آیا د اسلام دین تفکر او پوښتنې کول منع کړي؟

د اسلام په مقدس کتاب قرانکريم کې تقريبا ۷۰۰ ځله د عقل،تفکر او تدبر حکمونه او تشویقونه شوي دي، د اکثریت غير مسلمانو له لوري د اسلام په اړه دا تفکر عام دي چې په اسلام کې تحقيق او پوښتنې بندې دي.
د اسلامي ټولنې دننه په ظاهره تفکر ته په بدنظر نه کتل کېږي خو په تفکر کې يو قدم مخکې تلل بیا ځینې ستونزې پيدا کوي، د تفکر په سلسله کې لومړنی شی پوښتنې دي چې مخته راځي،پوښتنې پيدا کېدل د تفکر تولید او مهم ترين اړخ دي.
خو په اسلامي ټولنه کې اکثراً پوښتنې داسې ځوابېږي چې پوښتنه کوونکي ته قناعت ورکړل شي چې بيا پوښتنه ونکړی ځکه پوښتنه د ذهنيت د خرابوالي، فلسفې، ديموکراسی او حتي بې لاری علامه ګڼل کېږي.
يا عموما پوښتنه داسې ځواب شي چې د الله ج يو صفت لکه قادر،عزيز، قوي وړاندې شي او وويل شي چې الله ج په هرڅه قادر دی، عادل دي، دا هغه څه دي چې مسلمان پوښتنه کوونکي هسې هم دا مني خو د زړه په مطمين کېدو پسې ګرځي.
دوهمه د يادونې وړ موضوع داده چې پوښتنه کونکی ډیری وخت د يو نقل د يو قصې سره ځواب کېږی دا نقلونه او قصې د اسلامي علماوو وي چې تر پيغمبر ص يا تر قرآن کريم پورې اوږدېږي خو البته ډېري برخه يی د پيغمبر ص او قرآن نه بيرون په نورو علماوو پورې اړه لري چې البته دا علماو دا وايی چې د دوی د دې قصو او نقلونو اصل په قرآن او سنت ولاړ دي.
خو د علماوو دا نقلونه،قولونه کتابونه،مسلې،قصې سل په سلو کې ټولې يا سمې نه وي يا که وي هم پوښتنه کونکی که په دې باندې قناعت ونکړي ياورته عقلی په نظر ورنشي او نيوکه يا بله پوښتنه وکړي نو دلته په دې تورنېږي چې ګواکی دي د علماوو خبره نه مني،ترعلماوو پوه دي،علماوو خو داسې سفرونه کړي،ټول عمر یی قرآن او حديث ته وقف کړي و او دا‌ اوس هغه نه منی او داسې نور مختلف سخت تورونه ورباندې لګېږي چې حتي پوښتنه کونکی د مقابل طرف له لوري د کفر له حکم سره مخ کېدی شي که دا نشي نو د فلسفي،ديموکرات،دغرب د فکرنه دمتاثر،او ضعيفې عقیدې ټاپه خو حتمي ده.
خو اسلام په دې باره کې ښکاره دريځ لري،قرآن هرانسان،هر مسلمان ته د تفکر،تدبر او تعقل امر کوي،اود زړه د مطمين کيدو لپاره د دلایلو،شواهدو او څيړونو په وړاندې نه دا چې مانع نه اېږدي بلکې امر یې کوي.
قرآن د زومر د سورة په ۱۸ آيت کې دا ښکاره وايی چې هغوي چې د نورو خبرې اوري او دهغې خبرو تر ټولو نېکه یې مني هغه د سالم عقل خاوندان دي.
د يو انسان ټولې خبرې به سمې نه وي مسلمان کولی شي د هغه څخه هغه خبره ومنی چې ترټولو غوره وی او دا په دې معنا نه ده چې مقابل شخص جاهل او دروغجن دي.
قرآن د نيسا سورة په ۸۲ آيت کې وايي چې اوس هم په قرآن کې تفکر نه کوي؟که هغه قرآن د بل چاله طرفه وي نو دوي به خامخا پکې اختلاف پيدا کړي و.
الله ج د قرآن کريم په اړه وايي چې تاسې هغه وڅېړی د د هغه په اړه تفکر وکړي.
داچې دا تفکر په تخنيکي ډول د ايمان او عمل لپاره څومره اړين دی دې ته موږ يو ځانګړی بحث ترتيب کو دلته يوازی په دې کفايت کو چې دا پوښتنه ځواب کړو چې آيا اسلام همدا تفکر او تحقيق او پوښتنې منعه کوي که نه.
ملحدان په عمومي ډول دوه سوالونه ډېر کوي چې ولې الله ج نه وينو او الله ج مړی څه ډول ژوندي کوي؟
همدا پوښتنې د اسلام پيغبرانو کړي دی،موسې ع دالله ج ليدل وغوښتل او ابراهيم ع د مړ ژوندي کول.
الله ج موسی ع  مخاطب کړ چې ته ما قطعا نشې ليدلي اما غره ته نظر وکړه که غر پخپل ځاي ودرېد ما به ووينې،کله چې الله ج غره ته تجلي وکړه نو د غره په نامه څه پاتې نشول او موسی ع د توبې سره د الله ج حمد بيان کړ.
کله چې ابراهيم ع د الله ج د مړو د څرنګه ژوندي کولو پوښتنه وکړه
همداسې الله ج ابراهیم ع ته وفرمايل چې ايا باور نه کوي ابراهيم ع په ځواب کې وويل کې باور لرم خو غواړم زړه مې مطمين شي.
الله ج ابراهيم ع ته حکم کوي چې څلور مرغی راواخلی او ټوټه ټوټه یې کړي سره ګډې یې کړي او د څلورو تپو يا غرونو په سر ېې کېږدي بیا ورته اواز وکړي نو ده ته به راشي.
دا هر آیت هره پېښه يو عالم ژوره معنا لري زموږ هدف دلته
دا و چې اسلام د تحقيق،تفکر او پوښتنو امر کوی نه ممانعت.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب