پښتو او پښتونټولنهمرګ | میراث اړوند

آيا پښتانه خويندو ته په ميراث کې حق ورکوي؟

ترجمه: د سړي لپاره د دوو ښځو په اندازه برخه ده. (القرآن)
په پښتنو کې دا خبره مشهوره ده چې پښتانه خپلو خويندو ته په ميراث کې حق نه ورکوي.
کيداى شي په ځينو سيمو کې دا خبره سمه هم وي خو په زياتره سيمو کې دا خبره تر خولې پورې ده او تر ډېره دا خبره يوازې تر نيوکو پورې ده چې حقيقت نه لري.

پښتانه تل د خپلو خويندو درنښت کوي او حق يې مني او ورکوي يې هم. پښتانه چې په ځينو مهالونو کې ښکاره د خويندو په ميراث يا حق سترګې پټوي. خو په ارکې ورکوي. تل يې دا چاره هم ترسره کړې ده.
په بره پښتونخوا کې يو دود دى چې کېداى شي ترېنه څوک خبر نه وي. هغه دا چې په کوم کلي کې کومه ښځه مړه شي د پلرنۍ کورنۍ او يا پلرنۍ کلي خپلوان يې هلته نه پرېږدي او خپل کور يا د کلي هديره کې ئې ښخوي.
لامل يې څه دى؟

دويمه خبره دا ده چې پر پښتنو دا نيوکه شوي چې خپلو خويندو ته په ميراث کې حق نه ورکوي.
د لومړۍ پوښتنې ځواب دا دى چې د چا خور پردي کلي ته واده شي يا پردۍ کورنۍ ته واده شي.
په کال کې دوه اختره او يو د برات مياشت راځي چې پښتنو ته د اختر څخه کمه نه ده. (د برات شپه د شعبان د مياشت پنځلسمه).

په دې درېو وختونو کې هر کال خپلې واده کړې خور ته د برخې په نوم يو څه خوراکي سامان ورليږي او يا يې خپل کور ته راولي چې د اختر ورځ بايد د پلار له کورنۍ سره تېره کړي.
کله چې مړه شي د مرګ ټول لګښت يې د يو ورور په څېر کوي او خپلې پلرنۍ هديره کې يې ښخوي.
بله خبره دا چې پښتانه د غيرت له مخې د خپل پټي په برخه کې خور ته ځکه حق نه ورکوي خو د مځکې قيمت ورکوي ځکه چې خور يې پردي کور ته واده شوې وي ا و خپل پټي کې پردۍ پښه نه پريږدي خوريين خو يې پردي دي يعنې په هډ کې يې شامل نه دي. نو د پټي برخه نه ورکوي.

خو کله چې مړه شي نو بيا يې په خپل پټي کې د مرگ د ټول لگښت سره ښخه کړي. او په ژوند يې هم پوره عزت او درنښت کوي. که کومې خور د چا د لمسونې له مخې له ورور يا پلار څخه د حق غوښتنه وکړه او ورته ورکړل شوه نو بيا يې خاوند پوه شه او د خسرګنۍ کورنۍ. پښتانه يې بيا له مړي ژوندي وباسي. دا د هغې وخت پښتنو پرېکړه کړې چې د پښتنو خويندې د پلرنۍ کورنۍ څخه په درنښت واده شي او د سخرگنۍ کورنۍ هم درنښت کوي.
ځينې وخت کې د تره زامن کوښښ کوي چې د تره له لورګانو سره ودونه وکړي ځکه چې د تره د لورګانو ځمکه يې پردۍ کورنۍ ته لاړه نشي او هم په کې برخمن شي.

پښتانه خپلو خويندو ته حق ورکوي خو لاره يې بدله ده. څوک يې مخامخ پټي ته ودروي چې دا ستا برخه شوه. څوک يې د پټي د برخې قيمت ورکوي او څوک يې په لويه لاره راتاويږي او تر مرګه پورې د پوښتنې په نوم خپل حق ورپوره کوي او ورته وايي چې دا زما خور ده او دا يې پر ما حق دى.

کله چې خور ناروغه شي او ورور يې د ناروغتيا پوښتنه ونه کړي نو خور ورته د گيلې په بڼه وائي چې : وه وروره! زما پوښتنه دې ولې ونه کړه؟ آخر مې ورور يې حق مې درباندې دى. نو په دې جمله کې چې (آخر حق مې درباندې دى) دا خبره پر زبات رسوي چې خور پر ورور حق لري او که پوښتنه يې وکړه نو هم يې حق ادا شي او هم يې خور له ورور څخه خوشاله شي. دا خبره له پېړيو پېړيو ثابته شوې چې ټول وروڼه خپلو خويندو ته د حق په ورکړه قائل دي او دا خبره هم په اثبات رسېدلې ده چې زياترو وروڼو خپلو خويندو ته په ميراث کې پوره پوره حق ورکړى خو دا اوس چې ځينې کړۍ دا خبره کوي چې پښتانه خپلو خويندو ته په ميراث کې حق نه ورکوي دوى اصلاً د پښتنو د پښتونوالي، دود او دستور څخه ناخبره ده او يوازې د خلکو خبرو پسې گرځي. گنې د تاريخ په اوږدو کې هيڅ ورور خپلې خور ته د حق له ورکړې څخه انکار نه دى کړى. همدا حق ورکول په خپله د ميراث د ورکړې يوه بڼه ده چې د تاريخ په پاڼو کې ثبت ده. هغه عالمان چې د پښتون دود څخه ناخبره دي تل د خپلو جوماتونو په ممبر دا خبره کوي چې پښتانه په هر څه کې وړاندې دي خو يوازې خويندو ته په ميراث کې حق نه ورکوي. خو دوى د پښتنو د پخوانيو جيدو علماؤ له کارنامو، دودونو او دستور څخه ناخبره دي چې څه ډول يې خپلې خويندې له ټولو حقه حقوقو څخه برخمنې کړي خو دوى له تاريخه ناخبره دي. يوازې په هوايي خبرو پسې گرځي. که چيرې د پښتونولۍ تاريخ ته هم لږ وگوري نو دا ورته ثابتيږي چې وروڼه په هر صورت کې خپلو خويندو د حقه حقوقو په ورکړه کې له هر څه وړاندې دي.

حليمه انډيوال

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: