چيرته مميزه وه نو د دري امامانو په نزد به همغه چې د تميز په حساب باندي پيژني هغه به حيض بلي باقي مستحاضه ده

احناف وايي مميزه او غيري مميزه پکې نشته دواړه قسمه دا ته چې ورته مميزه وايي او يا نه وايي دا متحيره ده.
حکم د متحيري دادی چې اقله(کمه)موده د حيض باندي به عمل کوي دري ورځې به هر مياشت کې خپل حيض بولي کله چې درې ورځي پوره شوي هغې نه بعد به غسل وکړي او ددي نه بعد به د هر مانځه دپاره بيل بيل اودس کوي

نوټ: خپرول يي صدقه ده چې نور هم تري فايده واخلي

راټولؤنکی:شيرآغا کريمي

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب