افغانستان تاریخ

احمد شاه بابا؛ د شېر سرخ د مزار جرګه

کله چې د 1۷۴۷ کال د جون په 1۹ نېټه نادر افشار د ده باوري منصبدارانو وواژه یو ځل بیا د دې زمینه برابره شوه، چې د افغانستان خپلواکۍ تر لاسه او د افغانستان د خپلواک دولت له پاره یو انتخابي مشر را منځ ته شي.
د دې مهمې سیاسي مسالې د حل لپاره د قومونو مشرانو بیا هم د لویې جرګې لمنې ته الس وغځاوه او د کندهار د شېرسرخ په مزار کې د یوې لویې جرګې غونډې پیل شوې، په جرګه کې د زیاتو قومونو مجربو او باوري مشرانو برخه در لوده، د دې جرګې مهم غړي دا وو.
نور محمد خان غلجی، محبت خان پوپلزی، موسی خان اسحق زی، نصر هللا نورزی، حاجي جمال خان بارکزی
او….
په دې مزار کې د لویې جرګې غونډې اته ورځې وشوې، خو نتېجه یې ځکه ور نه کړه، چې یوه مشر هم بل مشر ته خپل واک نه شو ور کولی او پرخپل ځان یې د هغه واکمني نه شوای منلی، که څه هم په لومړي نظر د دې کار له پاره نور محمدخان میر افغان ډېر وړ برېښېده، ځکه هم د پاخه عمر او هم د پخې تجربې څښتن و او په ټولو غلجي ټبرونو کې یې محبوبیت او نفوذ در لود، خو څرنګه چې توند مزاج یې درلود ونه ټاکل شو، حاجي جمال خان هم زیات قومي ځواک در لود او مشران وېرېدل، چې دی د واکمنۍ په وخت کې استبداد ته الس ونه غځوي، نو ځکه ټولو هڅه در لوده داسې څوک را منځ ته کړي، چې د دوی له ازاد مزاج، د جرګې له اصولو او د افغانانو له ولسي روایاتو او عدالت سره سم ګام واخلي او په راتلونکي کې استبداد ته الس ونه غځوي او هم د ډېرې پیاوړې قبیلې مشر نه وي، تر نهمې غونډې پورې د مشر له پاره ټول شرایط ټاکل شوي وو، د شېر سرخ د مزار ملنګ صابرشاه په دې جرګه کې یو د کم عمر ځوان، چې غلی به ناست، غښتلې مټې او زیاته هوښیاري یې درلوده په دې شرایطو برابر وموند، له ځایه پاڅېد له نژدې کروندې نه یې د غنمو وږي )په بل روایت د وربشو وږي( را وشکول، رایې وړل ، دې ځوان ته یې تاج ترې جوړ کړ، په دستار یې ور وټومبل او غږ یې وکړ:» زه د دې نوي مسوولیت له پاره دا ځوان ټاکم!« د ټولو مشرانو دا ټاکنه خوښه شوه، هو! دا ټاکل شوی ځوان احمد خان و، چې بیا وروسته د احمد شاه بابا په نامه یاد شو او په ډېر لږ وخت کې یې د خپل عقل، فراست او مېړانې په مټو لویه افغاني سترواکي (امپراتوري) جوړه کړه او د افغانستان ټولې خاورې یې د نورو له واک نه آزادې کړې او تر دوه نیم سوه کلنۍ دربدرۍ وروسته د افغانستان بشپړه آزادي تر لاسه شوه.

دا جرګه هم د کمیت له نظره ډېره لویه نه وه او محدودو مشرانو برخه پکې درلوده، خو د کیفیت له پلوه ډېره لویه جرګه وه، ځکه د افغانستان د لوېدیځ د مهمو قومونو باوري مشران پکې موجود وو او له دې کبله، چې یو لوی سیاسي ګام یې واخیست او د هېواد د مشرتابه په برخه کې یې پوخ او مدبرانه تصمیم وکړ، د دې انتخاب نتېجه ډېره په زړه پورې او مطلوبه وه او د پښتنو هغه متل یې رښتیا کړ، چې وایي» کار چې په سال وي بې بال وي« د احمدشاه بابا تر مړینې)1۷۷۲م( وروسته د ده په اوالد کې د اقتدار پر سر خونړۍ کورنۍ شخړې پیل شوې، مدبر وزیر شاه ولیخان بامیزایي د تیمورشاه له خوا ووژل شو او د قومي دښمنیو په نتېجه کې تېمور شاه په غال پایتخت کابل ته راولېږداوه، د ده تر مړینې وروسته د ده زوی زمانشاه، دسیسو او کورنیو دښمنیو تر لنډې مودې واکمنۍ وروسته د زندان مېلمه کړ او دواک پر سر په واکمنه کورنۍ کې وژنې او قتل وخون دومره زیات شو، چې باالخره انګرېزانو په 1۸۳۸م کال کې له دې نفاق نه درنه استفاده وکړه، زموږ پر هېواد یې وسله وال تېری وکړ او زموږ ملي واکمني یو ځل بیا رانسکوره شوه، د دې ټولو بدبختیو لوی علت د جرګې) شوری( شاته اچول او د سلا او مشورې له منځه تلل وو.

داکتر محمد ایمل

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: