آیا په روژه کې د سهار جماعت وختي بهتر دی؟
الاستفتاء:
آیا په روژه کې د سهار په جماعت اداء کوملو کې غلس افضل دی او که اسفار؟ یعنې سنت طريقه داده چې دسهار جماعت د صبح صادق د ختو څخه څو منټه وروسته سمدستي اداء شي او که دا چې وروسته یعنې چې کله ښه رڼا شي؟
الجواب:
حامدا ومصليا وبعد: د سهار د لمانځه په وخت کې د کراهيت زمانه نشته. نو ځکه یې د استحباب لپاره د وقت تعين نه شي کېدلی. البته د کثرة د جماعت (یعني په جماعت کې د خلکو ډېرښت) له امله که په اسفار کې وشي اوکه په غلس کې وشي دواړه صحيح د. کذا في امداد الاحکام ۱\۴۱۱
لکن په روژه کې د صحيحو احاديثو څخه داسې معلومېږي چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم د سهار د جماعت لمونځ د سپېدو د چوولو څخه کمه زمانه وروسته اداء کول. نو که په کومه سيمه کې خلګ له دغه سنت سره عادت وي ياعادت شي نو ډېره ښه خبره ده او که د سهار جماعت ته خلک وروسته راځي نو بيا دې د سهارجماعت په اسفار کې کوي يعنې چې ښه رڼا شي؟
عن زيد بن ثابت رضي الله عنه قال: :تسحرنا مع رسول الله صلى الله عليه وسلم ثم قمنا إلى الصلاة، قلت: كم كان قدر ما بينهما؟ قال: خمسين آية : بخاري ۱\ ۶۸۹ ومشکوة ص\۶۰ اوقات الصلوة ، مرقات ۲\۲۸
ژباړه : زید بن ثابت رضی الله عنه فرمایې : چي موږ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره پشلیمی کول، بیا چي د لمانځه لپاره ولاړ شوو، راوي وایې موږ زید ته وویل: څومره وقت اوفاصله به درسول الله صلی الله علیه وسلم د پشلیمي او د سهار د جماعت د لمانځه تر منځ وه؟ نو ده راته وویل : د پنځوسو آیتونو د تلاوت په اندازه ؤ.
ما رواه الإمام البخاري بسنده عن سهل بن سعد رضي الله عنه قال : كنت أتسحر في أهلي ثم تكون سرعتي أن أدرك السجود مع رسول الله صلى الله عليه وسلم – أي صلاة الفجر –
وقال الحافظ ابن حجر قوله تعجيل السحور أي الإسراع بالأكل إشارة الى أن السحور كان يقع قبل طلوع الفجر.
ومنها- ما روى مالك عن عبد الله بن أبي بكر عن أبيه : كنا ننصرف من صلاة الليل فنستعجل بالطعام مخافة الفجر .
او په فتاوی عثماني ۱\۳۶۲ کې راغلي : احتیاط په دې کې دی چې کله په موجوده نقشو کې د پشلیمي وخت ختم شې فورا دې د سهار لمونځ نه کوي بلکې لس پنځلس منټه دې انتظار کوي څو چې صبح صادق بلا اختلاف واقع شوی وي.
(د مفتي ابو یاسر له فتاوی الصیام څخه)