آيا ته هم ځان ته مسلمان وايې؟

الله تعالي دا دنيا او انسان د يو هدف لپاره پيدا کړي دي، ددې سر بېره ددې نړۍ هر څه د يو هدف لپاره پيدا شوي دي، د هماغه هدف د ترسره کولو لپاره يې ورته لارښوونې هم کړي دي، او د لارښوونو په ترڅ کې يې په ډاګه کړې ده، چې که هدف مو تعقيب کړ، نو پايله به يې هم ستاسو د خوشحالۍ باعث شي او هغه پايله به ترلاسه کړﺉ، چې تاسو يې غواړﺉ.
او که له هغه انسانانو  څخه شوﺉ چې د خپل ژوند او پيدا کېدو هدف نه پېژني، له خپل اصلي هدف څخه په بله لاره ځي، د خپل خالق په وړاندې دريځ غوره کوي، هغه لاره چې هغه ورته ښودلې نه يې تعقيبوي، او نه د هغې لارې په لټه کې وي، چې ده د پېدا کېدو هدف په کې نغښتی او دده په ګټه ده. دا انسانان بيا په خپل ټول عمر کې راحت او سکون نه شي احساسولی، ژوند يې نا ارامه او دا څو ورځې ژوند ورته همېشنی ښکاري، پر خپل زور او زر نازېږي او داسې فکر کوي، چې ګني، له دې دنيا تلل امکان نه لري او که وي هم نو همدلته پای ته رسېږي او هېڅکله به تر محاسبې لاندې ونه نيول شي.
په لاندې بحث کې مونږ غواړو هغه کسان چې ځانونه با هدفه ګڼي، پر الله ايمان او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم سره د وفا تړون کوونکي ، په خوله کلمه وايي!..د مسلمان په نوم تذکره لري او په ډېر فخر سره د مسلمانۍ دعوه کوي….غواړم چې دا ډول مسلمانان خپل مسئوليت ته متوجه کړم او لږږږږږږږږ له ځان سره فکر وکړي، چې څو فيصد اسلام په کې پاتې او تر کومې اندازې د خپل پېغمبر صلی الله عليه وسلم امتي ثابتېدی شي او تر کومې اندازې کولی شي چې به آخرت کې له الله په سر لوړۍ د جنت غوښتنه هم وکړي.

په اسلام کې د دخول لومړی شرط په الله باور يواځې د هماغه ذات منل او هغه خپل کار ساز او د مشکلاتو حل کوونکی ګڼل او همدا ډول محمد صلی الله عليه وسلم د ټولو پېغمبرانو د وروستي پېغمبر په توګه پېژندل دي نو ای مسسلمانه !
–    د لا اله الا الله محمدرسول الله په لغوي معنی پوهېږې؟
–    د دغې کلمې د ويلو وروسته پر تا لازمېدونکی شيان دې پېژندلي دي؟
–    کله دې خپل کوم ماشوم سره تکرار کړې ده؟
–    انګليسي خو دې زده کړې ده، کولی شې يو کافر ته يې توضېح کړې چې څه معنی لري؟
–    او داسې نورې ډېرې پوښتنې چې له ځانه يې بايد وکړې…..
کله چې ته ځان ته مسلمان وايې نو بايد له کلمې ويلو وروسته لمونځ اداء کړې، هغه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يې په اړه وايی:
–    إن بين الرجل وبين الشرك والكفر ترك الصلاة } [مسلم] ( د (مسلمان) سړي د شرک او کفر سره توپير لمونځ دی.
–    لن يلج النار أحدٌ صلى قبل طلوع الشمس وقبل غروبها } [مسلم] هېڅکله به هغه څوک دوزخ ته داخل نه شي، چې د لمر ختو مخکې (سهار) او لمر پرېوتو مخکې (مازيګر) مونځ اداء  کوي.
–     من صلى الصبح فهو في ذمة الله  [مسلم] څوک چې د سهار مونځ  اداء کړي نو د هغه (د ژوند) ذمه وار الله دی.
–     سُئل النبي صلى الله عليه وسلم عن أفضل الأعمال فقال: { الصلاة لوقتها }[مسلم] له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د غوره عمل پوښتنه وشوه نو هغه ځواب ورکړ چې: مونځ په خپل وخت (کول تر ټولو غوره عمل دی).
او دا ډول نور په لسګونو  احايث…….
اوس پوښتنه تاته  راجع کېږي، چې:
–    په رښتيا سره راته ووايه چې کله دې هم د اذان په اورېدو احساس کړې ، چې مسلمان يم او اوس د لمانځه وخت نزدې شو او بايد د اوداسه لپاره تياری ونيسم؟
–    که اذان دې اورېدلی وي! او ورته متوجه شوی يې… نو د  اذان په وړاندې دې خپل مسئوليت اداء کړی دی دی؟ هغه چې د اذان ا لفاظ بايد د موذن سره تکرار کړل شي او يا د حی علی الصلاة اوحی علی الفلاح پرځای لا حول ولا قوة الا بالله وويل شي.
–    کله دې په موټر، دکان،  کور او يا دفتر کې د اذان د اورېدو پر مهال تلويزيون، موبايل، راديو او يا د کمپيوټر لاوډسپيکرونه د اذان د ښه اورېدو او يا د اذان د احترام له لامله بند کړي؟ او يا دې له موټروان غوښتي چې موسيقي بنده کړي؟
–    کله دې دا فکر کړی دی، چې زه خپله مونځ کوم او بل مسلمان چې فکر يې نه دی او يا ترې هېر دی د مانځه کولو لپاره تيار کړم؟
–    آيا ته خپله د لمانځه په معنی پوهېږې؟ کله دې هم فکر کړی دی، چې په مونځ که څه وايم؟ هغه څه چې څوک يې وايي بايد پوره پوه وي چې له خولې يې څه راووځي؟!! که څوک داسې خبرې وکړي او يا داسې الفاظ تکرار کړي، چې په مطلب يې نه پوهېږي نو هغه انسان ته خو بيا روغ انسان نه ويل کېږي… نو ته خپله فکر وکړه چې روغ انسان يې او که …… چې ګډې وډې وايي….؟!
–    څه ډول مونځ کوې؟ هماغه ډول چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ښودلی دی او که داسې چې ته خپله هم پرې نه پوهېږې؟…. ياد شوي الفاظ په مکرر ډول تکراروې او د يو عادت په ډول پر مخ روان يې … چې رکوع ته لاړ شې نو بېرته نه راپورته کېږې… ددې په ځای چې راپورته شې نېغ ودرېږې مسنونه دعا (الحمدلله حمداً کثیراً طیباً مبارکً فیه مبارک عليه کما یحب ربنا و يرضی) ووايي، يواځې پيڅې راپورته کړې او نېغ سجدې ته لاړ شې….سجده هم داسې چې سر ايښی نه وي چې بېرته د اشارې په ډول راپورته او بيا بله سجده او همداسې قيام او ….
–    ايا کله دې د رسول الله صلی الله عليه وسلم دهغه حديث دعملي کولو کوښښ کړی دی چې وايي ( د جماعت لمونځ د کور پر لمونځ ۲۷ درجې زيات ثواب لري!).
–    په جومات کې دجماعت پر کولو دې څومره اهتمام کړی دی؟ کله دې ورته خپل دنيوي کار پرېښی دی؟
–    آيا دا هڅه دې کړې ده، چې تکبير اولی درنه تېر نه شي؟
–    آيا کله دې هم داسې لمونځ کړی دی، چې په خپله هم خوشحاله شې چې ښه مونځ دې وکړ اوالله تعالی به انشاء الله چې قبول کړی وي؟

او دا ډول نور په لسګونو سوالونه چې ته خپله پرې ښه پوهېږې چې ته په کې مشکل لرې….بايد له ځانه وکړې او ځواب ورته پيدا کړې ځکه ددې سوالونو ځواب يواځې له تاسره دی…
له لمانځه وروسته روژه د اسلام له بناؤو څخه ده، هغه چې اجر ورکول يې الله په خپله غاړه  اخستي دي، هغه چې د روژه تي د خولې بوی الله تعالی ته مشکو له بوی څخه ډېر ګران دی، هغه چې غربيان يې اوس په اهميت پوه او پرته له  ايمانه روژه نيسي تر څو يې بدن روغ او ځواکمن اوسي مګر ته چې مسلمان يې! د الله په اوامرو بايد پوره باور ولرې او پرته له شک او شبهې يې قبولې:
–     کله دې هم روژه د الله تعالی د امر د عملي  کولو په نيت نيولې ده؟
–    آيا په روژه کې کې دې هغه بد اعمال چې مخکې کول پرې ايښي دي؟
–    آيا په دفتر کې دې له خپلو نامحرمو ښځينه همکارانو سره له اړتيا پرته خبرو ځان ساتلی دی؟
–    آيا له يو بېچاره او غريب سره دې مرسته کړې؟ د يوه روژه ماتي مصرف دې ورکړی دی؟
–    کله دې هم د روژه ماتي پرمهال هغه کسان په زړه کې را ګرځېدلي،چې د روژه ماتي لپاره هېڅ نه لري او روژه په  اوبو ماتوي؟
–    کله دې هم پر ځان سختي راوستلې ده او د  خپلو ډول ډول خوراکونو څخه دې خپل غريب مسلمان ورور ته ورکړي دي؟
–    غيبت يو له هغو ګناهونو څخه دی، چې ستره ګناه لري  او د بل مسلمان ورور د حق خوړل دي، کله دې هم فکر کړی دی، چې غيبت به مې روژه  ماته کړي او يا به ترې داسې عبادت جوړ کړي، چې هندو ستړی او خدای ناراضه؟!…
–    آيا د قیام الليل يا تهجدو لپاره راپورته شوی يې؟
–    په روژه کې سنت د فرضو او یو فرض د ۷۰ فرضو په اندازه ثواب لري آيا کله دې هم ددې ستر اجر د ترلاسه کولو لپاره له پخوا زیات سنت کړي دي؟
لسګونه او  آن سلګونه سوالونه دي چې کولی شې ښه يې ځواب کړی شې او له ځواب وروسته يې عملي کړې…

کله چې کلمه وايې ځان ته مسلمان وايې د جنت دغوښتلو لپاره هلې ځلې کوې نو زکات هم بايد ورکړې، نه پوهېږم  محترمه وروره چې زکات به پېژنې  او کنه؟ ځکه مسلمانان نن سبا زکات نه پېژني او هر څومره چې يې مال زيات شي خو د زکات د ورکړې په فکر کې هم نه وي، صدقه او زکات يې سره ګډ کړي دي، که يو پنځه روپۍ چاته ورکړي نو دا هم ورته زکات ښکاري. که د دنيا د بانکونو د اکونټونو پوښتنه ترې وشي نو هر يو به درته په پوره ډول تشرېح کړي، چې دا جاري دی او دا يې روان دی او دا يې ولاړ  اکونټ دی خو که پوښتنه ترې وکړې چې په آخرت کې دې  هم کوم اکاونټ (زکات) خلاص کړی دی کنه؟ نو بس لومړی خو يې پېژني هم نه او که يې وپېژني نو بیا ورته داسې حيلي جوړې کړي، چې د مليونونو مليونونو ډالرو د شتون سره سره به هم له زکات څخه ځان بچ کړي… خو زه له تا پوښتنه کوم ای مسلمانه وروره !!
–    که مونځ دې هم زده وي، په روژه هم پوهېږې او نورو اړينو شيانو  علم هم  درته وي نو دا يو ستره فريضه زکات پېژنې کنه؟
–    د مال په زیاتېدو او د يو څو روپو لاس ته په درتګ سره دريادېږي چې په دې کې به زکات کېږي کنه؟
–    هغه ستا نزدې خپلوان….. خان… او …ګل چې په ښار کې په کراچۍ پياز خرڅوي کله دریاد شوي دي؟ چې هغوی هم زما په دې مال کې برخه لري او الله به يې را څخه خامخا پوښتنه کوي او کنه نور بيا به راته ددې خپل مال څخه مار جوړ شوی وي….
–    هغه بل د  ترور او … زوی دې چې د زوی د علاج لپاره يې پيسې لرې او خپل يواځينی زوی يې د پيسو دنه شتون له لامله له لاسه ورکړ د هغه په مړينه دردېدلی يې چې کاشکې مې ورسره مرسته کړې وی….؟؟!
–    پوهېږم چې د زوی په واده کې دې دومره پيسې مصرف کړې چې په ټولو ځایونو کې دې نوم خپور شو مګر هغه د زکات پيسې دې هم په کې د خلکو د خېټو دوزخونو ته ور واچولې او ستا ګاونډي ….. په ښار کې د ګدایی له لاسه ځايونه لټوي چې د موټرو کتار به چېرته جوړ وي چې دا په کې له کروزينونو والاو د دوو روپو سوال وکړي.
–    ته دې خپل زوی په دوه زره او يوولس ماډل ټوډي کې مکتب ته بيايې مګر هغه د بل مسلمان شهيد ماشوم زوی دی له ډېرانونو د راټولو شويو پلاستيکونو لاندې له خپلو شلېدلو چپلکوسره په نمجنو سترګو د غم اوښکې تويوي چې څوک ورسره بار پورته کړي تر څو پرې خپلې کونډې مور او يتيمي  خور ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي… مګر ستا د زکات مال… هغوی ته د ورکړې پر ځای د رئيس صاحب او وزیر صاحب په  مېلمستيا کې مصرفېږي….؟؟!
–    د حضرت عمر رضی الله عنه په زمانه کې به څوک نه پيدا کېده چې زکات  واخلي په ټولو خلکو به ګرځېده او بېرته په خپل  اصلي  مالک ته راګرځېده… مګر اوس د مسلمانانو په ښارونو کې له خلکو سوالګر زيات وي…. که ته زکات ورکړې نو څه فکر کوې چې دا سوالګر به پاتې شي….؟!
مسلمانه وروره!! زکات وپېژنه او په ورکړه يې په خپل مال کې د برکت لامل شه، د خپل مسلمان ورور دعاء خپله کړه، د کونډې کفيل شه، او د يتيم سرپرست، د زکات په ورکړه دې دوستان زيات کړه او د خلکو زړونه وګټه.
له زکات وروسته چې غني يې او حج ته د تګ توان لرې، نو د خدای مېلمه شه، حج ته لاړ شه، په رښتيني ډول خدای ته توبه وباسه، د خپل عمر ټول ګناهونه دې معاف کړه او د الله تعالی رښتونی بنده شه! مګر کوم حج هغه حج :
–    چې له راستنېدو وروسته خلک دې په ګلونواوغټو مراسمو هر کلی وکړي؟
–    يا هغه حج چې له اداء کولو وروسته له خلکو لخوا د حاجي ويلو توقع لرې؟
–    يا هغه نفلي حج چې فرضي امور دې پرې پريښي وي؟
–    يا هغه حج چې ځان پرې خلکو ته نېک معرفي کړې؟
که  حج دې د پورته شيانو لپاره وي نو ښه دې چې بې ځایه  مصرف ونه کړې او که ددې لپاره وي، چې د حرم او بيت الله په ليدو متعال الله ته د زړه له اخلاصه د پښېمانۍ اوښکې تويې کړې، او له هغه سره په رښتوني ډول وعده وکړې چې بیا به د تېر په شان بداعمال نه ترسره کوې… له خپل مسلمان ورور سره هر ډول کينه او دښمني پرېږدې نو انشاء الله چې په رښتيا به هم د نوي زيږيدلي ماشوم په شان له ګناه پاک شې….

زما ګرانه او محترمه وروره!!

پورته ليکنه سر ترپايه ښه په غور سره ولوله، خپلې ستونزې دې پکې پيدا کړه..ځان دې په کې وتله.. بيا په خپله پوهېږې چې کومه پله دې درنده ده؟ د ګناه او که د نېکۍ…. واک ستا په لاس کې دی… فرصت هم لرې…. چې هر پله درنوې نو کولی شې… مخکې له دې چې  الله تعالی يې درته وتلي او بيا ته هېڅ واک په کې نه لرې نه يې درنولی شی او نه سپکولی… نو اوس خپله مټې را نغاړه تېر په هېر او سر له ننه يو نوی ژوند پيل کړه، يوه مياشت وروسته بيا ځان وتله او وګوره چې کومه پله دې درنه ده…. او خپله د نېکيو پله همدا اوس درنه کړه کنه نو بيا به لاسونه مروړې او هغه د درندې پلې شيان به هم درڅخه خلک د خپلو حقونو چې تا تلف کړي دي (غيب دې کړی دی، سود دې خوړلې، قرض دې نه دی ورکړی، غصب دې کړی دی) واخلي او تش لاس به پاتې وې او داسې څه به نه لرې چې ته پرې د خپل  همېشني ژوند لپاره يو بهترین کور را ونيسي.

عبدالهادي مسلم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب