اتلانټيک سمندر

اتلانټيک سمندر

اټلانټيک سمندر چې د مالګينو اوبو يوه لويه برخه او د S شکل لري د څلورو لويو وچو تر منځ پروت دی: اروپا او افريقا يې په ختيځه خوا او شمالي او جنوبي امريکا یې د شمال او جنوبي خوا پراته دي.‌ دا سمندر په شمالي خوا کې  د ګرينلنډ وچې ته څیرمه د شمالي منجمد سمندر جنوبي څنډې پورې غځيدلی دی. اټلانټيک سمندر په جنوبي خوا کې د جنوبي عرض البلد په ۶۰ درجو کې له جنوبي سمندر سره يوځای شوی دی چې تقریبا د جنوبي امریکا له جنوبي څنډې سره يو ځای کیږي. اټلانټيک سمندر د جنوبي امریکا د جنوبي څنډې لاندې له آرام سمندر او د جنوبي افريقا د جنوبي څنډې لاندې د هند له سمندر سره نښتلی دی. د استوا کرښه اټلانټيک سمندر په منځ کې نيمايي کوي چې د شمالي اټلانټيک او جنوبي‌ اټلانټيک سمندر په نامه ياديږي.‌

د شمالي اټلانټيک د تړون سازمان [ناټو] د هغو هیوادونو تر منځ يوه ټلواله ده چې د شمالي اټلانټيک سمندر په غاړو کې پراته دي. په ناټو سازمان کې د شمالي امريکا غړي هیوادونه لکه کاناډا او متحده ایالاتو په ګډون ۲۶ ويشت اروپايي‌ هيوادونه ګډون لري. اروپايي هیوادونه يوه ساحلي کرښه لري چې له شمالي اټلانټيک سمندر سره پوله جوړوي او هم د مديترانې سمندر په شمالي ‌ساحل سره پوله لري.

اټلانټيک سمندر د آرام سمندر وروسته دويم لوی سمندر دی.‌ اټلانټيک سمندر د ځمکې د سطحې ۲۲ سلنه برخه نيولې او د نړۍ د اوبو څلورمه برخه جوړوي.‌ د اټلانټیک سمندر منځنی ژوروالی د لويو وچو تر منځ ۱۳۰۰۰ فوټه او يا ۲.۵ ميله اټکل شوی دی.

لوی سمندرونه

د مديترانې سمندر چې په جنوب او شمال کې د اروپا او افريقا تر منځ پروت دی له تخنيکي پلوه د شمالي اټلانټيک سمندر یوه برخه ده.‌ د ګيبرالتر تنګه د مديترانې سمندر له شمالي اټلانټیک سمندر سره نښلوي.‌ څرنګه چې د اوبو دا لویه برخه وچې چاپیره کړې او له شمالي اټلانټيک سمندر څخه جلا شوی دی، د نورو سمندرونو په څیر جذر و مد نه لري.‌ د مديترانې سمندر د اوبو د مالګينتوب کچه او يا په دې اوبو کې د مالګې مقدار د اټلانټيک سمندر له پرانستې برخې سره توپیر لري. په داسې حال کې چې اټلانټيک سمندر شنې اوبه لري، د مديترانې سمندر د ژورو آبي اوبو لپاره مشهور دی.

شمالي سمندر هم د اټلانټيک سمندر يوه برخه ده.‌ شمالي‌ سمندر د لويې برتانیې د وچې په ختیځ کې پروت او د اروپا له لويديځ ساحله پورې امتداد لري چې سکنډينويايي هیوادونه لکه ناروې، سويډن، ډنمارک او ورسره د جرمني، هالند او بلجيم هیوادونه پکې پراته دي.‌ څرنګه چې شمالي سمندر د اروپايي‌ لویې وچې په طاق کې پروت دی له دې کبله ۳۰۰ فوټه منځنی ژوروالی لري. د شمالي سمندر د کب نيولو تر ټولو لويه سيمه يوازې تر ۵۰ – ۱۰۰ فوټه ژوره ده.‌ په دې برخه کې سطحي اوبو او د باد زياتوالي، شمالي‌ سمندر د اوبو پر يوه نه اټکل کيدونکې تړانګه بدل کړی دی.‌ د شمالي سمندر طوفانونه او د سمندر د سطحې لوړوالی زیاتره وخت اروپايي‌ ساحل ځپي. د تيلو د راويستلو ګڼ شرکتونه د شمالي سمندر د اوبو لاندې د لوړ کيفيت تيلو د زیرمو د موجوديت له کبله په دې سمندر کې کيندنې کوي.‌

د اټلانټيک سمندر په لويديځه خوا کې د کاريب سمندر موقيعيت لري چې د جنوب له خوا يې شمالي او جنوبي امریکا،‌ لويديځ له خوا يې مرکزي امريکا، او د شمال او ختيځ لورته يې د ويسټ انډيز [غرب الهند] اتشفشاني ټاپوګان پراته دي. د کيوبا ټاپو چې د فلوريډا له پولې ۹۰ ميله هاخوا پروت دی د کاريب سمندر په شمالي‌ غاړه کې ټاپو جوړوي.‌ کاريب د نړۍ تر ټولو لويه سمندريزه حوضه بلل کيږي.‌ د کاريب په سمندر کې تر ټولو ژوره نقطه ۲۵۰۰۰ فوټه ژوروالی لري او په کيمان ژوره کې موقيعیت لري چې د جميکا او کيوبا د ټاپوګانو په منځ کې ده. په ټول اټلانټيک سمندر کې تر ټولو ژوره نقطه د کاريب ټاپو په ختيځ کې د پيرټو ريکو ژوره Puerto Rico Trench ده چې د کاريب او اټلانټيک سمندر تر منځ پوله کې پرته ده.‌ دا ژوره ۵۰۰ ميله اوږده او ۲۸۰۰۰ فوټه ژوره ده چې ۵.۳ ميله ته رسيږي. د کاريب سمندر د استوا لاندې اقليم لري او د شمالي نيمې کورې د ژمي په میاشتو کې د سيالانیانو د خوښې ځای دی.

دا ټول سمندرونه د مالګينو اوبو يو لوی پيکر جوړوي چې له هرې خوا او يا يې په زياتره خواو کې د وچې له خوا احاطه شوی دی. په بله وينا سمندر د مالګینو اوبو هغه پیکر دی چې د يوه نه يوه بحر برخه بلل کیږي. د سرګاسو سمندر د چاپیره سمندرونو د جذر مد له خوا احاطه شوی چې له دې سمندر سره د نورو سمندرونو د اوبو د يو ځای کیدو مخنیوی کوي. له دې کبله دا سمندر د چاپیره سمندرونو د اوبو په پرتله ډیر مالګين دی.‌ د سرګاسو سمندر هغه سیمه ده چې د لاندې بحرونو د جذر و مد له خوا احاطه شوی دی: د ميکسيکو خليج،‌ د شمالي اټلانټيک سمندر جذر و مد، د کناري سمندر جذر و مد او شمالي اټلانټيک سمندر استوايي‌ جذر و مد په کې شامل دي. د یوه سمندر جذر و مد يوه ټاکلي مسير ته د سمندر د اوبو حرکت دی چې د سمندر په منځ کې د سيند په څیر بهيږي.‌ د سرګاسو سمندر د خپلو ژورو آبي رنګه اوبو او د Seaweed په نامه يو ډول بحري ګياه د شتون له کبله مشهور دی.‌

فعالیت:

د لاندې بيانیو د شنلو وروسته صحیح او يا غلط ځواب حلقه کړئ.

  1. صحیح غلط   اټلانټيک سمندر د څلورو لويو وچو په منځ کې پروت دی:‌ د شمال او ختيځ له خوا اروپا او افريقا او د لويديځ او شمال له لورې يې جنوبي امریکا پرته ده.‌
  2. صحیح غلط   د شمالي اټلانټيک د تړون سازمان يا ناټو د هغو هیوادونو تر منځ يو تړون دی چې د امریکا او کاناډا په شمول د شمالي‌ اټلانټيک سمندر پر غاړو پراته دي.‌
  3. صحیح غلط   اټلانټيک سمندر له بحرالهند وروسته دويم لوی بحر دی.
  4. صحیح غلط   د ګيبرالتر تنګه د مديترانيې بحيره له شمالي اټلانټيک بحيرې سره تړي.
  5. صحیح غلط   د مديترانيې بحيره او د سرګاسو بحيره دواړه د خپلو ژورو آبي‌ رنګه اوبو لپاره مشهور دي.
  6. صحیح غلط   سطحي اوبو او زياتو بادونو له شمالي بحيرې څخه د اوبو يوه داسې تړانګه جوړه کړې ده چې حالات يې نشي‌ اټکل کیدای.
  7. صحیح غلط   د کيوبا ټاپو چې فلوريډا له پولې ۹۰ میله لرې پرته ده، د کاريب د لويديځې غاړې ټاپو جوړوي.
  8. صحیح غلط   د اټلانټيک سمندر تر ټولو ژوره نقطه په شمالي سمندر کې موقيعيت لري.
  9. صحیح غلط   د پيرټو ريکو ژوره د سرګاسو سمندر له غاړو څخه يوه غاړه جوړوي.
  10. صحیح غلط د یوه سمندر جذر و مد يوه ټاکلي مسير ته د سمندر د اوبو حرکت دی چې د سمندر په منځ کې د سيند په څیر بهيږي.

ځوابونه

  1. صحيح
  2. صحيح
  3. غلط
  4. صحيح
  5. صحيح
  6. صحيح
  7. غلط
  8. غلط
  9. غلط
  10. صحيح

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب