تفریحي معلومات

ارشد خان (چای والا) هلک و پېژنئ!

ارشد نومی چای والا هغه ځوان دی چې په تېرو څو ورځو کې د نړیوال شهرت څښتن شو.

دا  د شنو سترګو هلک چې اوس یې نړۍ په “چای والا” پېژني، په ټويټر، انسټاګرام او فسبوک ټرېنډ وګرځېده او زښت مشهوره شو.

له چای والا څخه یوې پاکستانۍ انځورګرې د اسلام اباد په اتوار بازار کې هغه وخت انځور واېست چې چای یې تیاراوه. انځور بیخي جالب راغلی. ښکلې، روښانه، نیله سترګې، نري برېت او نری د درمیانه قد هلک. انځوراخستونکې وایي دومره توقع مې نه درلوده چې دا عکس به دومره ژر په پراخه کچه خپور شي. دا ۱۸ کلن ځوان ارشد خان نومېږي، واده یې نه دی کړی،په لیک لوست نه پوهیږي. غربت له زده کړو محرومه کړی. خو د خپلو “ښکلو سترګو” په برکت اوس د نړیوال نوم څښتن دی.

بې سواده چای والا چې تازه د شهرت څپو ته لویدلی، اوس د ټوېټر اکاونټ هم لري. او ډلې ډلې ځوانان ورسره انځور اخیستلو ته ورځي. د ده په خبره چې د خیبر پښتونخوا د مردان دی او کورنۍ یې له ۲۵ کلونو راهیسې په اسلام اباد کې اوسېږي. خو له لهجې او خبرو د افغانستان د جنوبي ولایتونو ښکاري.

“چای والا” ارشد خان اوس چای نه خرڅوي؛ بلکې هغه اوس “ماډل” ګرځېدلی. د کالیو او فېشن شرکتونه د بازار موندنې لپاره غواړي د هغه انځورونه وکاروي او له شهرته یې ګټه واخلي. ارشد خان اوس مهال د کالیو جوړونې له یوه پاکستاني شرکت Fitin.pk سره کار پېل کړی او په بدل کې یې ترې ډېرې پیسې اخلي. هفه نړۍ د خپلو “سترګو” تر تاثیر لاندې راوسته. او  هغه د اولنو خبره، چې هغه یې اوس د چا له سترګو نه؛ له خپلو سترګو خوري.

یوې هندۍ فلمي ستورې ولیکل: “کاش د پاکستان او هند تر منځ سوله وشي. پاکستان مه بمباروئ. هلته د “چای والا” په څېر ښکلې سترګې اوسي”.

د “چای والا” د هویت په اړه زیات مالومات نشته. هغه له خبرو د افغانستان ښکاري. د ځینو سرچینو په حواله د پکتیا د سید کرم دی. خو دی وایي د مردان یم. ممکن د ځينو امتیازاتو یا د خپل خوندیتوب لپاره به دروغ وایي.

ویل کېږي، چې نوموړي ته د مختلفو سینماوو او فلمي ستوریو له لورې د ګډ کار وړاندیزونه رسیدلي، خو هغه له پاکستاني رسنیو سره په خپله لومړنۍ مرکه کې ویلي، چې هېڅکله به بې عزته کار ته لاس وانه چوي، او خپل همدې غریبانه خو باعزته کار او مزدورۍ ته به چې بکې ورته د ورځې ۵۰۰ پاکستانۍ کلدارې په لاس ورځي، ادامه ورکوي.

مسعود پکتین / 2017 

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: