اخلاق څه شی دی؟

اخلاق، له پنځو ټکو جوړه دا کمکۍ کلمه، د کوه طور په څیر درنده او د شمشاد له دنګې څوکې، هسکه ده. ځای یی د زړونو په تل کې دی،‌ خو خوشبوي یی د مشکو او سرو ګلابو په څیر، په هر کور، ګور، ګودر، منبر، محراب، سټیج، لوژ او مورچل کې محسوسیږي. اخلاق د ترږمیو او وحشتونو په متن کې د سکون څرک او د احساس بله ډیوه ده. اخلاق، اراده ده، طبیعت دی او د انسانانو د فکر او مدنیت هنداره.
عقیده د خالق او مخلوق تر منځ د باور یو نری تار او یوه نا لیدلې ځلا ده. ولی اخلاق د یو انسان د عمل او هویت څرګنده پاڼه او د ارزښتونو مجموعه ده چې د یوې ټولنې خلک د هغو په رڼا کې خپل کردارونه او چارچلند تنظیموي.

زموږ په ټولنه کې اخلاق د ادب، انسانیت او سړیتوب سره په یوه تله تلل کیږي. نو له همدې امله ضرر رسول، کرکه، بی ناموسي، دوکه، کنجوس توب او سپکې ستغې ویل، بد اخلاقي ده. خو بښنه، سرښندنه،‌ سوله کول، د ګاونډي درناوی‌، صداقت، په ژمنه وفا، صبر، زړورتیا او درواغ نه ویل، اخلاق ګڼل کیږي چې ددی ټولو خمیره د فطرت له کندو څخه ده.

زموږ په دین کې اخلاق د ستاینې او لورینې یو ځانګړی مقام لري، لکه قرانکریم چې فرمایي ( وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍ – ای پیغمبره ! هیڅ شک شبه نشته چې ستا اخلاق ډیر عالي او ستر دي) د حضرت پیغمبر (ص) حدیث دی: د قیامت په ورځ به ما ته هغه کس ډیر ګران او ډیر نژدی وي څوک چې د ښو اخلاقو څښتن وي. او د خپل ځان په هکله داسی فرمایي: إنّما بعثت لأتمم مكارم الأخلاق… ليس المؤمنُ بطعَّانٍ ولا لعَّان، ولا فاحشٍ ولا بذيء – زه ددی لپاره را لیږل شوی یم چې اخلاقي ارزښتونه بشپړ کړم. ښه مومن د خلکو عیبونه نه لټوي، نه په خلکو لعنت وایي، نه رذالت کوي او نه سپکې سپورې وایي.

کله چې له عائشې (رض) څخه د پیغمبر (ص) د اخلاقو په باره کې پوښتنه وشوه نو هغې ورته وویل:‌ ( کان خلقه القرآن – هغه یو مجسم او ګرځنده قرآن وو. یعنې د بشپړ ایمان خاوند هغه دی چې تر ټولو ښه اخلاق او نیک خوی لري. امام غزالي د همدی حدیث په رڼا کې وایي چې: مینه د ښو اخلاقو زیږنده ده او کرکه د بد اخلاقۍ پایله ده.

الله تعالی د ښه خوئ او نیکو اخلاقو څښتن، ځان ته نژدی کوي. د خلکو په منځ کې ښه شهرت مومي، اعتبار یی لوړ او دښمنان ورته د دوستۍ لاسونه اوږدوي. په ټولنه کې امن او خوښي راځي، د غړو ترمنځ همکاري زیاتیږي، د کرکې مخه ډب او د ګذشت روحیه قوي کیږي.
د بشري تهذیب ستنې پر اخلاقو ولاړې دي او د یاغي او باغي طبیعت سیخول، د ټولو اسماني ادیانو د بلنې محور دی.
موږ که د خپلو سیاستوالو شالید، دریځونو، شعارونو او ائتلافونو ته ځیر شو، بیا یی د همدغو معیارونو په تناب ګز کړو، نو هرو مرو به مو زړه ته ولویږي چې دوئ د کعبې په ځای ترکستان ته روان دي. په سیاست کې اختلاف او بد پرهیزي عیب ندی، خو د ملي مصلحتونو په څنګ کې نه دریدل، اخلاقي کمزوري او سیاسي لا وبالي ده.

ولي الله ملکزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب