آېت الکرسي
زه غواړم چه خپل او ستاسى پام د قرآن مجېد ېو آېت ته راوګرځوم چه په اېت الکرسى شهرت لرى
څکه په دى نوم مسما ده چه د کرسې ذکر په کښۍ راغلۍ دى.اېت الکرسى ته سېده اېت فى القران ېعنې په قران کښى د اېتونو سرداراېت هم ووېل کيږى آېت الکرسى د قران مجېد د دوهم سورت ېعنې البقره ٢٥٥ (255) آېت دۍ چه د درېمۍ پارۍ په اوله ربع کښى واقع دې.دا آېت د جملې او د کلماتو د لحاظه په قران کرېم کښى لوى آېت دې، نه ېواځۍ په کلماتو بلکه په عظمت او کېفېت کښى هم د دى په شان بل با کماله آېت نشته. که څوک د دي اېت په ترجمه باندې پوه شي او په دى آېت کښي فکر وکړي نو په پوره معنا سره به خپل خالق او مالک وپېژنۍ او د خپل رب سره به ېې مېنه پېدا شى .د اېت الکرسى په باره کښى بى شمېره حدېثونه راغلى دي چه ېو څو به ېې لاندى ذکر کړو
ابن کعب رض نه رواېت دۍ چه رسول الله صلى الله علېه و اله و سلم ترۍ پوښتنه وکړه چه، ېا ابوالمنظره ته پوهېږى چه په قران کرېم کښي د ټولو نه عظېم ترېن اېت کوم ېو دى ، ابن کعب رض واې چه ما ورته ووېلي ، الله او د هغه رسول ښه پوهېږى.نو رسول الله صلې الله علېه و اله وسلم ترى بېا پوښتنه وکړه چه ستا په نظر کوم اېت دۍ نوابن کعب رض ورته جواب ورکړ چه الله لا اله الا الله ېعنې اېت الکرسى ، نو رسول الله صلۍ الله علېه و اله وسلم په اوږه باندې وټپاوه چه ” ابوالمنظره علم دۍ مبارک شه (صحېح مسلم)١
رسول الله صلۍ الله علېه و اله وسلم فرماېلى دي
څوک چه د هر فرض لمونځ نه وروسته اېت الکرسى ولولې نو د هغه او جنت په مېنڅ کښي ېواځى مرگ حاېل دى.ېعنې چه څنگه مړشى انشا الله چه جنت ته به څې (نساۍ ابن حبان)٢
چه څوک د فرض لمونڅ پسى اېت الکرسى ولولى نو تر بل فرض لمونڅ پورى به ېې الله حفاظت کوى (تبرانې)٣
څوک چه د خوب په څاۍ کښى اېت الکرسى ولولى نو تر سهاره پورى به ورته الله ېو حفاظت کونکى مقرر کړى تر څو ورته شېطان نزدۍ نشى (صحېح البخارى)٤
جنات او شېطانان هغه کور ته نه نزدى کېږى په کوم کور کښي چه اېت الکرسى لوستل کيږى (ترمذى)٥
د عاېشې رضې الله عنها نه رواېت دى چه ېو کس رسول الله صل الله علېه و اله و سلم ته راغى اوشکاېت ېې وکړچه کوراو خوراک کښى ېې برکت نشته نو رسول الله صل الله علېه و اله و سلم ورته وفرماېل چه اېت الکرسي لوله الله به دۍ په کور او خوراک کښى برکت راولې (تفسېردار منصور)؟
او ېو بل رواېت چه غالبآ ما په فضاېل اعمال کښى لوستى وو
کله چه د رسول الله صل الله علېه و اله و سلم څخه روح اخستل کېده نو عزراېل علېه السلام خپل لاس د رسول الله صل الله علېه و اله و سلم په مبارکه سېنه کېښود اوپوښتنه ېې ترى وکړه چه ېا رسول الله څه احساس کوې، رسول الله ورته جواب ورکړ، داسى احساس کوم لکه ٧ اسمانه چه دى څما په سېنه اېښې وى ېعنې ډېر په تکلېف کښى ېم ، همدغه حال کښي ترى رسول الله پوښتنه کوى آېا ته به څما د هر امتى نه همدغسى په سختې ساه اخلې نو عزراېل علېه السلام جواب ورکړچه هو، مگر د هغه چا څخه نه ، چه دهر فرض لمونڅ پسى اېت الکرسى لولې. (الله دى مونږ د څنکدن د سختوالې څخه په امن کړى). امېن
ډېرعالمان واې چه اسم اعظم هم په همدې اېت کښى دى، ېعنې که څوک څه مشکل لرى نودهمدې اېت په واسطه دي الله ته سوال زارى وکړي
نو واقعې چه دا آېت د ډېرې لوى مرتبې او لوۍ حېثېت خاوند دى
د ډېرو خلکو حساب کتاب او نغده معامله خوښېږى نو راڅې چه د اېت الکرسى په باب لږ څه حساب وکړو
لکه څنگه چه تاسى ټولو ته معلومه ده چه د قران کرېم په هر ټکى ١٠ نېکې ورکول کېږى نو که اېت الکرسى تجزېه کړو نو په کښي غالبآ ١٨٨ ېا ١٨٩ حروفه دي .که ١٨٨ حساب کړو نو په ېو وار لوستلو ېې ١٨٨٠ اجره گټو. مونږ د ورځې په اوږدو کښي لږ تر لږه پېنڅه لمونځونه لرو.که د اشراق لمونځ او د څاښت لمونځ او تراوېح او تحجد او نور نوافل حساب نه کړو او ېواځې فرض لمونځونه حساب کړو نو داسى ېو حساب جوړېږى انشا الله
١٨٨ *١٠= ١٨٨٠ نېکې( په ېو وار لوستلو )؟
د ورځې ٥ وخته لمونڅ
٥*١٨٨٠=٩٤٠٠ نېکې (د ورڅې)؟
١٨٨٠ *٣٦٥=٣٤٣١٠٠٠ نېکې( د کال) ،درۍ مېلونه څلور سوه او ېو دېرش زره نېکې
لکه څنگه چه د هر مکان او زمان خپل پولى واحد ېا په عامه اصطلاح کښى د هر څاى خپله کرنسى وى نو همدارنگه د قېامت د ورڅې کرنسى نېکې دۍ چه حساب به پرى کېږى او په همدې اساس به په خلکو د جنت او جهنم فېصلې کيږى
د قېامت په ورڅ چه به خلک د ېوې ېوې نېکې پسۍ لاى په لاى گرڅې او هېڅوک به نه پېدا کېږى چه ېوه نېکى بل چا ته ورکړى، نو د دغې مشکل د حل د پاره مونږ ته الله په دنېا کښى وخت هم راکړې او چانس هم ، نو ولي د دي چانس څخه گټه پورته نه کړو. دا گټې په ډېرو طرېقو لاس ته راوړل کېږى ، ېوه لاره ېې د قران تعلېم دى او نورو ته ېې ښوونه ده په تېره بېا چه د دومره لوى عظمت لرونکې اېت چا ته وښاېې. ټوله اېت الکرسى ٢٥ ثانې وخت نېسى او په ٢٤ ساعتو کښي ٨٦٤٠٠ ( شپږ اتېا زره او څلور سوه ) ثانېې وې نو په ٨٦٤٠٠ ثانېو کښى ېواڅى ٢٥ ثانېې؟؟؟؟؟؟؟ دا خو دومره سخت کار نه ښکارى
نو گرانو ورونو راڅې چه سر د نن په دا دومره اسانه کار چه دومره لوېه گټه پرى الله سبحانه و تعالى راکوۍ شروع وکړو او نورو ته ېې هم ورسوو، الله سبحانه و تعالى دومره غنې ذات دى چه هر څوک ېې چه ولولې انشالله چه مونږ به هم ورسره په پوره اجر کښى شرېک ېو نو مهربانې وکړى او نورو ته ېې هم ورسوي. اوس فکر وکړى چه که ستاسى په وېنا ېو کس اېت الکرسى شروع کړى،او د هغه پواسطه بل کس او بل کس، نو څومره اجر په الله درکړى. انشا الله
الله دي مونږ ټولو ته هداېت او د نېک عمل توفېق را په برخه کړى امېن
کامه وال